خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ځان خوښوونکو دونيا

د ټولنيزو رسنيو څخه داسي اندازه کيږي، چي د نړۍ زيات خلګ د ځان خوښوني معتاده سوي دي. لږ تر لږه د ټولنيزو رسنيو کارونکي خو حتمي ځان خوښونکي دي.

 

يو شمېر دماغي ناروغيو متخصصین په دې باور دي، چي ځان خوښونه په ډيرو انسانانو کي اخيري حد ته رسېدلې ده.
سوال دا دی، چي ولي زيات تعداد خلګ د ځان خوښوني معتاده سوي دي؟ د بي بي سي (جولين جنکنز) د يادي موضوع د معلومولو کوشش کړی دی.

ځان خوښونه څه شي ده؟

 

د Columns English انګليسي کتاب له قوله پر ځان غير نورمال باور يا ځان ته تر حد زيات اهميت ور کولو ته ځان خوښونه ويل کيږي.
ځان ته تر هغه زيات اهميت ور کول کوم چي تاسو نه ياست همدغه د ځان خوښوني دوهم نوم دی.
ځان خوښونه داسي يو طبعي حالت دی، چي شاید موږ ټول يې لرو، ليکين يو شمېر کسان دومره زيات ځان خوښونکی سي، چي يو ډول مريضان سي د مريضي په دغه حالت کي انسان داسي فکر کوي، چي زه ډېر اهمت لرم او زه پر حق يم.

موږ څنګه کولای سو چي د ځان خوښوونکي مريض و پېژنو؟

د رواني ناروغيو ډاکټر (ټينسن) وايي ځان خوښونکي ناروغان په يو شمېر عادتونو پېژندل کېدلای سي.

« د ځان خوښوني تر اندازې زيات احساس
« ځان له نورو قدرتمن او مهم ګڼل
« ځان له نورو ټولو جلا او بې مثاله ګڼل
« له خپلي پوهي څخه زياتي غوښتني
« په هره موضوع کي ځان په حق بلل
« د روابطو په برخه کي د ځان ګټه په فکر کي نيول
« د ميني او همدردی د احساس کمي
« پر هرچا شک کول
« مغروري او لويي کول
زموږ په ټولنه کي تقريباً داسي کسان سته، چي ياد عادتونه لري، ليکين دغه کسانو ته موږ هغه وخت مريضان ويلای سو، چي له عادتونو يې نور خلګ په تکليف سي.
که تاسو د دې مرض سره لاس او ګريوان ياست، اسانه لاره يې داسي ده که د ځان سره فکر وکړئ حتمن به پوه سئ، چي د ځان خوښوني په مرض اخته ياست ځکه تاسو زياتره وخت لوړ ليکل سوي عادتونه په ځان کي احساس کولای سئ.

د خان خوښوني دغه مرض تر کومه حده عام دی؟

په امريکا کي د يوې علمي څېړني له مخي د امريکا ۶ سلنه کسان د ځان خوښوني په مرض اخته دی، مګر د ځينو نورو لا زياتو تحقيقاتو څه دا جوته کيږي، چي له دې اندازې زيات کسان په ياد مرض اخته دي.

ځيني ډاکټران په دې باور دي، چي تر اوسه و يادي موضوع ته ډېره پاملرنه نه ده سوې، شايد دغه مرض ډېر خطرناکه او په نړۍ کي ډېر کسان د دې مريضي سره لاس او ګرېوان وي.

(انوشکا مارسن) خپل يو ملګری حيات د ځان خوښوني له وجي پرېښودی او اوس د روان شناسي په برخه کي د مشاوري په صفت کار کوي انوشکا هڅه کوي، چي د ځان خوښوونکو مريضانو سره مرسته وکړي او هغوي ته له دې مريضي څخه شفا ور کړي.

د ځان خوښوني علاج څه دی؟

ډاکټر (لي( وايي: ماته زيات شمېر د ځان خوښوني مريضان راځي او ځان د رواني ناروغي (ډيپرېشن) مريض معرفي کوي. ډاکټر (لي) وايي و دغسي مريضانو د عصابو درمل هيڅ ګټه نه کوي.
ډاکټر (لي) همدا راز زياتوي د ځان خوښوونکو علاج يو څه ستونزمن کار دی، زيات شمېر دغسي مريضان خپله پړه پر نورو تاوان کوي او تر ډېره حده دا نه مني چي مشکل په دوی کي دی.

ښه خبره داده چي د ځان خوښوني مرض د عمر په تېريدو سره کميږي د پاخه عمر لرونکي کسان تر ځوانانو ډېر کم د ځان خوښوني په مرض اخته دي.

د ځان خوښوني بهران

ايا ځان خوښونه د وبا په شکل يو مرض دی او که اخلاقي موضوع ده؟
د سن ډياګو پوهنتون د رواني ناروغيو پروفېسور (جين ټوينګ) وايي: دغه مرض د پراخېدو په حالت کي دی هغه په خپل يو کتاب ( د ځان خوښوني وبا) کي ليکلي؛ د امريکا د مکتبونو شاګردان او د پوهنتون محصلين څومره چي اوس د ځان خوښوني په مرض اخته دي مخکي دومره زيات نه وه.

نوموړی وايي د مقصد د نه حاصلولو او د صلاحيتونو د نه پېژندلو په دغه خطرناکه مرض ډېر ځوان هلکان او انجوني اخته سوي دي.

ځان خوښونکی له نورو سره مرسته کول غواړي

(اېچ جي ټيوډر) لندني ځوان خپل ځان د مشهورو ځان خوښونکي په کتار کي شماري هغه وايي؛ کله چي تنکی ځوان وم په دې پوه سوم، چي ځان خوښوونکی يم هغه وايي زما ډېره خوښېدل چي د نورو څخه استفاده وکړم.
(ټيوډر) وایي په لومړي ځل د په پوهنتون کي زما يوې ملګري، چي د ورانی ناروغيو په برخه کي زده کړي کولې راته وويل ته ځان خوښوونکی يې.
هغه وايي زه په دې نه پوهېدم چي زما له وجي زما دوستان څومره په تکليف دی ځکه زما په فکر زه روغ رمټ وم او هيڅ مشکل مي نه درلودی.
اوس نوموړي دغه مرض علاج د ځان شخصي کاروبار ګرځولی دی پر ياده موضوع يې څو کتابونه ليکلي دي او په آن لائن ډول و خلګو ته مشورې ور کوي او د هر مريض څخه په آن لائن ډول د هر مريض څخه ۷۰ ډالره پيس غواړي.
نوموړي د يادو مريضانو ملګرو ته هم مشورې ور کوي، چي له مريض ملګري سره څه ډول چلند وکړي.
نوموړي وايي د ده د مراجعينو او د کاروبار د پرمختګ څخه دا اندازه کېدلای سي، چي ياد مرض په خورا زياته اندازه مخ په زياتېدو دی.
يو بل پروفيسورا په دې باور دی چي ياد مرض په باسيواده کسانو کي له تيرو دېرشو کلنو مخ په کمېدو دی، هغه د درو مختليفو پوهنتونو کي خپله څېړنه تر سره کړې ده او وايي: د ځان خوښوني تعريف اسانه دی، مګر د دغه ډول مريضانو د تعداد او داچي ټولنيزي رسنی د دې کار لامل دي، د دې معلومول معمولي او اسانه خبره نه ده

له بي بي سي اوردو څخه
ژباړه: عبدالعلي افغان