خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د غزني ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۴۰۰ تلې میاشت کې کېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، د ولایتي شوراګانو، د غزني د ولسي جرګې او د ځینو ښاروالیو ټاکنو طرحه یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولې وه، چې د ۱۴۰۰ کال د تلې (ثور) پر ۳۱مه باید ترسره شي، خو نېټه یې وځنډېده.

نوموړې وائي: هوکړه پر دې شوه چې دغه ټاکنې د ۱۴۰۰ کال میزان/تلې میاشت کې ترسره شي.

نوموړې وویل، د تېرو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو پرتله به د غزني د ولسي جرګې او د ولایتي شوراګانو ټاکنو ته بودیجه ډېره کمه وي: “د افغانستان له حکومته هیله لرو چې د ټاکنو د بودیجې چمتو کولو، امنیت ټینګولو او د راتلونکو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.”

حوا علم نورستانۍ وویل، د ملګرو ملتونو د معاونیت له دفتر او پراختيايي پروګرام UNDP سره یې د ټاکنو د ملاتړ پروژې تړون لاسلیک کړی چې وايي د رایو اچولو د مرکزونو ارزونه به کېږي، د رایې اچوونکو نوملړ به سمېږي.

بل خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ د دغه ادارې د بالمقطع کارکوونکو په اړه وویل: “بالمقطع کارکوونکي نه رخصتوو، طبیعي ده چې بالمقطع کارمندان د یوه پروسیجر له مخې د یوه کال لپاره ځای پرځای کېږي، موږ د ملکي خدماتو دایمي کارکوونکي لرو، خو هغه چې په بالمقطع ډول راغلي او د یوه کال قرارداد یې پای ته رسېدلی، موږ ورته د ۱۴۰۰ کال بوديجه پام کې نیولې ده، چې تر ارزونې وروسته به مثبت ارزول شوي کارمندان بېرته راغوښتل کېږي او هغه چې مثبت نه دي ارزول شوي پر ځای به یې نوي کسان راځي”.

د ټاکنو کمېسیون په خپله لومړنۍ مسوده کې د غزني ولایت پارلماني ټاکنو لپاره ۱۹ میلیونه ډالر او ولایتي شورا ګانو ته ۸۰ میلیونه ډالر پام کې نیولې چې بدلون هم پکې راتلی شي.