خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کابلوف: د خارجي عسکرو له وتلو سره به په افغانستان کي جنګ پیل نه سي

د تاس خبري اژانس سره د افغان سولي په اړه د ضمیر کابلوف مرکه!

د افغانستان لپاره د جمهورریس پوتین خاص استازی ضمیر کابلوف نن په واشنګټن کي د تاس خبري اژانس ته وویل کله چي خارجي عسکر له افغانستانه ووزي، او اور بند اعلام سي، هلته به داخلي جنګ شروع نه سي. ښاغلي کابلوف دا څرګندوني په واشنګټن د هغه مهم مجلس راوروسته وکړې چي د امریکا په خارجه وزارت کي د کابلوف، خلیلزاد، د چین د استازي، او د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاد د خاص استازي تر مینځ وسوې.

کابلوف وايي،«زیاتره خلګ ډارېږي چي د پخوا په څېر کله چي امریکا له افغانستانه ووزي، هلته به د قدرت خلا ایجاده سي، هر څه به سقوط وکړي، او داخلي جنګ به ښخ سي. مګر واقعیت دا دی چي دا به پېښ نه سي. که چیري حوادث د موافقې سره سم سمبال سي، اور بند او د خارجي قواوو وتل سم اداره سي، په افغانستان کي به جنګ واقع نه سي. د افغانستان د مستقبل په اړه به ډېر ژر بین الافغاني موافقې شروع سي، او د جنګ لپاره به ځای پاته نه سي.»

کابلوف علاوه کړه،«موږ به پدې برخه کي کومک وکړو، ځکه همدااوس موږ په واشنګټن کي د خارجي قدرتونو په حیث لګیا یو پر دې کار کوو چي څرنګه د دې پروسې سره مرسته وکړو.»
کابلوف زیاته کړه،«افغانانو ته باید اجازه ورکړه سي چي پخپله خپل مستقبل وټاکي، او ثبات ایجاد کړي. زه نه غواړم چي دلته دا ووایم چي دا به څرنګه نظام وي، خو په هر صورت دا به یو نورمال نظام او دولت وي. موږ د طالبانو سره پر همدې مسایلو باندي خبري کوو. د قدرت انحصار او د طالبانو بشپړ قدرت ته رسېدل پکښې شامل نه دي.»

کابلوف وايي،«موږ د یو دیموکراتیک نظام په باره کي غور کوو. خو موږ باید د دیموکراسۍ د نوم سره احتیاط وکړو، ځکه پدې تېرو ۱۸ کلونو کي د دیموکراسۍ کلمه په ځینو ملکونو کي بد شهرت پیدا کړی دی. افغانان خپل عنعنوي دیموکراتیک نظام لري، او د هغوی همدا نظام کولای سي چي د عصري دیموکراسۍ ډېر اړخونه او عناصر په ځان کي راونغاړي. مهمه خبره دا ده چي د افغانستان نوی حکومت باید د ټولو افغانانو حقوق تضمین کړي.»

کابلوف علاوه کړه،«دا پروسه به زیات وخت وغواړي. موږ باید څلوېښت کلن جنګ مد نظر ونیسو. له جنګه ټول خلګ ستړي دي، او همدا به د موافقو د ترلاسه کولو سره مرسته وکړي.» کابلوف وايي،«که چیري د امریکا نظامي اډې د تروریزم د ماتولو باعث سوي نه وي، نو بیا دا خبره را ولاړېږي چي د دې اډو مقصد څه دی؟ د طالبانو سره د جنګ لپاره نظامي اډو ته ضرورت نسته. امریکایان پدې پوهېږي، او موږ هم هغوی ته په ډاګه دا خبري وکړې. د امریکایانو تشریح چندان جدي نه برېښي. موږ د هغوی څخه د تروریزم سره د مجادلې خبري اورو، خو موږ ټول پوهېږو چي واقعي حالات څه دي. امریکا غواړي چي هلته قوي نظامي حضور ولري، څو هغوی وکړای سي پر ټوله سیمي باندي ستراتیژیکي نفوذ وساتي – له روسیې څخه نیولې بیا تر چین، ایران، پاکستان، او نورو ملکونو پوري. زموږ امریکايي ملګري لا تر اوسه دونه شجاع نه دي چي زموږ دې سوالونو ته جواب ووایي.»‌
فقیري.
#DPolPost