خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په سترګو کي لیکل شوې افسانې(ناول کره کتنه)

(په سترګو كې ليكل شوې افسانې) ناول کره کتنه

علم ګل سحر
په سترګو كې ليكل شوې افسانې د ميرمن كلتوري ټولنيز بهير له خوا لومړنى چاپ شوى ناول دى چې ددغه بهير يوې فعالي غړي ، ليكوالې او شاعرې طوبا ندا ساپۍ ليكلى دى . ناول ديوې افغاني پيغلي د ژوند پيښي بيانوي . دغه د زده كړو او اجتماعي فعاليتونو ليواله پيغله مينه نوميږي چې په يوه بې ميني دوران كې ژوند كوي . په كابل كې د تنظيمونو د واك دوره په تيريدو ده او يوه بله دپرمختګ ضد دوره راځي . د ندا د ناول پيښي له همدې وخته پيليږي . د نجونو ښوونځي چې د جهادي تنظيمونو په جګړو كې نيم ويجاړ دي ، د طالبانو د واكمنۍ لخوا تر ثاني امر پوري تړل كيږي .
مينه چې د يوې روڼ اندي كورنۍ غړې ده له زده كړو سره ليونۍ مينه لري . څه وخت د طالبانو د ثاني امر په اميد كښيني خو ثاني امر هيڅكله نه رارسيږي . مينه د انګليسي ژبي او نور پټ كورسونه لولي ، په روغتيايي مركز کې روغتيايي زده كړي هم كوي ، هوري يې له يوه پوه او ځوان ډاكټر نصير احمد حشمتي سره پيژند ګلوي كيږي . تقدير يې لاس د يوه ظالم جنګسالار په لاس كې وركوي ، دغه ټوپكوال په مكروريانو كې ددوى ګاونډۍ اشرف خان دى . مينه له اشرف خان سره د كوژدې په سبا چې د وزير اكبر خان روغتون په نيت دندي ته ځي ،د بلاك په زينو كې له اشرف خان سره مخامخ كيږي . اشرف خان يې په خپل لاس كې په ټوپك تهديدوي او دندي ته يې نه پريږدي . ورته وايي ښځه يا د كور ده يا دګور . مينه بيرته كور ته ننوزي او سخته رواني ضربه ويني . څو اوونۍ په روغتون كې بستري كيږي . ډاكټر حشمتي يې تداوي كوي . لا په روغتون كې وي چې د اشرف خان په غوښتنه يې له هغه سره اړيكي شليږي او له ډاكټر حشمتي سره واده كوي . نوموړې له ده سره پخوانۍ مينه لري .
د ناول كيسه د ناول د اتلې مينې په راپيژندنه پيليږي په څو كرښو كې د هغې څيره ، خوى ، د زده كړي ځاى او نوري ځانګړتياوي راپيژندل كيږي . د ناول كيسه له پيله تر پايه په حركت كې ده ، او تر ډيره د فولكلوريكو كيسو په څير پيښي د راوي له خولې بيانيږي . د څيرو او ځايونو ترسيم لنډ بيان شوى دى . دا موضوع په ناول كې هغه څه ده چې بايد ډيره پاملرنه ورته وشي . داسي چۍ نه بايد دومره زيات وي چې د ناول د كيسې حركت ودروي او نه هم بايد دومره په لنډو جملوكې وي چې سړې ته د مهمو پيښو ځاى هيڅ سترګو ته ونه دريږي .
ندا هم پخپل ناول كې د پيښو د ځايونو او څيرو د ترسيم هڅه كړې ده . په ډيرو ځايونو كې ډير لنډ دي ، خو دې لنډوالي بيا د كيسې له حركت سره مرسته كړيده . د كيسې حركت لوستونكۍ نه ستړى كوي ، لوستونكى غواړي راتلونكو پيښو ته ژر ورسيږي . د ندا ساپۍ په ناول كې لا له پيله تلوسه شته . د هر مخ په لوستلو لوستونكی د كتاب بل مخ ته هڅول كيږي . د ناول د برخو په پاى كې كلف هنګر په پام كې نيول شوى دى . د يوې برخې پاى د مثال په توګه يادوم :
د ناول اتله مينه وايې :
– نه نه زه دا ترو پر ځان نشم منلى ، نه يې شم منلى .
او دې سره سم يې په زوره چيغه كړه او سمدلاسه بيسده پريوته .
دلته يوه برخه ختميږي . لوستونكۍ هڅيږي چې د ناول بله برخه په ليوالتيا سره ولولي . له لوستونكي سره پوښتني پيدا كيږي . په ميني څه وشول ؟ راتلونكۍ غبرګون به يې څه وي ؟ او داسي نور …
ددغو پوښتونو د ځوابونو د پيدا كولو لپاره لوستونكۍ د ناول بلي برخي ته ځي او لولي يې .
په زياترو برخو كې دې ټكي ته پام شوى دى ،خو د ناول په ۲۹ مخ كې يوې كوچنۍ بې توجهي د ناول د يوې برخې تلوسې ته زيان رسولى دى . هغه دا چې كله اشرف خان ميني ته په غوصه كيږي او هغه نه پريږدي چې دباندي ولاړه شي يوځاى ليكي :
( دې پيښي د ميني د زخمي زړه په پرهارونو داسي يو ژور پرهر كيښود ، چې بيا يې د ژوند تر وروستۍ شيبې پوري روغتيا ونه مونده …)
دغسي ليكنه د كيسې تلوسې ته زيان رسوي ، لوستونكۍ پو هيږي چې د كيسې كركتر به تر پايه داسي وي . په حقيقت كې د كيسې د پاى خبره دلته شوې ده .
په ناول كې د سيمو د نومونو يادونه د كيسې له ريښتيانۍ سره مرسته كوي .
( سترګو كې ليكل شوې افسانه ) ناول كې د كيسې د پيښيدو د سيمو يادونه شوې ده ، وزير اكبر خان مينه ، د ابوالقاسم فردوسي ليسه ، شينو زاده كلنيك ،بلخي روغتون ، مكروريان ، د سروبي ولسوالۍ او نور هغه ځايونه دي چې كيسه پكي پيښه شوې ده . دغه ناول له تصويري او شاعرانه جملو څخه هم مالامال دى . د بيلګي په ډول څو جملې دلته رانقلوم :
( هغه تر ډيره ځنډه همداسي پخپل ځاى كې ناسته وه ، د سترګو له ايلبنده يې د خوبونو كوچۍ كډه كړې وه او خپل ځاى يې د اوښكو سيلابونو ته پرې ايښى وو . هغه له خپل تخت څخه كښته شوه … بهر برنډې ته ووتله …ميني پداسي حال كې چې غبرګ لاسونه يې د برنډې په بازو ايښي وو او باد يې خواره واره ويښتان پر مخ رپول … )
دغه څو جملې د ميني حالت د سړي سترګو ته په ښه توګه درولاى شي . او دا دناول د ليكوالي يوه كاميابي بللاى شو .
د ناول پيښي له يوبل سره ډير ښه او منظم تړاو لري . د ناول يوه برخه د بلي بشپړوونكې ده . دمخه مو د تلوسې خبره وكړه او په يو ځاى كې مو د تلوسې د ماتيدو هم وويل ، خو دلته چې د ناول پاى ته نږدې پاڼو ته رسيږم نشم كولای لدې سترګي پټي كړم ،چې د ناول آن د پاى په برخو كې هم د پيښو غوټي شته او تلوسه پكي پياوړې ده ،لوستونكى د يوې پيښي په فكر كې وي خو بله پيښه رامنځته كيږي او منطقي تړاو هم لري د مثال په توګه :
په ۴۹ مخ كې مينه له ډاكټر حشمتي سره چې لا دمخه ورسره مينه لري خپل نوى پيوند ردوي له ژړا سره وايي :
– زه نور لدې سړيو څخه كركه لرم ، دوى ټول يوډول دي ،بې رحمه دي ، خود خواه دي …)
پداسي حال كې چې لوستونكى فكر كوي دا به دې كوژدې ته چمتو وي . په مقابل كې ډاكتر حشمتي نه مايوسه كيږي او د خپلي ارواپوهني له مخي پوهيږي چې د ميني زړه هغه څه نه غواړي چې په خوله يې وايي ، د ى وايي :
– زه د ميني له كركټر سره ښه بلد يم ، زه پدې پوهيدم چې كه د هغې په زړه كې هر څه وي ، خو د هغې غرور ورته دا اجازه نه وركوي ، چې هغه څه څرګند كړي . او آن هغه خو خپل ځان ته هم پد ې هكله د فكر كولو اجازه نه وركوي …
دا ډول تر دې دمخه له اشرف خان سره د اړيكو په شلولو د ميني خفګان هغه څه دي چې لوستونكى يې بر عكس فكر كوي .
د ځينو كوچنيو ګرامري ستونزو ، په ځينو برخو كې د ليكوالي پلوي توب ، ځيني تصادفي فلمي پيښو تر څنګ د ناول د يوه اصلي كركتر د نوم غلطي د ناول له ډيرو لويو نيمګړتياوو څخه دى . څرنګه كيداى شي چې د ناول د يوه اصلي كركتر نوم دي تر نيمايي كتابه وحيد احمد وي او له نيمايي وروسته په ۷۳- ۸۵ او نورو مخونو كې فريد احمد وي . دومره لويې نيمګړتيا ته نه ليكواله ، نه هم د ناول كتونكي او نه چاپ چاري متوجه شوي دي .
ناول د ټولنيز ژوند ، زده كړي ، د ښځو د ژوند په اړه پيغامونه لري او تر ټولو ښه دا چې ناول په هيلو ولاړ دى او انسان ژوند ته اميدواره كوي . چې زه یې د ناول د لیکوالې بریا بولم.