خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په ټاکنو کې دمیرمنو ګډون

علم ګل سحر

      که دافغانستان تاریخ ته نظر واچوو نو آن داریاییانو په زمانه کې په لومړنیو واکمنیو کې هم دخلکو دواکمنۍ څرک لیدل کیږي هغه وخت لا اریایانو د خپلو ستونزو دهواري لپاره جرګې درلودلې او دخلکو په پراخه برخه اخیستنې او مخامخ ګډون سره به یې ددغو جرګو له لارې خپلې ستونزې هوارولې. وروسته وروسته هم افغانانو خپل مشران درایو او جرګو له لارې ټاکلي دي ، دافغانستان یو شمیر مشران دجرګو له لارې واک ته رسیدلي دي .

      دمیرویس نیکه زمانه په نړۍ کې داوس مهالې دموکراسي او جمهوریت پیل ګڼلای شو،ځکه میرویس نیکه نه یوازې داچې دجرګې له لارې واک ته ورسیده بلکې دپاچاهۍ پرځای یې ولسمشرۍ غوره وګڼله ،چې تردې دمخه په نړۍ کې داسې نه و، شوي، له هغه وروسته لوی احمدشاه بابا دجرګو له لارې واک ته ورسیده او دکندهار دشیرسرخ په جرګه کې دخلکو له خوا دافغانستان د واکمن په توګه وټاکل شو .

خو داوسنیو ټاکنو او هغو پخوانیو ترمنځ توپیر دادی چې دهغه وخت په جرګو کې یوازې نارینه وو ګډون کاوو، خو اوس په ټاکنو کې نارینه او ښځې یوشان ګډون لري .

    ددغه ډول ټاکنو یوه ښیګڼه داده چې دټاکنو په پایله کې ټاکل شوی مشردټولو په وړاندې دمسوولیت احساس کوي او خلک نارینه او ښځې درایو ورکولو په وخت کې دخپلو خلکو په وړاندې یو ډول مسوول ګڼي او دتوپیر مسله له منځه ځي هر یو ځان دخپل وطن خاوند ګڼي ،کاندیدان هم هڅه کوي پخپلو تګلاروکې دهیواد ټول وګړي په یوشان په پام کې ونیسي او دهغوی دژوند دښه والي لپاره کړنلارې طرحه کړي .

       اوس چې موږ دخپل هیواد دولسمشرۍ دټاکنو په درشل کې قرار لرو او ټاکنو ته لږه موده پاتې ده په ټاکنو کې دزیات شمیر هیوادوالو په تیره بیادمیرمنو دپراخ ګډون په اړه زیاتې اندیښنې موجودې دي ، په تیرو ټاکنو کې په دې برخه کې دادلیل راوړل کیده چې دنوم لیکنې په وخت کې دښځمنوتصویرونه دنارینه وو له خوا اخیستل کیږي او دا په ډیرو سیمو کې دمنلو وړ خبره نه ده چې دا ستونزه هم حل شوه خو لا ډیرو میرمنو دهیواد په ځینو سیمو کې درایي ورکولو لپاره نوم لیکنه نه ده کړې داستونزه نه یوازې زموږ بلکې دټولو هغو ټولنو ستونزه ده چې په کې دتعلیم کچه ټیټه ده او زاړه دودونه ورباندې واکمني لري .

      دودیزه ستونزه دغه ده چې په ځینو سیمو کې نارینه میرمنو ته اجازه نه ورکوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي ، دغسې کسان خپلې میرمنې پریږدي چې له غرونو څخه لرګي راوړي ، خپلې میرمنې پریږدي چې په پټیو کې له نارینه وو سره یوځای کار وکړي خو هغوی ته اجازه نه ورکوي چې خپله رایه وکاروي داچې په میرمنو باندې له کو رڅخه دباندې سخت سخت کارونه کوي نو بیا دکوم منطق له مخې هغوی ته درایې ورکولو حق نه ورکول کیږي په داسې حال کې چې دټاکنو دخپلواک کمیسیون له خوا دهیواد دودیز کلتور په پام کې نیول شوی او دښځو لپاره یې دنوم لیکنې او په ټاکنو کې دبرخې اخیستنې لپاره هر ډول ځانګړي شرایط برابر کړي دي یعني دښځو ټول فعالیتونه به دښځو له خوا ترسره کیږي خوبیاهم دغه ستونزه لا په ځینو سیمو کې پخپل حال پاتې ده .

ښځې دټولنې نیمه برخه ده که په ټاکنو کې ددوی دګډون په برخه کې خنډونه وي او ټولې میرمنې ونه شي کړای په ټاکنو کې ونډه واخلي څرګنده ده چې زموږ نیمایي ټولنه له خپل حق څخه بې برخې پاتې کیږي اوله بلې خوا دټاکنو پایلې تر پوښتنو لاندې  راځي او ددوی له پراخ ګډون پرته به مویو استازی مشرتابه نه وي ټاکلی.

    که میرمنې په ټاکنو کې فعاله ونډه وانه خلي داسې مثال لري لکه دانسان چې نیم وجود فلج وي ، نوچې نیم وجود فلج وي طبعي ده چې ټول وجود روغ نه وي .

په ټاکنو کې دښځو ګډون نه یوازې له ټولنې سره مرسته ده بلکې پخپله میرمنو ته هم ډیر ې ښیګڼې لري.

     درایي ورکولو په ارزښت پوهیدلو سره یې دخپل وجود،خپلې خوښې او ټاکنې په ارزښت پوهیږي، خپل شخصیت پیداکوي او ځان دټولنې یو مسول شخص ګڼي چې رایه یې دارزښت وړ ده ، دخپل هیواد او خلکو په وړاندې په میرمنو کې دفردي مسولیت روحیه لوړیږي او ځان مسوول ګڼي ، له انزوا څخه راوزي او دخپل هیواد له سیاسي حالاتو هم خبریږي .

       افغانې میرمنې له خپلو وروڼو سره دجګړې ډګرونو ته تللې دي په سختو جګړو کې یې برخه اخیستې او دهیواد له دښمنانو سره په زړورتیا سره جنګیدلې دي دجګړو په ډګر کې یې افغان زلمي له تندي ژغورلي اوبه ورته رسولې دي لکه ملاله چې دافغان بیرغ یې ځمکې پریوتلو ته پرې نه ښود له خپلو میړنو وروڼو سره یې یوځای دافغان برخلیک په ټاکلو کې برخه اخیستې ده .

      خو اوس دتورې او ډال پرځای د رایې وخت دی ، اوس زموږ برخلیک درایو په وسیله ټاکل کیږي ، نوپه کار ده چې په ټاکنو کې دمیرمنو دپراخ ګډون په برخه کې زیات کار وشي لومړی دکورنیو مشرانو په تیره نارینه وو ته لازمه ده چې په ټاکنو کې دمیرمنو دګډون په برخه کې مرسته وکړی ددې ترڅنګ د ټاکنو کمسیون باید زیات تبلیغاتي کار وکړي په دې برخه کې دافغانستان دمیرمنو له ټولنو او سازمانونو لکه دافغانستان دښځو ټولنه ، میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر دافغان خویندو یون او نورو هغو ادارو څخه چې دښځو په منځ کې نفوذ لري مرسته وغواړي او په ټاکنو کې دمیرمنو دپراخ ګډون لپاره نورې ممکنې لارې چارې ولټول شي .