د افغان دولت او طالب مرکچیانو د خبرو پر اجنډا او توحید غونډه وکړه
په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو ټاکل شویو ډلو د خبرو پر اجنډا او توحید پرون غونډه وکړه.
د دغې غونډې خبر د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم او د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي په بېلابېلو ټویټونو، خو ورته الفاظو سره ورکړی دی.
دوی ویلي: “ناسته په ښه فضا کې ترسره شوه، د اجنډا د توحيد او ترتيب په اړه بحثونه وشول او پرېکړه وشوه چې دغه ناستې به دوام کوي.”
دواړو لورو د تېرې چهارشنبې په ورځ یوه مقدماتي غونډه وکړه او د بینالافغاني خبرو دوهم پړاو یې پيل کړ.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا پړاو خبرې به څومره وخت ونیسي.
افغان دولت وایي، اوربند، سیاسي مشارکت او د راتلونکي نظام څرنګوالی د دې پړاو خبرو اصلي ټکي دي.