خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

فراه کې د غنمو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي

په فراه ولایت کې د غنمو حاصلات ۳۰ په سلو کې زیات شوي دي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د وزارت ویاند اکبر رستمي وائي، تېر کال د وچکالۍ له امله په‌دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۲۵ فیصده وو.

ښاغلی رستمي زیاتوي:

“سږ کال په فراه ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو د وېشلو تر څنګ، ۶۰۰ مټریک ټنه کیمیاوي سره هم پر ۶۰۰۰ بزګرو وېشل شوې او دا د غنمو د حاصلاتو د ډېروالي اساسي لامل دی.”

فراه هغه ولایت دی چې د غنمو د کښت لپاره کافي ځمکه لري او په ټوله کې یې په یو لکو ۲۰ زره هکتاره ځمکه غنم کرل کېږي.