خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د تښتول شوي عبدالرؤف پلار: که حکومت ناغېړي وکړي، له طالبانو مرسته غواړم

په بلخ کې د یوه تښتول شوي نهه کلن ماشوم پلار وایي، که حکومت‌یې د زوی په ژغورلو کې همداسې ناغېړي وکړي، دی به له وسله‌والو طالبانو مرسته وغواړي.

د عبدالرؤف په نوم دغه نهه کلن ماشومان نږدې درې میاشتې مخکې تښتول شوی او اختطاف کوونکو یې د خوشې کېدو لپاره د یو میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

د عبدالرؤف پلار محمد نبي پرون په بلخ کې خبریالانو ته وویل، حکومت‌یې د زوی د اختطاف په تور څو کسان ونیول، خو وروسته‌یې بیرته په ضمانت خوشې کړل.

په همدې تړاو له څه مودې راهیسې د دغه ماشوم کورنۍ او خپل خپلوانو د بلخ ولایت مخې ته په اعتراضي ډول د پرلت خېمه وهلې ده.

چارواکو له دې وړاندې ویلي، د تښتوونکو د پلټنې لپاره‌یې هڅې دوام لري.