خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

افراسیاب خټک: افغانان سولي او مصالحې ته ور نژدې کېږي

واحد فقیري

د پښتونخوا مشهور سیاسي فعال شخصیت آفراسیاب خټک د مې پر ۲۰ لیکي د افغانستان د سولي لپاره تر نن ورځي بل هیڅ وخت ښه موقع نه وه برابره سوې. دا چي متحده ایالات او طالبان په قطر کي حتی د روژې په اولو ورځو کي خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړ،‌ دا خبره دا ښيي چي هغوی د سولي په اړه څونه جدي دي. دواړو خواوو د سوکه مګر دوامداره پرمختګ خبري کوي، او دا واقعیت تشویق کونکو دی.

ښاغلی خټک ادامه ورکوي او لیکي د قطر خبري په مني کي شروع سوې، او دواړو خواوو د امریکايي عسکرو پر وتلو باندي موافقه کړې ده، او په بدل کي به طالبان ضمانت کوي چي بیا به د افغانستان خاوره د واشنګټن او ملګرو پر ضد یې نه کارول کېږي. البته د دې مسودې پر جزییاتو باندي کار روان دی.

خو دا تازه او راسپړېدونکې موافقه د دوو نورو مسایلو سره هم رابطه لري. اول باید د افغانانو تر مینځ خپلمینځي ډایالوګ تر سره سي، څو د یوې دایمي سولي او روغي جوړي لپاره لاره اواره سي. دوهم باید اور بند وسي او تشدد راکم سي.

لکه څنګه چي طالبان د داخلي جنګ په بستر کي را څرګند سوي دي، هغوی عموما او زیاتره پر تشدد باندي تکیه کوي. حتی نن ورځ هم طالبان د سیاسي قدرت د سمبالولو لپاره مناسبه سیاسي ستراتیژي، انساني پانګه، او داسي لیډرشیپ نه لري چي پر تشدد باندي يې له تکیې څخه راوباسي.

خو د قطر د دفتر پرانیستل او د هغوی ځیني مثبتي اعلامیې داښيي چي هغوی د سیاسي قدرت د وېش او مذاکراتو لپاره چمتو دي.

مګر دا چي طالبان د عام تشدد د راکمولو لپاره چمتو نه دي، د هغوی دا ټال هم تلفات زیات کړي دي، او هم يې د سولي پروسه ځنډنۍ کړې ده. په قطر کي د تیري میاشتي د بین الافغاني مجلس ځنډېدل د افغان ټولني درزونه او مختلف موقفونه رابرسېره کړل. د افغان حکومت، سیاسي مخالفان يې، او مدني جامعه باید د یوه متحد دریځ د حاصلولو لپاره سخت کوښښ وکړي، څو د طالبانو سره د خبرو کولو جوګه سي.

د افغان د سولي د پروسې مشکلات تر یو حده د فهم وړ دي، خو پدې برخه کي د واشنګټن مختلف او راز راز زیګنالونه ابهام نور هم زیات کړی دی.

البته ټرمپ له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ایستلو په اړه خپل هوډ څو کرته اظهار کړی دی، خو د امریکا دفاعي ماشین او نور سیاسي مشران له افغانستانه په راوتلو کي د تلوار سره مخالفت کوي، ځکه هغوی ډارېږي چي یو دم وتل به په افغانستان کي خطرناکه امنیتي خلا ایجاده کاندي.

د واشنګټن همدا متنوع اپروچ او اشارې د افغانستان نژدې او لیرو ګاونډیانو د همکارۍ پروسه ور مغلقه او ګرانه کړې ده. د مثال په توګه، په پاکستان کي د طالبانو حامیان د واشنګټن همدې متنوع زیګنالونو په تشویش کي اچولي دي. هغوی فکر کوي چي د طالبانو سره د واشنګټن نېغ په نېغه خبري طالبانو ته غلطي مفکورې ورکوي. دا چي طالبان نه غواړي د کابل له حکومت سره کښېني، دا خبره موجوده مشکل لا نور هم مغلقوي.

خو د مسکو غونډي دا وښوده چي دپلوماتان کولای سي د افغان سیاستوالو او طالبانو تر مینځ اسانتیاوي برابري کاندي. بلخوا، د افغانستان د مصالحې په هکله د متحده ایالاتو،‌ روسیې، او چین تر مینځ زیاتېدونکې اجماع یو ستر انکشاف دی. دا کار به د افغان د سولي پروسه د سترو طاقتونو له رقابته محفوظه وساتي، کوم چي د افغان په تاریخ کي د سترو بې ثباتیو سبب ګرځېدلی دی. د لویو خنډونو او مشکلاتو سره سره، د هغوی همدا توافق او اجماع به د سولي پروسه مکمله او بې داغه وساتي.

خو د افغان د سولي د پروسې کلیدي اړخ بین الافغاني ډایالوګ دی. البته بین الافغاني ډایالوګ باید همه شموله وي، او افغانان يې مالکان وي. خو واقعیت دا دی چي بین الافغاني مذاکرات به پرته د بین المللي او سیمه ایزي همکارۍ او حمایت څخه کامیابه نه سي.

د افغان د سولي تنکۍ پروسه باید د پېژندل سویو دولتي او غیري دولتي وران کارانو او سبوتاژ کارانو له افت او ضرره مصونه وساتل سي.

داسي رپوټونه خپاره سوي دي چي په غربي پښتونخوا کي د افغان طالبانو بسیج او راغونډول شروع سوي دي. اسلام آباد ته پکار ده چي د دې کار د مخنیوي په غرض موثر اقدامات وکړي، او خپلي کړي وعدې عملي کاندي.

بل پلو، هند او پاکستان باید په افغانستان کي خپل بې ثباته کونکی سیمه ایز رقابت راکم کړي، او د امریکا،‌ روسیې، او چین پر پل باندي پل کښېږدي. د متحده ایالاتو، ایران، او عربي ملکونو تر مینځ راغوټېدونکی تشنج هم د اندېښنې وړ مسله ده.

په پای کي،‌ ما پدې وروستیو ورځو کي کابل ته یو لنډ سفر لاره. هلته ما دا احساس کړه چي د سولي او پرمختګ لپاره د افغانانو اراده نه لړزېدنکې او راسخه ده. خو د اوسني تشدد د راکمولو لپاره به ښايي یو دایمي اور بند ضروري او حتمي وي. ځکه اور بند د سولي او دایمي مصالحې لپاره کلیدي اهمیت لري.