خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ولسمشرۍ ماڼۍ: د سیما سمر لیرې کول سیاسي اړخ نه‌لري

افغان حکومت د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت او د سوداګریزې پراختیا په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي بستونه لغوه کړي.

د ولسمشر اشرف غني دفتر د یادو دولتي تشکیلاتو د لغوه کېدو خبره مني او وائي: سیما سمر د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره وه او د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده محمد یوسف غضنفر مخته وړله چې څو میاشتې دمخه د کرونا له امله وفات شوی و.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د سیما سمر لیرې کول یو اداري تصمیم دی کوم سیاسي اړخ نه ‌لري.

له دې وړاندې سیماثمر ویلي وه چې د بشري حقونو په چارو کې د دولت د وزیرې په توګه له دندې لیرې کړای شوې ده او د دې پرېکړې په اړه له مخکې نه‌ وه خبره ان په یو نیم کال کې چې دا وزارت اعلان شوی و په تشکیلاتو یې کار هم نه ‌و شوی.