خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

شوق او کار

(( چيري ځې، راځه خاله چي ودي رسومه، )) سړي د سړک پر غاړي ولاړي ښځي ته وويل. ښځي په جواب کي څه و نه ويل خو د موټر د شا و دروازي ته ور وړاندي سوه. سړي ور ږغ کړه : (( مازي یې را کش که ، دروازه خلاصه ده.)) ښځه کښينستل او سپين ټو ډي موټر کرار روان سو. سړی صابر نوميږي، خلګ ټوله صابر استاذ ورته وايي: ډير مشهوره د موټرانو مستري دی. موټر که په رفتار کي هم وويني په عوارضو يې پوه سي، ماشين خو که يې وويني د موټر ټوله تاريخ او بيوګرافي يې ور معلومه سي. د ښار ټوله مستريان که د هر ډول موټر و کومي خرابۍ ته عاجزه سي نو وايي، صابر استاذ ته يې ور وله… صابر جګ نری سړی دی، لنډۍ ږيره لري او تل يې ساده سپینه رخچينه پر سر وي. استاذ که د خپل کسب دپاره نوم لري نو د زنکه باز په نامه بدنامه هم دی په ښار کي. پنځه وخته لمونځ ګزاره دی، په هغو کي روزانه درې په جماعت کوي. شاګردان، ملګري او شناخته او بيګانه ټوله همیشه وايي، بس که د دې بد عادته خلاص سو نو سپينه ملايکه ده. واده هم لري، سره د پنځو کوچنيانو مګر د ده په قول دغه یو شوق لري کې بد بولئ کې ښه! صابر استاذ د موټر لوړه هينداره دوري هوري سره وښورول تر څو د ښځي د شنې بغرې پر سر برابره سوه. (( بغره دي پورته که، )) صابر په کرار آواز ورته وويل، او خوله يې د مسکا ډکه کړه، ښځي ته يې په ښيښه کي د سګريټو په دود تور کړل سوي غاښونه هم وروښوول. ښځه لا ساکته ناسته وه ښور يې و نه خوړی. (( پورته يې که نو ګراني،)) صابر دا پلا لږ په لوړ آواز ورته وويل او په کم سرعت کې يې مسلسل په هينداره کي د ښځي و سر ته کتل، سترګو يې يو څه څارل او ټوله څهره يې يو سواليه نښان ګرځېدلی وو. ښځي بغره پورته خو کړه مګر سر يې لاندي وځړوی. د استاذ ديد لکه د کوم انجن خرابي چي لټوي، داسي يې خپلي سترګي هم د دې په مخ او بدن کي وځغلولې مګر خپل د کار څه یې پکښي و نه موندل. و ده ته دا ښځه د دېرش نه تر پنځه دېرشو پوري ښکاره سوه. په هغې کي يې ښايست وليد خو ځلا نه. هغه داسي ايسېدل لکه د بې وسۍ، بې وزلۍ، غریبۍ او د غم په خړو بې ژونده رنګونو رنګ سوې او د زمانې د ناځوانۍ په دوړو وچه سوې يوه تابلو. په څو شېبو کي يې د دې د پراخ او ترش تندي په کرښو کي دردناکه داستانونه وويل، پر تړل سوو سپېرو شونډانو يې پرتې ناروغي چوپتيا د دې د حالاتو چُغلي کوله. لومړی ځل وو چي د صابر پر شهوت انسانيت غالبه سو. فکر يې وکړ که ددې ښځي د مجبورۍ نه ګټه واخلي نو دا به يې د ژوند اوله ګناه وي. بيا يې پر ږغ کړه: – نوم دي چیشي دی ؟ شځي د څو ثانيو خاموشۍ وروسته خله خلاصه کړه – ذاکره… ـ په ښار کي نوې يې ؟ – وه – دا کار ولي کوې ؟ ذاکرې سر پر زنګونو کښېښود او د ژړا آواز يې سوکه سوکه د خيرني بغرې تر پوښ لاندي را شروع سو… – واده دي کړی دی ؟ ښځي سر را پورته کړ، مخ يې لوند ، سترګې يې سرې وې. د کمیس په لمن يې مخ وچ کړ او وې ويل: – وه… مېړه مي مړ دی… درې اولادونه لرم، کوچني کوچني… تر ټولو کشر مي له لوږي مريض سو نن … دريمه ده د خوراک دپاره نه شيدې نه يو بل سم شی لري … اوس مي خپل و مشري لور ته ور پرېښوی … ما ول زه شيدې را وړمه… زه داسي ښځه نه يم، مجبوره سوم نن، اولاد ظالم دی… آواز يې په رېږدېدو سو او پسې ورک سو، اوښکي يې بیا را وبهېدې. – ژاړه مه، زه پيسې درکوم. زوی ته دي دوا او شيدې دواړه رانيسه او کور ته دي سودا واخله. کور دي چيري دی چي ور نژدې دي کمه. – د حاجي هفت په کوڅه کي. موټر روان وو، دواړه چپ ناست وه. صابر د پټاکي داني څخه زر افغانۍ را ويستې، لاس يې د شا سيټ ته وغځاوه، ذاکري پيسې ځيني واخيستې په موټه کي يې ټينګي ونيولې. – تشکر وروره، خدای دي هر ارمان در پوره کي. خدای دي د ايمان خاوند که. – زما نوم صابر دی، صابر استاذ. که دی هر کمک په کار وو نو په مستري بازار کي چی د هر چا څخه زما د دکان پوښتنه وکې در ښيي يې، حتماً راسه. ذاکري سر ورته وښوروی. د ادرس څخه څو سوه متره ليري د يوې خالي کوڅي تر شا موټر و دريدی او ذاکره را کښته سوه. هفته لا نه وه تېره سوې چي صابر استاذ و شوق ته مات، د عادته مجبوره بيا د ښځو په تلاښ کي د ښار په کوڅو کي آواره سو. د سړک پر يوه چټله څنډه يې يوه تنها ښځه په توري چادري کي وليدل نو يې موټر پسې ور کاټ کړ. د موټر ښيښه يې کښته کړه او ور نعره يې کړه: – راځه خاله چيري ځې چي و دي رسوم… نقاب وهلي ښځي د شا دروازه خلاصه کړه، کښېنستل او په خندا يې وې ويل: – درځه صابر استاذه چي زړه دي يي هلته مي بوزه. صابر په ښيښه کي ورته وکتل او په حيرانۍ يې پوښتنه ځيني وکړه: – څوک يې ؟ کمه يوه يې ګراني ؟ ښځي د مخ څخه نقاب ايسته کړ. صابر ژر مخ د شا سيټ ته ور واړوئ – ذاکرې ؟!؟؟ ذاکرې په سينګار و ارايش ځان داسي ښايسته کړی وو لکه په قلم چي فرمایشي جوړه سوې وي يا يې هم د واده شپه وي او دا اوس د ارايشګاه نه راوتلې وي. د صابر مخ سور او شين سو، درد ورغی پر ذاکرې يې خله را خلاصه کړه، (( ته بيا چشي کوې ؟ زه هم ډېر بې عقل يم چي پر تا مي باور وکی. ما چی ويل ته مجبوره وې مګر يا دغه ستا کار دی … )) د ذاکرې پر سرو شونډو مسکا وچه سوه. توري زرين کړل سوي سترګي يې د صابر په سترګو کي ور واچولې او وې ويل: – صابر استاذه کمي پيسې چي دي راکړي وې هغه مي د زوی د شيدو، د ډاکټر د فيس او د دوا هم بس نه سوی. په دا سبا يې د کوره را ووتم … په ټوله ورځ کي درې موټر وانان راباندي پېښ سول… څو څو ساعته ورسره ولاړم ، ښې سمي پيسې يې راکړې. نن مي پنځمه ده چي راوځمه د اولاد دپاره دا کار کومه، وه صابر استاذه دا مي بالا کار سو. دا دي زر افغانۍ دي، هغه ورځ يې ډېر کومک راسره وکۍ. پيسې مي په دا نن و سبا کي دکان ته هم در وړلې خو شکر دی دلې راباندی پېښ سوې. ذاکرې سينې ته لاس ور کښته کړ او يو بنډل پيسې يې را ويستې. کشک يې ځيني ايسته کړ، د نوټونو څخه يې زری را جلا کړ، د څنګ پر سيټ يې کښېښود او د موټره ووته. صابر تر څو ورته کتل چي ذاکره د سلهاوو خلګو په ګڼه ګوڼه کي ورکه سوه.
ليکوال: محمد سيمع صديقي