خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امنیت راوستل  اود  تر هګرۍ په وړاندې تګلاره  

سمونزی

امنیت هغه غوښتنه ده چې نن ورځ د افغانی انړیوالې ټولنې لپاره ستره ننګوونه ګڼل کیږی او هیڅکوک ددې واقعیت څخه انکار نه شی کولای چې د امنیت په راتللو سره به نورې ډیرې مسالې په ډیره چټکۍ سره حل شي نو ځکه دا باید د راتلونکي مشر تابه لپاره د سترو لومړیتوبونو څخه وي . هغه څه چې د نا امنۍ سره مرسته دی چې د فساد دشتون سره لا هم ځانته پیچلی حالت غوره کوي.ډیری وګړي وايي چې مونږ ددولت څخه د ځان او کورنۍ مصوونیت او امنیت غواړو او هغه نور ضروري خدمات چې دولتونه یی مکلفیت لري د راتلونکي وخت غوښتنه ده.

د ترهګرۍ ریښې په افغانستان کې دومره  اوږد تاریخ  نه لري، افغانستان د خپل جیوپولیتیکی موقعیت له مخې همیشه د زبرځواکونو د مقابلې او مسابقې ډګر و او لا هم دی. دلته اوس سترې لوبې بل شکل غوره کړی دی او داسې ګاونډیا ن لرو چې په تیرو دریو لسیزو کې ځان ته د زبر ځواک حثییت غوره کړی دی او نه غواړی چې خپلواک اوپیاوړی افغانستان يی په خوا کی شتون ولری نوځکه تر هګر د ځان لپاره بلا او د افغانستان لپاره لازمی بولي .

نړیوال استعمار په افغانستان کې ترهګران روزل او دولتی نظام پر خلاف یې کارول. په ۱۹۷۸ کال کې د شوروی پلوه رژیم رامنځته کیدل او بیا په ۱۹۸۰ کال کې د شوروی پوځ یرغل لویدیزې او عربې نړۍ ته دا پلمه په لاس ورکړه چې  هرڅه ددې په وړاندی وکاروي او عاقبت يی توجه ونه لري. دا چې افغانان د شوروی یرغل مقابله وکړه خو د دې سره یو ځای داسې یو ملی وسله واله ځواک د جهاد په کلونو کې رامنځته نه شو چې د قدرت تشه یې په افغانستان کې ډکه کړې واي چې د دې څخه دا جوتیږي چې نه خو ګاونډیو هیوادونو) او نه هم لویدیزو او د عربی نړۍ د هیوادونو دولتونو د افغانستان د راتلونکې لپاره کومه سالمه او کارنده اجنډا درلودله او دا چې د جهاد د بری وروسته وران ویجاړ هیواد نړیوالو دوستانو د استخباراتو او ترهګرو ډلو ته پرته له دې چې د دې عواقب په نظر کې ونیسي پريښودلو. د شوروي د  ماتې وروسته په ۱۹۹۲ کال کې د  هغه وخت د حاکمیت د پای ته رسیدو وروسته د جهادي ځواکونو یو لاس، یو موټی او مستقل دولت جوړ نه شو بلکه ددغې نیمګړتیا له امله   نړیوالو ترهګرو سره لاس پر لاس په افغانستان کې ځان ټینګ کړ او په دې توګه د عربې نړۍ څخه شړل شوو ترهګرانو وکړای شول چې د افغانستان د دولتی جوړښت په ټولو برخو کې نفوذ وکړي. القاعده او ځینې نورې نړیوالې ترهګرې ډلې چې پخوا تر افغانستان څخه یې دومره ځواک نه درلود وکړای شو  نه یوازې داچې افغانستان لپاره یو همیشنۍ ستونزه شي بلکه د ټولې نړۍ لپاره یو ننګونه وي.

دا چې د جهاد په دوران کې داسې ډلې هم رامنځته شوې چې موخه یې د افغانستان لپاره جهاد نه ؤ بلکه نړیوال هدفونه یې دلودل ،هغه څه دي چې د جهاد صفوف ور څخه نا خبره پاتې وو او د هغوي ناوړه ارادې هغه وخت نه څرګندیدلې. د نورو هیوادونو د استخباراتو هدفونه هم د جهاد پر مهال او هم را وروسته د هغوي د ملي منافعو او ګټو پر بنسټ ولاړ وو، هغوي هیڅ وخت هم د یو واحد، مستقل او سوکاله افغانستان لپاره نه خو اراده کړې وه او نه هم دا د هغوي د پلانونو او اجنډاګانو سره سمون خوري هغه وخت د امریکې متحده ایالاتو او غربي هیوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځواکمنتیا مسلې ته توجه  نه درلودله.

نړیوال ترهګران هغسې پلانونه سنجوي چې د نړۍ په کچه ډیرې پياوړې شبکې هم په دې نه توانیږي چې هغه د وړاندې څخه کشف او خنثی کړي. د ترهګرۍ لپاره ډیر عوامل شته چې تر ټولو سر سخت عامل یې عقیدوي ګروهه او تړون دی. کله چې په فکري او عقیدوي لحاظ د انسان پر مغز د ترهګرۍ د عمل لپاره اغیزه وشي نو په دې صورت کې د هغې مخنیوی خورا ستونزمن دی. د نیویارک د ښار د ویاړ د برجونو نړول څه آسانه کار نه ؤ، هغه کسان چې د دغه عمل لپاره  روزل شوي وو هغوي په فکري لحاظ چمتو وو چې دغه عمل وکړي خو د هغوي په ذهن کې دا نه وه تزریق شوې چې که د ترهګرۍ دغه ډول عمل د امریکې د متحده ایالاتو د نظام پر خلاف یو ګوزار و نو بیا ولې د زرګونو بې ګناه کسانو د وژنې په بیه؟ دلته دا د پام وړ ده چې د ترهګرانو روزونکي که د ترهګرۍ د عمل د سرته رسوونکو مغزونه پرې مینځې او هغوي دې ته چمتو کوي چې د ځان په قربانۍ ترهګریز اقدام وکړي نو ورسره د هغوي د ذهن څخه د رحم، عاطفې او انسانیت مفاهیم وباسي.

 په کابل او نورو ښارونو کې چې په سللګونو بې ګناه کسان وژل کیږي نو دا کومه کار نامه ده؟ داد انسنیت وژنه ده او د تر هګرۍ له مخې هیڅکله سیاسی قدرت نه تر لاسه کیږي. دا یو اځې د خلکو وژنه ده اوبس!

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ نېټې وروسته د نړیوالو ترهګرو او د افغانستان د دښمنانو تاکتیکونو او پلانونو تغیر وکړ. نړیوالو ترهګرو د افغانستان سره په ګاونډ کې پناه ځایونه وموندل او د ځان مرګو بریدونو دود یې د عربې نړۍ څخه دې خاورې ته را ولیږداوه او د ۲۰۰۴ کال را وروسته د لومړی ځل لپاره د افغانانو او د سیمې د هیوادونو د اوسیدونکو له لارې ځان مرګه بریدونه د جنګي تاکتیک اصلی برخه وګرځیدله. د تنکیو او احساساتي ځوانانو مغزونه پرې مینځي، هغوي د ځان وژني د عمل لپاره تلقین کوي. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ نېټې تر مخه ترهګرې او ترور چې د ځان مرګو بریدونو په توګه وي په افغانستان او حتی د سیمې په هیوادونو کې  يی ساری نه وو چې همدا اوس دروانې جګړې بنسټیز عنصر جوړوي.

په افغانستان کې د ټیکاو او امن راوستلو په برخه کې نړیوال اود امریکې متحده ایالاتو تیروتنې وکړې چې د افغانستان ددولت لپاره یی ډیرې نوې ننګوونې رامنځته کړې اودا ننګونې اوس خورا پراخه شوي دي چې د امنیت په برخه کې به نوی مشرتوب د هغو سره لاس مخ وي.

لکه چې د دې سیمې د سیاسی چارو کارپوه او لیکوال احمد رشید په دې اړوند وایې: “د بوش د ادارې سترو لوبغاړو د افغانستان پر ځای عراق ته توجه واړوله او افغانستان یې د اړتیا په وخت کې له پامه وغورځاوه. د افغانستان خلکو د نړیوالو څخه زیاته هیله درلودله چې دلته به د پرمختیایې چارو د سرته سیدو په نتیجه کې مثبت بدلونونه راشي خو داسې و نه شوه لکه چې احمد رشید په دې اړوند د امریکې په متحده ایالاتو کې د چارواکو، فکری ټولنو او سیاسي شخصیتونو سره د خپلو لیدنو او خبرو اترو پر مهال داسې ټینګار درلود چې: په افغانستان کې تاسو داسې وګړي وینئ چې خورا بې وزلې او ځپل شوې دي. د امریکې متحده آیالات کولای شي چې افغانستان ډیر ژر او ډیر په ارزانه بیه    بیرته آباد  کړي او هغه په اسلامي نړۍ کې یوه نمونه هیواد شي چې نړیوال ووایې وګورئ د امریکې د متحده ایالاتو مداخله د وژنو او بمباریو لپاره نه ده بلکه هغه د بیا جوړونې او بیا رغونې او همکارۍ لپاره ده. (Washington Post, August 18, 2007)

دا چې نړیوال ځواکونه د افغاني ځواکونو سره د تصفیوي عملیاتو په برخه کې د همغږۍ لپاره پاتې راغلې دي نو ځکه د زیاتو ملکي تلفاتو له امله ورځ په ورځ د ترهګرانو ملاتړي زیاتیږي. د نړیوالو مرستو څخه د اقتصادي پرمختیا او انکشاف لپاره په سمه توګه د کار د نه اخیستنې له امله بې کاري ډیره ده او خلکو ته د ژوند د لږ تر لږه امکاناتو د نشتوالی په صورت کې ترهګري او جنایت کاره  ډلې په آسانۍ سره خپل کتارونو ته نوي ځواکونه شاملوي.

د افغانستان د ادارې غیر سالم منجمنت او د یوې معقولې اقتصادي پالیسۍ نشتوالې د بې وزلۍ او بیکارۍ د پراختیا سره مرسته کړې ده چې د دې سره ترهګري هم پراخیږي. همدا وجه ده چې اوس نړیواله ټولنه او د افغانستان دولت باید په درې بنسټیزو برخو کې چټک او ټینګ ګامونه واخلي:

 الف  ) د سیاسي او ستراتیژیکو زیان میندنو او نمیګړتیاوو سره مجادله؛

ب    ) د بیا رغونې او انکشاف د پروګرامونو پراختیا او اغیزمن تطبیق او

 ج ) د افغانستان او پاکستان په پوله د ترهګرۍ پر خلاف اقدامات، چې په دغو اقداماتو کې نړیواله ټولنه په پاکستان فشار راوړي چې د ترهګرو سره د هر ډول ملاتړ مخنیوی وکړي.

څه په کار دي؟

ترهګري چې اوس یې نړیوال ابعاد غوره کړي دي په یو وخت کې په ډیرو هیوادونو کې خپله اجنډاء تعقیبوي، په هغو هیوادونو کې چې دولتي حاکمیت کمزوري وی او د خلکو د سواد، سوکا لۍ او ټولنیز-اقتصادي ژوند کچه ټیټه وي ځانته د محلي ورانکارو او سا زمانو شویو ډلو په همکارۍ پناه ځایونه او روزن ځایونه مومي. په افغانستان کې د ۱۹۹۲ کال را وروسته دغه ډول ترهګرو د نشه یې توکو د مافیا سره په همکارۍ کې نه یوازې د خپل ځان لپاره پټ ځایونه وموندل بلکه د سیمې د هیوادونو د استخباراتو سره یو ځای دلته د ترقۍ، پرمختګ پر ضد خپل پلانونه عملي کوي بلکې له همدې ځایه په نوره نړۍ کې هستې جوړوي، د سولې، سوکالۍ پر ضد عمل کوي. نو باید لاندې ټکې په پام کې وي:

  • هغه ډلې او ګروپونه چې د اقتصادي ستونزو له امله د ترهګرانو سره یو ځای شوي دي د دولتي پرمختیایې پروګرامونو په ترڅ کې را جلا کول،
  • ولسوالیو او کلیو ته د دولتي حاکمیت پراختیا او په جدي توګه د قانون دپلي کولولپاره کار کول چې هغه ګروپونه او منفرد کسان چې د ویرې او ډار له امله د ترهګرانو سره يو ځای شوي دي د هغوي سره خپلې اړیکې پرې کړي او د دولتي حاکمیت سره یا خو همکار شي او یا هم د حاکمیت پر خلاف د ویجاړونکو اقدامات څخه لاس واخلي،
  • دا چې نړیوال ځواکونه د دولتي امنیتي ارګانونو سره د همغږۍ پرته عملیات ترسره کوي چې ددې په نتیجه کې ملکی وګړو ته تلفات رسیږي او بیا وروسته د قربانیانو خپلوان د انتقام او بدل د احساساتو له امله د ترهګرانو سره یو ځای کیږي. ښه به دا وي چې دغه ډول عملیات د افغاني ځواکونو، د محلي ادارو او د قومي مشرانو سره په مشوره کې ترسره شي.
  • بیکاري د نا امنۍ او د ترهګرۍ د پراختیا ستر عامل دی. افغانستان کې د بیکارۍ کچه هر کال مخ په زیاتیدو ده، دولت باید د نړیوالو مرستو زیاته برخه په هغو پروژو کې ولګوي چې د کار شرايط برابروي. خصوصي سکتور د ځانګړو پروګرامونو د لارې تقویه او د څو کلونو لپاره د مالیې اندازه راټیټه کړي چې سکتور پر خپلو پښو ودریږي او خپلو فعا لیتونو په ترڅ کې وګړو ته د کار زمینه برابره شي چې بیا ترهګران ونه کړای شي ځانته سرښندونکي او اجیران د بیکارانو له ډلو څخه استخدام کړي.
  • د هر څه وړاندې افغاني امنیتي ځواکونو د تقویې او روزنې لپاره د هر ډول امکاناتو څخه کار واخیستل شي. اوس د دې وخت را رسیدلې دی چې د ملي امنیتي ځواکونو صفوف زیات او د هغوي جنګي صلاحیتونه لوړ کړای شي. دلته آساسي فکتور او عامل د مالې او نورو امتیازاتو زیاتول دي، هغه څه چې همدا اوس د امنیتي ځواکونو په اختیار کې ورکول کیږي کافی نه دي.
  • د ګډې همکارۍ له لارې د ترهګرو پټن ځایونه په بشپړه توګه له منځهوړل. د سرحدي پولو د ساتنې لپاره نړیواله همکاري راجلبه شي او د افغاني ځواکونو د مشرتابه د لاندې د دغو مرستو لپاره عملي پلانونه طرح او تطبیق شي.
  • د سازمان شویو ورانکاریو او ترهګریزو عملیاتو اجرا کوونکو،اختطاف کوونکو او د هغو طراحانو ته د پوځي محاکمو د لارې چټکې سزاګانې په پام کې ونیول شي.د اختطاف پر ضد د سختو قوانینو پلي کول او د معافیت د فرهنګ پای ته رسول.
  • د انعطاف لرونکو دولتي ضد عناصرو او ډلو سره د پخلاینې دسوله ییز پلان تطبیق.

اوږد مهاله پلانونه:

  • هیڅ یو هیواد د نوروهیوادونو  د وسله والو ځواکونو د لارې خپل حاکمیت پراخولای نه شي، نو ځکه لازمه ده چې هر کال باید په ښارونو، ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د بهرنیو ځواکونو حضور کم او ځای یې باید افغاني ځواکونه ډک کړي،
  • د افغاني هوایې ځواک چټکه پیاوړتیا او د پخوانیو تجربه لرونکو څخه کار اخیستل،
  • د ټولو امکاناتو څخه داسې کار اخیستل چې پوځي ځواکونه خوښ او راضې وسا تل شي او که د هغوي سره د دولت او ټولنې په چوکاټ کې ناوړه سلوک کیږي نو بیا هغوي د جنګ میدان نه شي ګټلای.دټولنې په کچه باید د ملي امنیتي ځواکونو لپاره د احترام شرایط برابر شي.
  • دولت باید په فساد کې ککړ عناصر ایسته کړي په تیره د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې. دیو پوه د وینا له مخې :،،په دولت کې متملق او چاپلوس عناصر د ترهګرو او دښمنانو  څخه ډیر بد دي،،.
  • د یوې پیاوړې او عادلانه قضاء او د عدالتي نظام رامنځته کول، د قضاء او څارنوالۍ د ډګر کارکوونکو ته دآبرو مندانه ژوند شرايط او مصونیت برابرول څو هغوي په پوره بیطرفۍ سره قضاوت وکړاي شي او د فساد ښکار نه شي، د عدالت ريښتونې تآمین د امنیت لپاره شرط دی او د ترهګرۍ جرړې باسي.
  • دولت باید د بیت المال او دولتي خزانې د تقویت لپاره کار وکړي او په هر وخت کې ددې اطمنان ولري چې په ناوړه حالاتو کې د سترو ناورینونو او ستونزو مخنیوی کولای شي.
  • د سترو او کوچینیو صنعتونو، د کرنې او مالدارۍ، انرژۍ او کانونو په برخه کې د داسې پروژو تطبیق چې وګړو ته د کار شرايط برابر شي، دولت باید ددغو پروژو د ساتنې لپاره امنیتي شرایط چمتو کړي،
  • د ښوونې او روغتیا ډګرونو ته پاملرنه او د وګړو د عامې پوهې د کچې د لوړو لو لپاره دفرهنګي فعالیتونو ترسره کول،
  • هڅه باید وشي چې د هیواد په ستراتیژیکو برخو کې په تیره په سرحدي پولو نړیوال ځواکونه د تضمین په ډول ځانته ګارنیزونونه ولري، په ښارونو، کلیو او کوڅو کې ونه ګرځي، یوازې د افغاني ځواکونو سره د روزنې، پوځي مهماتو او لوژستیک په برخه کې همکاري ولري.
  • ټول افغان ولس باید دامنیت،عدالت،ټولنیز او اقتصادی انکشاف د یو داسې ملي ارزښت په توګه وپیژني چې هر وګړی ددولتي نظام په ځواکمنتیا کې خپلې فردي ګټې وویني.

داد ټولو افغانانو غوښتنه ده چې د قانون ماتوونکو سره سخت چلند وشی او په هیواد کې د عامه نظم د لارې د خلکو سوله ییز ژوند او سوکالي تآمین شي.د قانون حاکمیت د عامه نظم د ټولو برخو د فعالیت سره رامنځته کیږي اوددې سره په هیواد کې امنیت او سوله تآمین کیږي.

اخځلییک:

  • طارق علی – د بنسټ پالنې نښتې
  • احمد رشید – واشنګټن پوسټ، ۱۸ اګست، ۲۰۰۷
  • باختر اوونیزه
  • د سولې هڅه – ۳۱ ګڼه