خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کابل بازانو د شپږیزې کرېکټ لیګ اتلولي وګټله

د افغانستان د کورني کرېکټ (شپږیزه لیګ) د اووم پړاو په پایلوبه کې کابل بازانو نن مس عینک اتلانو ته په لس منډو ماتې ورکړه او له دې سره یې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.

کابل بازانو لومړۍ منډې وکړې او مس عینک ته یې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه، خو د مس عینک اتلانو ټوله لوبډله په وروستي اوور کې په ۱۲۹ منډو وسوځېده او کابل بازان اتلان شول.