خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مدني ټولنه او په افغانستان کي د هغې څرنګوالی.

ګل آغا احمدي وردګ
مدني ټولنه یا Civil Society هغه ټولنې ته ویل کیږي چې په هغې کې په داوه طلبه توګه د سوله ایزې فضا، دیموکراسۍ، ښاري اخلاقو، مډرنیزم، کلتوري آرونو، عصریت او مدنیت په بنسټونو د چارو د مخته بیولو هڅه کیږي. په افغانستان کې هم له پخوا زمانو راهیسې د یوې ریښتنې مدني ټولنې د جوړیدو په موخه یو شمیر لومړني ګامونه ایښودل شوي او پخوانیو نظامونو هم د خپل توان په اندازه کوښښ کړی دی چې د وړ بنسټونو او موسساتو له لارې د مدني ټولنې پراختیا ته په افغانستان کې وده ورکړي. همدارنګه د مدني ټولنې د پراختیا یو شمیر بنسټونه په طبیعي توګه په هره ټولنه کې موجود وي چې د جرګو او اشر په څیر زموږ په ټولنه کې هم موجود دي. موږ په خپله دغه لیکنه کې هڅه کوو چې د مدني ټولنې د تعریف، د مدني ټولنې د بنسټونو، د مدني ټولنې د خپریدو ، په افغاني ټولنه کې د مدني ټولنې د پراختیا د اغیزو او په دې لاره کې د موجوده ګواښونو په هکله خپل نظر له ګرانو لوستونکو سره شریک کړو.

د مدني ټولنې تعریف:
مدني ټولنې د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې بېلابېل مفهوم لرلی دی. د ارسطو له نظره د مدني ټولنې مراد دا وو چې ټولنه د ګډوډیو په وړاندې تنظيم شي؛ هيګل د دولت لومړني شکل ته مدني ټولنه ويله؛ او کارل مارکس به ويل چې دا يو طبقاتي کيفيت دی. خو د اسلام له نظره مدني ټولنه هغه ده چې د امن، آزادۍ، او بهبود څخه برخمنه وي. د ديني عالمانو په باور د مدني ټولنې ارزښتونه په اسلام کې تضمين شوي دي. ځينې عالمان مدني ټولنه د معاصرو قضاياوو يوه برخه ګڼي او وايي چې دا د نادولتي مؤسسو، ټولنو، او ادارو د هلو ځلو په نتيجه کې را منځته کېږي؛ سوله او امن په کې ټينګ وي؛ ښوونه او روزنه په کې عامه وي؛ تاوتریخوالی په کې کابو وي؛ او فقر په کې يا بېخي نه وي او يا ډېر کم وي.
ځينې نور بیا وايي چې مدني ټولنه د هغو نظریو او اړیکو یوه مشترکه حوزه ګڼل کیږي چې د دولت او کورنۍ ترمنځ موقعيت لري او د داسې غيراجباري فعاليتونو استازيتوب کوي چې د ګډو ښېګڼو، هدفونو او ارزښتونو په شاوخوا راڅرخي. د دوی په اند په مدني ټولنه کې رنګارنګ افراد او بنسټونه شامل وي چې د اداري جوړښت، خپلواکۍ او ځواکمنۍ له پلوه يو له بله توپير لري. دوی باور لري چې مدني ټولنه خپل ‌ذات او نقش ته په پام سره د سولې د تامین زيات ارزښت لري.
د مدني ټولنې بېلابېل تعبيرونه شوي دي خو عام او منلی تعريف يې دا دی چې دا د هغو بنسټونو، مؤسسو او افرادو محيط دی چې د کورنۍ، دولت، او بازار تر منځ د خلکو د ګډو لېوالتياوو او ګټو د ودې او پرمختيا له پاره په داوطلبانه توګه کار کوي. یا په بله ژبه، مدني ټولنه هغه شفافه او حساب ته تياره ټولنه ده چې د قانون، ټولنيز مسؤوليت، او ملي حاکميت پر اساس ولاړه ده او د سياسي ګوندونو په چوکاټ کې واک مخته درومي.
د مدني ټولنې موسسې او بنسټونه:
مدني ټولنه په هر هیواد، ټولنه یا جامعه کې د موجودو آرونو په نظر کې نیولو سره د یو لړ موسساتو او بنسټونو له خوا وده مومي او اړوندې موسسې هڅه کوي چې په خپله ټولنه کې میشت وګړي د مدني ټولنې په اساساتو باندې ښکلي کړي.
1. مذهبي ډلې: په یوه ټولنه کې ریښتنې او په دینې ارزښتونو ولاړې مذهبي ډلې د اخلاقو د سمون، د دیني ارزښتونو د تشریح، د علم د پرخوالي، د نفس د تزکیې، د روحي او معنوي اساساتو د لوړوالي، رښتیا پالنې، د خلکو د خدمت، کورنۍ روزنې، د روا کسبونو او حلال رزق د حصول، په ژمنو باندې د وفا او داسې نورو ګڼو ښیګڼو لپاره کار کوي چې په پایله کې یو روغ، متدین او هیوادپال انسان ټولنې ته وړاندې کیږي. کله چې دغه راز یو انسان ټولنې ته وړاندې شو نو هغه مهال هیواد او ټولنه د سمون په لوري حرکت کوي او داسې یو راتلونکی یې په برخه کیږي چې د مدني ټولنې غوښتنه ده. خو له بده مرغه په افغانستان کې له دیني ډلو څخه د ناوړه موخو لپاره کار اخیستل کیږي په دې لړ کې ځینې استعماري او ګاونډي هیوادونه هڅه کوي چې زموږ د هیواد دیني ډلې د خپلو هیواد د ګټو په خلاف استعمال کړي چې دغه راز اعمالو د دیني ډلو، عالمانو او روحانیونو حضور ته په افغاني ټولنه کې سخته صدمه رسولې ده.
2. سیاسي ګوندونه: د مدني ټولنې په جوړښت کې سیاسي ګوندونه هم رغنده او فعال رول تر سره کولی شي ځکه چې هر ګوند د خپل تګلارې او کړنلارې په وسیله خلکو ته دا خبره په ګوته کوي چې ګواکي د خپلو خلکو او ملت د حالت د ښه کولو لپاره له سیالو ډلو څخه مخکې او د یوې رغنده استراتیجۍ درلودونکی دی. په دې مانا چې له نورو څخه د ښه خدمت کولو هوډ لري، د چارو د سر ته رسولو وړتیا یې لوړه ده او په غوره کړنلاره باندې سمبال دی. همدارنګه د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره داسې کاري ځواک او بشري ځواک په لاس کې لري چې په غوره اخلاقو باندې سمبال او د ښه خدمت کولو لپاره ژمن دی. زموږ په هیواد کې سیاسي ګوندونه هم د هغو بنسټونو په موخه نه جوړیږي چې په ټولنه کې د ګټورو چارو د سر ته رسولو په لړۍ کې د سالمې سیالۍ ډګر ته را وړاندې شي او په دې لاره کې اوږده مزل ته اړتیا ده څو د سیاسي ګوندونو د فعالیت څرنګوالی په ملي بڼه برابر کړي.
3. مسلکي او کلتوري ټولنې: مسلکي او کلتوري ټولنې هم د مدني ټولنې د جوړښت او خپریدو په لاره کې د مهمو موسساتو په توګه شمیرل کیږي ځکه چې د همدغه راز ټولنو له لارې په خلکو کې د عامه پوهاوي، غونډو جوړولو، لیکلو، مطالعې او د افکارو د تبادلې فرصتونه په لاس راځي چې دغه راز فرصتونه وګړي له یو بل سره د غوره ژوندانه کړنلارې ته رابولي.
4. خپلواکې رسنۍ: خپلواکې رسنۍ په خلکو کې د انتقاد او کره کتنې بنسټونه پياوړي کوي، وګړو ته جرات ورکوي چې د بې عدالتیو او ناخوالو په مقابل کې د انتقاد غږ اوچت کړي او د یوې بریالۍ ټولنې د جوړښت په موخه خپل نظریات نورو ته ورسوي. همدارنګه خپلواکې رسنۍ کولای شي چې هغه پټ استعدادونه را څرګند کړي چې د خپلو وګړو، سیمې او هیواد لپاره په ګټورو نظریاتو باندې سمبال وي.
5. نادولتي موسسې: نادولتي موسسې هم کولای شي چې د خیر ښیګڼې د چارو په وسیله په ټولنه کې له یو بل سره د همدردۍ، همغږۍ او همکارۍ آرونو ته پیاوړتیا په برخه کړي او داسې کارونه سر ته و رسوي چې د خلکو تر منځ د ورورګلوۍ، زړه سوي، یووالي او له یو بل سره د همدردۍ په بنسټونو باندې سمبال وي او د خلکو تر منځ د یوې روغې مدني ټولنې غوړیدو ته لاره پرانیزي. په افغانستان کې اوس مهال د نادولتي موسساتو ته په ښه نظر نه کتل کیږي او نه هم د زیاتره نادولتي موسسو چارواکي د دې ډول موسسو له اصلي دندو څخه په ښه توګه اطلاع لري. همدارنګه له دې حقیقت څخه سترګې نه شي پټیدلی چې په افغانستان کې زیاتره نادولتي موسسې د انتفاعي موخو او شخصي ګټو د لاسته راوړلو په مقصد جوړې شوې دي.
6. په ټولنه کې موجود بنسټونه: دغه وړ مؤسسې د افغانستان په ټول تاریخ تاريخ کې په محلي او ملي کچه مهم نقش لوبولی دی. له ۱۷۰۵ څخه تر ۲۰۰۴ پورې شويو ټولو لويو جرګو يو ګډ هدف درلود او هغه دا چې د يوه قانوني دولت له پاره داسې یو بنسټ کېږدي چې خلک په کې له ګډوډې او اړو دوړ څخه ووځي او د یوه متحد دولت د جوړولو په لوري ګام پورته کړي. جرګه دا ظرفيت لري چې عصري شي او د چيلنجونو په وړاندې مبارزه وکړي. د کاونټرپارټ د نړيوالې مؤسسې هغه ارزونه چې د مدني ټولنې په اړه یې کړې ده، راښيي چې په دغه سروې کې شاملې د مدني ټولنې په سلو کې ۳۳ مؤسسې اوس هم د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره له اشر څخه کار اخلي.
د مدني ټولنې د خپریدو په وړاندې ګواښونه:
د افغانانو اقتصادي کمزوري، بیوزلي، بېسوادي، د اوږدو مهالو اقتصادي او پرمختيايي پلانونو نشتوالی، له پوهنې او کار څخه د زیاتره ښځو محرومیت، د ښاري خدماتو محدودیت، په لرې پرتو سيمو کې د خلکو اوسېدل او د بيان د آزادۍ محدودیت د لویو ننګونو څخه ګڼل کیږي. همدارنګه د بریښنا نشتوالی د ټکنالوجۍ آسانتیاوو ته د لاس رسۍ محدودیت ، د معلوماتو او مفاهمې د سرچينو لږوالی، د ډاډمن امنيت نشتوالی او د خلکو بې باوري، د عصري او ديني نصاب تر منځ بېلتون او ناهمغږي، د کره او بې لوریو معلوماتو نشتوالی، د مدني ټولنې د مؤسسو له هدفونو او فعاليتونو څخه د خلکو بې خبري او د مدني ټولنې د مؤسسو ناهمغږي یو لړ نور ګواښونه او چلیجونه دي چې د افغانستان مدني ټولنه ورسره لاس په ګریوان ده.
وړاندیزونه:
د بریښنا فکري موسسه په افغانستان کې د مدني ټولنې د ښيرازۍ، غوړیدو او پراختیا لپاره لاندې وړاندیزونه کوي:
لومړی: دولت، خبري رسنۍ او د مدني ټولنې موسسې باید چې د مدني ټولنې اساسات په غوره توګه معرفي اوخلکو ته یې په ریښتنې مانا تشریح کړي.
دویم: د افغانستان دولت، خلک، مدني ټولنه او ټول اړوند اړخونه باید کوښښ وکړي چې د قانوني او ښوونیزو بنسټونو سره یو ځای په متوازن ډول ښاري خدمات د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسوي او د دې هیواد هره برخه د یو ډول خدماتو څخه برخمنه شي.
دریم: په کلیوالو سیمو کې کوښښ وشي د جوماتونو د وعظ، د حجرو د مجلسونو او د اشر د ټولنیزو کارونو د اجراآتو له لارې د مدني ټولنې بنسټونه پياوړي شي. په دې لړ کې د سولې لپاره کار وشي او خلک له یو بل سره همکارۍ او همغږۍ ته تشویق شي.
اخځلیکونه:
1. د کونټرپارټ د نړیوالې موسسې د ۱۳۸۷ کلنی راپور
2. بینوا بریښنا پاڼه
3. http://en.wikipedia.org/wiki/Civil_society