ښاري ژوند
(5) برخه
ښاري او مدني هغه ډول ژوند ته ويل کېږي که څوک په پلازه کي اوسېږي، نو له لوړ منزل څخه د ماشوم ناولی پمپر لاندي راغورځوي، که لاندي په برنډه کي د چا پر سر ولګېد که پر دسترخوان، خو که په حوېلۍ کي اوسېږي، نو د خپل کور چټلۍ به د بل کور مخ ته غورځوي. خپل ملي او وطني کالي به وروسته پاته بولي، خو د پنځو سوو بوينه ليلامي دريشي به منظم او عصري ورته ښکاري. که په بازار کي له خپلي ښځي سره روان و يوازي به خپله ښځه ويني، خو که ښځه ورسره نه وه، نو په پرديو ښځو پسي به يې دوې سترګي څلور سي، سترګي خو يې سترګي دي، له خولې څخه به يې هم سترګه جوړه سي!؟
ليكوال: عبدالنافع همت