جاوید همدرد تښتېدلی نه دئ بلکې له خپلې کورنۍ سره د خپل یوازیني او ناروغ زوی د درملنې لپاره ترکیې هېواد ته تللی
د ټولګټو وزارت پخواني مالي او اداري معین جاوید همدرد ته نږدې سرچینې وائي چې همدرد تښتیدلی نه دئ بلکه یوازینی کوچنی زوی یې ناروغ دئ او هره میاشت جدي مراقبت ته اړتیا لري د خپل ناروغ زوی د درملنې او مراقبت لپاره خپلې کورنۍ سره له مخکې ترکیې ته تللی ده.
همدرد ته نږدې کس د نوم نه ښودلو په شرط خیسور ته وویل: ( د همدرد صاحب کورنۍ یې له وړاندې هلته وه او کله چې پنځه میاشتې وړاندې له دندې ګوښه شو نو د کمې مودې لپاره خپلې کورنۍ ته (ترکیې) هیواد ته تللی او ژر به بیرته هېواد ته را ستون شي.)
د ده په وینا چې اوس مهال د هغه کومه رسمي دنده نه لري او د یوه افغان په توګه دا يې حق دی چې هر چرته په غیر رسمي سفر ځي او که ژوند کوي.
همدرد ته نږدې کس د نوم نه ښودلو په شرط خیسور ته وویل: (یوشمېر مضرې کړۍ هڅه کوي چې د ځوانو شخصیتونو د ترور په دې ناوړه تبلیغاتي هڅه کې همدرد صاحب ښکېل کړي خو دا د ټولګټو وزارت کې د هغه ملګرو او همکارانو ته د هغه د پاکوالي یوه ښه بېلګه ده.)
دوي وائي چې زموږ په تولنه کې ځوانان د دې پر ځای چې خپله وړتیا او ژمنتیا ثابته کړي او د ژوند د پرمختګ دروازې پرانیزي پر ځای يې د نورو پر وړاندې منفي تبلیغات کوي.