مدافع وکيل
(۶) برخه
مدافع وکيل په لغت کي د مجرم هغه وکيل يا استازي ته ويل کېږي چي د قانون ماتولو په بيه د خپلي حق الزحمې دفاع کوي، خو په حقوقي اصطلاح کي هغه تکړه هنرمند ته ويل کېږي چي لومړی د خپل جادويي هنر په زور د څارنوال او قاضي عقل تسخيروي او بيا له لوی شيطان او جنايتکار څخه فرشته جوړوي. د دې ډول هنرمندانو هنري قوت په پيسو پوري تړلی دئ، په دوی کي هغه څوک ډېري دعوې ګټي چي موکِلينو يې ډېري پیسې ورکړي وي، دا هنرمندان ځکه له خلکو ډېري پيسې غواړي چي تر نورو هنرمندانو قانون ښه ماتولای سي!؟
ليكوال: عبدالنافع همت