کله چې زه نه یم
کله چې لمر خپلې ګرمې وړانګې د غرونو په څوکو واچوي او د خپل نور لمنه لویه وي د تل په څېر به د لمر توده وړانګه د کوټې کړکۍ ته ننوځي خو دا سهار به له نور هغو سره توپير و لري.
د مرغانو شور به پيکه وي نوم به مې بدل سوی وي د ټولو په سترګو کې به کړۍ کړۍ اوښکې وي هر یو به مې د خپل فکر په توازن ستائي څوک به مې د سلګیو په منځ کې په ماته ماته جمله نوم یادوي.
زه هم د طبيعت په شان نور نوي کور ته د وړلو په حال کې وم.
غافل انسانه همدا نن هغه ورځ ده چې پرون دې هېره کړې وه، همدا نن دی او… همدا نن دی
او همدا نن دی چې نور به بې له ما راتلونکی لرې دا به منې خو اوس ستا خوښه چې څه ورسره کوې او څه ډول به ورسره مبارزه کوئ.
لیکوال: حکمت الله نورزی