خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

حیوان که نبات؟ د خلقت یو ستر راز!

خدای(ج) مرجانونه د ښکاريانو او بزګرانو په عنوان خلقت کړي دي، چي هم د حيواناتو په شان نور کوچني پروټيني حيوانات ښکار کوي او هم د بزګرانو په شان د خپل جوړ سوي بدنی جوړښت په داخيل کي د جلبکانو په نوم ژوندي موجودات په اوبو کي نيسي او د بدن په داخل کي ئې کرهڼه کوي تر څو د هغوئ د کاربن ډای کسايد (CO2) څخه په ضيايي ترکيب عملې کي ور څخه د قندونو جوړولو کي برخه واخلي. مرجانونه هغه ژوندي موجودات دي، چي سترګي نه لري، خو نور ليدلي سي او خپل ليدلوري پر تعين ولای سي. مرجانونه سمندري ژوندي موجودات دي، چي د ګرمسيرو سيمو په اوبو کي پيدا کيږي او د Anthozoa په کلاس پوري اړه لري. دغه ژوندي موجودات له زيات عمر څخه څخه نه مړه کيږي؛ يعني که ئې بل حيوان له منځه يو نه سي خپله د ټول عمر له پاره ژوندي پاته کېدای سي او نمو کوي، په داسي حال کي چي بدني حجرات ئې څو ميلي متره ضخامت لري، خو اسکليټي جوړښت ئې، چي له کلسيم کاربايټ (CaCo3) څخه جوړ سوي دي څو متره مربع ته رسيږي. تاسي فکر وکړي، چي يو داسي حيوان، چي بدني حجرات ئې څو ملي متره وي او اسکليټي جوړښت ئې مترونو ته رسيږي څنګه د بدن ټولو برخو ته غذاءيي مواد رسوي؟
الله(ج) د دې له پاره يوه داسي بشپړه انجينري طرحه خلقت کړي ده، چي حيوان يو ده، خو د بدن په مختلفو برخو کي خولي لري او په هغه باندي غذاءيي مواد خوري تر څو ئې ټول بدن نمو وکړي.
#ماءخدونه:
1: But God would not have created corals to kill living creatures (nephesh chayyah) before death entered the world at the fall. See Catchpoole, D., Skeptics challenge: a ‘God of love’ created a killer jellyfish? Creation 25(4):34–35, 2003.
2: The technical term for this is endosymbiosis, from the root words meaning inside (endo) + together (sym) + life (bio).
3: The scientific name for these algae is ‘zooxanthellae’. They are single-celled, eukaryotic protists belonging to the phylum Dinoflagellata. Like plants, they contain chlorophyll a and c, but other accessory pigments give them their characteristic brown colour.
4: At least above the ‘carbonate compensation depth’, below which calcium carbonate dissolves faster than it forms. This is 4,200–5,000 m deep.