افغانستان داساسي قانون څېړنه اوتشریح: دویمه برخه
: دویمه برخه افغانستان داساسي قانون څېړنه اوتشریح
AfghanistanConstitution Law Explaination and Analysis
مؤلف
سیداحمدشاه انګار (ارغنداوی)
درېیمه برخه
دولت
ددولت کليمه لفظاً دَوَلَ ،دُوِلَ له کليماتو څخه اخستل سوې اوهغه څه ته وايي چي همېشه په تداول کې وي . کله ديوچا اوکله هم د بل چا په لاس کې وي . همدارنګه داکليمه دمال ،غلبې اوقدرت لپاره هم استعماليږي،ولې په عمومي توګه د دولت اطلاق پر هيوادونو باندي کېږي لکه د افغانستان دولت ،دانګلستان دولت ،د ترکیی دولت او داسې نور…
په پخواني يونان کې ددولت لپاره د (police ) کليمه چي د ښــار معنى يې ورکـــــــوله استعمالېده،البته د يونانيانو لپاره ددې کلمې استعمال بالکل مناسب او پر ځاى ؤ ،ځکه د هغوى دولتونه په حقيقت کې ښاري دولتونه ول.
همدارنګه دولت چي په انګليسي ژبه کې ورته ( state ) وايي، د انساني ټولنو د نظم ونسق لپاره يو مهمه اړتیا ګڼل کېږي ،ولي علماء تر ډېر وخته په دې ونه توانیدل چي يو متحد تعريف ورته وټاکي .دلته د دولت په هکله د ځینو علماؤ نظريات یاد وو :
هالنډHolland)) انګليسي ليکوال : وايي چي دولت د زياتو افرادو د تجمع نوم دى چي په يوه ځانګړې سیمه کې اوسيږي .
ګارنر وايي : دولت د خلکو د يوې ټولنې نوم دى، چي د هغوى تعداد نسبتًا زيات وي او په يو خاص قلمرو کې په ازاد ډول ژوند کوي او د هر ډول بهرني کنترول څخه ازاد وي او د هغوى يو منظم حکومت وي او هم يې اوسيدونکي خاص اطاعت کوي .
د بلنچلي په عقيده :دولت په سياسي لحاظ د خلکو تر مينځ هغه منظم ملي وحدت دى چي په يوه خاصه سيمه کې اوسيږي .
د ولسن په نظر : دولت پر يوه خاصه سيمه باندې د قانون پر اساس د خلکو مــنظمول دي.
شــــاه ولى الله (رح) د دولت د تعريف په هکله وايي چي: له دولت نـــه مطلب يوازي کلي،ښارونه او کلا ګاني نه دي، بلکه د ا د انسانانو منظمه ډله ده چي د ژوند داړتیاوو د پوره کولو په خاطر يو له بل سره مرسته کوي.
د ارســطو په نــظر : دولت د مختلفو کورنيو او کليو دداسې منظمې ډلې نوم دى ،چي هدف يي ديوخوشحال اوازاد ژونددرامنځتـــه کېدو په خاطر دسهولتونو برابر ول دي .
همدارنګه کولای سو دولت داسي تعريف کړو چي : دولت هغه ارګان دى چي دهغې ټولني دټولو اشخاصو نه قوي وي ، يا دولت داسې ارګان دى چي د څلورو متشکله عناصرو (حکومت،معینه جغرافیايي ساحه، حاکمیت او نفوس ) لرونکي وي ، يا په بل عباررت دولت د انسانانو هغه ټولنې ته وايې چي په يوه معينه جغرافيايې ساحه کې په ثابت او دوامداره ډول هستوګنه ولري او دوى هلته په همدې ساحه کې دځان لپاره معين او مشخص حکومت ولري او دا حکومت بيا په خپلو داخلي او خارجي چارو کي خپلواکي ولري.
د دولت کلیمه په اصل کي په سياسي مفهوم سره استعمال سوې ده او هغي حاکمي سياسي او ځواکمني دستګاه ته ویل کېږي چي د عامه قدرت د ممثل په حیث د یو خاص او عالی قدرت څخه برخمن وي.په انګلیسي ژبه کي دولت ته state یا ایالت ویل کېږي چي د څلورو برخو څخه جوړ وي لکه نفوس، دولت، ټاکلې جغرافیه او حاکمیت. خو په پښتو او دري ژبو کې دولت ډیر وخت د حکومت لپاره،چي د درو ګونو قواو مجموعه ده، هم استعمالیږي چي دا سمه نه ده . خو په انګلیسي کي بیا حکومت له اجرائیه ، مقننه او قضائیه قواوو څخه جوړ دی ، چي د درې ګونو قواوو مجموعي ته حکومت ویل کیږي.
ددولتونو د پيدايښت څخه مطلب دا دى چي دولتونه کله رامينځته سوي ، او بل داچي دولتونه په کوم شکل ايجاد سوي . دلته د دولتونو پیدایښت له تیوریکي او علمي اړخه څیړو.
لومړى مبحث-: ددولتونو پيدايښت په تيوريکي لحاظ
دا چي دولتونه کله رامينځته سوې او د هغو سرچينه له کومه ځايه څخه شروع سوې ، په دې هکله ځينې علماؤلکه د ابو علي سيناى بلخي په نــــظر دولتونه ديني منشاء لري او د هغو سرچينه لــــــــه آدم (ع) له خلافت راهیسي ادامه لري ، ولې بعضې نورو علماؤ بيا ددولتونو د پيدايښت په هکله خپل نظــــريات په بل شکل وړاندې کړي ، لنډه داچي ددولتونو د پيدايښت په هکــله علماؤ مختلف نظريات ورکړي چي د هغو له جملې څخه يو څو مهمې نظريې لنډي بیانوو:
ددې نظريې پر اساس دولت طبيعي منشاء لري يعنې دا چي انسان فطرتاً ټولنيز مخلوق دى او بې له ټولنې څخه ژوند نسي کولای، نوپردې اساس په فطري ډول ټولني اوپه همدې توګه دولتونه تشکيل سوي دي ، چي دا نظريه دپخوا ني يونان دفلاسفه وؤ دذهن اختراع ده چي مهم یی ارسطو دی .ارسطووايې : انسان فطرتاً يو اجتماعي مخلوق دى او نوموړى مجبور دى چي په ټولنه کې ژوند وکړي او دکوچنيوټولنولکه کورنۍ څخه نيولې تر لويو ټــولنو مثلاً دولت پورې جوړې کړي ، چي يو دبل سره مرسته وکړي ا و په اسانۍ سره خپلي ستونیزي حل کړي.
تاريخ راته وايي چي کله په انسانانو کې ددولت جوړيدومفکوره رامينځته سوې ده ، بيا هم سياسي مفکرينو د خيالونو او اټکلونو په مرسته مختلف نظريات ورکړې دي .مثلاً ځينې علماء وايي،چي له ډیر پیړیوڅخه مخکې هم انسانانو له دولت سره اشنايي لرله ،ځکه ددې زمانې د خلکو له ټولنیز ژوند،رسم و رواج او داسې نورو… څخه علماء دا اټکل کوي چي له دغه دور څخه مخکې هم انسانانو منظم ژوند کړى . همدارنگه د بــابل د تـــمدن څخه پــه ا ټکل سره هم علماؤدانظر وړاندې کړى چي څو پیړۍ مخکې هم انسانان د منظم ژوند کولو په خاطر د دولت په جوړېدو موفق سوې ول، بناً ويلای سو چي د دغو علماؤو د خيالونو او اټکلونو په رڼا کې ددولتونو د پيدايښت په هکله مختلف نظريات ورکړه سوي دي،مثلاً ددولت پيدايښت د ډیرو پیړیو ياد بابل د تمدن څخه مخکې او داسې نور.
ددولت د پيدايښت په هکله ديني نظريه هم سته ،او ددې نظريې د طرفدارا نو له جملې څخه يو هم مشهور عالم ابو علي سيناى بلخي دى،د نوموړي په نظر ددولت پيدايښت ديني منشاء اومبداء لري.نوموړى وايي، انسان يو اجتماعي مخلوق دى ا و پرته له اجتماع څخه ژوند نسي کولای ، دا ځکه دوى يو د بل همکاريو ته اړتیا لري .نوموړى عالــم زياتوي ،چـې د انسان وجود او بقا په اجتمــاعي ژوند پورې تړلې ده او اجتماعي ژوند ددوى تر مينځ پرته له اړیکو ممکن نه دى، اود دې روابــطواومعــاملاتود ښه تنظيم لپاره بايد قانون او عدالت موجود وي ،ا و د قـــانون ا و عدا لت تطبيق کوونکي با يد انسانان وي .په حقيقت کې د انسانانو د ژوند د ښه تامين لپاره دداسې اشخاصو اړتیا ده ، نوالله (ج) داسې اشخاص مبعوث کړي چي هغه ا نـــــبياء او پيغمبران (ع) دي چي د الله (ج) داوامرو پر اساس خلک دبریالیتوب لور ته رهنمايي کړي. د ابو علي سيناى بلخي په نظر، د دولت ظهور او پيدايښت له همدې ځايه سرچينه اخيستې ،لکه الله (ج) په قـــرانکريم کښې داسې فرمــايلې : (وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً) سورة بقره ۳۰ ایات.
(او يادکړه هغه وخت کله چي ستا رب ملا ئکو ته وويل زه په ځمـکه کې خلـــــــيفه ټاکـــونکى يم ) نو ددې مبــارک آيت له مــــفهـــوم او معنى څخه داجوتيږي چي د انسانانو د پـاره په ځمــکه کـــې د يــو منظــم ژو نداو سياسي نظام فـــيصله د الله (ج) له طرفه سويده . ځکه چي انسان الله (ج) د يو لوى هدف لپاره پيداکړى ، او د یو منظم سياسي او ټولنيز نظام له لاری دغه هدف تر لاسه کېږی.
ددې نظر يې دطرفدارانو دا خيال دى چي ددولت پيدايښت داسې وسو چي زورورو پر کمزورو خلکو باندې غلبه حاصله کړه، او هغوى يې تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستل اودې حالت نور هم انکشاف وکړ اوددغو زورورو خلکو مشر به پر دغه مقبوضه ځمکو هم مشري کوله ، ددغې نظريې طرفداران دخپلې نظر يې دتائيد لپاره وايي چي پخوا نۍ سياسي ټولنې دپوځي عملياتو په نتيجه کې رامنځته سوي. ددې نظــريې دطرفدارانو له جملې نه يو هم (کو مبلو يچ ) دى چي وايي : بشري ټولنو د کورنیو او قبيلو په شکل ژوند کاوه ،چي بيا ددې قبيلو تر منځ همیشه جنګونه او کشمکش مو جود ؤ اوپر همدې اساس فاتحو کلو دولت را منځته کړ ، او دفاتحو کلو رئيس به دهغو ټولو تشکيلا تو يا ابتدايي دولت د رئيس په توګه گڼل کېده.
پنځم جز : فا ميلي نظريه
ددې نظريې پر اساس دولت دفاميلونو له تکامل څخه رامنځته سوى او موږ يې د مطالعې د اسانتيا لپاره پر دوو برخو ويشلای سو :
الف : مور واکه نظريه
د دې نظريې دطرفدارانو په عقيده دحسب او نسب سلسله مور ته راجع کيږي دا ځکه چي په ابتدايي وختونو کې دنر او ښځې ترمنځ د واده کوم منظم شکل نه ؤ موجود او ښځې به په يو وخت کې له څوکسانو سره جنسي اړیکي لرلې . او همدا وجه ده چي دنسب سلسله مور ته راجع کيده او مور نه يواځې دکور بلکې دټولنې مشره هم وه، خو کله چي په چارو کې سختۍ رامنځته سوې نو دټولنې مشري د ښځې د ناتوانۍ په وجه نارينه ته انتقال سوه او همداوجه وه چي پلار واکي را منځته سوه .
ب: پلارواکي
ددې نظريې په وړاندې کولو سره د(سرهنري مين) نوم په خاص ډول ديادونې وړدى، د نوموړي په نظر، دپخوانيو ټولنو اساسي واحد کورنۍ وه اوپه هغې کې به دنسب سلسله پلار ته منسوبېدله . دوخت په تېرېدو سره کورنيو دقبيلو شکل غوره کړ او په دغه وخت کې دټولنو اساس نسبي اړيکو تشکيلاوه، او ددغو ټولنو درقابتونو په وجه خلکو ديوې ادارې يا ټولنې دجوړېدو اړتیااحساس اوله اوهرې قبيلې به خپل سپين ږيرى کس خپل مشر ټاکه چي ددغو قبيلو له تدريجي ارتقاء څخه دولتونه رامنځته سول.
دځينو علماؤ له نظره، ددولت پيدايښت، ديوې نظريې نه بلکې دمختلفو عواملو زېږنده دی، يعنې دا چي دتاريخ په اوږدو کې دمختلفو اړتیاوو او عواملو له کبله دولت منځته راغلى، دتاريخي نظريې طرفداران وايي، د دولت پیل له کورنۍ څخه سوی او وروستـه يې دقــومونو اوقبـــيلو شکل غــوره کړ او ورو ورو انسـانانو دداسې يوې سياسي ټو لني خواته ګامونه واخیستل چي ورسره ددې ټولنې دصلاحيتونو تصور موجودؤ. دنفوسو زياتوالي ،دکرهنيز اقتصاد پرمختګ ، جنگونو اوداسې نورو ددولت په پرمختګ کې ډيره برخه لرلې ده .
دشاه ولى الله دهلوي په نظر، اوسنۍ ټولنه پخپله منځته نده راغلې، بلکې ورو ، ورو يې ټولنیزه بڼه غوره کړې ده. يعنې په تر تيب سره يې لومړى، ديوې کورنۍ او بيا دکلي او ورو ورودښار او بالاخره ددولت شکل اختيارکړ چي دا ډول ټولنیز تصور په حيواناتوکې هم مو جود دى، خوپه انسانانو کې دحيواناتو برخلاف دغــور،فـــکــرکــــولو، دخـــواهشــاتو دپـــوره کولو،داحســاســاتوداظـــهارولو … قـوت هم سته . (
د ټولنیز تړون نظريه د لومړي ځل لپاره د هالينډي عالم ( هوګوګروسيوس)له خوا دده په مشهـــــــور کتاب ( جګړه او سوله حقوق)کې وړاندی سوه، ددې نظريې پر اساس، دولت د خلکو له خوا په داسې وخت کې رامينځته سو چي تر هغه مخکې يې په ابتدايي حالت کې ژوند کاوه او کومه سياسي اداره يې نه لرله ، ددغې نظريې وړاندې کوونکي تاريخ پر دوو برخو ويشي: لومړى دفطري حالت ژوند دى چي په کې انسانانومنظم ژوند نه درلود، اود طبيعي قوانينو له مخې يې ژوند کاوه. په دوهمه برخه کې د انسانانو په ژوند کې پرمختګ رامينځته سواو سياسي ادارې يې جوړې کړي او د باقاعده قوانينو لاندې يې ژوند پيل کړ.
د ټولنیز تړون په هکله علماؤ ډول ډول نظريات ورکړي چي ځیني یي داسي دي : د هابز انګليسي عالم په نظر، ددولت د رامينځته کېدو څخه پخوا خلک په بد حالت کې ول ،او هر فرد به د بل سره په جګړه بوخت و . د نوموړي په نظر خلک د جګړې څخه تنګ سوي ول،نو ددې حالت د مخنيوي لپاره د انسانانو تر منځ تړون وسو او هر فرد بل ته داسې وويل،چي زه په خپلو ټولو معاملا تو کې د خپل اختيار په هکله د خپلو ټولوحقوقو نه دغه شخص يا مجلس ته تېر يم، په دې شرط چي مقابل افراد هم د خپلو اختياراتو په دايره کې د شاملو حقوقوڅخه تېرسي او هغه د اعلى حاکم په حيث ومني.دده په نظر، په پورته ډول خلک له خپلو حقوقو او صلاحيتونو نه تير سول او هغه يې نوي جوړ سوي سازمان يا ادارې ته وسپارل او په دې توګه دولت رامينځته سو .
د ايډمنډبرګ په نظر، کله به چي يو دولت له يوې معاهدې نه وروسته رامينځته سواو يو ځل به معاهده وسوه نو هغه بيا نه ختمېدله ، هغه وايې، واړه واړه معــاهدات کېداى سي، ختم ســي، ولې کله چي د يوې معاهدې پر اساس دولت رامينځته سي بيا هغه له مينځه نه ځي .
د جان لا ک انګليسي عالم په نظر، ددولت د پيدايښت څخه پخوا انسانانو په فطري حالت کې په امن او سوکالۍ کې ژوند کاوه او د خلکو د اړیکو د تنظيم لپاره فطري قوانين موجود ول،خو ددې قوانينو د نافذېدو لپاره کومه دستګاه يا اداره نه وه او دې قانون مدون شکل نه درلود، بلکې طبيعي قواعد او اساسات ول ،او په دې حالا تو کې د خلکو تر مينځ د تضمين هيڅ مرجع نه وه ،او بالاخره بې نظمي رامينځته سوه او خلکو ټولنیز تړون لاسلیک کړ چي ددې حالت مخنيوى وکړي .د نوموړي په نظر دوه تړونونه د خلکو تر مينځ لاسلیک سول.
لومړى تړون : هر فرد ،د بل فرد، سره معاهده وکړه چي دټولني په وړاندې به تر خپلو حقوقو تیريږي چي فطري قانون نافذ کړل سي، کوم چي د انسانانو د اساسي او بنسټیزو حقوقو، ځان ، مال او ازادۍ د ساتلو تضمين کوي . دجان لاک په نظر.
- اول: خلک د خپلو ټولوحقوقوڅخه چيهابز، وايي تير نسول، بلکې ديو څه اندازه حقوقو نه تيرسول.
- دوهم :دا چي دا حقوق يې کوم فرد، يا ادارې ،ته ورنکړل، بلکي ټولني ته يې ورکړل.
- درېيم :دا چي دا قرارداد محدود او مشروط ؤ، يعنې خلک دفطري قانون د نفاذ او طبيعي حقوقود ساتلو په خاطر تر خپلو ځينو صلاحيتونو تېرسول .
دوهم تړون
د جان لا ک په نظر،د لومړي تړون په واسطه سياسي ټولنه رامينځته سوه چي ابتدايي شکل يې درلود،او دوهم تړون حکومتي تړون شمیري (ددې په واسطه دولت رامينځته سو ) او دا تړون د خلکو اوهمدې سياسي ټولني تر مينځ وسو .
د فرانسوي عالم ژان ژاک روسو په نظر:انسانانو په اول کې په منزوي او طبیعي شکل ژوند کاوه او دکوم دولتي قدرت تابع نه ول، ځکه اصلاً دولتونه نه ول،په دې وخت کې خلکو دا تعهد وکړ چي د انفرادي ازادۍ او قدرت څخه تر يوه حده تير سي اوواک دولت ته ورکړي اوبالاخره دولت يې رامنځته کړ، چي واک یی د ټولني تر خلکو ډیر و ،او ددولت واکد تجزيي وړ نه دى او هم بايد مادي وسايل او امکانات لکه پوليس،محابس ولري. دنوموړي په نظر دولت د ټولنیز تړون په واسطه جوړسو.
دويم مبحث:- په عملي توګه ددولتونو پيدايښـت
په تاريخي توګه ددولتونو دپيدايښت په هکله موږ مختلفې نظريې ذکر کړي خو داچي عملاً دولتونه څنګه رامنځ ته کيږي او په کومه طريقه له منځه ځي،په دې باب علماؤو مختلفې طريقې ښودلې اوځیني يې داسې دي، چي يواځې دهغو په واسطه دولتونه منځته راځي،او د ځینو نورو په واسطه هم دولتونه رامنځته کېږي او هم پخواني دولتونه له منځه ځي. دا طریقې په دې ډول دي.
لومړى جز:ددولتونو ايجاد پربې څېښتنه مځکه باندې
داډيره پخوانۍ طريقه ده او معمولاً په لومړیو پېړیو کې ترې استفاده کېده، دليل يې دادى چي په دې طريقه کي دولتونه پربېڅېښتنه مځکه جوړيږي ،لا کن نن ورځ بېڅېښتنه مځکه نسته او دځمکې ټولې برخې تقريباًددولتو نو تر منځ ویشل سوي ،اوکومې ساحې چي نن ورځ بېڅېښتنه گڼل کېږي هغه يواځې نړیوال سمندرونه او هم نړیواله فضاء ده او ظاهراً، اوفعلاً ددولتونو د جوړېدو امکانات نه ليدل کېږي ولې، که په آينده کي پرمختګ وسي، دا به وروستۍ خبره وي ،په هر صورت پربېڅېښتنه مځکه ددولتو نو تشکيل دامعنى لري چي په داسې سيمه کې دولتونه جوړ سي چي دبل دولت ملکيت نه وي.
پخوا پر بېڅېښتنه مځکه، په دوو طريقو دولتونه جوړېدل
الف – اوله طريقه: کله چي به د يوې قبيلې دغړوشمیر ډیر سو او دوى به په پخواني هستوګنځي کې نه ځايېدل، نو دې قبيلې به کوښښ کاوه چي داسې ځاى پيداکړي چي د چا ملکيت نه وي ،که دوى به داسې ځاى پيداکړ نو هلته به کډه کېدل او يو مشر به يې د ريس په حيث وټاکه او همغه منطقه به ددوى قلمرو سوه.
ب – دوهمه طريقه: کومې قبيلې چي به په داسې ځاى کې چي په دولت پورې به يې اړه نه درلود اوسيدل، نو شمیر به یې په تدریجي ډول ډیر سو، بل ځاى ته به نه تلې ،بلکې هماغلته به يې يو شخص د رئيس په حيث وټاکه او دولت به يې جوړ کړ.
د افغانستان د دولت تشکيل هم په لومړیو پیړیو کې په دوهمې طريقې سره سوېدى، يعنې پخوا آريايي قبيلو په بلخ يا بخدي کې ژوند کاوه او کله چي د دوى شمیر ډیر سو، اداره يې ستونزمنه وه، نو آريايانو يو مشر چي (يما) نوميده وټاکه ،او هغه دولت د آريانا په نوم ياد سو، چي وروسته يې نوم په خراسان او بالاخره د ستر ټولواک احمدشاه بابا په واکمني کې په افغانستان بدل سو.
دويم جز: د دولتونو ايجاد د يوې نړیوالي واکمني مرجع په واسطه
په دې طريقه کې دولتونه د يوې نړیوالي واکمني مرجع مثلاً، په اوس وخت کې د ملګروملتو سازمان په واسطه تاسيسيږي، دمثال په ډول، لا ندې دولتونه د ملګروملتو سازمان د پرېکړي پر اساس تاسيس او منځته راغلي دي:
په (١٩٤٨)م کې د فلسطين په خاوره کې د اسرائيلو دولت جوړ سو. او داسې نور دولتونه چي مخکې د قيموميت لاندې ول، مثلاً ليبيا په(۱٩٥١)م کال د دسمبر پر(٢٤)مه ، د کامرون دولت پر(١٩٦٠) م کال د جــنوري پر اوله او د توګو دولت په(١٩٦٦)م کال د اپريل پر(٢٧)مه رامنځته سو.
کله چي يو نوى دولت ايجاد سي،ځیني نړیوال حقوقي اثار او نتايج منځته راوړي . تر ټولو د مخه نوموړى دولت نړیوال حقوقي شخصيت مومي، او ځیني حقوق او وجايب لري ، چي د نړیوالو حقوقو له قواعدواو نړيوالو تړونونو څخه يي سرچينه ا خيستى وي، د ديپلوماټيک او کونسلي حقوقو څخه برخمن کېږي ، د نورو خپلواکو دولتونو له خوا د هغه د رسميت پيژندنې موضوع مطرح کېږي او نور ټول دولتونه له هغه سره برابر د عمومي نړیوالو حقوقو د اصولو په رعايتولو مکلف دي، د هغه حاکميت،خپلواکي او مځکنۍ بشپړتیا له تعرض او تجاوزه مصؤن ګرځي، مګر برعکس ،که چيرې دولت له منځه ولاړ سي، ټول حقوقي آثار يې لـه منځــه ځي.
درېیم جز: د دولتونو ايجاد د ا نفصال په ذريعه
کله کله نوي دولتونه د دولتونو د جلاوالي پر اساس هم منځته راځي، يعنې د يو دولت د نفوسو جلا کېدل د هغوى دمربوطه خاورې سره او په نتيجه کې پر هغه باندى يو نوى دولت تاسيسيږي مثلاً په(١٩٧١)م کال کې د بنګله ديش په نوم،د يو نوي دولت ايجاد چي له پاکستان څخه د بيلتون په وجـــه رامنځته سو.
د انفصال په ذريعه د دولتونو خصوصيت دا دى چي: يوه يا څو سيمي له پخواني دولت څخه بيليږي او د نوي دولت په حيث رامنځته کېږي، ولې د هغه دولت پخوانى نوم او حقوقي شخصيت له منځه نه ځي لکه څرنګه چي بنګله ديش له پاکستان څخه بيل سو،ولې پاکستان پر خپل حال پاتې دى .
د پورته درو طريقوپه اړه بايد ووايو چي په دې سره دولتونه ايجاديږي، اما په لاندې څو طريقو سره چي وروسته به ذکر سي هم دولتونه ايجاديږي او هم له منځه ځي.
څلورم جز: د دولتونو ايجاد او له منځه تلل، د تجزيې په ذريعه
کله کله نوي دولتونه د يو بل دولت له خوا د تجزيې په واسطه منځته راځي او پخوانى دولت له منځه ځي، ددې معنى داده چي يو واحد دولت امکان لري پر دوو يا څو برخو تجزيه او هره برخه په نوي دولت بدليږي او پخوانى دولت له منځه ځي چي ښه مثال يې د شوروي اتحاد له منځه تلل دي او هـــره ټوټه یې يو خپلواک دولت سو.
د تجزيې او انفصال تر منځ مشابهت په دې کې دى چي، په تجزيه کې هم لکه د انفصال په شان له يو واحد دولت څخه یوه يا څو برخې، د زور يا سولي پر اساس بېليږي او بېل دولتونه تشکيلوي، خو د تجزيې او انفصال تر منځ فرق هم سته چي په لاندې ډول يې روښانه کوو:
١- په تجزيه کې حتماً پخوانى دولت له منځه ځي او يا اقلاً د هغه نوم تغير کوي او هم پخوانى حقوقي شخصيت له لاسه ورکوي پداسې حال کې چي په انفصال کې پخوانى دولت له منځه نه ځي .
٢- په انفصال کې کېدلاى سي له يوه څخه زيات نوي دولتونه رامنځته سي خو حد اقل بايد يو نو ى دولت رامنځته سي، ولې په تجزيه کې بايد حد اقل د نوو دولتونو تعداد دوه وي. مثلاً د کوريا له تجزيې څخه شمالي کوريا او جنوبي کوريا رامنځته سوه، يعنې په تجزيه کې يواځې يو نوى دولت نه سي رامنځته کېدلای.
پنځم جز: ددولتونو ايجاد او له منځه تلل، د اتحاد په ذريعه
کله کله امکان لري، د اتحاد (Alliance)په ذريعه يو نوى دولت رامنځته سي، مثلاً ،د مختلفوعواملو په واسطه دوه يا څو دولتونه سره يو ځاى کيږي او د اتحاد دقرارداد په واسطه يو آزاد او نوى دولت جوړوي او پخواني دولتونه خپل حقوقي شخصيت له لاسه ورکوي د مثال په ډول(١٩٧٩)م کال کې شمالي ويټنام او جنوبي ويټنام، د ويټنام د سوسيالستي جمهوريت په نوم سره يو ځاى سول او يو واحد دولت يې جوړ کړ،همدارنګه په(١٩٤٦)م کال کې د افريقا دوو آزادو دولتونو (تانګانيکا او زنجبار) اتحاد چـــې په نتيجه کې يې د (تانـــزانيا)په نـــوم يو نوى دولـــــت ايجــادکړ.
څلورمه برخه
داساسي قانون لومړی څپرکی
دولت
اوله ماده :
افغانستان خپلواک ، واحد او نه بېلېدونکی اسلامي جمهوري دولت دی.
تشریح او څیړنه:
دا ماده دافغانستان صفت بیانوي چي سياسي رژیم يي،جمهوري اسلامي دولت دی، خپلواک او بسیط دی.
جمهوري رژیم ،د شاهي او دیکتاتوري رژیمونو په مقابل کې قرار لري، جمهوري رژیم هغه نظام دی چي په هغه کي ولسمشر، وزیران، قانون جوړونکي، عالی قاضيان او نور لوړ رتبه چارواکي په مستقیم او غیر مستقیم ډول د خلکو له خوا انتخابیږي. نو ځکه جمهوري دولت ،هغه دولت ته ویل کېږی چي د خلکو د عمومي رایو له خوا انتخاب سوی وی. چي هدف يې خلکو ته خدمت کول او د عامه ګټو او مصالحو تامینول وي.
په جمهوري رژیمونو کي د خلکو حقوق او ازادي په اساسي قانون کي درج سوي وي او د قانون له خوا يي ملاتړ او دفاع کیږي. په دې رژیم کي د اقلیتونو ځینی نه بېلېدونکي حقوق چي په قانون کي درج دی نه اخیستل کیږی.
په دیموکراتیک رژيم کي اکثریت انتخاب سوي خلګ ،د خلکو د حقوقو او ازادیو دفاع او ملاتړ کوی. خو په دې رژیم کي انتخاب سوي اکثریت، خپلي غوښتنی پر اقلیتونو نسي تحمیلولای.
په لنډو کي په جمهوري نظام کي حکومت د قانون پر اساس کیږي خو په دیموکراتیک نظام کي حکومت د اکثریت انتخاب سوو پر خو ښه کیږی.
د یو جمهوري دولت ځانګړني.
۱.د لوړپوړو چارواکو انتخابول، د ولسمشر په ګډون.
۲. د دولت قدرت باید د یو تعداد انتخاب سوو اشخاصو له خوا اداره سي.
۳.د قدرت وېشل، د اشخاصو او بنسټونو تر منځ .
۴.د معینی مودې تعین کول، د رئیس جمهور او نورو چارواکو لپاره او د دوی د قدرت محدودول.
۵.ملی او ټولیزي ګټی باید خوندي کړي .
۶. د دولت دکار موده باید معینه وی.
په دې ماده کی د ځینو کلیمي حقوقي تعریفونه
- ازادي : په خاصه معني ،د فرد د ارادې څرګندول او په عامه معنی، د خلکو د ارادې څرګندول.
- خپلواکي (استقلال): په یوه محدوده جغرافیایی ساحه کي،د ملي هویت تمثیل ته،خپلواکي وايي ، او ساتنه یی دولت کوي.
له ۱۹ پیړۍ څخه د خپلواکۍ مفهوم له مینځه تللی دی. خپلواکي دوې برخي لري،سياسي خپلواکي او اقتصادي خپلواکي:
- اقتصادي خپلواکي: هغه دولت چي په اقتصادي لحاظ پر ځان بسيا وی او نورو ته هیڅ ډول ضرورت و نه لري.
- سياسي خپلواکي: اوس په نړۍکې هیڅ دولت سياسي خپلواکي نه لري ، ځکه سياسي خپلواکي هغه وخت ځواکمنیږي چي هیواد اقتصادي خپلواکي ولري. سياسي خپلواکي په قدرت کې څرګندیږي. او قدرت د حاکمیت تمثیل دي.
د نړیوالو حقوقو له نظره قدرت درې ډوله دي: اقتصادي قدرت، نظامی قدرت او پر افکار د تاثیر قدرت.
هر وخت چي دولت و توانېدی چي خپل تولید په دنیا کې خرڅ کړي، قدرت لاسته راوړي.
- سياسي قدرت : چي دولت و توانیږي،خپل نظریات د هیواد په داخل کې په خلکو ومني او هم و توانیږي په دنیا یې ومني. ددې قدرت د ساتلو لپاره، باید وسایط موجود وي،چي دا قدرت وساتي او هم یې له نوری نړۍ څخه و ساتي.
- پرافکارو د تاثیر قدرت : هغه تبلیغات چي دولت یي کوي،باید د خلکو پر نظریاتو تاثیر وکړي، هم په داخل کې او هم په بهرکې.
- اقتصادي قدرت: هغه قدرت دی چي یوهیواد خپل صنعت ته وده ورکړي او خپل تولیدات پر نوري نړۍ خرڅ کړي.
دولت هغه وخت قدرت دی چي دا درې قدرتونه ولري او هم و توانیږي چي دا وساتي.
د ولتونه د جوړښت له مخي دوه ډوله دي: اول بسيط دولتونه ، دوهم مرکب دولتونه
- مرکب دولت: هغه دی چي قدرت یی د مرکز او ایالاتو تر مینځ وېشل سوی وي. لکه فدرالي نظام.
- بسيط دولت: هغه دی چي د یوه مرکز له خوا رهبري کېږي.لکه ریاستي نظام.
افغانستان یو واحد دولت دی: یعنی یو بسيط دولت دی چي تجزیه نه مني
دوهمه ماده
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دین د اسلام سپیڅلي دین دی. د نورو ادیانو پیروان دخپل دین په پیروي او د خپلو دیني مراسمو په اجراء کي د قانون د حکمونو په حدودو کي آزاد دي.
تشریح او څیړنه:
زموږ د دولت رسمی دین اسلام دی او نور دینونه د خپلو مراسمو په ادا کولو کې، د قانون د احکامو مطابق ازاد دي . ولي د قانون د احکامو مطابق ازاد دی، ځکه باید د نورو دینونو توهین ونه کړي، د اسلام دین د افغانستان د دولت رسمی دین دی، یعنی د افغانستان دولتي نظام د اسلام پر اصولو ولاړ دی. او د افغانستان اړیکې له نوری نړۍ سره هم د اسلامی نړۍ،د یوغړی په صفت ساتي ، د افغانستان ۹۹ فیصده ولس د اسلام د دین پیروي کوي.
درېیمه ماده
په افغانستان کي هیڅ قانون نشي کولای چي د اسلام د سپیڅلي دین د معتقداتو او احکامو مخالف وي.
تشریح او څیړنه:
قوانین درې ډوله دي.
- دینی قوانین چي مطلقاً دیني دي، لکه مدنی قانون چي ۹۹ فیصده له حنیفي فقهي څخه جوړ دی.
- ځیني قوانین له دین څخه نه دي اخستل سوي خو مخالف یې هم نه دي ، لکه د ټولټاکنو قانون یا د ترافیکو قانون.
- نړیوال قوانین: د قانون جز دي،نه یوازي چي له دین سره مخالف نه دي،بلکې په هیڅ دین پوري اړه نه لري.
دلته د دې مادې هدف دا دی چي، مقنن هر قانون چي جوړ وی ،اساس یی باید اسلام وي . اوبل دا چي زموږ حقوقي سيسټم یو واحد سيسټم دی او ټول خلک مکلف دي چي، د واحد قانون احکام پر ځانونو تطبیق کړي . او هر کله چي یو قانون د ملی شوری له خوا وضع سي، که د قانون ټوله ماده، یا یوه برخه له اسلام سره مخالفه وي هغه قانون ناقص ګنل کېږي او نه عملي کېږي.
څلورمه ماده
په افغانستان کي ملي حاکمیت په ملت پوري اړه لري چي په مستقیم ډول یي په خپله یایي د خپلو استازیو له لاري عملي کوي.
د افغانستان ملت عبارت دی له هغو ټولو افرادو څخه چي د افغانستان تابعیت ولري .
د افغانستان ملت له پښتون، تاجک ، هزاره ، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یي، نورستاني،ایماق،عرب،قرغیز،قزلباش، ګوجر،براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دی.
د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کېږي. د ملت هیڅ یو فرد د افغانستان له تابعیت څخه نه محرومیږي. په تابعیت او پنا ورکولو پوري مربوطي چاري د قانون له لیاري تنظیمیږي.
تشریح او څیړنه:
حاکمیت (واکمني) چي د هیواد د حکومت له خوا اعمال او پلي کېږي، د خپلواک هیواد له مهمو متشکله عناصرو شمېرل کېږي، حاکمیت درلودل د هیوادونو نړیوال حقوقي اهلیت بشپړوي. هغه جز چي تجزیه نه مني، د هیوادونو خپلواکې او استقلال دی.
خو د نړیوالو حقوقو له نظره حاکمیت نسبي دی، نه مطلق ، ځکه که حاکمیت مطلق وي ، نو نه به له نورو هیوادونو سره د برابرۍ خبره کېدای سي او نه به نړیوال حقوق بیا شتون ولري. حاکمیت د دولتي ځواک په واسطه د دولت د ننه په ساحه او نفوس او د هیواد له سرحدونو نه بهر پلی کېږی. نو مالومه سوه چي حاکمیت له پوره سياسي او حقوقي خپلواکۍ څخه په دننه او بهر په نړیوالو اړیکو کې د عمل د ازادۍ څخه عبارت دی . خو د حاکمیت دا تعریف،چي د هیواد د ننه پوره خپلواکي او په بهر کې د نړیوالو اړیکو د عمل ازادي، د مطلقیت مانا نه لري. ځکه لکه څنګه مو چي یاده کړه ، چي د نړیوالو حقوقو له نظره حاکمیت نسبي دی، نو نن ورځ هم د بشر د حقوقو د پرنسيپونو او د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو حقوقو په رعایت سره په داخل او بهر کې د دولتونو حاکمیت محدود سوی دی . دا په دې مانانه ده چي د هیوادونو خپلواکې ته کومه صدمه ورسوي. بلکې برعکس دا د احترام ، د حقوقو د برابرښت ، خپلواکۍ او نورو هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا مانا لري.
د مارکسيزم او لنینیزم له نظره حاکمیت تغیر نه مني، د شوری اتحاد له لیکوالو څخه یوه په دې اړه داسي لیکلي دي (دا چي حاکمیت یوه طبقاتي ګټګوري ده، نو د حاکمیت سياسي او ټولنیز ماهیت د تاریخي پراختیا په مراحلو کې بی تغیره نه پاتيکېږي). حاکمیت د نورو هیوادونو له هغو ټولنیزو او اقتصادي اساساتو سره سم ،چي نړیواله ټولنه جوړوي، باید په طبقاتي مبارزه کې د سلطې د لاسته راوړلو په موخه د دولت د ننه او له نورو هیوادونو سره په دواړو کې حاکمیت رامنځته سي او تغیر یې منلی دی .
یو برټانوی لیکوال سټارک، په دې عقیده دی ، چي د اوولسمی او نوولسمی پېړۍ په نسبت حاکمیت نن ورځ محدودیت موندلی دي، دی په دې نظر دی کله چي د دولتونو پر خپلواکۍ خبري کېږي، نو د نړیوالو حقوقو له نظره په یوه ځانګړي طرز باندي یوه سلسله امتیازاتو او حقوقو ته قایل او په عین وخت کې د ذکر سوو حقوقو اړیکې، دندې او مکلفیتونه هم دوی ته راجع کېږی، په ځانګړې توګه چي له نورو هیوادونو سره اړیکې ټینګوي. سټارک د استقلال د منضمه حقوقو لپاره دا مثالونه راوړي.
- د داخلي چارو د کنټرول لپاره د دولت استثنایي قدرت.
- د بهرنیانو د ایستلو او منلو قدرت .
- په نورو هیوادونو کې د ډیپلوماټیکو استازو لپاره امتیازات.
- د هغو جنایتونو په اړه قضاوت چي د هیواد د ننه تر سره کېږی ، دغه شان هغه اړونده دندې او مکلفیتونه چي ورباندی حتمي او لازمي وي، لاندی بیانیږی.
۱.په بل هیواد کې د حاکمیت نه پلي کول او د هغه په قلمرو کې لاسوهنه نه کول.
۲.د استازو د هغو اعمالو مخنیوی چي د هغه هیواد د ساحوي برترۍ، یا خپلواکۍ سره ټکر وي.
۳.د بل هیواد په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنی مکلفیت .
د حاکمیت په بحث کې موږ له دوو اصطلاحاتو سره ډیر مخ کېږو چي یو ملی حاکمیت او بل دولتی حاکمیت، چي یو له بله سره توپیر لري. او لاندی هر یو په لنډه توګه تشریح کوو.
- ملي حاکمیت د هر ملت په خپل سرنوشت ټاکلو کې حق دی، هر ملت که په هر حالت کې وي، حق لري چي خپل سرنوشت په خپل لاس و ټاکي ، ذکر سوی حاکمیت ملت ته دا حق ورکوي چي خپل مستقل هیواد جوړ ، تاسيس او اقتصادي ، سياسي او ټولنیز نظام یې داسي ورغوي لکه څرنګه چي یی خو ښه وي کله چي دا اصل پلی او تحقق ومومي نو ملي حاکمیت به په ریښتونې توګه راغلی وي.
- دولتي حاکمیت د دولت د خپلواکۍ د کورنیو او بهرنیو چارو انعکاس کوونکی وي. دا حاکمیت د نړیوالو حقوقو له اصولو ، د حاکمیت د اصل په مراعت او د نورو هیوادونو له خپلواکۍ پرته په نورو شیانو کې نه محدودیږي، له دې حالاتو پرته به هیواد یا مستعمره یا د بل هیواد تحت الحمایه وي.
دولتي حاکمیت د یو هیواد د ننه د قوانینو د پلي کېدو او په بهرني سياست کي د نړیوالو اړیکو د پرمختګ متضمن وي، پرته د بل هیواد له مداخلې څخه او دولتی حاکمیت دی،چي د دولت په نفوس او په سيمه کې د ننه او د دولت خپلواکي له هیواده بهر څرګنده او روښانوي.
په قدرت کي د خلکو څرګندېدل حاکمیت دی، ځکه خلک په غیر مستقیمه توګه په دولت کې داخل دي. هرځوک چي د افغانستان تابعیت لري، د افغان ملت څخه دی او تابعیت د هر افغان فردي حق دی.
پنځمه ماده
ددې اساسي قانون او نورو قوانینو د حکمونو تطبیق، له استقلال، ملي واکمنۍ اومځکنۍ بشپرتیا څخه دفاع او د هیواد د امنیت او دفاعي قابلیت تامین، ددولت له اساسي وظایفو څخه دي
تشریح او څیړنه:
دولتونه دوه ډوله دندي لري،اساسي دندي او ثانوي دندي.
- دنده (وظیفه) : د حقیقي او حکمي اشخاصو له خوا د قانون مطابق د چارو اجرا کول دنده بلل کیږي. دولت د دندي اجرا کوونکي دی ځکه حکمي شخص دی.
- حکمي شخص: هغه معنوي شخص چي د حقوقي اهلیت درلودونکي وي او د معینو موخو لپاره د موسسې ،شرکت او جمعیت په ډول جوړیږي.
- حقیقي شخص: هغه فرد دی چي د حق او تکلیف موضوع ګڼل کېږي.په بل عبارت، د انسان شخصیت د هغه له بشپړ ژوندي زیږېدو سره سم پیل او له مړینې سره يې پای ته رسيږي.
نو که دولت د ټولو وظایفو د اجرا کولو توانایي ونه لري ، باید خپل ثانوی ،وظایف و دروي او اساسي وظایف اجرا کړي اوددې اساسي قانون احکام باید تطبیق کړي،لکه د ملي واکمنۍ ساتنه ، د خپلواکۍ ساتنه او د امنیت تامین یی اساسي وظایف دي.
- امنیت: د سولي ساتل امنیت دی.
- سوله : د انسان د فطرت مطابق د انسان ژوند کول دي.
امنیت درې ډوله دی :فزیکي ، رواني او اقتصادي.
- فزیکي امنیت :چي د قهریه قوې له خوا مینځته راځي.
- اقتصادي امنیت :چي حد اقل انسان و فزیکې امکاناتو ته لاس رسی ولري.
- رواني امنیت: چي د انسان لپاره هیڅ رقم تحدید نه وي موجود او انسان ازادانه وکولای سي، خپله عقیده وښیي .
انتقالي عدالت
دي ته وايي چي د جنګ په وخت کې عدالت نه دی تامین سوی، نو په سوله کي باید عدالت تامین سي.
او هغه خلک چي دا جرم کوي، جرم يي د وخت تر تاثیر لاندي نه راځي: لکه جنګي جنایت، ټولو وژنه (جنوسایډ)، تروریزم، قاچاق، د انسانانو خرڅول او د جعلي پیسو کاروبار.
انتقالي عدالت دوه ډوله دی: قضایی او غیر قضایي
په غیر قضایی کې مجرمین باید د خلکو څخه بخښنه وغواړي او که خلکونه بخښل، نو دوی باید په داخل کي محکمه ،کنه نو په نړیواله جنایي محکمه کې باید محکمه سي.
نړیوال جرمونه څو خاصیتونه لري، هر دولت یی محکمه کولای سي او د وخت تر تاثیر لاندي نه راځي دولتونه یي نه سي بخښلای او اعدامیږي هم نه .
- قابلیت: د امکاناتو استعمال ته قابلیت وايي.
- ظرفیت: د مادي او معنوي امکاناتو موجودیت ته ظرفیت وايي.
شپږمه ماده
دولت، د انساني کرامت د ساتلو، بشري حقوقو د ملاتړ، ددموکراسۍ د تحقق، ملي وحدت د تامین، د ټولو قومونو او قبایلو ترمنځ د برابرۍ او د هیواد په ټولو سيمو کي د متوازني پراختیا او ټولنیز عدالت، پربنسټ د یوې هوسا او پرمختللي ټولني په جوړولو مکلف دی.
تشریح او څیړنه:
دغه وظیفي ټولي ثانوي وظیفي دي، چي له معنوی لحاظه ټولنه پرمختګ وکړي، ټولنیز عدالت تامین کړي یعنی و ټولو خلکو ته باید عدالت یو ډول ورسيږي.همدا ډول دولت مکلف دی، چي د یوې هوسا او پرمختللي ټولنی لپاره په مختلفو ساحو کې اقتصادي او ټولنیز تدابیر ونیسي، صنعت ته پراختیا ورکړي او د سرمایه ګذارانو لپاره د فعالیت زمینه برابره کړي. خلکو ته مدني پوهه او فکري روزنه ورکړي چي خلک پخپله امنیت ټینګ کړي، د هیواد د ابادۍ لپاره عملاً اقدام وکړي.
خدای(ج) فرمایلي دي (وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ)۲۷ایات بنی اسرایل سورت
ژباړه : په تحقیق سره می د بني ادم اولاد ته کرامت ورکړی دی.
خدای(ج)انسان مکرم خلق کړی دی ، دعزت او شخصیت خاوند یي ګڼي ، د انسان توهینول یی منع کړي دي ، نو په دې اساسي قانون کي دولت مکلف دی چي د انسان کرامت وساتي او نور پرینږدي چي پر انساني شخصیت باندی تعرض او تجاوز وکړي.
- انسانی کرامت :هر حالت چي د انسان د شخصیت ضد واقع نه سي انساني کرامت دی.
خدای (ج) انسانان د عدالت په کولو امر کړي دي ، اسلام هغه دین دیچي پر عدالت بنا سوی دی او هدف یې د ټولني اصلاح،په ټولنه کي فساد له منځه وړل ، دخلکو برابری او هر ډول ظلم له منځه وړل دي، نو د دې اساسي قانون مطابق د افغانستان دولت مکلف دی چي په ټولنه کې عدالت تامین کړي او قانون پر ټولو خلکو یو ډول عملي کړي.
دیموکراسي باید عملي سي. یعنی پر ټولنیزو بنسټونو د څارني حق درلودل، ازادي ورکول چي د بل چا د مزاحمت سبب نه سي، د قواعدو عملي کول ،پر خلکو د خلکو په خوښه امنیت تامین سي، ټولو خلکو ته په مساوي ډول کتل او تعصب او امتیاز ته نه قایلېدل ، د سياسي ګوندونو و فعالیت ته اجازه ورکول.
اوومه ماده
دولت د ملګرو ملتونو د منشور، دبین الدول معاهدو، د نړیوالو میثاقونو چي افغانستان له هغو سره تړاو لري او د بشري حقوقو د نړیوالي اعلامیي رعایت کوي. دولت د هر راز تروریستي اعمالو، د مخدره موادو د کرلو او قاچاق او مسکراتو د تولید او استعمال مخنیوی کوي.
تشریح او څیړنه:
د افغانستان دولت مکلف دی چي د ملګرو ملتونو ټول اصول مراعت کړي چي د جون پر ۲۶مه د ۱۹۴۵ میلادي کال د ملګرو ملتونو داستازوله خوا په امریکا کې چي ۱۹پریکړي او ۱۱۱ مادې لري لاسلیک سوی دی ملګري ملتونه ۶ رکنونه لري، د افغانستان دولت بین الدول معاهدې او کنوانسيونو هم باید مراعت کړي.
- تروریزم: د انسان ضد اعمال،چي مشخص اهداف نلري او دوامداره تاثیرات ولري . و دولتونو ته صدمه واردول وي .
دوه ډوله دی: نړیوال تروریزم یا جنایت کارانه تروریزم او دولتي تروریزم .
د افغانستان دولت به هیڅ ډول تروریزم نه پریږدي او نه یې هم ملاتړ کوي.او ورسره د نشیي توکو مخنیوي کوي.
اتمه ماده
دولت د هیواد خارجي سياست د خپلواکۍ، ملي ګټو او مځکنۍ بشپړتیا په ساتلو، نه مداخلې ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او د حقوقو د برابرۍ پربنسټ تنظیموي.
تشریح او څیړنه:
- بهرنی سياست :د هغه میکانیزمونو او روشونو مجموعه ده چي د منابع د ساتلو په منظور، دولت د حاکمیت تمثیل د دولت د قلمرو دباندي عملي کوي.
- ډیپلوماسي: هغه وسيله چي خارجي سياست اعمالوي.
- ملي ګټي (منافع): د هغو ارزښتونو مجموعه ده چي زموږ د ملت هویت پکښي تمثیلېږي لکه دین ، اخلاق، عرف او دودونه . همدارنګه ملی ګټي ، له اقتصادي ، سياسي، ټولنیزو او نورو ګټو څخه عبارت دي چي یو ملت په خپله ټاکلې جغرافیایی حوزه کې د هغو د لاس ته راوړلو،تحقق او اعمال لپاره هڅه کوي.
د خارجي سياست شرط او اصلي هدف دادی چي باید د افغانستان استقلال وساتل سي.
د یو دولت لپاره د نړیوالو حقوقو ۷ اصله دي
- د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله نه کول.
- د ګاونډیو هیوادونو سره ښه حسن نیت ساتل.
- پخپله د ملتونو د سرنوشت ټاکل.
- په نړیوالو اړیکو کي د قوې نه استعمال.
- نړیواله همکاري تقویه کول.
- متاقبل احترام .
- د نورو هیوادونو دحقوقو مساویتوب .
چي د افغانستان دولت هم د همدې مادې پر اساس خپل بهرنی سياست بنا کړی دی .
نهمه ماده
کانونه او نوري تر مځکي لاندي زیرمي او لرغوني آثار د دولت ملکېت دی. ددولت د ملکېتونو ساتنه او اداره له طبیعي زېرمو او نورو عامه ملکېتونو څخه د سمي استفادې ډول د قانون له لیاري تنظیمیږي.
تشریح او څیړنه:
معادن څه شی دی؟
- معادن د هغو طبیعي شتمنیو مجموعه ده چي د مځکي په مختلفو برخو کي د استفادې لپاره وجود لري. معادن یا استحصالېږی یا استخراجيږي.
- استحصال: چي په ساده او طبیعي ډول یي اخلي او پاک کوي یی. لکه طبیعي ډبري
- استخراج: هغه مواد چي د کېمیاوي عملیې په نتیجه کي د استفادې وړ کرځي.
معادن خالص یا منرال دي او منرال په طبیعي ډول قیمت لري
ټول معادن او ټوله منابع چي تر مځکي لاندي دي د دولت ملکېت دی.
فقه وایي که د چا په کور کي معادن پیداسي یو پر درې برخه یي د کور د مالک ده خو دافغانستان دولت بیا وایي چي ټوله د دولت دي او یوازي دکور قیمت دولت د کور مالک ته ورکوي.
- لرغوني آثار: دهغو تاریخي شتمنیو مجموعه ده چي فرهنګي او تاریخي ارزښت ولري،او لرغوني آثار:هغه آثار چي د پیدایښت تاریخ یی ماقبل ته ځي .
- تاریخي آثار: هغه شتمني ده چي د پیدا یښت وخت یي مشخص وي.
لرغوني آثار دوه حالته لري، منقول او غیر منقول
- منقول آثار: چي په طبعي ډول دلېږد وړ وي.
- غیر منقول: چي د لېږد وړ نه وي.
تاریخي آثار او لرغوني آثار د قیمت ایښودلو وړتیا نه لري، یعنی ډیر ګران دي.
د مادې دوهمه برخه: ددولت د ملکېتونو ساتنه او اداره له طبیعی زیرمو او نورو عامه ملکېتونو څخه سمه استفاده د قانون له لیاري تنظیم: ټول ملکېتونه باید ددولت له خوا وساتل سي
لسمه ماده
دولت خصوصي پانګي اچوني او خصوصي تشبثات د بازار د اقتصاد دنظام پر بنسټ د قانون له حکمونو سره سم هڅوي، ملاتړ یې کوي او مصونیت یي تضمینوي.
تشریح او څیړنه:
اقتصادي نظامونه په دنیا کي درې ډوله دي: ازاد بازار اقتصادي سيسټم، پلان سوی یا بسته اقتصادي سيسټم او مختلط اقتصادي سيسټم.
- اول د ازاد بازار اقتصادي سيسټم: په دې سيسټم کې تولید او توزیع د خصوصي یا ازاد سکتور له خوا کېږی او دولت یوازی د تولید د کېفیت څارنه کوي، او عواید او مالیه ورڅخه تر لاسه کوي. چي سیاسي نظام یي کپیټلیزم دی.
- دویم پلان سوی (بسته اقتصادي سيسټم): په بسته اقتصادی سيسټم کې منابع د دولت په خپل اختیار کې وي.او مشخصاً د توزیع او تولید پلان ګزاري دولت کوي.نو ددې بازار په سيسټم کې دولتي نظام یې سوسيالستی دی.
- درېیم مختلط اقتصادي سيسټم: په دې سيسټم کې ځیني تګلاري د ازاد څخه او بعضي له بسته سيسټم څخه اخلي. لکه چين.
- سرمایه ګذاري : د پیسو دوران چي عاید ورکړي. مثلاً بانګ جوړول سرمایه ګذاري ده .
- تشبث: هغه کار چي تولید کوي او عاید راوړي خو د تولید له لاري .
دا د دولت وظیفه ده چي باید د سرمایه ګذارۍ او تشبثاتو لپاره بازار پیدا کړي، ملاتړ یي وکړي، امنیت یي تامین کړي او د فعالیت زمینه ورته مساعده کړي ، په اقتصاد بازار کې د خلکو ګټي مهمي وی او دولت د متشبثینو لپاره د کار زمینه مساعد وي ، که کوم تاجر یا کمپنۍ انحصار کوي، دولت باید د هغوی مخه ونیسي.
د یادولو وړده چي د افغانستان اقتصادي نظام د اقتصاد بازار دی یعنی په دغه ډول نظام کي دولت حق لري چي په ځینو حالاتو کي په اقتصاد کي مداخله وکړي، په دې ډول سیسټم کي دولت او سرمایه ګذاران په ګډه سره کار کوي د هیواد د اقتصادي رشت لپاره.دا مو باید په پام کي وي چي د افغانستان اقتصادي سیسټم ازاد بازار سیسټم نه دي بلکی د اقصتاد بازار دي .
یوولسمه ماده
په کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ پوري تړلي چاري، د هیواد له اقتصادي غوښتنو او د خلکو له ګټو سره سمي د قانون له لیاري تنظیمیږي.
تشریح
تجارت څه شی دی : د هغو منقولو مالونو په اړه د فعالیتونو مجموعه ده،چي په دوامدار ډول عاید او ګټه ورکړي.
تجارت په ټولیز ډول دوه ډوله دی:بهرنی او داخلي.
- داخلي تجارت: چي د هیواد په داخل کي دوام لري او هغه هم جواز ته اړتیا لري.
- بهرنی تجارت: چي د هیواد څخه بهر قرار لري .
دولت باید د قراردادونو زمینه مساعده کړي. او دخلکو د غوښتنو سره سم باید تجارت وسي ، د قانون مطابق هر څوک حق لري چي تجارتي مؤسسې جوړي کړي یا په تجارتي شرکتونو کې شریک سي ، یا هم یوه خاصه حرفه ځانته اختیار کړي او خلکو ته په دې برخه کې هیڅ ډول محدودیت نسته ، خو هر فعالیت باید مشروع وي.
دوولسمه ماده
د افغانستان بانک، د دولت مرکزي او مستقل بانک دی. د پیسو نشرول، د هیواد د پولي سياست طرح او تطبیق، د قانون د حکمونو سره سم د مرکزي بانک صلاحیت دی. مرکزي بانک د پیسو د چاپ په برخه کي د ولسي جرګې له اقتصادي کمیسيون سره مشوره کوي. ددي بانک تشکېل او د کار ډول د قانون له لیاري تنظمیږي.
تشریح او څیړنه:
تر ۱۳مي پیړۍ پوري به په ایټالیا کې خلکو خپل زیورات بازار ته راوړل او هلته به ځیني خلک د یوې اوږدې چوکۍ سره ناست ول، دوی به خپل مالونه هغوی ته امانت ورکول او د یوه یا څو کالو وروسته به یې یو مقدار پیسې ددې مال د ساتني لپاره ورکولې.
بانک د لومړي ځل لپاره په ایټالیا کي جوړ سو. او اولین واري د پیسو تبادله د یهودیانو له خوا په افغانستان کي په هرات ولایت کي شروع سوه. په ۱۹ـــ مه پېړۍ کي د پیسو کاروبار په افغانستان کي شروع سو .
د نادرخان په واکمني په کال ۱۳۰۹ هـ ل کي د اولین واري لپاره بانک د یوي فابریکې په شکل د ملي بانک په نامه د مجيد زابلي له خوا جوړ سو.
د افغانستان بانک وظیفه: د پولي سياست ټاکل، پیسې چاپول او پر نورو بانکونو څارنه کول. کوم وخت چي ددې اړتیا پیدا کېږي چي پیسې چاپ کړي نو د ولسي جرګې د اقتصادي کمیسيون سره مشوره کوي .
یادونه : بانک یوه ایټالوې کلیمه ده چي اوږدې چوکۍ ته وايي .همدارنګه باندي هغه مالي بنسټ دی چي دپيسو د ذخیره کولو او ساتلو لپاره رسمي جواز ولري.
دیارلسمه ماده
دولت د صنایعو د پراختیا، د تولید دودي او دخلکو د ژوند د سطحي د لوړتیا او د کسبګرو د فعالیتونو د ملاتړ لپاره اغیزمن پروګرامونه طرح او تطبیقوي.
تشریح او څیړنه:
- صنایع: هغه تولیدات دي چي د فابریکې یا منوفکتور په واسطه رامنځته کیږی. او تولید يي ظرافت یا هنر ولري. نو دولت باید صنایعو ته پرمختګ ورکړي، صنعت ته تقویت ورکړي چي تولید ډیر سي.
- کسبګر: هغه څوک چي د لاس په واسطه تولید کوي لکه مسګر، خامکدوز او نور…
د دې مادې اصلي هدف دا دی چي دولت باید داسي پرمختیايي پروګرامونه طرح او عملي کړي چي تولید ډیر سي او د خلکو ژوند په مختلفو ساحو کي وده وکړي، نو په دې خاطر دولت مکلف دی چي:
- د صنایعو د ودي لپاره داسي پروګرامونه د اقتصاد د بازار په نظر کې نیولو سره طرح او تطبیق کړي چي دغه صنایع وده وکړي.
- د داخلي تولید د ډیروالي په خاطر لازم تدابیر باید ونیسي، چي د خپل هیواد تولیدات روښانه سي او اولیه ضروري شیان په هیواد کي دننه تولید سي او د خلکو اقتصادي ستونزي په هیواد کې دننه حل سي.
- په هیواد کې له شته منابعو څخه سمه او معقوله استفاده وسي.
- د صادراتو او وارداتو تر منځ توازن او تعادل رامنځته سي، او ټولنه له مصرفي او استهلاکي حالت څخه وایستل سي.
- د ښه ژوند کولو زمینه ټولو خلکو ته مساعده سي او سړي سر عاید باید ډیر سي.
- د بازار موندني لپاره په خاصه توګه لاسي صنایعو ته بازار پیداسي.
- کسب کارانو ته د کار زمینه مساعده او تشویق کړل سي.
څوارلسمه ماده
دولت د کرني او مالدارۍ د پراختیا، د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي، ټولنیزو او د ژوند د شرایطو د ښه کولو او د کوچيانو د میشتولو او د دوی د ژوند د سمون لپاره د دولت د مالي توان په حدودو کي اغیزمن پروګرامونه طرح او تطبیقوي.دولت مستحقواتباعو ته د استوګنځای د برابرولو په منظور او د عامه ملکېتونو د وېش لپاره، د قانون له حکمونو سره سم او د مالي امکاناتو په حدودو کي لازم تدبیرونه نیسي.
تشریح او څیړنه:
نن ورځ اقتصاد پر درو برخو ولاړ دی ، صنعتي تولید،کرهڼیز تولید او د خدماتو تولید.
یو کار چي د انسان د ژوند لپاره ډیر ضروري دي هغه زراعت دي. خدمات باید دترانزیټ له لاري پرمختګ وکړي. دولت د مالدارانو د ژوند د ښه کولو او زراعت د ودي لپاره کوپراتیفونه ایجاد وی، زراعت ماشیني کوي او داسي پروګرامونه دایر وي چې د زراعتي فعالیتونه وده وکړي.
- کوچی: د ټولني هغه قشر دی چي دایمي استوګنځای نلري، اقتصادي او جغرافیايي وضعیت ته په کتو سره په حرکت کي وي.
- طبقه : په اقتصاد کي هغه ډلي ته ویل کېږي چي په تولید کي ټاکلې ونډه ولري.
- ټولنیز قشر:هغه ډله خلکو ته ویل کېږي چي د ټولني جز وي
- خالصه کوچی: هغه کوچي ته ویل کیږي چي هیڅ استوګنځای ونه لري .
- نیمه کوچی: هغه کوچي ته ویل کېږي چي په یوه سيمه کي ځای لري او په بله سيمه کي یي نه لري.
د کوچيتوب ټولنیزه ستونزه څه ده : ټولنیز حق نسي تامینولای. نو دولت باید ورته مسکن ورکړي چي،کوچيتوب له لاسه ورکړي.
- مهاجر: هغه څوک دی چي د سياسي او اقتصادي ستونزو له امله بل هیواد ته ځي .
- بي ځایه سوی: هغه ته ویل کېږي چي د ځینو اقتصادي ، سياسي او اجتماعي ستونزو له امله بل ځای ته ځي، خو د حالت په ښه کېدو سره بیرته راځي او د راتګ ارمان لري.
پنځلسمه ماده
دولت مکلف دي چي د ځنګلونو او د چاپیریال د خوندي کولو او ښه والي لپاره لازم تدبیرونه ونیسي.
تشریح او څیړنه:
څنګلونه دوه ډوله دي.
- طبیعي ځنګلونه: هغه دي چي له میوه لرونکو او بې میوو ونو څخه په طبیعي ډول جوړ دي.
- مصنوعي ځنګلونه: هغه دي چي د انسان د فعالیت په واسطه په مصنوعي ډول جوړیږي.
نو دولت باید ددې ځنګلونو ساتنه وکړي. هغه هیوادونه چي ځنګلونه لري ،د زلزلې ، د مځکي ښویېدني او سيلاب له ستونزو څخه په امن کي وي. ځنګلونه د هیواد د طبیعي سرمایې برخه ده، چي د هوا د پاکوالي ، د هیواد په ښایست او اقتصاد کې مهم رول لري .او دولت د ځنګلونو د ودي او ساتلو لپاره لازم تدابیر نیسي .
چاپیریال: د هغه طبیعي پدیدو مجموعه ده، چي له یوه معین میکانیزم سره د انسان په ژوند پوري اړه لري. لکه نباتات، حیوانات او اوبه، دا ټول پکښي شامل دي. وحش او غیر وحش دا ټول په چاپیریال پوري اړه لري. په نړیواله سطحه هم د دې ځنګلونو په باب شپږ کنوانسيونونه د چاپیریال د خونديتوب په برخه کي سته.
شپاړسمه ماده
د پښتو، دري ، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني، پامیري او په هیواد کي د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبي دي. په هغوسيمو کي چي د خلکو اکثریت له ازبکي، بلوڅي، بشه یي، نوریستاني او یا پامیري ژبو څخه پر یوې خبري کوي له پښتو او دري سربیره هغه ژبه درېیمه رسمي ژبه ده، د تطبیق ډول یي د قانون له لیاري تنظیمیږي. دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره اغیزمن پروګرامونه طرح او تطبیقوي. په هیواد کي د مطبوعاتو، راډیو او تلویزون خپروني د هیواد پر ټولو مروجو ژبو ازادي دي. په هیواد کي موجود ملي ، علمي او اداري مصطلحات ساتل کېږي.
تشریح او څیړنه:
پښتو او دري د دولت رسمي ژبي دي،په هغه سيمه کي چي خلک په بله ژبه خبري کوي، کولای سي چي په خپله ژبه خبري وکړي او داهم یو قانون لري. دولت باید د ژبو د تقویې لپاره کار وکړي، چي د دې کار لپاره دوې مرجعي دي، د افغانستان د علومو اکاډیمي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت.
او هره رسنۍ د افغانستان په هره ژبه خپروني کولای سي ، او کوم اصطلاحات چي په قانون کي تعریف سوي وي د علمي اصطلاحاتو برخه ده.
اووه لسمه ماده
دولت په بېلا بېلو سطحو کي د معارف د ودې او د دیني زده کړو د پراختیا د جوماتونو ،مدرسواو دینې مرکزونو د وضعې د ښه والي او تنظیم لپاره لازم تدبیرونه نیسي
تشریح او څیړنه:
درې ډوله معارف لرو ، ابتدائیه، متوسطه ، عالي . او هم تخنیکي او دیني زده کړي تعلیم. ښوونه او روزنه او د دینې زده کړي پرمختیا زموږ د هیواد له مهمو موضوعاتو څخه دي، نو اساسي قانون هم د همدې اهمیت پر اساس دولت مکلف کړی چي په دې برخه کې لازم تدابیر ونیسي. دا چي زموږ یو اسلامي هیواد دی او د هیواد دین هم اسلامی دین دی ،نو دولت د خلکو دیني عقایدو ته په کتو سره دیني تعلیماتو ته وده ورکوي او د مدارسو او مسجدونو د ملا امامانو علمي سویه لوړوي.
مسجدونه او مدرسې چي په راس کي یی ملاامامان دی هغه مدني بنسټونه دي چی په هیواد کي خلکو ته د مدني او فکري پوهي در وکولو ښه مرجعګانی دي، که دولت دغو ټولنو ته وده ورکړي او په واک کي يي شریک کړی ، دوي په ښه ډول د دولت او خلکو تر منځ فاصله کمه کوي. او هم په استخباراتی لحاظ د نظام په وړاندي شته خطرونه ډب کولای سي.
اتلسمه ماده
د هيواد د تقویم مبداء د پیغمبر اکرم(ص) پر هجرت ولاړ دی. د دولتي ادارو د کار بنسټ هجري لمریز کال دی. د جمعي ورځي، د اسد ۲۸مه او د ثور ۸مه عمومي رخصتۍ دي، نوري رخصتۍ د قانون له لیاري تنظیمیږي.
تشریح او څیړنه:
د جنتري تقویم د حضرت محمد (ص) د هجري لمریز ،په کال شروع کېږي. او دغه لمریز کال تعینېدل د اعلیحضرت امان الله شاه غازي په واکمنۍکې ټاکل سوی دی ، او هم د جمعې ورځ چي په اسلام کې خاص ځای لري رخصتی ده او د اسد ۲۸ـــمه چي د هیواد د خپلواکۍ ورځ ده ،په دې ورځ مو له انګلیس څخه خپلواکي تر لاسه کړې ده،رخصی ده ، او ه د ثور ۸ ـــ مه چي مجاهدین قدرت ته ورسېدل ، نو دا هم رخصتي ده او نوري د رخصتۍ ورځي د کار د قانون له لاری تنظیم سوي دي.
نولسمه ماده
د افغانستان بیرغ له: دریو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دی درې واړه ټوټې په مساوي ډول له کېڼ نه ښې لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نیمايي دی چي په مینځ کي یي د افغانستان ملي نښان ځای پر ځای شوی دی. د افغانستان د دولت ملي نښان له سپین رنګي محراب او منبر څخه جوړ دی،چي په دوو څنډو کي یي دوه بیرغونه او د منځ په برنۍ برخه کي یی د لا اله الا الله محمد رسول الله مبارکه کلمه او الله اکبر او د راختونکي لمر وړانکي اوپه لاندنۍ برخه کي یی د ۱۲۹۸ هجري شمسي تاریخ او دافغانستان کلمه راغلې چي له دوو خوا وو د غنمو وږي پرې راګرځول سوي دي. له بیرغ او ملي نښان څخه د استفادې څرنګوالي د قانون له لیاري تنظیمیږي.
تشریح او څیړنه:
ولي دولتونه بیرغ لري؟، د حقوقو له نظره دولت حکمي شخص دی،چي باید بیرغ ولري. او په معنوي لحاظ د هیواد هویت ښکاره کوي. موږ د تاریخ په اږدو کې مختلف بیرغونه درلودل. دغه درې رنګه له اعلیحضرت امان الله شاه غازي څخه شروع کېږي چي تور، سور، زرغون دی او د سردار داود خان په دوره کي لږ فرق ورکول کېږي. بیرغ خپل ځانته قانون لري او څوک چي یي بی احترامي کوي په ۳ کاله حبس محکومېږي. ملی بیرغ د یو هیواد پر خپلواکۍ باندی هم دلالت کوي.
شلمه ماده
د افغانستان ملي سرود په پښتو ژبه دی ، الله اکبر او د افغانستان د قومونو نومونه پکي راځي.
تشریح او څیړنه:
دا ملي سرود د افغانستان پیژندګلوي ښکاره کوي.او دهرو مراسمو په شروع کې ویل کېږی .او په لاندي ډول دي.
د افغانستان ملي سرود
دا وطن افغانستــــان دی دا عزت د هر افغــــان دی
کور د سولي کور د تــوري هر بچی یی قهرمــان دی
دا وطن د تولو کـــــور دی د بلوچـــــو د ازبـکـــــــــــو
د پشتون او هـــــزاره وو د ترکمنــــــو د تاجکــــــو
ورسره عرب، گوجــر دي پامیریان، نورستانیــــــــان
براهوی دی، قزلباشدی هم ایماق، هم پشه ییان
دا هیواد به تـــــل زلیږي لکه لمر پرشنه آسمـــان
په سینه کی دآسیا به لکه زړه وي جاویـــــــدان
نوم د حق مودی رهبـر وایو الله اکبر وایو الله اکبر
یوویشتمه ماده
د افغانستان پایتخت د کابل ښار دی.
تشریح
حکمي شخصیتونه باید یو مرکز ولري. کابل د افغانستان پلازمېنه ده. دا سيمه د افغانستان ختيځ لور ته پرته ده او د افغانستان د څلوردېرشو ولايتونو څخه يو ولايت ګڼل کېږي. د کابل ولايت مرکز د کابل ښار په نامه يادېږي او همدا ښار دسمندر له سطحې ۱۸۰۰ متره په لوړه کې پروت دی او په همدې توګه دا يو د هغو پلازمېنو څخه دی چې په نړۍ کې تر ټولو په لوړه سطحه کي موقعيت لري. د ۱۳ـــ مې پېړۍ په پيل کې کابل په ټوله نړۍ کې د زده کړو ځای او د ښکلو ځايونو په کتار کې شمېرل کېده. خو د هماغه وخت نه راپه دېخوا د بېلابېلو جګړو او تاريخي ناورينونو، او د باندنيو ځواکونو د يرغل وروسته کابل ړنګ سو. کابل د افغانستان يو ګڼ میشته ښار دی چې د حکومت اداري مرکزيت هم همدلته دی.