خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د رسنیو مدافع: پر زهره راډیو د برید عاملان دې حکومت ونیسي

په کندز کې د زهره په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو د وسایلو تر تخریب وروسته د رسنیو مدافع ډلو له حکومته غوښتي چې د پېښې عاملان ونیسي او راډیو ته د اوښتي زیان تاوان ترې وغواړي.

نی یا په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په رسنیو باندې برید په هر دلیل چې وي د بیان پر ازادۍ برید دی.

د نی د اعلامیې له مخې حکومت باید په زهره راډیو باندې د برید عاملین ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

نی وايي، دوی ته راپورونه رسیدلي چې په زهره راډیو باندې د برید عاملانو غوښتل د کیهان او چراغ په نوم په دوه نورو سیمه ییزې راډيو ګانو باندې هم حمله وکړي.

د زهره راډیومسوول محسن احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د جمعې په ماسپيښين د فیروزکوهي دیني مدرسې د ملا امام په لمسون باندې یوه ډله خلکو د دوی په راډیو برید وکړ، ټول وسایل یې مات کړل چې له امله یې خپرونې بندې شوې.