خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

دافغانستان  داساسي قانون څېړنه اوتشریح: لومړۍ برخه

 دافغانستان  داساسي قانون څېړنه اوتشریح

Afghanistan Constitution Law Explanation and Analysis

مؤلف

سیداحمدشاه انګار (ارغنداوی)

دکتاب حقوق د لیکوال سره خوندي دی

دکتاب پېژندنه:

دکتاب نوم: داساسي قانون څېړنه اوتشریح

مؤلف: سید احمدشاه انګار (ارغنداوی)

دچاپ کال:۱۳۹۲ هـ ل

دچاپ شمیر :

                                                                                         دچاپ ځای:

کمپوزر: پخپله لیکوال

اډیټ: محمدیار یار

د پښتۍ ډیزاین: هامیون امانزی

چاپچاري: صداقت خپرندویه ټولنه

 دافغانستان اساسي قانون

 

بسم الله الرحمن الرحیم

(وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا﴿۸۱﴾  وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ وَلاَ يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إَلاَّ خَسَارًا ﴿۸۲﴾الاسراء

ژباړه :ـ ووایه : حق راغی او باطل ورک سو،حقیقتاً باطل نابود ېدونکې دی او نازلوو د قران شریف څخه هغه چي د مسلمانانو لپاره، شفاعت او رحمت ! اود ظالمانو لپاره نه زیاتوی مګر خسارې

بسم الله الرحمن الرحیم

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ـ( الحجرت/۱۳)

ژباړه : ای خلکو موږ تاسي د یوه نر او یوې ښځي څخه پیدا کړي یاست ، تاسي مو قومونه او قبیلې وګرځولاست ، تر څو تاسي یوبل سره و پیژنئ ، په حقیقت کې د الله تعالی(ج) په نزد ستاسو تر ټولو کرامت والا هغه څوک دی چي زیات پرهیزګاره وي. (پرتاسو باندي  به په نژدې کې داسي کسان حاکم سي چي د هغوۍ په لاس کې به ستاسي روزي وي )

کله چي دوی ستاسي سره ږغیږي ، درواغ وایي! او که کوم کار  کوي، په فساد لاس پوري کوي! دوی ستاسي څخه تر هغه وخته  نه خوشالېږي تر څو چي د هغوی د مفاسدو تعریف او صفت و نه کاندئ او د هغوۍ درواغ تصدیق نه کړئ!ځکه نو تاسي و هغو ته حق تر هغه وخته چي عملي یې کړي وړاندی کړئ! که هغوی پر تاسي تیری وکړي او څوک د هغو په لاس و وژل سي شهید دی ( صدق رسوالله (ج))

سرلیکونه

  لومړۍبرخه،سریزي

 دوهمه برخه، حق.دحق تعریف

 دریمه برخه ، دولت

څلورمه برخه ، د اساسي قانون لومړی څپرکی ،دولت

پنځمه برخه ، ، د اساسي قانون دوهم څپرکی، د اتباعو اساسي حقوق او وجایب

 شپږمه برخهد اساسي قانون دریم څپرکی، جمهور رئیس

اوومه برخه، د اساسي قانون څلورم  څپرکی،حکومت

 اتمه برخه ، د اساسي قانون پنځم څپرکی، ملی شوری

  نهمه برخه د اساسي قانون شپږم څپرکی، لویه جرګه

 لسمه برخه ، د ساسي قانون اووم څپرکی،قضاء

یوولسمه برخه، ، د اساسي قانون اتم څپرکی، اداره

  دوولسمه برخه،، د اساسي قانون نهم  څپرکی، اطظراري حالت

 ‎ دیارلسمه برخه ، د اساسي قانون لسم څپرکی، تعدیل

 څوارلمسه برخه داساسي قانون یوولسم څپرکی، متفرقه حکمونه

پنځلسمه برخه، ، د اساسي قانون دولسم څپرکی، انتقالي حکمونه

 

لومړۍ برخه

سریزه

لمړی باید ووایو چی دښاغلی انګار  صاحب دا کتاب چي د افغانستان  اساسي قانون  او د اساسي قانون معنی،مفهوم،تاریخچه او ډولونه و لوستونکوته ورزده کوي یقیناً ‌‌ډیر پر ځای او په حقیقت کی زموږ دټولني ضرورت یي  په ښه ډول درک کړی او زحمت یی د قدر وړ دي ، ځکه په ټولنیز ژوند کی خاصتاً زموږ په ټولنه کی داسي عیني او ذهني شرایط د ضرورت له مخي منځ ته راغلي او راځی چي ټول خلګ باید پخپلو حقوقو او مکلفیتونو باندی پوه او خبر سي ،تر څو ټولنیز ژوند په ښه ډول تنظیم او پر مخ ولاړسي.

خاصتاً ننني عصر او زمان کي چي اکثراً عرف او عادات خپل ځای وتدوین شوو قوانینو ته پریږدي تر څو دټولنیر ژوند دهر اړخ دتنظیم دپاره دضرورت له مخي حقوقي قواعد اصولاً وضعه او نافذ سي ،خو دا حقوقي قواعد داساسي قانون څخه منشا اخلي چی هیڅ کله داساسي قانون خلاف منځ ته نسي راتلای نو ځکه اساسي قانون دنورو ټولو قوانینو دمور حیثیت لري؛ اساسي قانون په حقیقت کي دټولني دافرادو ترمنځ یو (ټولنیز تړون اوقراداد) دي چی دټول ملت له خوا یا پخپله او یا ددوي دقانوني استازو تر منځ ټړل او عقد کیږي چی په دې اساسی قانون دټولنیز ژوند ډیر ستر او مهم موضوعات خاصتاً دملي حاکمیت تمثیل چي په ملت پوري اړه لري او دملت په استازیتوب دولت هغه پخپلو دروګونو قواو لکه مقننه،اجرایه او قضائیه قواو چی اکثراً د قدرت په لحاظ سره مساوي وي تمثیله وي.

 چی اکثراً په اساسي قانون کي دخلګوحقوق او وجایب، دولت (د دولت نظام شکل او ډول) د دروګونو قواوو جوړښت،صلاحیتونه، مکلفیتونه او یو دبل سره اړیکي د دولت او خلګو تر منځ اړیکي پخپلو تدوین سوو حقوقی قواعدو سره تنظیمه وي که څه هم اساسي قوانین به په زمان او مکان کی د خپل ډول شکل او محتوا په لحاظ یو دبل څخه څه فرق ولري خو بیا هم دنورو قوانینو دمور او منشه حیثیت لري او دعادي قوانینو څخه په بیل ډول او صلاحیت سره دتسوید او تصویب،دمراحلو طی کول او شکلیاتو پر ځای کول یی فرق لري او دتعدیل صلاحیت یي هم هغه مقام لري چی  د هغه له خوا څخه تصویب سوي وي.

 البته په نړي کی ځني حقوقي قواعد په تعاملي او عادتي ډول سته خاصاً قضائی رویه چی پر دغه منل سوو تعاملانو او عاداتو باندي ولاړه او نافذه وي. خو بیا هم دښه فهم او پوهاوي دپاره به دا ښه وي چی دمضمون متن او محتوا په غور سره ولولو انشاالله ډیر څه به زده کړو، په اخیر کی ولیکوال ښاغلی  ارغندابي صاحب ته تردې لا ښه کامیابي دلوی خدای عزوجل څخه  غواړو.

په درناوی

څارنوال غلام رسول

 

 سریزه

موږ ،چي ۱۳۷۸هـ ل کال کي دکابل پوهنتون دحقوقو پوهنځۍ شروع کړل له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ وو تر تولو لویه ستونزه د دري ژبي وه .موږ دپښتني سیمي زده کونکي ،خو ډیریو دکډوالو په لیسو کي زدکړي کړي وي پردري ژبي مسلط نه وو دکابل پوهنتون یوه ستونزه همدا وه ،چي په ایرانۍ فارسي او ترمینالوژي پکښي کتابونه تدریسول ځکه دا کتابونه او چپټرونه چي زموږ استادانو تدریسول ټول هغه یي ایراني وه نه پوهیدلو چي انترناسولیزم مانه څه؟ وروسته وپو هیدلو ،چي دا نټر نشلیزم دئ . موږ دپوهنتونو په نصاب کي ډیر کم څه پښتو ژبي درلودل اکثره پښتانه د دري ستونزي له امله له کدره ولویدل . دادئ زوموږ یو بل تکړه ملګري ښاغلي احمدشاه انګار ارغنداوی دپښتو ژبي له پاره په ځانګړي ډول دحقوقو او سیاسی علومو دپوهنځۍ دمحصلینو له پاره یو بی ساري ګام واخیست دغه خدمت به یی تاریخ په خپله حافظه کي وساتي انګار صاحب دقانون مواد تشریح او توضیح کړي دي ټولي قوي تعریف او دانفاکاک دلایل یی روښانه کړي دي بالاخره هر ابهام او هري پوښتني ته علمي جواب پیداکړي دي زه یې خدمت ستایم او پر خدمت ي برکت سه!

په درنښت

دواخان مینه پال

دکندهار ولایت داطلاعات اوفرهنګ رئیس

 

د لیکوال سریزه

اساسي قانون د ملي یو والي تر ټولو مهم رکن دی. اساسي قانون د ټولو هغو خلکو لپاره، چي  ملي ګټو او ملی مصالحو ته توجه لري، د یو ځاي کیدو اساسي پایه ده، اساسي قانون په هیواد کي  د مدیریتي،قومي، نژادي، مذهبي،اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزو  ستونزو او شخړو د له منځه وړلو لپاره مهم لارښود ګڼل کیږي. او کولای سي چي د هیواد اداره په سیاسي نظام کي د تعریف سوو اساساتو پر بنا په روښانه ډول پرمخ بوزي. اساسي قانون د یو هیواد سیاسي، ایډیالوژیک او حقوقي لیدلوری ټاکي، او دهغو خلکو لپاره، چي غواړي خپلي کړني د قانون په چوکاټ کي راولي او غواړي چي قانون په ټولنه کي حاکمیت ولري او پر ټولو اتباعو یو ډول عملي سي، دا   اړینه ده چي د اساسي قانون په اړه کافي معلومات ولري.

اساسي قانون د ضوابطو او قواعدو ټولګه ده چي د خلکو اړیکي په ټولنه کي په عادلانه ډول تنظیم ، فردي ازادي تضمین ،ملي او عامه ګټي خوندي کړي. همدارنګه اساسي قانون په ټولنه کي اقتصادي او سیاسي اړیکي  مشخصي او تثبیتوي. په نني عصر کي اساسي قانون د خلکو او دولت تر منځ د ټولنیز تړون بڼه لري . له یوه اړخه اساسي قانون د یوه هیواد سیاسي جوړښت،  د حکومت او نورو کلیدي ارګانونو اړیکي په روښانه ډول بیانوي، او له بل پلوه د خلکو او حکومت تر منځ وجایب او صلاحیتونه معلوموي. اساسي قانون دی، چي خلکو ته ښيي ،چی د قانون په وړاندی ټول اتباع مساوي حقوق لري او هم پر ټولو باندي قانون یو ډول تطبیقیږي.

اساسي قانون چي د نظام جوړوني لپاره ترټولو ستربنسټ بلل كيږي ، خو ښـه نظام جوړونه يوازي پرقانون جوړوني ترسره كيدای نه سي، كه ټول ولسواك او بشري ارزښتونه په بشپړه توګه په اساسي قانون كي ونغاړل سي، خو چي په عمل كي پلي نسي، همدغه ښه قانون خپل رښتينی ارزښت له لاسه وركوي او د نظام جوړوني بهير به هم ناكام پاتي كيږي، همدارنګه اساسي قانون او نور قوانین باید تلپاته  وي او د ډیر عمر لپاره وي ، داسي نه چي هر نظام راځي او ځانته نوی اساسي قانون جوړوي، چي د تاریخ په اوږدو کي  افغانستان د داسي کړنو شاهد دي، په افغانستان کي مختلف نظامونه راغلي او قوانین یي بدل کړي دي او همدا علت دی، په افغانستان کي بحران نه ختمیږي. قانون هغه وخت پلی کیږي چي تلپاته  وي او په خلکو کي د رواج بڼه غوره کړي. او هغه وخت بیا کومي قوې ته اړتیا نه وي چی قانون عملي کړي ، بلکي خلک پخپله قانون پر ځان پلی کوي. او په نظام کي استقرار  رامنځته کیږي.

په نظام جوړونه كي ترهرڅه وړاندي، بايد داسي څانګي پياوړي او غښتلي سي چي د قانون د تطبيق لپاره لاره اواره كړي او د تطبيق څرنګوالی له نږدې وڅاري. په دې برخه كي دولت او د دولت اړوندي ادارې د قانون د تطبيقولو په سركي ځای لري. هر کله چي په ټولنه  کي قانون په واقعي ډول پلی سي ، که هغه قانون هر څومره هم مستبد وي ، اصلاحات راولي او ټولنه یوې سمي لاري ته رهبري کوي. خو که عدالت په سم ډول پلی نسي او قانون پریوې ډلي پلی کیږي او پر بلي نه ، نو ټولنه د بحران خواته ځي او نظام له ناکامۍ سره مخ کیږي.

اساسي قانون دی، چي خلکو ته ورښيي چي ملي حاکمیت د دوی په لاس کي دی، او د دوی یوه رایه کولای سي چي په نظام کي بدلون راولي، او خلک دي چي دولت جوړوي او دولت و خلکو ته مسؤل دی ،  دا حقوق خلکو ته اساسي قانون ورکړي دي او له همدې لاري خلک کولای سي خپل واک او تصویر په حاکم دولت کی و ګوري. هر کله چي خلک  په دغو موضوعاتوکې پوهه تر لاسه کړي. نو ټولنه پرمختګ کوي او کولای سي چي په نړي کی له نورو ملتونو سره سیالي وکړي.

په درنښت

سید احمد شاه  انګار(ارغنداوی)

بسم الله الرحمن الرحیم

دوهمه برخه

حق : د خدای (ج) د نومونو څخه یو نوم دی .

د حق تعریف

په عامه معنی ،پرځای، صحیح کلام،  صحیح فکر او د واقعیت سره د مطابقت اصل ته حق وایي ، د باطل کلمه د حق د لفظ مقابله ده ، ریښتیا د حق یو جز دی، چي درواغ یی مقابله کلیمه ده.

د حق جمع حقوق دي ،په عربي لغت پوهنه کې وړ او ثابت شي ته هم حق وايي، که یو فرد یا ولس د بل فرد یا ولس څخه په وړ او ثابت ډول ګټه اخلي لومړی فرد او ملت هم چي باید و دوهم طرف ته ګټه ورکړي، و دې عملیې ته د حقوق پوهانو د مصطلحاتو له رویه ، حق ویل کېږي.

څرنګه چي انسان قایم بذات نه دی، او نورو ته اړ دی . دغه اړتیاوي او اړیکي حقوق جوړ وي . فرد او ټولنه د خپلو کارو د اجراء او د هغو د تحصیل په نتیجه کې د حق او حقوقو څښتنان ګرځي. حقوق او قانون پخپل منځ کې فرق لري

حق: عبارت  له هغه سلطې، امتیاز او اقتدار څخه دی چي یو شخص یی د نورو اشخاصو او اشیاوو په وړاندی لري او د قانون له خوا يې حمایت کېږي.

 د قانون کلیمه د یوی یونانی کلیمې canon  څخه اخستل سوې ده ،چي معنی یې نی دی، چي بند بند دی . نو قانون هم بند بند دی. خو یونانیانو قانون د خطکش په مفهوم ،چي میزان او قاعده ده، هم استعمال کړی دی.

قانون : یو کلي امر دی چي د جزياتو لرونکی وي او قانون په ټوله کې دوه ډوله دی :وضعي او سماوي قانون .

الف : وضعي قانون

هغه  دی چي د انسانانو په منځ کې د چارواکو ، سياست پوهانو ، پوهانو کورني مشرانو ، قومي مشرانو له خوا وضعه کېږي ،خو په ټوله کې په هیوادونو او ملتونو کې د نظامونو د جوړښت لپاره وضعه کېږي .

 

لکه شاهي دولتونه ، مشروطه شاهي دولتونه ، جمهوري دولتونه ، دیموکراتيک دولتونه او نور. دا چي انسان په طبیعي شکل له ځان غوښتنې څخه سرچينه اخلي نو ضرور به د قانون جوړونکو غوښتنې په کې ځای پر ځای کېږي خو د هغوی د نېکمرغۍ سره سره به د نورو نیکمرغي هم په کې نغښتې وي.

ب : سماوی قانون

دا قانون چي د کائيناتو د خالق ، مالک ، رازق ، رب له لوري د انساني ښېګڼو او لارښووني له پاره پر پيغمبرانو نازليږي، هغه کلي احکامات دي چي د دغه قانون منونکې ټولنې پر امیر ، فقیر ، زورور او کمزوري یو شان تطبيقيږي ،که هغه دولت ، امامت وي که جمهوریت یا شاهي نظام ، دا چي لوی خدای (ج) د ټولو کائيناتو له حالاتو له پیله تر پایه  خبر  دی او لوی واکمن دی، نو سماوي قانون یوازی د بشر د ښه ژوند او د ژوند د پېژندلو مطلب ،ځان پېژندنه د مخلوق پېژندنه ده.

قانون هم مختلف تعریفونه لري

قانون :عبارت له هغو صریحو او معقولو قواعدو څخه دی چي د حاکمه پلاويله خوا، د ټولنی د نظم د ساتني او دوګړو د حقوقو د تامین لپاره وضع کېږي او تطبیق یی په جبر سره دی.

رابه سو اساسي قوانو ته ،اساسي قانون د یوهیواد ،سياسي او حقوقي نظام معرفی کوي، او د یو هیواد د حقوقي او سياسي نظام اصلی محور دی، په دې معنی چي عادي قوانین باید د اساسي قانون دروحیې او دستورونو  پر اساس تدوین سي. نو د اساسي قانون و حقوقي او سياسي اهمیت ته په کتو سره باید د اساسي قانون مختلف انواع مطالعه کړو. اساسي قوانین د شکل ، متن او ماهیت له پلوه پر مختلفو ډولو ویشل سوي دي، چي هر یو یی لاندی معرفي کوو ، خو تر هرڅه مخکي اساسي قانون تعریفوو.

د اساسي قانون تعریف: اساسي قانون د هغوقواعدو او اصولو مجموعه ده چي ددولت د جوړښت،دسياسي رژیم  څرنګوالي،د دولت  متشکله قواوي،  یو تربله دقواوو اړیکې ، د قواوو حدودو او صلاحیتونو ، حقوق، مکلفیتونو، د خلکو حقوق، مکلفیتونه او ازادۍ څخه بحث کوي.

د اساسي قانون ډولونه

مدون یا لیکلی اساسي قانون

 هر کله چي موږ د یو اساسي قانون نوم اورو، نو ذهن ته مو یو لیکلی اساسي قانون راځي، چي د یوهیواد له سياسي او حقوقي نظام څخه بحث کوي. اکثره هیوادونه همدا ډول لیکلی او مدون اساسي قانون لري. لیکلی اساسي قانون تاریخي بڼه هم لري، لکه د مدینی منوری عهدنامه یا د مدینی منوری اساسي  قانون چي د سرور کاینات حضرت محمد (ص) تر هجرت وروسته  جوړ سو، کله چي محمد (ص) د خلکو سياسي مشرتوب پر غاړه واخیست په ۳۷ مادو کې تدوین سو.

 همدا ډول د سانمارینو اساسي قانون په ۱۶۰۰ م کال کې تسوید سو ، د کاناډا اساسي قانون په ۱۷۷۴م کال کې تسوید سو ، د امریکا اساسي قانون په ۱۷۸۷م کال کې تسوید سو. یا نوي قوانین لکه د سوډان، مالیزیا، مالدیف چي په ۱۹۹۸م کال کې تسوید سول او د افغانستان اساسي قانون په ۲۰۰۳م کال کې تصویب سو.

تعاملي اساسي قوانین

ځیني هیوادونه د یو لیکلي یا مدوني ملي وثیقي او اساسي قانون لرونکي نه وي لکه اسرایل، انګلیستان، واتیکان، نیوزلینډ . دا هیوادونه مختلف تحریري مقررارت او دساتیر لري چي هغه ته د اساسي قانون په سترګه کتل کېږي او د خلکو لپاره د رعایت وړ وي. د مثال په ډول د بوتان باچا د لامحدود صلاحیت لرونکی دی او لیکلی اساسي قانون نسته چي دده قدرت محدود کړي خو د ټولټاکنو په اړه یوه شوری سته ،چي د دغو کارونو د پرمخ بیولو لپاره تحریري دساتیر لري‎ او هغه د اساسي قانون ارزښت لري.

په لنډ ډول باید ووایو چي تعاملي قوانین څنګه چي له نامه يې معلومیږي،نالیکلي دي، پرته له دې چي په مجموعې ډول سره راټول او ولیکل سي،د ځینو قواعدو، دساتیرو، قضایی رویې، ددولت فرامین او بلاخره په ټولنه کې د عرف او عاداتو یوه  ټولګه وي چي اساسي قانون ورته ویل کېږی ‎.

تغیر منونکي او تغیر نه منونکي اساسي قوانین، دلته هم قوانین دوه ډوله دي

تغیر منونکی یا نرم اساسي قانون(Soft)

 هغه اساسي قانون چي تغیرات په اسانۍ سره پکښی راځي او د تعدیل لپاره يې، یو خاص طرزالعمل ته اړتیا نه وي او لکه عادي قوانین ژر تعدلیږي.  لکه انکلیستان چي اساسي قانون یې تعاملي دی، د اساسي قانون تعدیل هم  لکه نور قوانین، د تعدیل موضوع یی درې واره په پارلمان کي مطرح کېږي او د دواړو مجلسينو له خوا تصویبیږي او د توشیح لپاره باچا ته استول کيږي او دهغه تر لاسلیک وروسته قانون ځني جوړیږي.

تغیر نه منونکی یا سخت اساسي قانون( Rigid)

په هغو هیوادونو کي چي اساسي قانون تر نورو قوانینو لوړ او بهتر شمېرل کېږي، هلته د اساسي قانون تعدیل خاص طرزالعمل ته اړتیا لري ، لکه څنګه چي اساسي قانون ته د هیواد عالي وثیقه ویل کېږي ،همداسي یی تعدیل هم په خاصو تشریفاتو او خاص طرزالعمل سره کېږي. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت  هم تغیر نه منونکی یا سخت اساسي قانون لري،چي تعدیل ته يې خاص طرزالعمل پکار دی. په دې اساسي قانون کې تعديل د ولسمشر یا د ملي شوری د اکثریت غړو په وړاندیز سره کېږي. چي په مفصل ډول په ۱۵۰ـــ مه ماده کې بیانیږي.

د اساسي قانون تسوید ، تدوین او تصویب

د اساسي قانون د تدوین لپاره د تسوید څخه تر تصویب پوری د مختلفو لارو وړاندوینه سوې ده، دا تګلاري په اوضاع، سياسي پرمختګونو او ټولنیزو حالاتو پوری اړه لري، تګلاره چي د اساسي قانون لپاره جوړه سوې ده ،په حقیقت کي د یوې تاریخي لړۍ محصول دی. ټولنیز بدلونونه ددې باعث سوي دي چي اساسي قانون د خلکو د آرزوګانو او غوښتنو د پوره کولو لپاره یو عالی سند و اوسي. خو دا په اسانۍ سره نه تر سره کېږي، تر څو چي خلک د اساسي قانون په تدوین او تسوید کي اشتراک ونه کړي. د اساسي قانون په تدوین او تسوید کې د خلکو مستقمه او غیر مستقیمه  ونډه هغه مسایل دي چي نن ورته ډیره جدي پاملرنه کېږي. په اساسي حقوقو کې دتدوین ،تسوید او تصویب لپاره مختلفي تګلارې سته خو اصلی دوې تګلارې دي: یوه دیموکراتیکه او بله غیر دیموکراتیکه.

غیر دیموکراتیکه تګلاره

غیر دیموکراتیکه تګلاره هغه ده چي د خلکو د غوښتني او ارادې څخه  پرته،اساسي قانون د دیکتاتور یا واکمن له خواوضع، تصویب او خلکو ته وړاندي کېږي. په دې ځای کي حاکم د خلکو د حاکمیت ځایناست وي او اساسي قانون و خلکو ته  د سوغات په شکل د واکمن له خوا وړاندي کېږي. په داسي تګلاره کي د خلکو ونډه د اساسي قانون په اعطا، تعدیل او الغا کې هیڅ نه وي.  د  مصر ۱۹۳۲م کال  او د حبشه ۱۹۳۱ کال اساسي قوانین یی مثالونه دي.

یوه بله تګلاره هم سته چي په هغه کي د خلکو او واکمن له خوا پر یو قانون باندي موافقه کېږي چي دا لږ نسبی او متعادله تګلاره ده، پدې تګلاره کې داسي کېږي چي اول  قانون  د موسسانو د مجلس له خوا ترتیبیږي او واکمن ته د توشیح لپاره استول کېږي. د فرانسې۱۸۳۰ م کال او د عراق ۱۹۲۵ م کال  اساسي قوانین یی مثالونه دي.

دیموکراتیکه تګلاره درې ډوله ده

۱.د اساسي قانون وضع او تصویب د مؤسسانو د مجلس له خوا

 په دغه تګلاره کي د خلکو له خوا د مؤسسانو یو مجلس په مستقیم ډول انتخابیږي،چي وظیفه يي صرف د اساسي قانون وضع او تصویب وی. د دې مجلس تصویب نهایی او د تنفیذ وړ دی او دا مجلس د اساسي قانون د انفاذ وروسته بیرته منحلیږي.

۲. د اساسي قانون وضع او تصویب د ټول پوښتنی  یا ریفرانډم له خوا

په دې سيسټم کي اساسي قانون د یوه مسلکې او تخصصي کمیسيون له خوا ترتیبیږي او د ریفرانډم له لاري ټولپوښتني ته وړاندي کېږي، کله چي دخلکو له خواتائید سو،اساسي قانون نافذ دی او کوم بل مقام ته د تصویب  اړتیا نه وي.

۳. د اساسي قانون وضع او تصویب دګډي یا تلفیقي تګلاري  له خوا

په حیقیت کې دا تګلاره ددوو پورته ذکر سوو تګلارو له یو ځای کېدو څخه جوړه سوې ده، یعنی خلک اول مسلکې اوپوه شخصیتونه  انتخابوي چي داساسي قانون مسوده تیاره کړي .  او  بیا دغه مسوده د ټولپوښتني لپاره خلکو ته استول کېږي. د فرانسې د ۱۹۴۶م کال اساسي قانون یې بیلګه ده . په دې تګلاره کې د خلکو ونډه  د اساسي قانون په تصویب او تسوید کې داخله ده . په اول کې د اساسي قانون د تسوید لپاره د خلکو په انتخاباتو یو کمیسون جوړیږي، چي په سياسي لحاظ دیموکراتیک دی، ځکه د خلکو اراده تمثیلوي، خو په حقوقي لحاظ ددې بنسټ صلاحیت د اساسي قانون د تدوین او تصویب لپاره کافی نه دی.

د اساسي قانون تاریخچه

کله چي په ۱۴مه پیړۍ کي په انګلستان کې صنعتي انقلاب  رامنځته سو. له هماغه مهاله ټول هیوادونه د اساسي قانون لرونکي دي.

د اساسي قانون تاریخچه په افغانستان کي

۱- افغانستان په ۱۹۲۳ میلادي یا ۱۳۰۱ هجري لمریز کال کي د اعلیحضرت امان الله شاه غازي په واکمنۍ کې د اساسي قانون څښتن سو، دغه قانون د(نظام نامه دولتی عالیه افغانستان) په نامه وه چي یو ډیرښه او دیموکراتیک اساسي قانون وو. دې قانون ته یي ځکه اساسي قانون نه وایه چي ملایانو ورسره مخالفت کاوه. د اعلیحضرت امان الله شاه غازي په زمانه کي ددولت شوری وه، پارلمان نه وو،خو درې ګونې قواوي موجودي وي. پرته له دې نظامنامې، ۷۷ نوري نظامنامې هم موجودي وې.

۲- دوهم قانون د نادر شاه په واکمنې کي په کال (۱۳۰۹) هجري لمریز کي  د (اصولنامه اساسيه دولت عالیه افغانستان) په نامه وو. پارلمان په ۱۳۰۹ هجري لمریز کي تاسيس سو خو یوازي د ملي شوری په نامه وو، او یو کال وروسته  ۱۳۱۰ هجري لمریزکې د عیان مجلس،چي اوس د مشرانو جرګه ورته وایو،تاسيس سو.

۳- په  ۱۳۴۳ هجري لمریز کې دیموکراتیک ترین اساسي قانون، د ظاهر شاه په واکمنۍ کي جوړ سو، د سردار داؤد خان تر کودتا پوري،چي سپینه کودتا ورته وایي،نافذ وو.

۴- په  ۱۳۵۵هـجري لمریز کي سردار داؤد خان اساسي قانون جوړ کړ، په دې اساسي قانون کي یو سياسي ګوند هم نه وو، او پارلمان هم یو مجلسه سو او یو فصل د شاهي په نامه د اساسي قانون څخه ملغا سو.

۵- په  ۱۳۵۷هـجري لمریز کي دنور محمد ترکي په فرمان د سردار داؤد خان قانون لغـــوه او یو فـــــــــــــــــــرمان یي د( خطوط اساسي) په نامه صادر کړ او په  ۱۳۵۹ هجري لمریز کي یي یو قانون  (اصول اساسي دولت جمهوري دیموکراتیک) علان کړ.

۶- په ۱۳۶۷هـ ل کال کي د ډاکتر نجيب الله په نظام کي یو بل قانون (قانون اساسي جمهوري  اسلامي افغانستان) جوړ سو

۷- په  ۱۳۶۹ هـ ل کي چي مجاهدین راغلل د ډاکتر نجیب الله د نظام اساسي قانون تعدیل سو او په ۱۳۷۱ هـ ل کي د ډاکتر نجيب الله قانون لغوه اعلان سو.او په  ۱۳۷۵ هـ ل کي د طالبانو په وخت کي هیڅ وضعي قانون نه وو.

۸- په  ۱۳۸۰ هـ ل کي د بون د کانفرانس پر اساس د دولت تر جوړېدو پوري د ۱۳۴۳ هـ ل کال د محمد ظاهر شاه اساسي قانون نافذ اعلام سو.او بلاخره  دافغانستان نوی اساسي قانون په ۱۳۸۲ هـ ل کال کي نافذ سو، چي ۱۶۲ مادې ، ۱۲ فصله او یوه مقدمه لري، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا توشیح سو.

په دې ۹۰ کلوکي، ۱۰ اساسي قوانین جوړ سوي دي، قانون باید پایدار وي ، چي ثبات ولري  او خلک  ورسره اشنایي پیدا کړي او په اخر کي قانون په یو کلتور بدل سي. په امریکا کې اساسي قانون ۲۷ واره تعدیل سوی دی خو نوی بل اساسي قانون نه دی جوړ سوي. یوعمل او قانون هغه وخت په کلتور بدلیږی چي په وار وار تکرار سي، ولي بد بختانه، په افغانستان کي ،هر نظام چي راځي، یو نوی اساسي قانون جوړ وي، چي دغه بد بختي سياسي بحران او بي ثباتي رامنځته کوي.

د اساسي قانون عمومي ماهیت

څرنګه چي اساسي قوانین، که  هر څومره په تفصیل تیرتیب سوي وي، ټول حقوقي او  اداري مسایل او ستونزي به برکي نیولای نه سي، ځکه نو په ډیرو ځایونو کي د اساسي قانون محکمه منځته راوړل سوې ده . چي زموږ په هیواد کي پر اساسي قانون د څار کمیسیون دي . څو  وکولای سي په ټاکلو حالاتو کي د لوړ ترین قانون(یعني اساسي قانون) تفسیر وکړي. د اساسي قانون د قضايي تفسیر مفهوم په نړیواله سطحه کي یو نوي شي دئ، چي لومړي د امریکا په متحده ایالاتو کي منځته راغی او په دې وروستیو  لسیزو کي نورو ځایونو ته هم په پراخ سوی دئ.

اساسي قانون باید د ټاکلو پېښو پر وخت تفسیر سي . څوک دا صلاحیت لري چي د اساسي قانون د عباراتو او جمله بندیو د تفسیر په هکله تصمیم ونیسي. په لومړي سر کي د امریکې متحده ایالاتو ، او اوس تر دېرشو زیاتو هیوادونو د ا مسؤلیت د عالیتریني ملي محکمې پر غاړه  وراچولي دئ. چي دا محکمه د قضايي بیا کتني (تجدید نظر) قدرت لري او کولای سي، د حکومت هغه اعمال چي دا محکمه یي د اساسي قانون خلاف و بولي ، لغوه او باطل اعلام کړي. خو په ځینو هیوادونو  کي دا قدرت مقننه قوې ته ورسپارلي دئ.

بسم الله الرحمن الرحیم

الحدالله رب العالمين والصلوة والسلام علي سيد الانبیاء والمرسلین محمد ص وعلی اله واصحابه اجمعین.

سریزه موږ د افغانستان خلکو:

  • دلوی خدای ج پر سپیڅلي ذات په ټینګ ایمان د حق تعالي په مشیت پر توکل او د اسلام په سپیڅلي دین پر اعتقاد؛
  • د تېرو بی عدالتیو او ناخوالو په درک او زموږ پر هیواد راغلیو بې شمېره مصیبتونو په پاملرنه ؛
  • د افغانستان د ټولو خلکو د سرښندنو ، تاریخي مبارزو، جهاد او پر حق مقاومت د ستایلو او دوطن د آزادۍ د لاري د شهیدانو لوړ مقام ته په ارزښت ورکولو؛
  • په دې درک سره چي واحد او یو موټی افغانستان ددې خاوري په ټولو قومونو او خلکو اړه لري؛
  • د ملګرو ملتو د منشور په رعایت او د بشر د حقوقو نړیوالي اعلامیې ته په درناوي؛
  • د ملي وحدت د ټینګښت او د هیواد د استقلال، ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا د ساتني په منظور؛
  • د خلکو پر اراده او دموګراسۍ ولاړ نظام د تاسيس لپاره؛
  • له ظلمو استبداد، تبعیض او تاوتریخوالي پاکې، پرقانونیت، اجتماعي عدالت، د انساني حقوقو او کرامت پر خوندي تابه ولاړي مدني ټولني د جوړولو او د خلکو د اساسي حقوقو او آزادیو د تآمین په منظور؛
  • د هیواد د سياسي، اجتماعي، اقتصادي، او دفاعي بنسټونو د پیاوړي کولو لپاره؛
  • ددې خاوري ټولو اوسيدونکېو ته د یو هوسا ژوندانه او د ژوند د سالم چاپیریال د تامین په منظور؛
  • او بلاخره په نړیواله کورنۍ کي د افغانستان لپاره د وړځاي تثبیت په منظور؛

د هیواد د تاریخي، فرهنګي او ټولنیزو واقعیتونو او دزمان له غوښتنو سره سم مو دغه اساسي قانون د خپلو استازیو له لاري د یو زرو درې سوه دو اتیایم لمریز هجري کال د مرغومي د میاشتي په څوارلسمه نېټه د کابل په ښار کي تصویب کړ.