د بین الافغاني مذاکراتو له دویم پړاو مخکې خلیلزاد د پاکستان د پوځ مشر سره ولیدل
قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو تر پیلېدو یوه ورځ مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ او ای ایس ای مشرانو سره لیدلي دي.
د پاکستان د پوځ لخوا د مرغومي په ۱۵مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال سکاټ میلر پاکستان کې دی.
سرچینې زیاته کړې چې امریکایي پلاوي په راولپندۍ ښار کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) مشر جنرال حمید او نورو سره یې ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې پر امنیت، ثبات او په ځانګړې توګه پر افغان سولې بهیر خبرې وکړې.
زلمي خلیلزاد په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې ټاکل شوې ده، نن د سه شنبې په ورځ قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د دویم پړاو خبرې پیل شي.