سوله کې د پښتون قام رول
ليكوال: حكمت الله نورزی
سوله هغه نعمت دی چې د الله پاک ټول مخلوقات د ارام ژوند لپاره ورته ډېره اړتیا لري هر هغه څه چې موږ او تاسې يې وینو له الوتونکو نیولې بیا تر ژویو، ځناورانو او… ټول په خپل ځای کې سولې او امن ته اړتیا لري.
کله چې موږ د یوه مسلمان په صفت د خپل مبارک دین (اسلام) مبارک لفظ ريښې وڅېړل شي نو د عربي ژبې د سِلم څخه اخيستل شوی، چې د سولې او امن معنی لري نو ځکه ويلی شو چې اسلام د سولې او امن دين دی، په قران کريم کې الله (ج) فرمايلي دي: وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَکَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ – الأنفال / ۶۱
ژباړه :که چيرې دوی (کفار) سولې ته چمتو وي نو ته هم سوله ورسره وکړه (اې محمده) او په الله(ج) باندې توکل وکړه، بېشکه چې الله(ج) ښه اورېدونکی او په هر څه خبر دی .
په الهي کلام قران عظيم الشان او دپيغمبر (ص) په مبارکو احاديثوکې په بار، بار او ټينګار سره انسانانو ته د صبر، زغم او سولې لارښوونه شوې ده، ځينې يې د بیلګې په توګه دلته را اخلم.
له سولې، امن او ثبات پرته د يوې ټولنې پرمختګ ناشونی دی، نو د يوې پرمختللې ټولنې لپاره سوله ييز چاپيريال ډېر اړین ګڼل کېږي، چې د اسلام په مبارک دين کې هم دې ارزښت ته ډېره پاملرنه شوې او د جنګ پر ځای سوله ډېره غوره ګڼل شوې . (وَالصُّلْحُ خَيرٌ ) ژباړه : او صلح کې خیر ده ( النساء / ۱۲۸ )
په نبوي احاديثو کې هم په سوله ډېر ټينګار شوی دی لکه:
حديث شريف: المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده الخ (بخاري د صلحې باب)
ژباړه: کامل مسلمان هغه دی چې نور يې د ژبې او لاس له ضرر څخه خوندي وي.
حديث شريف: پيغمبر(ص) فرمايلي دي: ای خلکو زه تاسې ته هغه څه و نه ښيم چې له روژې، لمانځه او صدقې څخه زيات ثواب لري؟ هغوی وويل وې ښيه: هغه مبارک وفرمايل چې د منازعې په وخت کې د سولې راوستل (ابوذرغفاري (رض)، روا يت کړی، باب اصلاح ذات البين).
زمـوږ په هــېواد کې د زیاتو بد مرغيو تر څنګ د سولې نه شتون هغه ستره بدمرغي ده، چې له امله يې زموږ د ټولنې ډېره برخه ځوانان او ماشومان د ديني او ساينسي زده کړو څخه بې برخې پاتې کړي دي.
دا چې جګړه په ټول هېواد کې ده بیا په ځانګړې توګه د پښتون قام پر کور يې ډېر سیوری کړی نو له همدې عمله هم زموږ ډېری ځوانان نا لوستې او کلي و بانډونه مو له پراختیائي او ودانیزو پروژو څخه بې برخي دي نو اړتیا لیدل کېږي چې د سولې په روانو خبرو کې له هر چا زیات پښتون قوم ته بیا په ځانګړې توګه هغه خلکو ته پکې ونډه ورکړل شي چې هغوي د دې ۱۹ کلنې جګړې قربانیان دې هغه خلک باید د سولې په خبرو کې مخکښ وي چې موخه يې هم سوله وي نه دا چې سوله د خپلو شخصي ګټو قرباني کړي.
موږ باید په دې و پوهېږو چې له چا سره او په څه جګړه کوو که څه هم د الله(ج) په فضل سره اوس اوس زموږ په ټولنه کې د سیاسي شعور کچه د تېرو کلنو په پرتله لوړه شوې خو اړتیا ده چې ورته مهال له خورا لوړ تدبیر څخه هم ګټه واخلو.
دا چې موږ په افغانستان کې له نورو قومونو زیات یو نو ډېر مسئولیت هم زموږ تر غاړي دی له همدې امله د سوله ییز فکر خورولو، تبلیغولو او دودولو کې باید موږ مخکښ اوشو حکومت او مسوولینو ته ښایي چې د ټولنې د امنیت او ثبات د تامین او بنسټي کولو په موخه د ځوانانو له انرژۍ او د رښتیني ولسي مشرانو له تدبیر څخه کار واخلي.
د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو تر بل هر چا پښتون ډېرې ناخوالې لیدلې ځکه هر لور ته قرباني همدې قوم ورکړې خو ګټې بیا نورو ترې پورته کړي هېواد يې تل استعمار او استسمار څخه ژغورلی خو په پای کې يې هر څه له لاسه وتلي.
په پای کې لومړی پر افغان ملت او بیا په ځانګړې توګه پر پښتون قوم غږ کوم چې راشئ نور د ماتم دا تور پړونی له خپلې کمبلې پورته کړئ راشئ یوځل بیا د یوه داسې افغانستان د رغولو لپاره ګامونه واخلو چې یوځل بیا میرویس خان نیکه او احمد شاه بابا زرین تاریخ را ژوندی کړو.
د لوي او خپلواک افغانستان په هیله