د امریکا دفاع وزارت سرپرست کابل کې له ولسمشر غني سره وکتل
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرسټوفر مېلر سې شنبه مازدیګر کابل کې له ولسمشر غني سره کتلي او د افغان سولې بهیر، افغانستان کې روان تاوتریخوالي او د سیمې امنیتي وضعیت په اړه ورسره غږېدلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلې چې ښاغلي مېلر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او دواړو لوریو د اوربند غوښتنه وکړه.
خبر پاڼه کې لیکل شوي چې: “کرستوفر مېلر د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ ویې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو حکومت به تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت او خلکو تر څنګ پاتې شي”.
یاده دې وي چې دا د امریکا دویم جګپوړی امنیتي چارواکی دی چې کابل ته سفر کوي او له ولسمشر غني سره ګوري.
د دوشنبې پر ورځ د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مېکنزي سره هم ولسمشر غني په ارګ کې کتلي وو.
دواړه امریکایي چارواکي په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر پنځلسمې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته د راکمولو اعلان کړی دی.