خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

غربي مطبوعات او مشورتي جرګه

واحد فقیري.

د المان ږغ د اپریل پر ۲۹ باندي لیکي جمهورریس اشرف غني هڅه کوي چي د لويي جرګې له طریقه خپل مشروعیت اعاده کاندي. المان ږغ وايي پدې څلور ورځنۍ جرګې کي ۳۲۰۰ کسانو اشتراک کړی دی، او د ۳۴ ولایاتو خلګ په کښې موجود دي. دا جرګه یوازي مشورتي بڼه لري، او په افغانستان کي لویه جرګه عموما په نادرو وختونو کي دایرېږي.

المان ږغ لیکي څرنګه چي د غني حکومت د طالبانو او امریکایانو له خبرو څخه لیري ساتل سوی دی، نو لهذا غني هڅه کوي چي د جرګې له استازو څخه حمایت تر لاسه کړي، څو د سولي په خبرو کي خپل موقف غښتلی کړي. خو طالبان نه غواړي چي د غني سره خبري وکړي، ځکه هغه د «امریکا ګوډاګی» تلقي کوي.

المان ږغ وايي که څه هم اشرف غني طالبانو ته د برخي اخیستلو دعوت ورکړ، خو هغوی دا بلنه رده کړه، او حتی نور خلګ يې هم تحریمولو ته وهڅول. طالبان وايي حکومت غواړي چي عامه خلګ وغولوي، او خپل نامشروع حاکمیت وغزوي.

المان ږغ لیکي چي د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله په شمول زیاترو مشهورو او مخورو افغان سیاستوالو دا جرګه بایکاټ کړې ده. هغوی وايي غني غواړي چي لدې طریقه انتخاباتي کمپېن وکړي. مګر د غني طرفداران وايي چي دا جرګه به د خلګو لپاره د دې فرصت برابر کړي چي د سولي په باب خپل نظریات وړاندي کړي.

المان ږغ وايي مبصرین عقیده لري چي غني په زیاتېدونکې توګه منزوي کېږي. غني د مسکو او قطر د بین الافغاني مجلسونو مخالفت کړی وو.

المان ږغ لیکي افغان سیاستوال د یوه داسي موقتي حکومت د جوړولو غوښتنه کوي چي هم طالبان په کښې شامل وي، او هم د شفافو او عادلانه انتخاباتو لپاره لاره اواره کړي. خو غني غواړي چي د دوهم کرت لپاره جمهورریس پاته سي. یو غربي دپلومات وايي د غني سره د طالبانو خبري نه کول د هغه سیاسي موقف ور کمزوری کړی دی.

اسوشیټډ پریس: لویه جرګه ښايي د افغان حکومت خپلمینځي اختلافات لا ډېر کړي

اسوشیتډ پریس د اپریل پر ۲۹ لیکي زیاترو مشهورو افغان سیاستوالو د اشرف غني مشورتي جرګه بایکاټ کړې ده، ځکه هغوی ګومان کوي چي غني غواړي لدې جرګې څخه د انتخاباتي کمپېن لپاره استفاده وکړي. د افغانستان د چارو امریکايي ماهر، مایکل کوګلمېن، وايي،«که چیري د ډاکټر عبدالله پلویان اشتراک و نه کړي، دا به د دې جرګې اعتبار حیثیت ته کاري زیان ورسوي، ځکه مقتدر خلګ به ګډون په کښې و نه لري.» هغه علاوه کوي په افغانستان کي ډېر زیات اختلافات او درزونه موجود دي، او دا درزونه ترمیمولو ته اړتیا لري.

اسوشیټډ پریس لیکي امریکایان په زیاتېدونکې توګه د اشرف غني سره بې حوصلې سوي دي. د قطر د مجلس د ځنډېدو په اړه د امریکا خارجه وزیر او خلیلزاد خپله خواشني په عام محضر کي اظهاره کړې ده. او مایک پامپیو غني ته تیلفون کړی وو او د قطر د مجلس د ژر تر ژره داېرېدو غوښتنه ئې ترې کړې وه.

اسوشیټډ پریس لیکي دغه راز روسیې، چين، او امریکا هم پر بین الافغاني مذاکراتو باندي ټینګار کړی دی، او په خپله وروستې اعلامیه کي يې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د «مسولانه او منظم» خروج ملاتړ کړی دی.

اسوشیټډ پریس لیکي عادي افغانان له بې امنۍ او د اشرف غني د حکومت له اداري فساد څخه شکایت کوي. حاجي شیر آغا په کابل کي یو د تیلو ټانک لري. هغه وايي د غني حکومت فاسد دی، او د طالبانو سره د سولي خبري یوازنۍ د حل لاره ده. هغه وايي،«طالبان هم افغانان دي.»

وریټرز: غني غواړي چي د سولي ابتکار پخپل لاس کي واخلي

وریټرز د اپریل پر ۲۹ لیکي اشرف غني کوښښ کوي چي د طالبانو سره د سولي د مذاکراتو ابتکار تر لاسه کړي، ځکه امریکا او طالبانو غني له خبرو څخه محروم ساتلی دی. طالبان اشرف غني د واشنګټن «مزدور او ګوډاګی» بولي، او افغانان يې د جرګې تحریمولو ته تشویق کړي دي.

وریټرز لیکي غربي دپلوماتان وايي چي غني په زیاتېدونکې توګه منزوي سوی دی، او اوس غواړي چي د لويي جرګې له لاري خپل ملاتړ پراخ کړي. یو غربي دپلومات وايي،«هغه غواړي چي دا خبره ثابته کړي چي هم د سولي د راوستلو قابلیت لري، او هم د افغانانو ملاتړ لري.»