کمپایني جرګه پای ته ورسېده
لیکوال: حکمت الله نورزی د ولسمشر غني کمپایني جرګه په خیر تېره شوه، کابل ښاریان له شپږ ورځنۍ کلابندۍ او حصارته خلاص شول خو هغوي چې په دې ورځو کې مالي او ځاني زیانونه یې و لیدل دا ورځي به هېرې نه کړي او پاته نورو ته به پرته له یوې اوږدې رخصتۍ بل څه نه وي. حکومت جرګه تر یوه بریده په خپله ګټه تمامه کړه په داسې حال کې چې د جرګې په ګډونوالو کې د حکومتي نظرونو مخالف او عام داسې افغانان وو چې په طبیعي ډول د سولې پلوي او د جګړې له دوام سره مخالف وو. خو پر دې سربېره حکومت جرګه د خپلې موخې لپاره په پوره تدبیر سره و کارول. غني په دې و توانېدی چې د کزي د جرګې د برخلیک څخه ځان و ژغوري. که څه هم جرګه د ډېریو سیاسیونو له لورې تحریم شوه بلکې له بلې خوا د ډېرو پوښتونو سره هم مخ شوه کرزي او غني په خپلو دا ډول کړنو سره د جرګې د سیاسي شعور کچه هم را ټیټه کړه یوځل کرزي د جرګې پرېکړه و نه منل دا ځل غني په څو ورځنیو بحثونو او د وروستي پرېکړه لیک خپرولو سره دغه ستونزه روښانه کړه. حکومت چې له دې جرګې کوم اهداف درلودل، هغه یې ترلاسه کړل. خو ولس چې له جرګې نه کومه تمه درلوده هغه په هېڅ صورت هم له دغې جرګې تر لاسه نه شوه. د جرګې د سطحي توب یوه بېلګه د هغو پرېکړه لیک دی چې داسې ټکي پکې ځای شوي چې د ۵۱ کاري کمیټو په کاري راپورونو کې هغو ته هېڅ اشاره نه وه شوې. بله دا چې د هېواد په روانو بدمرغیو کې د ګاونډیو، امریکا او نورو هېوادونو د رول او د هغو د ستراتژیکو موخو هېڅ یادونه نه وه شوې. دوي داسې یو نظر وړاندې نه کړ تر څو د جګړې یو لوی لامل! له منځه لاړ شي. سره له دې چې د جرګې رییس استاذ سیاف او د جرګې د تدویر د کمیسیون مسوولینو ډېر ځله دا ادعاوې وکړې چې دا د ولسمشر غني لپاره کمپاین نه دی. خو د سولې لپاره چې په کومو ټکیو ډېر تکراري ټینګار و شو او هغه هم په ډېر شعاري ډول همدغه یې معنا ده چې جرګه د سولې پر ځای له انزوا نه د ارګ د را اېستلو یوه هڅه وه، او دغه هڅه تر یوه حده بریالۍ وه. خو بیاهم موږ له ولسمشر غني او ښاغلي کرزي څخه جدي غوښتنه کوو چې د خپل واک له غمه دې نور دا مظلوم ولس نه کړوي د دې هېواد یتیمانو او کونډو حال ته دې وګوري او نور دې د سولې په وړاندې خنډ کېږي نه.