پاکستان ته د طالبانو د پلاوي دوه ورځنی سفر له عمران سره په لیدنه پای ته ورسېد
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ذاهد حفیظ چوهدري یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې دا سفر د افغان سولې په اړه د پاکستان د تګلارې یوه برخه وه.
نوموړي وویل: “د دغه سفر پر مهال د طالبانو پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر سره له لیدنې وروسته د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وکتل. د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستان د تګ لارې یوه برخه ده چې غواړي د بین الافغاني خبرو د منځګړیتوب په لید د افغانستان د سولې په پروسه کې ټولو خواو ته ورسېږي.”
د پاکستان د صدراعظم عمران خان دفتر هم په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي خان له طالب پلاوي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې له دواړو غاړو یې غوښتي چې تاوتریخوالی راکم او اوربند ته لاره هواره کړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی د ډسمبر په شپاړسمه اسلام اباد ته رسیدلی و.
د صدراعظم عمران خان له دفتره په خپاره شوي بیان کې زیا شوي چې د (جګړې) دواړه لوري باید داسې فرصت رامنځ ته کړي چې په افغانستان کې سوله راشي او پرېنه ږدي چې دغه بهیر له خنډ سره مخ شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر ټوېټر لیکلي: له عمران خان سره په لیدنه کې د افغان کډوالو، پاکستان ته د افغانانو په تګ راتګ، په پاکستان کې د افغان بندیانو او د افغانستان په روان وضعیت خبرې وشوې.
د عمران خان او طالب مذاکراتي ټیم په داسې حال کې له یو بل سره ګوري چې له دې وړاندې جمهور رئیس غني کابل ته د عمران خان په وروستي سفر کې له هغه د افغان سولې په پروسه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې وه.