خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

سوکاله افغانستان د سیمې هېوادنو په ګټه دی

لیکوال: حکمت الله نورزی

افغانستان هغه هېواد دی چې د اسیا د لویې وچې په څلورلاره او د غرونو په منځ کې پروت دی په کال ۱۷۴۷ زېږدیز کې د لومړي ځل لپاره د لوي احمد شاه بابا له لوري د یوه خپلواک دولت په توگه اعلان او پولې يې وټاکل شوې.

افغانستان د تاريخ له نظره يو لوی سوداگريز مرکز هم پاتې شوی له همدې عمله بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو قوتونو لکه فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو له لورې تر يرغل لاندې راغلی. نوی (معاصر) افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انگليس جگړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توگه هغه وخت راڅرگند شو کله چې غازي امان الله خان د انګرېزانو له لاسوهنې خلاص کړ.

خو دې هېواد ته پر همدې سربېره هم لا د ډېرو هېوادونو په فکر کې د یرغل فکر وده کوله چې په پایله کې وخت او موقع د لاسته راوړلو سره سم روسيې خپل پوځي يرغل وکړ چې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ او پایله يې دا شوه چې په دې خاوره کې په لکونو افغانانو د دوي د ویستلو او د هېواد د ازادولو په سنګرونو کې خپلې ککرې خاورې کړې چې د روسیې له ماتې وروسته د وخت جهادي رهبرانو د وک پر سر شخړې دومره لوئي شوې چې افغانستان يې د ورونو قومونو د جګړې ډګر و ګرځاوه او د همدې فساد د له منځه وړلو لپاره د اسلامي امارت په نوم یو داسې حرکت راپیل شو چې افغانستان يې د څو لنډې مودې لپاره نسبتآ ارام کړ خو دا ځل یعنې د يوولسم د سېپتمبر د پېښې نه وروسته د امريکا يرغل د دغه هېواد تاريخ ويجاړ کړ.

په ۲۰۰۱/۲۰۰۲ میلادي کلونو کې د امریکې په مشرۍ د نړیوال ایتلافي لښکرې البته د دوي په اند د یوۀ نسبتا” تعریف شوي ماموریت سره افغانستان ته راغلې که څه هم افغان ولس همدا غږ وکړ چې دې هېواد کې جګړه د حل لاره نه ده خو دوي او متحدینو يې بله لاره د افغانستان د ابادۍ لپاره یاده نه کړه او د وخت په تېرېدو ټولې نړۍ ته دا جوته شوه چې افغانستان کې جګړه ستونزې نه شې هوارولای.

د امریکا او متحدینو له څه کم دوه لسیزو جګړو وروسته دا دی اوس دوي په دې و پوهېدل چې افغانستان کې جګړه حل لاره نه ده او دا هغه هېواد دی چې د نړۍ ډېر لوي زبرځواک امپراتوریو ککرې خاوري کړي .

د امریکا په مشرۍ نړیوال پوځونه افغانستان ته راغله خو د افغانانو له فرهنګ او عقیدې يې مطالعه نه درلوده جګړې ته یې د غچ اخیستنې بڼه ورکړه او خپل سري عملیات او کړنې يې پيل کړې د بیلګې په ډول: د بهرني ځواکونو له لوری د عامو وګړو په کورونو د شپې لخوا خپلسري عملیات، د ملکي وګړو تنګول او سپکاوی، هوایي بمباریو کې ملکي مرگژوبله، د شک، شیطانۍ او یا شخصي مخالفتونو پر بنسټ د زرګونو بیګناه ځوانانو څخه د بګرام او نورو بدنامو او ناقانونه زندانونو ‌‌‌‌‌‌ډکول او هلته د هغوى ځورونې دا هغه بېلګې دي چې پایلو یې دا جوته کړه چې دوي یرغل کړی او په وړاندې يې د افغانانو وسله واله مبارزه پيل او ورځ تر بلې غښتلي کړل لنډه دا، په کوم ډول چې په افغانستان کې د جگړې مدیریت وشو او یوځل بیا زموږ د ټولنې هغه قشر يې واک ته و رساوه چې له امله يې افغانستان د خپلمنځي جګړې په اور کې لولپه کړ.

په ۲۰۰۱/۲۰۰۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د امرېکې تر مشرۍ لاندې د نړیوال اېتلاف د پوځي مداخلې په اړه سیمه ییزه اجماع موجوده وه. د طالبانو رژیم نسکورېدل او پر ځای يې د دوي په خوښه د منتخب نظام راوستل يې غوښتنه وه چې دې غوښتنې ته و هم رسېدل.

که څه هم افغانستان کې سوله د ټولو په ګټه ده. لږ تر لږه به له افغانستان څخه دسیمې هېوادونو ته د جگړې د اور بڅرکو خپرېدو وېره نه وي. په داسې حال کې چې په اروپا کې د سیمې دننه سوداګري اویا سلنه او په اسیايې هېوادونو کې پنځوس سلنې ته رسیږي.

په افغانستان کې د سیمې هېوادونو لاسوهنو او زړو دښمنیو نیولې بیا تر دې هڅو پورې چې په کابل کې د دوی تر اغېز لاندې حکومت را منځ ته شي دا هغه بېلګه ده چې د سیمې ډېری مهم هېوادونه په افغانستان کې په نیابتي تخریبي سیالیو بوخت دي په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ټيکاو لپاره رښتینو سیمه ییزو هڅو ته اړتیا شته – هغه هڅې چې لا تر اوسه ډېرې نیمګړې دي او یا هم د سولې لپاره نه دي دا چې په سیمه کې زموږ هېواد د جنګ د مرکز په توګه هره ورځ له ويجاړيو او وینې بهیدنې سره مخ دی نو د سیمې هیڅ بل هېواد د افغانستان په کچه د سولې او ورته د شرایطو برابرېدو لپاره صادقانه لیوالتیا نه شي درلودلی.

 

البته د سولې له مهمو شرطونو څخه یو هم دا دی چې افغانستان وکړای شي د خپلو ملي ګټو پر بنسټ ټولو ګاونډیو او مهمو سیمه ییزو هېوادونو سره له استثناء پرته نژدې دوستانه دوه اړخیزې اړېکې ولري او دا انګېرنه ورکه کړي چې ګواکې د یو ګاونډي یا سیمه ییز هېواد سره د افغانستان نژدې اړیکې بل کوم هېواد ته زیان رسولو په نیت دى. نو ځکه په افغانستان کې د سولې اړوند سیمه ییزې اجماع او همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو له فعالې ونډې، ملگرتيا او ملاتړ سره یوازې افغانستان کولای شي د مرکزي تسهیل کوونکي رول ولوبوي.

د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع او ملاتړ اړين دي خو بسنه نه کوي سربېره پر دې د افغانستان له لوري د سولې خبرې باید د یو رښتینې اوږد مهاله ملي اجنډا، ملي پخلاینې او ثبات د اساس په توګه تعقیب شي نه لنډ مهاله سیاسي انګېرنو ته د ځواب او یا یوازې د جگړې د کمښت یا ودریدو د وسیلې په توګه.

زمونږ د سولې پلانونه، پالیسۍ، ستراتيژۍ، لیکلې موخې، غوڼډې او سیمینارونه باید له بسپنه ورکوونکو د مرستې جذبولو څخه زیاتې پر سولې د وسله والو مخالفینو د باور پر ‌‌‌‌‌‌ډېرولو متمرکزې شي.

بالاخره د سولې هڅو د اغیزمنتیا لپاره به بهتره وي چی د سولې پروسه پروژوي، بودیجوي، تشکیلاتي، امتیازي، رسمي او دفتري چوکاټ څخه ووځي او په یو رښتوني نارسمي، نا دولتي، داوطلب، ولسي عنعنوي، ملي نوښت او داعيي چی پکې سولې ته د چوکیو او موقفونو د یو بل وېش په سترګه ونه کتل شي بدله شي.