خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د کمبلې پر یو سر غم پر بل خوښي

لیکوال: حکمت الله نورزی

قطر كې د سولې تودې خبرې، په هېواد كې د بمبارۍ او بریدونه روانه لړۍ .

له یوه لوري د امریکايي او طالب استازو تر منځ شپږم پړاو خبرې په داسې حال کې پای ته ورسېدې چې دواړو لوریو دغه ناستې ګټورې و بللې.

بل خوا د امريكا د پوځ لوى درستيز جنرال جوزف دانفورد هغه څرګندونې چې كانګرس ته يې  وویل جګړې ته به دوام وركوي د سولې خبرې او پروسه له يو لړ شكونو سره مخ كوي.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکايي چارواکي دا ډول خبرې کوي تر دې مخكې یې هم په قطر كې د امريكا او طالبانو د خبرو د بريا د اوازو پر مهال د دوي استخباراتي ځواکونو ویلي وه چې له طالبانو سره د سولې د خبرو تر بريا وروسته به هم دوي په افغانستان کې پاتې وي.

د دغه ډول خبرو معنا ډېره واضح ده، هغه دا چې د قطر ناستې او بلاخره د سولې پروسه دوي ته په هېڅ صورت هم له افغانستانه د بشپړ وتلو او د جنګي ماموريتونو د پايته رسولو په معنا نه ده.

په داسې حال کې چې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو كې له پيله تر دې مهاله د اجنډا یوه ډېره مهمه ماده د امريكايي پوځيانو وتل وو او دي.

که څه هم د ناټو ملكي استازي او خليلزاد پر دې اعتراف کړی چې له طالبانو سره سوله په افغانستان كې د جګړې د پايته رسېدو په معنا نه ده خو تر دې وړاندې د سولې د خبرو د پيل پر مهال امریکايي چارواکو دا هم ویلې وه چې افغانستان کې جګړه دحل لاره نه ده دا هم ویل کېده چې نور امريكا د افغانستان جګړه پاى ته رسول غواړي او امريكا نه غواړي دغه جګړه دوام وكړي.

له یوه لورې د امریکايي ځواکونو دغه متناقصې څرګندونې او بل خوا د داعش ډلې يو ځل بيا د هېواد په يو شمېر برخو كې پياوړي کېدل او آن په ځينو سيمو كې ویل کېږي چې ځینو طالبانو له داعش سره ملګرتیا پیل کړې او نور د سپین بیرغ پر ځای د تور بیرغ لاندې فعالیت کوي.

کله چې دې حالاتو ته دقیق شو نو دا به راته جوته شي چې امریکا نه په افغانستان کې د جګړې پایته رسول غواړي او نه دوی په سیمه کې خپلې پخوانۍ تګلارې بدلوي چې پر جګړه او وینو تویولو ولاړې دي.

دلته د سولې په وړاندې شکونه په داسې حال کې زیاتېږي چې په افغانانو کې د سولې د وروستیو هڅو په تړاو د هیلو یوه بې سارې جذبه هم را پارېدلې.

دلته یوازې غني نه دی بلکې د امریکایي چارواکیو تګلاې ډېرې د پوښتنې وړ دي په قطر کې تودې خبرې او د افغانستان په کلیو او کورونو د وحشتونو توپان.

په پای کې د جګړې پر دواړو لوریو د ولس دا غږ دی چې د عام ولس د ژوند او ستونزو په اړه دې ژور فکر وشي هسې نه چې ولس له دې حالته ستړی شي او یوځل بیا د غني او طالب په وړاندې داسې یوه ډله را پورته شي لکه د شر او فساد په وړاندې چې طالب را پورته شو او د دواړو لاس يې له ظلمه لنډ کړ.