د رواني ناروغانو سره څنګه مرسته کولای سو؟
دا ټول زموږ وېره ده، هيڅ د فرېشاني وړ خبره نه ده، خوشحاله وه اوسه، ته به ډېر ښه احساس و لرې.
دغسي خبري په حقيقت کي د معدې و مريضانو ته څوک نه کوي، مګر کله چي موږ ځانونه رواني ناروغان معرفي کوو نو اکثره دوستان همداسی خبري راته کوي.
عام دوستان خو د ليري خبره ده، زيات وخت د عصابو متخصص ډاکټران همدغه عادي خبري مريض ته کوي، مګر مريض بېچاره هيران وي چي اوس دې ډاکټر ته و خاندي که وژاړي.
زيات وختونه موږ ته ډاکټران او دوستان د عقيدې د ټينګولو او لمونز کولو نخسه را کوي، او په دې رقم ځانونه راڅخه خلاصوي.
د روان شناسي متخصيصين وايي، په رواني ناروغيو هرڅوک اخته کېدلای سي. که تاسو خپله له خپلي ورځنی وظيفې څخه نه ياست خوښ، تاسو مايوسه ياست، له خپل فعلي حالت څخه بېزاره ياست، وېره لرې، د نا ارامي او بې وسی احساس کوی، نو کېدای سي تاسو هم په رواني ناروغي اخته ياست.
که څه هم ډېر خلګ دا خبره نه مني، ليکين رواني ناروغي يوه خاصه او منل سوې ناروغي ده. د دې مريضي نور علام لکه بې خوبي، کم خوراکي يا د وزن کمښت، په فيصله کولو کي د صلاحيت نه درلودل، زياته هېره هم د رواني ناروغيو له علتونو څخه دي او حتا کله نا کله د رواني ناروغيو مريضان د ځان وژني په اړه فکر وهي.
که چيري مريض پر وخت د ځان علاج ته توجو و نه کړي نو د ژوند څخه بېزاره کيږي، چي دغه حالت بيا خورا خطرناکه دی مريض د کلينک تر بستره رسوي.
د دې څخه علاوه مريض د بندونو درد، د سر درد، د هاضمې خراب والی، نفس تنګي او داسي نور امراض سته، چي په ظاهره دغه امراض څوک د رواني ناروغيو له وجي نه بولي.
ولي انسان په رواني ناروغي اخته کيږي؟
د رواني ناروغيو پروفيسور ډاکټر مراد موسی خان وايي: ياده ناروغي په ځینو مواردو کي مروثي او يا هم د ټولنيز چاپيريال له وجي پېښيږي.
نوموړی وايي که چيری ستاسو ورور، خور، پلار، مور او يا بل د کور نژدې غړی په ياده ناروغي اخته وي نو امکان لري تاسو هم تر خپل تاثير لاندی راولي او په ياده ناروغي ورسره اخته سئ.
همدا ډول که ستاسو مالي حالت سم نه وي او يا هم ستاسو ناست ګويه او هغه خلګ چي تاسو روزمره ورسره مخامخ کېږې ستاسو سره يې چلند منفي وي دغه ټول موارد ستاسو د ذهني ګډوډی سبب کېدلای سي او هر څوک په دغسي شرائطو کي په رواني ناروغيو اخته کېدلای سې.
نوموړی وايي: هغه کسان هم په رواني ناروغيو اخته کېدلای سی، چي د شکر، تور ژړې، سرطان، د ويني لوړ فشار او په داسی نورو ناروغيو اخته سوي وي.
زيات وخته استراحت طلبه کسان چي ډېر خوب کوی او يا د خلګو سره ډېر کم ويني هغوي هم په رواني ناروغي اخته کېدلای سي.
ډاکټر مراد موسی خان وايي د ويني د فشار د درملو استعمال هم زيات وختونه د د رواني ناروغيو سبب کيږي، که د ياد درمل د انسان فکر ګډوډ کوي. ځکه د ياد مريضان زياتره وخت په وېره کي ژوند تېروي.
د رواني ناروغيو علاج څنکه کېدلای سي؟
د رواني ناروغیو ډاکټر علي هاشمي وايي: که چير تاسو د دې ناروغي خطرناکه پړاو ته نه ياست داخل سوی، نو تاسو د صحي خوراک په کولو، د پوره خوب په کول او د منظم سپورت په ترسره کولو سره کولای سی خپله د ځان علاج وکړئ.
ليکین که ستاسو مريضي داسي حد ته رسېدلي وی، چي ستاسو کورنۍ او ستاسو دوستان تاسو ته و وايي، چي ستاسو حالت د اندېښنې وړ دي ستاسو په رويه کي تغير راغلی دی، په دغسی صورت کي تاسو بايد ژر تر ژره و يو متخصص ډاکټر ته مراجعه و کړئ.
د رواني ناروغيو متخصص ستاسو درملنه په سائيکو تهراپي، لازمو مشورو او لار ښوونو سره کوي، ليکين سائيکيټرسټ ډاکټر علاج د خاصو معايناتو وروسته در کوي.
په ځينو مواردو کي ستاسو علاج د معايناتو درملو او پر څنګ يې د لازمو لارښونو له لاري کيږي.
ټولنيزي رسني: د رواني ناروغيو کمښت او که د لا زياتېدو سبب کېدلای سي؟
موږ په دې برخه کي د رواني ناروغانو سره خبري کړي دي.
د دوي څخه زيات یې داسي وايي؛ د ژوند د مشکلاتو بيانول زموږ لپاره ډېر ګټور تمامېدلای سي، ځکه په دې سره زموږ فکر اراميږي.
دوی وايي: کله چي موږ د خپل زړه حال پر ټولنيزو رسنيو بيانو او په مقابل کي ګورو چي زموږ دوستان زموږ سره څنګه چلند کوي، د دوي دغه چلند زموږ لپاره ډېره مهم دی.
دوی زياتو زيات وختونه د ټولنيزو رسنيو ملګری راته وايي: رواني ناروغي هيڅ مشکل نه لريو تاسو عقيده ټينګه و ساتي او پنځه وخته لمونز وکړئ، درمل مو علاج نه سي کولای. که چيري تاسو د رواني ناروغيو په درمل روږ سي معتاده کوي مو ځکه د رواني ناروغيو دواوي نشه لري او بيا مجبوره ياست د ژوند تر اخيره يادي دواوی استعمال کړئ.
همدا ډول ځيني کسان راته وايي، نور ستاسو کار خلاص دی پرته له مرګه بل علاج نه لرئ.
ډاکټر مراد مسی خان وايي: د دغسی خبرو سره تر مخامخ کېدو وروسته مريض لا زيات فرېشانه کيږي او داسي حالت ته رسيږي، چي نور د چا سره و خبرو ته زړه نه ښه کوي.
نوموړي وايي: رواني ناروغي د علاج وړ ناروغي ده. درملنه يې عامه خبره ده د دوي علاج يواځی يو پوه ډاکټر دی چي بايد مراجعه ورته وکړئ.
ډاکټر مراد وايي: که چيري ستاسو له دوستانو څخه څوک ياد مرض اخته سي او تاسو ته خپل مشکل ووايي تاسو بايد دا فکر و نه کړئ، چي ياد شخص نازونه کوي، او نه بايد مريض داسي فکر وکړی، چي رواني ناروغي د لېونتوب علامه ده او په دې سره به خلګ ده ته لېونی و وايي.
ډاکټر مراد وايي: که تاسو خپل مشکل پر ټولنيزو رسنيو شريکه کړي او په مقابل کي تاسو ته مثبتي مشورې در کول کيږي، نو دا ښه خبره ده او دا ستاسو لپاره ډېر ګټور تمامېدلای سي.
داکتر علي هاشمي وايي پر ټولنيزو رسنيو د يادي موضوع شريک کولو يوه ګټه دا هم ده، چي ستاسو ښو او مهربانه دوستانو په شمېره کي زيات والي راځي.
نوموړی وايي: که چيري ټولنيزي رسني ستاسو د وخت د سوځلو سبب کيږي او ستاسو د نورو چارو د مخ نيوي او ستاسو د پرمختګ د مخ نيوي سبب کيږي او په عام ژوند کي مو د ملګرو د جلا والي او نورو فرېشانيو سبب کيږي، نو ښه خبره داده، چي يا ټولنيزي رسني بيخي کم استعمال کړي او يا یې پر مخ پرېږدي. ځکه دا بيا ستاسو د مرض د لا خطرناکه کېدو سبب کېدلای سي.
څنګه مرسته ورسره کولای سو؟
د رواني ناروغيو پوهان وايي: چي چيري ستاسو يو دوست په له ياد رنځ څخه کړيږي يا تاسو یې په علايمو پوه سي. کوشش وکړئ کله چي هغه ارام وي او تاسو ته ضرورت لري هغه په يو ارام ځای کي کښېنوی او پو ښتنه ورڅخه
چي څه احساس کوي د کوم مشکل سره مخامخ دی او کوم ډول مرستي ته اړتيا لري؟
د ډاکټرانو په وينا تاسو تر خپل کوشش وروسته خپل دوست تر څارني لاندي و نسئ او و ګوري چي هغه جوړيږي که يې حالت خراپیږي، که يې چيري حالت پر خراپېدو وو بايد دې ته يې تشويق کړئ، چي ډاکټر ته مراجعه وکړي.
که چيري هغه زړه نه ښه کوئ، تاسو د يادي ناروغيو متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړي او د هغه مشکل وسره شريک کړئ او لازمي لارښوني ورڅخه واخلئ.
همدا ډول تاسو کولای سئ، چي د انټرنيټ څخه په پوره اندازه ګټور معلومات تر لاسه کړئ.
ډاکټر علي هاشمي وايي: د رواني ناروغيو په اړه زموږ غوندي په يوه بې تعليمه او بې تجريبې ټولنه کي زيات شمېر خلګ په دې باور دي، چي روانی ناروغي، درواغ ده بلکی ياده موضوع يو عادي کمزوري ده يا هم د انسان د ګناهونو بوج دی، چي اکثره وخت د انسان د ويری او فرېشاني سبب کيږي.
له بي بي سي اوردو څخه
ژباړه: عبدالعلي افغان