باوقاره سوله: ویتنام او افغانستان
واحد فقیری
ښاغلی تورسټن کلارک د امریکا په مشهوره سیاسي مجله (ټایم) کي د مې پر ۲۴ لیکي: جمهورریس نیکسن له امریکایانو سره وعده وکړه چي د پاریس د سولي موافقه به هم د ویتنام جنګ ختم کړي، او هم به زموږ لپاره «سوله او عزت» راوړي. خو نه سوله راغله، او نه هم عزت وساتل سو. داسي ښکاري چي د افغان کشاله د ویتنام په برخلیک اخته کېږي.
د پاریس موافقې له امریکا څخه غوښتي ول چي په شپېټو ورځو کي له جنوبي ویتنام څخه خپل عسکر وباسي، خو شمالي ویتنام ته يې اجازه ورکړې وه چي یو لک عسکر د جنوبي ویتنام په خاوره کي وساتي. د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د جنوري موافقه له متحده ایالاتو څخه غواړي چي خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي، خو طالبانو ته اجازه ورکوي چي د افغانستان په ۵۰ ٪ خاوره کي خپل جنګیالي وساتي. د ویتنام څخه د وتلو په بدل کي، کمونسټ ویتنام ۵۹۱ امریکايي جنګي اسیر عسکر آزاد کړل. له افغانستانه د وتلو په بدل کي، طالبان وعده کوي چي بیا به د افغانستان خاوره د امریکا او یارانو پر ضد يې و نه کارول سي.
د امریکايي عسکرو تر وتلو راوروسته، جنوبي ویتنام دوه کاله دوام وکړ، خو په افغانستان کي تر سولي راوروسته به طالبان په هر راز حکومت کي چربه ونډه ولري. البته ټانکونه به په زوره د ارګ دروازې ور ماتي نه کړي، ځکه طالبان به خپله په ارګ کي ناست وي. شکرونه به باسي، او نعتونه به زمزمه کوي. د ویتنام په شان به د کابل سقوط هم په سلهاوو زره نوي مهاجرین ایجاد کړي. د مهاجرو پدې څپه کي به داسي افغانان شامل وي چي یا به يې د امریکایانو سره کار کړي وي، یا به د حکومت نظاميان وي، او یا به نه غواړي چي د طالبانو تر رژیم لاندي ژوند وکړي.
که څه هم د ویتنام جنګ یوه با عزته خاتمه نه لرله، خو د امریکا پوځ یو لک او دېرش زره ویتنام راوایستل. بالاخره جمهورریس فورډ همدې ۱۳۰۰۰۰ ویتنامیانو ته ویزې ورکړې، او امریکا ته يې راوستل. په داسي حال کي چي هله د امریکا اقتصاد ښه نه وو، او د بېکارانو فیصدي ۹.۷ ٪ فیصده وه. هله د امریکایانو د عامه افکارو سروې ښودله چي ۵۴٪ فیصده امریکایان د ویتنام د مهاجرینو مخالف ول. د ویتنامي مهاجرنیو سره د امریکایانو بد چلن جمهورریس فورډ سخت خفه کړی وو.
دا ناممکنه ده چي امریکا به یو لک او دېرش زره افغانان په یوه میاشت کي له افغانستانه راوباسي، او هغوی به په امریکا کي قبول کړي. ځکه د سپټمبر ترورسټي حملو امریکایان د مهاجرو په اړه سنګدله او نامهربانه کړي دي. بلخوا، له ۱۹۶۵ راپدې خوا امریکا ته د اسیايي او نورو ملکونو د دوامداره مهاجرت د متحده ایالاتو د ډیموګرافیک رنګ او څېره ور بدله کړې ده. او دې بدلون اکثره سپین پوستي امریکایان اندېښمن کړي دي.
اوس نو، څوک به زموږ عزت او وقار په افغانستان کي راوساتي؟ ایا موږ باید له ارګه د بګرام تر اډې پوري تر مځکي لاندي د ریل خط وباسو؟ او بالاخره د دې بې عزتۍ لپاره به څه دلیل وتراشو چي خپل افغان یارانو مو د طالبانو په منګلو کي یوازي او ناامیده پرېښودل؟ د دې سوالونو جواب به ښايي تر هغه ډېر ژر ووینو چي موږ يې تمه لرو.