د ای، ایس، ای ورانکاري فعالیتونه- دویمه برخه
لیکوال: غلام ولي نوري
د شوروي له اشغال څخه بیا د جلال اباد تر جګړې پوري یې په افغانستان د ای، ایس، ای فعالیتونه
د ۱۹۷۹م كال د كریسمس په جشن كي چي كله روسي ټانګونه كابل ته ننوتل ، نو سمدستي ضيا الحق ته له امريكا څخه د ګټو تر لاسه كولو فرصت په لاس ورغي، د همدې كال په نومبر كي د ذولفقار علي بوټو د پانسي كولو او په اسلام اباد كي د امريكا د سفارت د سوځلو له امله د امريكا او پاكستان اړيكي ډېري تودې نه وې ، امريكا د پاكستان مرستي ايسار كړي وې ، دغه مهال سړه جګړه ښه په زور كي ول.
امريكا د روسيې د پراختيا غوښتني د مخنيوي لپاره ناكراره وه د ايران د پاچا د رانسكورېدو وروسته په سيمه كي يوازي پاكستان د امريكا متحد پاته و.
د سرحد ايالت والي او د جنرال ضيا الحق مهم مشاور جنرال فضل الحق د كارتر له حكومت سره د اړيكو په ټينګولو كي فرصت ضايع نه كړ، وروسته بيا هغه پدې اړه وويل:
مابريژنسكي ( د كارتر امنيتي مشاور) ته وويل چي له تاسو سره چي په ويټنام او كوريا كي څه وسول د هغو دبدل اخيستلو وخت راغلي دﺉ. بريژنسكي سخت سري سړي و هغه هم سمدستي له دې فرصت څخه د ګټي اخيستلو پريكړه وكړه خوله مجاهدينو سره د مرستو پروګرام د ريګن د ولسمشرۍ په دوران كي ونيول سو. په ۱۹۸۱م كال كي له پاكستان سره د درې ملياردو او دوه سوه مليونو ډالرو اقتصادي او پوځي مرستو پريكړه وسوه څرنګه چي دغه جګړه له روس سره د پردې تر شاه د امريكا جګړه وه، ځكه مجاهدينو ته زياتي وسلې برابري سوې ،چي د ويشلو او څارني ټول واك يې ای ،ايس ای ته وركړ او له دې سره دغه شبكه بې دركه زياته ځواكمنه سوه . وسلې له چين ، اسرائيلو او پولنډ څخه راغلي د روسي وسلي د ډولونو جوړولو لپاره كارخاني ولګيدې چي وسلي ونه پېژندل سي.
د وسلو بار چي به كراچي ته راورسېده هلته به ا، ايس، ای ته سپارل كېده ،د وېش او سمبالولو ټول مسووليت يې د ای ،ايس ،ای پر غاړه و. له ۱۹۸۳-۱۹۸۰م كلونو پوري د لري ختيځ لپاره د سي ،ای ،اې مسول چك كوګن Chuck Cogen پدې هکله وایې:
پاكستان ټينګار كاوه ،چي دوی به دا پريكړه كوي چي دغه وسلي چاته وركړي او موږ ورسره ومنله.
د يو اټكل له مخي ای، ايس، ای (۶۵۰۰۰) ټنه وسله وويشله. دغه وسله په پېښور كي د جوړو سو ګوندونو په واسطه افغانستان ته رسېده. د وسلو د ويش ډېر ګټور كار وبار و او ای،ايس،ای افغانستان ته د وسلو د رسولو لپاره پر يوه كيلو ګرام شل ډالره تر لاسه كول. ددې كار لپاره په قبايلي سيمو كي د قاچاق له ګروپونو څخه كار واخيستل سو چي اوږده موده يې دا كار كاوه او افغانستان ته وسله وړونكي لارۍ له هغه لوري په نيشه يې موادو بار راتللې.
ای، ايس، ای په پاكستان كي بانكي خاصي څانګي پرانيستلې او پيسي يې پكي راټولي كړې . امریکا ای، ايس، ای ته نوي د استخباراتو وسايل هم وركړل او د پوځي روزني بشپړواك يې وركړ.
د جنرال حميد ګل دعوه ده چي تر ۱۹۸۹م كال پوري اتيا زره مجاهدينو په پوځي مركزونو كي نظامي زده كړې تر سره كړې. دی زیاتوي چي سي ،ای، اې داهم ومنل چي خپل ايجنټان به د افغانستان څخه لري ساتي، خو پر خپلي دې پريكړې وروسته پښېمانه سول.
د (افغانستان یادښتونه) د کتاب لیکواله کریسټینا لیمب لیکي چي جنرال حميد ګل ماته پدې اړه داسي وويل:
امريكايانو ته قبايلي سيمو ته د تلو اجازه هم نه وه، هغوي تر هغه وخته له كوم افغان ليډر سره خبري نسوای كولای چي تر څو به زموږ كس ورسره نه و.
د همدې ادعا په اړه د پېريانو د جګړې نومي كتاب څخه په اسلام اباد كي د امريكا د مركزي استخباراتو (۱۹۸۹-۱۹۸۴) م كلونو كي د سي، اى، اې د څانګي د مشر ملټن بيرډن پر څرګندونو بسنه کو:
څرنګه چي رباني په پېښور كي له ای، ايس ،ای څخه د ترلاسه سو مرستو او وسلو لږ برخه مسعود ته وركوله، نو مسعود د ۱۹۸۴م كال په پاي او د ۱۹۸۵م كال په سر كي خپل ورونه اسلام اباد ، لندن او واشنګټن ته د سي، ای، اې د مامورینو او پاكستاني جنرالانو سره د اړيكو ټينګولو په موخه ولېږل. تر همدې وروسته سي، اى، اې د مسعود سره په پټه د پيسو او وسلو مرسته د ای، ايس ،ای له خبرېدو پرته پيل كړه.
خو د برتانيې د بهرنيو استخباراتو (يم ،ای ۶) څانګې د مسعود سره په افغانستان كي د جګړې له پيله اړيكي ټينګي كړي وې او له هغه سره يې د پيسو او وسلو مرسته كول. د مسعود نژدې ملګري عبد الله عبدالله د (ايم ۱۶) د مامورینو څخه انګليسي ژبه زده كړه. همدا رنګه فرانسويانو د ډېر پخوا څخه د مسعود سره نژدې اړيكي درلودې. خو سي ،اى، اې به د مسعود په هكله د (ايم ۱۶) پر راپورونو اتكا كوله.
څرنګه چي ای، ايس، ای د افغانستان او پاكستان په دننه كي د بهرنيو استخباراتو پر مامورینو او د افغان جهادي قوماندانانو سره د تماس نيول په كلكه سره بند كړي و، نو دغو مامورینو به د خبريالانو په شكل د افغانستان په دننه كي د مسعود او نورو قوماندانانو سره ليدل او خپلي اړيكي به يې ورسره ټينګولې.
په افغانستان كي د ای،ایس، ای پر څنګ درې نوري مهمي جاسوسي ادارې هم ككړي وي چي په هغو كي سي ،ای، اې، د سعودي عربستان استخبارات العامه چي مشري يې د شهزاده تركي الفيصل پر غاړه وه او د چين استخباراتي اداره شامل وه او ددې درو سره د استازو تر منځ به اونيزي غونډي كېدې او ای، ايس ،ای به دوی ته هماغه معلومات برابرول چي دوی غوښتل.
کریسټینا لیکي چي د جنرال ضياالحق زوی اعجازالحق راته وويل:
زما پلار او ای ،ایس، ای دا خبره باوري كړي وه ،چي امريكايان له مجاهدينو سره نيغ په نيغه اړيكي ونه لري همدغه لامل دی چي هغوی د افغانستان په اړه په هيڅ نه دي خبر.
په هغو اونېزو غونډو كي چي هغوی ته به څه نه ويل كيدل هغه دا وه چي د ای، ايس، ای ايجنټانو په افغانستان كي د پوځي عملياتو پروګرامونه جوړول او بيا به يې د هغو د عملي كولو لپاره امر كاوه چا چي به عملي كړ انعام به وركول كېده ( د سټينګر توغندي په ويشتلو چي به كومه الوتكه راولوېدل نو بيا به يې دوه نور توغندي وركول.
د مجاهدينو لپاره د وسلو ستره زيرمه راولپنډي ته نژدي په اوجړې كمپ كي وه چي دا د افغان مجاهدينو لپاره د ای، ايس، ای د يونټ مركز و. دغه زيرمه په ۱۹۸۸م كال كي هغه مهال په مرموز ډول وچول سوه، چي د سي، ای، اې څیړونکي د تحقیق لپاره ورته پر لاره و.
د ای، ايس، ای، خپلسري قوماندانان او ملي كسان نه خوښېدل، هر هغه څوك چي به د دوی د پلانونو په مخ كي خنډ ګرځېدي سمدستي به يې په مرګ محكوموي او يا به يې له صحنې څخه ايسته. په ځانګړي توګه د عبدالحق په څير قوماندانان چي په افغانستان كي دننه د ولس ملاتړ ورسره و ای، ايس ،ای داسي فكر كاوه ،چي ښايې هغوی د دوی قوماندې ته غاړه كښينږدي او زړه نا زړه وي ځكه چي د دوی په زياتره پلانونو كي د پلونو او بندونو ورانول هم شامل و نو له همدې کبله ای، ايس، ای د عبدالحق نوم دومره مسموم كړي و ،چي د سي، ای ،اې ايجنټانو دي (هالي ووډ حق ) باله.
کریسټینا وایې چي عبدالحق راته وويل:
د استخباراتي شبكو هم خپلي حلقي او خلك وي دوی خپلي خپلي اجنډاوي لري له بهر څخه د تر لاسه كيدونكي وسلې پر ځای پر هغو وسلو حساب غوره دی چي دننه لاس ته راځي. دا زیاتوي چي د عبدالحق د كورنۍ يوه غړي راته وويل چي عبدالحق د پاكستان په امر د طالبانو له خوا ووژل سو، د نوموړي ځای او ځايګي په اړه هم پاكستان طالبانو ته خبر وركړي و، كه نه نو طالبان خو دومره فعال نه و چي دده په راتګ سره خبر و نو له همدې کبله موږ دده وژل كېدل د پاكستان كار بولو.
د اتيايمي لسيزي په دويمه نيمايي كي سي ،اى ،اې د راډيو د لنډو څپو يوه ليږدوونكې امريكايي دستګا د مجاهدينو لپاره برابره كړه. د معمول سره سم دغه راډيويې دستګا ای، ايس، ای ته وسپارل سوه . ای، ايس، ای د ګلبدين حكمتيار د اسلامي حزب د يو شمير كسانو په استخدامولو سره د افغانستان ږغ راډيو په نوم راډيويي خپروني پيل كړې. په ۱۹۸۸م كال كي د شوروي ځواكونو له وتلو څخه وروسته چي د صبغت الله مجددي په مشرۍ د مجاهدينو عبوري حكومت جوړ سو ، دغه راډيو د عبوري حكومت د دعوت او ارشاد وزارت ته وشپارل سوه. په دعوت او ارشاد وزارت كي د راډيو د رياست دنده د سيد رسول اغا پر غاړه وه. سيد رسول اغا په مجاهدو ليكوالو او څيړونكو كي يوه پېژندل سوې څيره وه، چي د شوروي له ير غل څخه وروسته يې د حقوقو په څانګه كي خپلي لوړي زړه كړي په هندوستان كي نيمګړي پريښودې او له مجاهدينو سره يو ځاي سو.
په داسي حال كي چي عبوري حكومت د راډيو د رياست دنده سيد رسول اغا ته ورسپارل خو د راډيو د خپرونو واك چي د افغانستان او پاكستان تر منځ په سرحدي سيمه ځاځي ميدان كي تر سر كېدل د ای، ايس، ای په لاس كي و او د ای، ايس، ای افسرانو د راډيويي خپرونو مهم وسايل او پرزې له ځان سره ساتلې. سيد رسول چي يو وطنپال او ناسيوناليست شخصيت و شكايت به يې كاوه او د ای، ايس ،ای د تسلط د نه لرلو غوښتنه يې كوله.
د (امريكا په افغانستان كي) نومي كتاب ليكوال ليكي چي يوه ورځ زه په تصادفي توګه د دعوت او ارشاد وزارت د مطبوعاتو د رئيس په حيث د هغه په دفتر كي چي د پېښور په ټاون كي و ناست وم د ای، ايس، ای له دوه تنو افسرانو سره چي يو تن امريكايي هم ورسره و سخته مباحثه او مناقشه وكړه. دغه دواړه افسران د سيد رسول د شكايت اورېدو او د ستونزی د حل لپاره د هغه دفتر ته راغلي و. ويل كېدل چي دا امريكا د سي، ای، اې يو فني مامور و ،چي د مخابرې او راډيو په برخه كي يي له ای، ايس ،ای سره كار كاوه.
سيد رسول د ای، ايس، ای افسران ورټل او ورته ويې ويل دوی دا حق او وړتيا نلري چي د افغانانو خپلواكۍ او استقلال ته زيان ورسوي. كله چي هغوي د راډيو د رئيس له دفتر څخه ووتل، سيد رسول اغا وويل:
د ای، ايس، ای افسران مي په قصدي توګه د هغوي د امريكايي بادار په وړاندي ورټل، تر څو امريكايان په دې وپوهېږي چي افغانان د پاكستان او ای، ايس، ای غلامي نه مني.
خو څو مياشتي وروسته چي كله سيد رسول په خپل پلرني ټاټوبي لوګر ولايت كي له مجاهدينو سره و ، د ماين په چاودنه كي چي په كتابي بڼه جوړ سوي و په شهادت ورسيد. د كتاب په بڼه دغه ماين ورته له پاكستان څخه ور استول سوي و. هغه له كتاب سره ډېره مينه لرله، او د هغه دوستانو او ملګرو ته چي به كله كوم نوی كتاب په لاس ورغي ورته ليږه به يې. د سيد رسول خپلوانو د هغه وژنه د ای، ايس، ای كار بولي.
كله چي په قصدي توګه مجاهدين پر څو ليډرانو وويشل سوه نو د روسانو تر وتلو وروسته د افغان ولس د واحد ملي تنظیم او ملي زعامت را پورته كيدل ګران سول. په ۱۹۷۵م كال كي چي كله حكمتيار د توندلاریتوب له لاري د مخه سو او د ګوند پر جوړولو بريالي سو. نو له ۱۹۷۹م كاله را په دې خوا د افغانستان په جنوبي سيمو كي جګړو زور واخيست ورسره د كډوالو بهير د پاكستان پر لوري ور مات سو، چي دلته هم زيات شمير تنظيمونه جوړ سول، اكثرو يې له پخوانيو حكومتونو سره اړيكي لرل، نه يې غوښتل چي د دوی مشري دي د حكمتيار غوندي سړي پر غاړه وي ځكه دوي به هر وخت په توهينوونكي لهجه له خلكو پوښتل چي نو موړي حكمتيار د چا زوي دي؟ او پلار يې څوك دﺉ؟
د جنرال فضل الحق د وينا له مخي د ۱۹۸۰م كلونو په منځ كي څه د پاسه يو سل او اويا ګوندونه جوړ سوي ول، چي د اكثرو كنټرول او څارنه د پاكساني حكومت په لاس كي و. ددې لپاره چي دې لانجي ته د پای ټكی كښيښودل سي ، پر شپږو اسلامي ګوندونو سربيره پر نورو ټولو ګوندونو بنديز ولګول سو او دا اعلان وسو، چي كه كومه مالي او پوځي مرسته راځي ، نو هغه به يوازي د اتحاد همدغو شپږو ګوندونو ته وركول كيږي او يابه دغه مرستي هغو كسانو ته وركول كيږي ، چي له نوموړو شپږو ګوندونو سره يي اړيكي بسته وي.
د امريكا او سعودي څخه راتلونكي مرستي به د ای، ايس، ای، له خوا ويشل كېدې چي له دې كبله ای، ايس، ای پر نوموړو ګوندونو بشپړه څارنه كوله او نه يې پريښوول چي يوه ډله دي پر بلي ځواكمنه سي.
كله چي په ۱۹۸۱م كال كي د مولوي محمد نبي پلوي مجاهدينو په افغانستان ي زياته سيمه تر خپلي ولكي لاندي راوسته ، نو د ای، ايس، ای له خوا پرې د وسلو مرستي بندي سوې تر دې چي جهادي مشران د يو بل پر ضد له تبليغاتو څخه وژغورل سي او په خپلو منځو كي سره مرستي رواني وساتي.
د پاكستان د وخت واكمن جنرال ضيا الحق به تل له دوو افغاني مشرانو سره پر يوه وخت ليدل او پر دوي به يې د څارني لپاره تل د اتحاد په شورا كي د ای، ايس ،ای يو غړی چي اكثره به بريد جنرال و ، كښيناوه او دا جنرال به دې شورا ته په بېلابېلو نومونو راته ، تر دې چي د اتحاد د غړو تر منځ په پاچا جوړونكی مشهور سوي و . دی به ددې لپاره راته چي افغاني مشران په يو كمزوري حالت كي وساتل سي همدارنګه ای، ايس، ای له څلور سوه قوماندانانو څخه يو جال جوړ كړي و او په ځانګړو عملياتو كي به يې له هغوي څخه نيغ په نيغه ملاتړ كاوه.
د جنرال ضياالحق او جنرال اختر تر مړيني وروسته ای، ايس، ای ته د افغاني عملياتو څارنه له ستونزو سره مخ سوه.
كله چي په ۱۹۸۷م كال كي جنرال حميد ګل د ای، ايس، ای مشر و ټاكل سو ، نو د مجاهدينو د اتحاد يوه غړي ما (لیمب) ته وويل چي حميد ګل زموږ سپكاوي كوي ان چي د بل مشر په مخكي هم موږ ته توهينونكي خبري كوي او داسي هم وايې چي:
موږ يوازي تاسي نه كنټرولوو ، بلكي ستاسي قوماندانان هم زموږ تر لاس لاندي دي.
د افغانستان د باغيانو لپاره په ۱۹۸۰م كال كي د امريكا مرستي په كال كي دېرش میليونه ډالره وې چي په ۱۹۸۶م كال كي شپږ سوه میليونه ډالرو ته جګي سوې. همدومر مرستي سعودي هم رالېږلې په دې وخت كي افغانستان د وسلو د واریدولو له دركه په نړۍ كي پينځم لوی هيواد سو او دې پيسو ای، ايس، ای ته دا زمينه برابره كړه چي له ۲۵ زره څخه تر يو لك تنو پوري وړيا ايجنټان برابر كړي. چي په هغو كي د هوټلونو د دروازو مخ ته تشريفاتي ستاتونكي ، د ټكسي ډريوران او د هيواد د لويو اخبارونو ژورنالیستان شامل دي. پردې سربيره دغه اداره په كشمير كي د رضاكارو جنګياليو د روزني او د هغوي د وسله وال كولو جوګه سوه ددې تر څنګ په ملكي سياست كي يې اغيزه او نفوذ زيات سو.
د ای، ایس، ای یو تر ټولو فعال او ناندریز مشر جنرال حمید ګل و چي تر اوسه لا په سیمه کي د یو تکړه کار پوه او بر لاسي سیاسي او اسخباراتي کس په سترګه ورته کتل کیږي. ډېرو مشهورو ژورنالستانو له هغه سره مرکې کړي دي چي یوه یې له هغو څخه کریسټینا لیمب ده چي د همدې جنرال له لاسه د پاکستان پرېښودلو ته اړ سوې وه او دا له ده سره خپل لومړي ملاقات داسي بیانوي:
د ۱۹۸۹م كال يو ماښام ما لومړی ځل له جنرال حميد ګل سره وليدل هغه د افغانستان بې تاجه باد شاه و ما دده په باب ډېر څه اوريدلي و د لومړي زړه نازړه توب او نابلدۍ څخه وروسته موږ تر دو ساعتو پوري د افغانستان په باب خبري وكړې چي ما د افغانستان په باب پخوا دومره ښه وينا هيڅ نه وه اورېدلې . تر دې وروسته زه وپوهېدم چي كله جنرال حميد ګل په پارلمان كي داسي په جوش خبري كړي وې چي د روسي پوځونو د خوندي وتلو لپاره د جنيوا تړون مه كوي نو د پارلمان د غړو په سترګو كي اوښكي ډنډ سوې د لومړي ځل لپاره زه وپوهېدم چي مجاهدين د ای، ايس، ای د لاس اله دي.
د افغانستان د بهرنۍ پاليسي د اداره كولو يو سبب داو چي تر ډېرو كلونو پوري پاكستان د امريكا د يوه طفيلي هيواد په توګه پاته كېدو څخه وروسته له دوی سره د نورو د بهرنيو پاليسيو د اداره كولو تونده تلوسه را پيدا سوې وه، دوهم سبب يې په سرحدونو كي د هندي پوځونو له سته والي سره د خطر هغه د روند احساس و.
له هند سره په جګړه كي تر نيمايي هيواد زياته برخه له لاسه وركولو وروسته د بنګله ديش به نامه هیواد منځ ته راغي . پاكستان د يوه مذهبي هيواد په حيث جوړ سوي و خو د پاكستاني مشرانو تر اوسه پوري پر دې اتفاق نه دﺉ راغلي چي خپل هيواد څنګه اداره كړي.
دغه مشران په دې كي هم ناكام دي چي د خپل هيواد اقتصاد پر نوي سيستم جوړ كړي. يوازي په بهرنيو مرستو اوله پاكستان نه بهر ته د استولو شويو كسانو په را استول سو پيسو دوي خپله ګوزاره كوي.
په كابل كي د يوه دوست حكومت له جوړيدو سره د پاكستان شمال لويديځ سرحدونه خوندي كيداي شي. او د پښتونسان مسله هم ختميداي سي. د ډېرو افغانانو وينا ده چي د پاکستان پښتني سيمي دې بيرته له افغانستان سره يو ځاي سي، افغانستان يوازيني هيواد و چي په ملكرو ملتونو كي يې په دې سازمان كي د پاکستان د غړيتوب پر خلاف رايه وركړي وه. پاكستان يو نظر ياتي هيواد دﺉ د ضيا د مسلمان جنرالانو څخه جنرال ګل د اسلامي امت يو ډېر ارزښتمن غړی دﺉ.
ده په كابل او بيا پاكستان كي د بنسټ پالو د حكومت د جوړولو پخه اراده لرل دده په نظر حكمتيار ددې كار لپاره ډېر مناسب سړی و. ده په پوره شله ګي د امريكا يي مرستو او وسلو په واسطه د هغو مشرانو مرسته او ملاتړ كاوه، چي د لويديځ مخالف دي. ددې لپاره دا دليل راوړي چي هغوي ښه جنګالي دي.
په همدې اړه سټیو کول د (پېريانو جګړې) نومي كتاب لیکوال په خپل همدې کتاب كي په اسلام اباد كي د سي، اى ،اې د څانګي د مشر ملټن بيرډن له خولې داسي لیکي:
د كي، جي، بي د ارشيف د اسنادو له مخي د ۱۹۸۲م كال په مني كي ۱۰۰۰۰زره روسي سرتيرو او ۴۰۰۰ زره افغان عسكرو چي ټانكونه ، هيليكوپټرونه او جيټ الوتكي ورسره وې ، پر پنجشير بريد وكړ چي هدف يې د سالنګ د لوي لاري پرانيستي ساتل ، او د افغانستان شمالي سيمو ته د تل پاته ارامي راوستل و. همدارنګه شورويانو پنجشير كلابند كړي و او خوراكي توكي يې نه ورپرېښودل، چي له امله يې د پنجشير اوسيدونكي د سختي لوږي سره مخامخ سول او په نتيجه كي د ۱۹۷۴م كال په پسرلي كي مسعود د شورويانو سره د اوربند اعلان وكړ.
شورويانو د مسعود د اوربند اعلان په دې شرط ومانه چي مسعود به خپل بريدونه پای ته رسوي او د پنجشير د درې په جنوبي سړك کي به افغان پوځ ته د خپل پوځي مركز د جوړېدو اجازه وركوي. په پېښور كي د افغان مجاهدينو مشران او جګپوړي قوماندانان د مسعود دې كار حيران كړي و. حتی پخپله د مسعود د تنظيم مشرانو او غړو په همدې كار سره د شرم احساس كاوه او دا كار يې خيانت او جفا ګڼل.
د شورويانو سره د مسعود د اوربند اعلان او مخامخ خبرو، د نوموړي د سياسي سيال حكمتيار دريځ نور هم پياوړي كړ. مسعود همدې كار د حكمتيار او د پاكستان د ای، ايس، ای تر منځ اړيكي نور هم تاوده كړل. همدارنګه د سي، اى، اې مشر ويليم كيسي او د سعودي استخباراتو د ادارې مشر شهزاده تركي الفيصل د مسعود د اوربند له اعلان سره سم په ناببره ډول د سلګونو مليونو ډالرو په ارزښت د نوو او عصري تباكوونكو وسلو په رانيولو سره د ای، ايس، ای زيرمي ډكي كړې.
حكمتيار يو بي رحمه خو اغيزمن مشر و چي مخالفت يې نه سو زغملاي او سمدستي به يې د خپلو مخالفینو او سيالانو د وژلو امر وركاوه. حكمتيار خپل واك په پېښور كي د افغان مهاجرينو په كمپونو كي د سختي پوځي ادارې په چلولو سره پياوړي كړي و.
ډګرمن محمد يوسف چي د ای، ايس، ای د افغان بيرو د عملياتو مشر او له حكمتيار سره يې نژدې كار كړي و، د نوموړي به اړه داسي وايې:
هغه كسان چي د حكمتيار په ګوند كي شامل و، هغوي په پټو سترګو پر نوموړي باور كاوه. چاته چي به د حكمتيار د ګوند د خوا وسله وركول كيده ، هغه يې له بیري او سختي ادارې له امله نه سو خرڅولای.(د افغانستان یادښتونه۱۶۵مخ)
څرنګه چي د حكمتيار د كورنۍ قبايلي ريښي د پښتنو په ټولنه كي په اقليت كي وې، نو حكمتيار د پاكستان ای، ايس، ای ته په زړه پوري و ځکه چي ای، ايس، ای غوښتل چي د دوی د خوښي او ملاتړ سړی ښايې د افغانستان د دوديزه قومونو څخه نه وي. كله چي دی په پاكستان كي جلا وطنه سو د جهاد په دوران كي پر ځان باندي د لويديز ضد سخت دريځه اسلامپال جنګيالي لكه اسامه او نور رضا كاره عربان راټول كړل.
د ۱۹۸۰لسيزي په نيمايې كي د حكمتيار له خوا په پرله پسې توګه پر خپلو حریفو مجاهدینو د سختو برېدونو له کبله په واشنګټن كي د سي، ای، اې څيړونكي او تحليل كوونكي له داسي يوې انديښنې سره مخامخ كړل ،چي ښايې حكمتيار د كي، جي، بي پټ جاسوس وي چي په كمونيسټي ضد مقاومت كي اخلال رامنځته كړي. ځکه چي دوي لا د وړاندي د روسانو سره د مسعود اوربند بیرولي و ،خو د ای، ايس، ای په سپارښتنه چي حكمتيار تر ټولو مجاهدينو اغيزناک مشر دي چي ډېر شورويان وژني، سي، اى، اې هغه بیرته د خپل متحد په توګه ومانه. په اسلام اباد كي د سي، اى، اې د څانګي مشر ويليم پيكني به د ای، ايس، ای د افسرانو سره يو ځاي د متحده ايالتونو د كانګريس غړي پر پوله باندي د مجاهدينو د پوځي روزني كمپونو ته د حكمتيار د لېدو لپاره بېول. د حكمتيار د جګړې توان د پيكني ډېر خوښ و خو هغه د مجاهدينو د مشرانو څخه د حكمتيار په شمول ښه زړه نه درلود.
پيكني وايي: ما او حكمتيار به يو او بل په غيږ كي لكه ورونه سره نيول او هغه به پخپلو سړو سترګو راته كتل . خو تر ټولو ګران كار د شورويانو پر ضد د مجاهدينو د مشرانو متحد او يو موټي ساتل و. (د پیریانو جګړې ۲۳۰مخ)
جنرال ګل د افغان جهاد په پراختيا كي ډېر مهم رول لوبولۍ دﺉ هغه له ملايانو او عالمانو سره وكتل او هغوي يې دې ته چمتو كړل چي د ديني مدرسو په زده كوونكو كي د جهاد جذبه را ويښه كړي. په افغان جهاد كي د برخي اخيستلو لپاره عربان لومړی ځل جنرال ګل راوستل. ده په بهر كي پاكستاني سفارتخانو ته لارښوونه وكړه چي ويزې او د الوتكي تكټ وړيا ورته برابري كړي كه هغوي په خپل هيواد كي فرار سوي هم وي پروا نه لري. ددې په نتيجه كي له الجزاير څخه تر سوډان پوري د ۳۸ هيوادونو تر پنځوس زرو تنو پوري د خپلي خوښي مجاهدين افغانستان ته راغلل.
جنرال ګل په همدې اړه وایې: د عربي كورنيو دايو وراثت سو چي يوه زوی ته په افغانستان كي پوځي روزنه وركړي. دی زیاتوي لويديځ ګومان كوي چي بنسټپال د جګړې لمبوته ورټيل وهلي سي… د جګړي د ګټلو لپاره دوي داخيال پر ځای و خو په راتلونكي كي د افغانستان د اداره كولو په باب د دوي خيال غلط دﺉ موږ به دا اجازه ورنګړو.(د افغانستان یادښتونه ۱۶۲مخ)
په ۱۹۸۹م كال کي د مجاهدینو له خوا پر جلال اباد د ناکامه برید تر سره کولو وروسته معلومه سوه چي ددې حملې طراحد جنرال حميد ګل و. لیمب لیکي: هغه ماته ويلي و چي اوس هغه وخت راغلي دي چي مجاهدين لوي ښارونه ونيسي ده په دعوه وويل:
مجاهدين په درو ورځو كي جلال اباد نيولاي سي. خو چي كله حمله پيل سوه نو ټولي خبري غلطي وختي د يوې اونۍ جګړي په ترڅ كي چي په جلال اباد كي څومره كسان ووژل شول بل ځاي دومره لويه مرګ ژوبله ونه سوه پر دې سربیره د عادي وسلو په استعمال كي د مجاهدينو ناكامي رابر الاسوه. وروسته بيا جنرال ګل له نيويارك ټايمز سره په مركه كي وويل ،چي د حملې قومانده بي نظير بوټو ور كړي وه، خو بي نظير بوټو له ده څخه د ځان ژغورلو په هڅه كي وه او په همدې كال كي یې له واشنګټن څخه د هغه د شړلو اجازه تر لاسه كړې وه ځكه چي د مشر بوش ادارې اوس هغه يو بوج ګاڼه.
دی يې د ملپان د قول اردو قوماندان و ټاكه ، خو ده لا تر ۱۹۹۲م كال پوري افغان پاليسي اداره كوله چي وروسته هم دده نفوذ او اغېزه پر ځاي پاته وه،ده په سوډان كي له اسامه بن لادن سره هم ملاقاتونه كول.
په ای، ايس، ای كي دده وفادارو مرستيالانو دده د لاری تعقیبولو ته دوام ورکړ. (د افغانستان یادښتونه ۳۷۰مخ)