نبيل: افغانستان یوه خطرناک پړاو کې دی خو غني او ټيم يې خپلې شخصي موخې تعقيبوي
د ملي امنيت پخوانی رييس رحمت الله نبيل وايي، چې افغانستان په یوه خطرناک پړاو کې دی خو ولسمشر غني او ټيم يې د جمهوريت په نوم خپلې شخصي موخې تعقيبوي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ، مزارشريف کې د عدالت غوښتنې په هغه خېمه کې وکړې، چې نږدې يوه مياشت وړاندې د يوه ۹ کلن ماشوم د تښتول کېدو په غبرګون کې د بلخ ولايت مقام مخې ته درول شوې ده.
رحمت الله نبيل په خپلو خبرو کې پر افغانانو غږ وکړ، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د عدالت غوښتنې غږونو ته قومي او سمتي رنګ ورنه کړي.
نبيل پر ولسمشر غني او د هغه پر ټيم تور پورې کړ، چې د جمهوريت په پلمه خپلې شخصي موخې تعقيبوي.
هغه وويل: «زه له اشرف غني څخه ګيله نه کوم، ځکه چې د هغه فکر، ذهن او عمل پر جمهوري اساساتو ولاړ نه دی، غني ولسمشر هم نه دی، خو يو شی ښکاره دی چې پر دې نظام موږ ټول حق لرو، قرباني مو ورکړې او حق لرو چې د دې نظام تر چتر لاندې په عزت ژوند وکړو».
نبیل د افغانستان وروستیو حالاتو ته په ایشارې سره وائي چې راتلونکی مو له يو خطرناک پړاو څخه تېرېږي او افغانان باید روانو سیاسي مسايلو په تړاو محتاطانه ګامونه پورته کړي.
بل خوا د تښتول شوي ماشوم پلار محمد نبي وويل:« په وروستي ځل مې لس ورځې وړاندې له تښتوونکو څخه پيغام تر لاسه کړ تښتوونکي مې د زوی د خوشې کېدو په بدل کې د يو نيم ميليون ډالرو غوښتنه کوي.»
۹ کلن عبدالرووف نږدې دوه میاشتې وړاندې د مزارشريف له ښار څخه تښتول شوی.