فراه کې د غنمو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي
په فراه ولایت کې د غنمو حاصلات ۳۰ په سلو کې زیات شوي دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د وزارت ویاند اکبر رستمي وائي، تېر کال د وچکالۍ له امله پهدغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۲۵ فیصده وو.
ښاغلی رستمي زیاتوي:
“سږ کال په فراه ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو د وېشلو تر څنګ، ۶۰۰ مټریک ټنه کیمیاوي سره هم پر ۶۰۰۰ بزګرو وېشل شوې او دا د غنمو د حاصلاتو د ډېروالي اساسي لامل دی.”
فراه هغه ولایت دی چې د غنمو د کښت لپاره کافي ځمکه لري او په ټوله کې یې په یو لکو ۲۰ زره هکتاره ځمکه غنم کرل کېږي.