خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

افغانستان داساسي قانون څېړنه اوتشریح: دریمه برخه

:افغانستان  داساسي قانون څېړنه اوتشریح

 AfghanistanConstitution Law Explaination and Analysis

  مؤلف

سیداحمدشاه انګار (ارغنداوی)

پنځمه برخه

داساسي قانون دویم څپرکی

د اتباعو اساسي حقوق او وجایب

اساسي قانون په حقیقت کي هغه میثاق یا تړون دی،چي دحکومت کوونکو او حکومت کېدونکو ترمنځ منعقدېږي، د دې قرارداد یو طرف خلک ( د حاکمیت درلودونکي) یا اتباع  دي چي ډول ډول حقوقي او سياسي  اړیکي د دولت د بنسټونو او سياسي موسسو سره لري، سياسي ثبات او د سياسي رژیم ښه والی هله ممکن دی،چي اتباع او خلک، حقوق او امتیازات ولري ، دولت د هغو په رعایت ،حفظ او حمایت باندي مکلف دی.

د خلکو اساسي حقوق: هغه  حقوقو ته ویل کېږي چي د انسان له ذات او طبیعت سره اړیکي ولري.

هر ځای چي حق دی، هلته تکلف سته او تکالف یا د وجيبې په شکل دي یا د مکلفیت.  هر وخت چي د ټولني داخل ته راځي مکلفیت مطرح کېږي.

  • تبعه : هغه شخص چي دتابعیت اړیکي ته داخلیږي.
  • تابعیت: ددولت سره حقوقي، سياسي اومعنوي اړیکه ده.

دوه ویشتمه ماده

د افغانستان د اتباعو تر منځ هر راز تبعیض او امتیاز منع دی. د افغانستان اتباع ښځي او نارینه د قانون په وړاندي مساوي حقوق او وجایب لري.

تشریح او څیړنه:

خدای (ج) فرمایلي دي

(يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (۱۳))

ژباړه : ای خلکو! موږ تاسي د یوه نر او یوې ښځي څخه پیدا کړي یاست ، تاسي مو قومونه او قبیلې وګرځولاست ، چي تاسي یوبل سره و پیژنئ ، په حقیقت کې د الله تعالی(ج) په نزد ستاسو تر ټولو کرامت والا هغه څوک دی،چي زیات پرهیزګاره وي.

دعمومي حقوقي قواعدویو خاصیت دي، چي ټول خلک  د قانون په وړاندي مساوي دي ، کله چي دغه اصل قبول کړو، بیا تبعیض نه رامینځته کېږي.

  • تبعیض: له یوشي څخه دبل شي جلا کول. د حقوقو او سياست په اصطلاح ،دیوې ډلي پر افرادو د یوه فرد یا ډلي برتري کول.

تبعیض کېدای سي معنوي او یا مادي وي. معنوي تبعیض په ټولنه پوري اړه لري او کله چي معنوي تبعیض رامینځته کېږي، يو ډول ټولو وژنه ( جنوسایډ) پیدا کېږي، چي جنوسایډ هم دوه ډوله دی: فیزیکي او بیالوژیکي .

  • فیزیکي : عملاً عام وژنه کوي.
  • بیالوژیکي: چي په معنوي لحاظ د خلکو حقوق نه ورکوي ،معنوي ،چي فرهنګ له مینځه وړي،نو تبعیض معنوي جنوساید رامینځته کوي.
  • مادي تبعیض: چي مادي امکانات له مینځه وړي.
  • امتیاز.: و یوه شخص یا یوې معیني ډلي ته د امکاناتو مساعد ول.

نو د افغانستان د اساسي قانون پر اساس ټول خلک که نر دی او که ښځه ، دقانون په وړاندی مساوي دي او پر ټولو یو ډول قانون تطبیقیږي.

دریویشتمه ماده

 ژوند د خدای(ج) بخښنه او د انسان طبیعي حق دی، هیڅوک له قانوني مجوزه پرته، له دې حقه بی برخي کيدای نشي.

تشریح او څیړنه:

 ( وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ )۱۰۰

ژباړه : مه وژنئ نفس،چي حرام کړی دی خدای (ج) جز د حق سره .

د ژوند حق د انسان له اساسي ترینو حقوقو څخه دی. که فطری حقوق وي او که مذهبي یا دیني حقوق وي ، اساسي ترین انساني حقوق دي ، نو پدې خاطر د ژوند کولو  حق د انسان اولین فطری او قانوني حق دی. نو د اساسي قانون مطابق هم ژوند د خدای(ج) بخښنه ده ، نو بېله قانوني جواز څخه هیڅوک دبل چا ژوند نه سي اخیستلای.

طبیعي حقوق د هغه پایداره اساساتو مجموعه ده چي ټول انسانان په هغه کي شریک دي او په هر وخت  کي د تغیر وړ نه دي.

  • قصاص: د یونفس قتل د مقتول د نفس په مقابل کي چي حق العبد یا حقوق خصوصي دی.
  • اعدام: د قانوني وسایلو په واسطه د قانون د احکامو مطابق د حقیقي شخص د حیات قتل. او د افغانستان د جزا د قانون مطابق: اعدام په مرمي د یو شخص ویشتل د مرګ تر وخته پوري، یعني د اعدام شکل یي بیان کړي چي باید څنکه اعدام سي.

هغه ټولنه چي په ریښتیا هم ازاده وي انساني ده. او ازادي هغه وخت مشروع ده چي نورو ته یې صدمه  ونه رسيږي.

څلیرویشتمه ماده

آزادي د انسان طبیعی حق دی،دا حق د نورو له ازادۍ او له عامه مصالحو پرته چي د قانون له لیاری تنظیمیږي حدود نه لري،د انسان ازادي او کرامت له تیري نه خوندی دی ، د ولت دانسان د ازادۍ او کرامت په ساتنه او درناوي مکلف دی .

تشریح او څیړنه:

ازادي : په خاصه معنی د فرد د ارادې څرګندول او په عامه معنی د خلکو د ارادې څرګندول . د پورته مادې پر اساس د ازادۍ حق د طبیعی حقوقو له جملی څخه دی او د تعرض څخه خوندی دی ، خو دا حق محدودیت او قید هم لري ، چي هغه هم د نورو، ازادۍ او حقوق دي ، هر کله چي د یو شخص ازادي د نورو خلکو ازادۍ ته صدمه ورسوي نو قانون ازادي محدود وي او بل، که عامه ګټو ته زیان واړوي نو قانون يې ازادي محدود وي.

خدای(ج) فرمایلی دی (وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ)۲۷ایات بنی اسرایل سورت.

ژباړه : په تحقیق سره می د بنی ادم اولاد ته کرامت ورکړی دی.

خدای(ج)انسان مکرم خلق کړی دی ، د عزت او شخصیت خاوند یې ګڼي ، د انسان توهینول یی منع کړي دي ، نو په دې اساسي قانون کې دولت مکلف دی چي د انسان کرامت وساتي او نور پرې نږدي چي پر انسانی شخصیت باندی تعرض او تجاوز وکړي.

پنځه ویشتمه ماده

 د ذمې برائت اصلي حالت دی، تر هغي چي د باصلاحیته محکمې  په قطعي حکم ، متهم محکم علیه ثابت نه سي، بې ګنا ګڼل کېږي.

تشریح او څیړنه:

برائت الذمه د تورن اصلی حالت دی، تر هغه چي د باصلاحیته محکمې له خوا په نهايي حکم محکوم علیه نه وي واقع سوی، متهم بې ګناه دی. په حقوقي اصطلاحاتو کې برائت ذمه د تعهد څخه د یو شخص د ذمې خالي کولو ته وايي.

د دې مادې د حکم پر اساس هیڅوک مکلفیت نه لري چي ثابت کړي چي مرتکب جرم نه دی کړی ، هر څوک چي بر بل چا تور لګوي باید خپله ادعا ثابته کړي . زموږ په هیواد کې د دولت له خوا پر یو شخص باندې د عوي اقامه کول د څارنوال دنده ده.

د تور اثبات باید د تورن په وړاندی په دلایلو، شواهد او قاطعه قانونی قراینو سره ثابت سي. د محکومیت حکم هم باید د باصلاحیته محکمې له خوا صادر سي ، چي بیا مجرم ګڼل کېږي ، که نې هغه کس بې ګنا دی.

شپږویشتمه ماده

جرم یو شخصي عمل دی. د متهم تعقیبول ، نیول یا توقیفول او پر هغه باندې دجزا تطبیق بل هیچا ته سرایت نه کوي.

تشریح او څیړنه:

هر شخص چي د جرم مرتکب سي، هغه خپله د خپل جرم مسؤل دی ، د ده جرم بل چاته لکه  پلار، مور. ورور، ماینه  یا نورو خپلوانو ته نه انتقالیږی خو که له هغه سره په جرم کې شریک نه وي.

که یو څوک تر عدلي تعقیب لاندي راسي او یا یی ازادي سلب سي او ور باندی جزا تطبیقیږی ، هغه یوازي خپل پر شخص عملي کېږي ، نورو دوستانو ته نه انتقالیږی.

اوویشتمه ماده

هیڅ یو عمل جرم نه ګڼل کېږي خو دهغه قانون له مخې چي د جرم تر ارتکاب دمخه نافذ سوی وی. هیڅوک د قانون له حکمونو پرته تعقیبېدای، نیول کېدای او یا توقیفېدای نه سي.  هیچاته سزا نسي ورکول کېدای مګر، د باصلاحیته محکمې په حکم او د هغه قانون له احکامو سره سم چي د اتهام وړ فعل تر ارتکابه مخکي نافذ سوی وي.

تشریح او څیړنه:

خدای (ج) فرمایلي دي (وَ مَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتى نَبْعَث رَسولاً) ایت ‍۱۵ سورت الاسرا.

ژباړه: موږ هیڅ وخت چاته عذاب نه ور کوو، تر  هغه چي مو رسول نه وي استولی او فعال احکام ورته نه وي بیان کړي.

 د جزا په حقوقو کي یو اصل دی. د جرایمو او جزاګانو د قانونیت اصل. هر عمل چي قانون جرم وګني هغه جرم دی او د هر جرم په مقابل کي باید جزا وجود ولري، او داسي نسي کېدای چي موږ پخپله جرم جوړ کړو او جزا هم ورته وټاکو. دا قانون دی چي موږ ته وايي،  چي کوم عمل جرم دی او کوم نه دی او کومي مرجع کولای سي دغو جرایمو ته ځان ورسوي. نو دغه ماده د حقوق جزا پر هغه اصل ولاړه ده چي بېله قانونه، نه جرم سته او نه هم جزا . یعني د جرم او جزا د قانونیت اصل.

اته ویشتمه ماده

 د افغانستان هیڅ یو تبعه په جرم باندي د متهم کېدو له امله، بهرني دولت ته نه سپارل کېږي. مګر د ورته معاملې او د هغو بین الدول تړونو نو له مخي چي افغانستان ورسره تړاو لري. هیڅ افغان د تابعیت په سلبېدو او په افغانستان کي د ننه یا بهر په شړل کېدو نه محکومیږي.

تشریح او څیړنه:

موږ په بین االمللي حقوق جزا کي دوه پرنسيپه لرو، محلي پرنسيپ او عیني پرنسيپ.

  • محلي پرنسيپ: هغه پرنسيپ دی چي لومړی د جرم هغه ځای چي جرم پکښي واقع سوی وي اهمیت ورکول کېږي.

دا استثنا لري چي د ډیپلوماټانو او نظامیانو لپاره نه دي، ځکه دوی چي په بل هیواد کي د جرم مرتکب سي هلته نه محکمه کېږي. دلیل یی دادی چي هغه د یو ملت یا دولت نمایندګي کوي او بل د ډیپلوماټ سره رازونه او پټ اسناد موجود وي چي د تحقیق په وخت کي هغه افشا کېږي.

  • عیني پرنسيپ: ددې پرنسيپ مطابق هر وخت چي په کوم هیواد کې جرم سوی وي ،کوم هیواد چي د هغه څخه متضرر دی حق لري چي مجرم محکمه کړي.

د افغانستان اساسي قانون هم وايي چي هیڅکه مجرم بل هیواد ته نه استول کېږي خو که د مجرمینو د استرداد موافقه وي نو بیا کېږي.

په کلاسيکودجزا حقوقو کي به ځیني اتباع د جرم د ارتکاب له امله  تبعید یدل او یا سلب تابعیت کېدل، خو نن ورځ حقوق بشر ،دا عمل نه مني،او افغانستان اساسي قانون هم دغه ډول  عمل  نه مني چي مجرم  تبعید یا سلب تابعیت سي.

نهه ویشتمه ماده

 د انسان تعذیب منع دی. هیڅوک نه سي کولای،چي له بل شخص څخه حتي د حقایقو د ترلاسه کولو لپاره که څه هم تر تعقیب ، نیونې یا توقیف لاندي وي او یا په جزا محکوم وي، د هغه د تعذیب لپاره اقدام وکړي، یايي د تعذیب امر ورکړي. د انساني کرامت مخالفي جزا ټاکل منع دي.

تشریح او څیړنه:

تعذیب څه معني : معني عذاب ورکول. هر وخت چي څوک بندي کوو، هغه اصلاح کوو، یعني هم دده لپاره او هم د ټولني لپاره.

تعذیب: هر عمل چي د انسان د کرامت خلاف وي . تغذیب دوه ډوله دي: مادي او معنوي. یعني ځیني وخت تعذیب هیڅ مادي نه وي لکه په تلیفون په عذابول . او مادي تعذیب چي پخپله یي مادتاً وینو.

پورته مادې د انسان پر کرامت، او حیثیت باندی تعرض منع کړی دی او هر ډول توهین ، او تعذیب یی منع کړی دی، که څه هم مجرم وي او د عدلی تعقیب په وخت کې غواړي حقایق تر لاسه کړي هم باید شکنجه نه سي.

دېرشمه ماده

له متهم یا بل شخص څخه په زور تر لاسه شوي څرګندوني، اقرار یا شهادت اعتبار نلري. په جرم اقرار د متهم هغه اعتراف ته وايي چي په بشپړه خوښه او د عقلي روغتیا په حالت کي یي د باصلاحیته محکمي په وړاندي کړي وي.

تشریح او څیړنه:

  • څرګدوني یا بیان: هغه اظهارات دي چي یو څوک یو واقعیت خپل ځان یا بل شخص ته وايي.
  • اعتراف: د تحقیقي او کشفي ارګانونو په نزد د تورن د جرم بیان دی.
  • اقرار: هغه څرګندوني دي چي تورن يې د محکمې په حضور کي يې خپل پر ضد کوي، او په محکمه کي د جرم قوي ترین اثبات دی.

اعتراف ثبوت نه دی او د محکمې لپاره د  منلو وړ نه دی، اعتراف باید په بله وسيله هم ثابت سي، دغه اعتراف ثبوت کېدای نه سي، باید شاهدان ولري. هر ډول مجرد اعتراف ،د محکمې د حکم سبب نه سي کېدای. د خصوصي جرم تفتیش حق د محکمې حق دی‎.

اقرار دوه ډوله دی قضايي او غیر قضايي .

  • قضايي اقرار: هغه دی چي شخص و محکمې ته د یوې ټاکلي موضوع په اړه اقرار وکړي.
  • غیر قضايي: هغه دی چي پرته له محکمې اقرار وکړي اود حکم سبب نه سي کېدای. او یا پر بله موضوع باندی تورن محکمې ته اقرار وکړي.

شهادت: دقضا په حضور کې د اشهده په کلیمي سره ،د  واقعیت بیان دی.او که محکمې قبول کړ . د حکم سبب کېدای سي. محکمه هغه وخت شهادت قبلوي چي هغه په سترګو لیدلی وي. او هغه څوک چي لیدلای سي، خبري کولای سي، او واوري، هغه شخص شهادت ورکولای سي. د کوچني شهادت د قبول وړ نه دی او تعلیقیږي او په ځینو استثنايي حالاتو کي په داسي ځای کي چي ټول کوچنیان وي، هلته د منلو وړ دی.

دعوا:د بل شخص څخه د محکمې په مخ کي حق غوښتل دي. دعوا درې رکنه لري، مدعی، مدعی علیه او مدعي بها.

  • مدعی: هغه څوک چي دعوی کوي.
  • مدعی علیه: څوک چي دفاع کوي.
  • مدعی بها: د دعوی موضوع.

دري ډوله دعوی لرو

  • جزايي دعوی: چي مدعی يې څارنوال دی،یعني د حق الله لپاره .
  • مدني دعوی :دحقیقي شخص د بل حقیقی شخص سره یا هم د حکمي شخص سره پر مدني مسایلو .
  • دتجارتي دعوی:د حقیقي شخص د بل حقیقي شخص سره  یا  هم حکمي شخص  سره په تجارتي مسایلو.

د دې مادې پر اساس هر هغه اعتراف چي په زوره د یو چا څخه واخیستل سي، هغه د منلو وړ نه دی.

یو دېرشمه ماده

هرڅوک کولای شي چي له نیول کېدو سره سم ،له ځانه د اتهام د لري کولو او یا د حق د ثابتولو لپاره مدافع وکېل وټاکي . متهم حق لري چي له نیولو سره سم له منسوب اتهامه ځان خبر کړي او د هغي مودې دننه چي قانون يي ټاکي، محکمه کي حاضر شي. دولت په جنايي پېښو کي د بیوزلي متهم لپاره مدافع وکېل ټاکي . د متهم او دهغه د وکېل ترمنځ مکالمات، مراسلات، او مخابرات له هر ډول تعرض څخه خوندي دي. د مدافع وکېلانو وظایف او واکونه د قانون له لیاري تنظیمیږي .

تشریح او څیړنه:

وکالت یا د وکېل ټاکل یو شرعی امر دی ، خدای (ج) فرمایلي دی : (وَقَالُواْ حَسْبُنَا اللّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ)ایت ۱۷۳ ال عمران.

ژباړه : خدای(ج) موږ کفایت کوی ‎( یعني زموږ وکېل دی) ښه همکار به وي .

متهم حق لري چي مدافع وکېل ولري، په جزايي دعوی کي که تورن کس غریب وو باید دولت ورته مدافع وکېل وټاکي. چي د وکیل ټاکل د هغه تورن کس  د دفاع حق دي، متهم باید په ۳۳ ورځو کي محکمي ته حاضر کړه سي، کنه نو باید بیرته ایله سي.

د وکالت ارکان

  • وکېل. هغه څوک دی چي د مدافع وکیل جواز ولري او د افغانستان د وکېلانو د اتحادېې غړی وي او حد اقل د حقوقو یا شریعت لسانس ولري او دافغانستان تابعیت ولري. او متهم په جنهه یا جنایت نه وي.
  • وکالت.
  • موکل .
  • موکل به.

وکېل ته باید حق ورکول سي چي د قضیې د شروع څخه تر پای پوری د خپلی قضیی دفاع وکړي ، او هم کولای سي، د خپلی دعوې د پرمخ بیولو لپاره مدافع وکېل و ټاکې، چي د ده دعوه پر مخ بوزي.

دو دېرشمه ماده

 پور د پوروړي د آزادۍ د سلبېدو یا محدودېدو سبب کېدای نسي. د پور د بیرته اخیستلو لاري چاري او و سایل د قانون له لیاري تنظیمیږي.

تشریح او څیړنه:

پور یا دین دري رکنه لري . داین، مدیون ، موضوع د دین.

  • دین یا پور: هغه تعهد دی چي د عمل پر اجرا یا امتنا د یو عمل د اجرا باندي مبتني وي.
  • داین یا پوراخیستونکی: هغه دی چي د پور تعهد يي په ګټه وي.
  • مدیون یا پوروړی : هغه دی چي دغه تعهد اجرا کوي.

دپور یا دین  دمشروعیت او نامشروعیت وړاندوینه قانون کوي. او موږ انسان په امانت نسو ساتلای.

پوروړی یا دیو شخص مدیون کېدل څه معني: هر وخت چي یو شخص پوروړی یا مدیون وي، موږ نه سو کولای چي هغه سلب صلاحیت کړو، په دې خاطر، دده له امله ، عمومي نظم نه مختل کېږي. او څوک چي پور نه ورکوي موږ یو قانون لرو د ترز تحصیل حقوق. ددې قانون له لاري  پور اخیستلاي سو. څوک چي پور نه ورکوي ، د محکمې له خوا یوه فیصله کېږي،چي هغې فیصلې ته اجباري تنفیذ وايي چي ټوله دارايي د قانون له خوا ځني اخیستل کېږي. او کوم وخت چي مدیون په دې محکوم سي، نو هغه ته محجور حکمي وايو.

  • حجر: چي حکمي اهلیت نه لري.
  • محجور حکمي:چي قانون ورباندي حکم کړی وي. محجور طبعي:لکه کوچنی .

او کوم وخت چي پور ادا  کړي، زایل افلاس رامینځته کېږی او عادي حالت راځي .

دري دېرشمه ماده

 د افغانستان اتباع د انتخابولو او انتخابېدلو حق لري، له دې حق څخه د ګټي اخیستلو شرایط او لاري د قانون له لیاري تنظیمیږي.

تشریح

ټول ټاکني (انتخابات)  څه دي ؟،اساساً د انتخاباتو مسله د صنعتي انقلاب وروسته رامینځته سوه. انتخابات دوه ډوله دي تخنیکي او سیاسي.

  • تخنیکي انتخابات: هغه دي چي د حرفي او شغل څخه، بېله سياست څخه مینځته راسي :مثال د کارګرانو اتحادیه.
  • سياسي انتخابات: هغه دي چي هدف يي د واک اخیستل یا په قدرت کي شریکېدل وي.

د انتخابانو تعریف

 انتخابات یوه منظمه سيسټماټیکه حقوقي او سياسي  پروسه ده چي انفرادي اراده په جمعي نتیجې باندي منتج کوي. د انتخابانو ارکان دادي ( رایه، رایه ورکونکی. رایه اخیستونکی).

  • رایه: پر یو معیني موضوع چي مخکي ټاکل سوې وي د یو شخص د ارادې څرګندول.
  • رایه ورکونکی : هغه څوک دی چي د رايي څرګندول يي نتیجه ورکوي.
  • رایه اخیستونکی: هغه څوک دی چي د رایې د نتیجي محل جوړیږي.

د افغانسان د ټاکنود  قانون په ۹ــ مه  ماده کي د اوو ډولو انتخابانو وړاندوینه سوې ده.

  • د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره، ټول هیواد یو ټاکنیزه حوزه ده .
  • د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره، هر ولایت یوه ټاکنیزه حوزه ده او د کوچيانو لپاره ټول هیواد یوه ټاکنیزه حوزه ګڼل کېږي.
  • د ولایتي شوری د غړو د ټاکنو لپاره ،ټاکنیزه حوزه اړوند ولایت دی.
  • د ولسوالۍ د شوری د غړو د ټاکنو لپاره، ټاکنیزه حوزه اړونده ولسوالي ده.
  • د کلي شوری د غړو د ټاکنو لپاره، تاکنیزه حوزه اړوند کلی دی.
  • د ښاروالانو د ټاکنو لپاره ، ټول ښار یوه ټاکنیزه حوزه ده.
  • ناحیه، د ښاروالیو دمجلسونو د کرسيو د ټاکنو لپاره ټاکنیزه حوزه ده.

څلوردېرشمه ماده

 د بیان ازادي له تیري څخه خوندي ده. هر افغان حق لري چي خپل فکر د وینا، لیکني، انځور او یانورو وسيلو له لاري، په دي اساسي قانون کي د راغلو حکمونو په رعایت، څرګند کړي. هر افغان حق لري، د قانون له حکمونو سره سم مطالب، بی له دې چي مخکي له مخکي دولتي مقامونو ته وښيي، خپاره او نشر کړي.  د مطبعو، راډیو  او تلویزون، د مطبوعاتو د خپرولو او جمعي ارتباط په نورو وسایلو پوري مربوط حکمونه د قانون له لیاري تنظیمیږي.

تشریح او څیړنه:

په قران شریف کې د بیان د ازادې په اړه خدای (ج) داسي فرمایلی دی.

(قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الأَعْمَی وَالْبَصِیرُ أَفَلاَ تَتَفَکَّرُونَ) ایت ۵۰ سورت الانعام.

ژباړه : ووایه ایا بینا او نابینا سره برابر دی ، پس په دغه هم فکر نه کوی.

خدای(ج) انسان ته د انسانیت مقام ورکړی ، هغه یی پر مځکه  خلیفه او خپل ځایناستی ټاکلی دی، ټول طبیعت یی د انسان تر فرمان لاندی کړی دی او د انسان په چوپړ کې دی . د بیان ازادي د انسان لپاره د خدای (ج) یو سوغات دی ، او د بشر د حقوقو څخه  یو اساسي حق دي.  د بیان ازادي د اوضاع د تغیر لپاره یوه وسيله ده او داسي شرایط اماده کوي چي اصلاحات راولي.

  • مدني حقوق : د ټولنیز ژوند لپاره د هغو وضع شویو اصولو مجموعه ده چي د فرد او ټولنې مسولیتونه، حقونه او حدود ټاکي او اصلي هدف یې د قانونمندۍ رواج ول دي، چي ټولنه کي د بشري ژوند، آزادي او هوسایینه تضمینوي.
  • د بیان آزادي : د هر فرد د فکر، وینا او ذهني شتمنۍ د ارائیې د آزادۍ حق دی، چي له قانون سره سم د بل فرد وضع سوي حقونه تر پښو لاندې نه کړي.
  • د رسنیو آزادي : د ټولنیزو اړیکو د کار آزادي تنظیموي،چي افراد او ټولنې د هغو په وسيله د بیان د آزادۍ حق تمثیل کړي.

د افغانستان د جزا د قانون مطابق: هغه بیان چي تر یو کس اضافه څوک يي واروي بیان دی. همدا رنګه د بشري حقوقو نړیوالي اعلامیې هم په ۱۹ـــ مه  ماده کي د بیان د ازادۍ ملاتړ کړی دی او وایي:

هر څوک د فکر او د هغه د ښکاره کولو د خپلواکۍحق  لري. په دې حق کې د هرې رسنۍ له لارې د اند بې ډاره څرګندول او د خبرونو او اند بې بريده لټول، موندل او خپرول نغښتي دي.

رسنۍ څو ډوله دي. په تخنیکي لحاظ رسنی څلور ډوله دي. صوتي، تصویري، بریښنايي او چاپي.

  • صوتي رسنۍ: هغه رسنۍ دي چي د اورېدو د حس په واسطه د درک وړ وي.
  • تصویري: هغه رسنۍچي د لیدو د حس په واسطه د درک وړ وي.
  • بریښنايي رسنۍ: الکترونیکي رسنۍ دي. لکه ویپاڼه یا فیس بوک.
  • چاپي رسنۍ: هغه دي چي د ویلو وړ وي: لکه جریده، ورځپانه، اونیزه یا مهالنۍچي دا د اخبار یا د مجلې په شکل وي.
  • بولټن: پر شخصي موضوعاتو وي .
  • موقوت: چي وخت يي معلوم وي چي څه وخت نشریږي.
  • غیر موقت :چي دچاپ وخت يي معلوم نه وي.

  د امتیاز څښتنله نظره په درې ډوله دي.

  • دولتي: هغه رسنۍچي مالک یي دولت وي.
  • خصوصي: چي دې یو ډلي په شریکه جوړه سوي وي.
  • شخصي: چي مالک يي یو نفر وي.

د افغانستان د اساسي قانون مطابق د بیان ازادي په دغو حالاتو کې محدودیږي ، کوم وخت چي  د نورو ازادي، عامه مصالح او د قانون له  حکم  سره په ټکر کې راسي.

پنځه دېرشمه ماده

د افغانستان اتباع حق لري،چي د خپلو مادي یا معنوي غوښتنو د تامین لپاره، د قانون له حکمونو سره سم ټولني جوړي کړي، دافغانستان اتباع حق لري، د قانون له حکمونو سره سم، سياسي ګوندونه جوړ کړي په دې شرط چي:

۱.د ګوند مرامنامه او اساسنامه د اسلام د سپیڅلي دین  د احکامو او په اساسي قانون کي د راغلو نصوصو او ارزښتونو مخالفه نه وي،

۲.د ګوند تشکېلات او مالي منابع څرګند وي.

۳.نظامي او نظامي ډوله تشکېلات او هدفونه ونه لري،

۴.له بهرنیو سياسي ګوندونو يا نورو بهرنیو منابعو سره تړلي نه وي،

د قوم، سيمي، ژبي او فقهي مذهب پربنسټ د ګوند جوړول او فعالیت کول، جواز نه لري . هغه جمعیت او ګوند چي د قانون له حکمونو سره سم جوړیږي د قانوني موجباتو او باصلاحیتي محکمې له حکمه پرته نه منحل کېږي .

تشریح او څیړنه:

جمعیت لغات د اول ځل لپاره په ۱۳۵۵هـ ل کال کي د افغانستان په مدني قانون کي استعمال سو.  د جمعیت منظور دد معنوي او مادي اهدافو لپاره د قانون مطابق منظم تشکېلات دي .او داساسنامې په درلودلو سره تشکېل کېږي. او کولاي سي چي د نهاد، موسسې ، اتحادیې په شکل تاسيس سي.

  • اتحادیه: هغه تشکېلات دي چي د یو معین صنف له خوا تشکېلیږي او معنوي اهداف لري.
  • بنیاد: اشخاص سره یوځاي کېږي، پیسې سره جمعه کوی او د خیریه کارونو لپاره یی استعمالوي.
  • نهاد: هغه تشکېل دی چي ظاهره اهداف يي مادي دي، خو په واقیعت کي معنوي دي.
  • موسسه: هغه تشکېل چي تخنیکي او مادي اهداف ولري.

دغه ټولو ته  جمعیت کلیمه ته ویل کیږي  او په افغانستان کي ورته مختلف قوانین لرو. مثلاً قانون مدني او جمعیت هیڅ وخت سياسي هدف نه لري .

ګوندونه د صنضتي انقلاب وروسته په فعالیت شروع کوي.  ګوندونه په څو ډوله دي ، مذهبي ګوندونه ، غیر مذهبي ګوندونه ، انترناسيونال ګوندونه ، فرقيي ګوندونه یا فرقه پال اوملت پال ګوندونه.

  • ګوند: د افرادو هغه ډله ده چي د یوي واحدي  کړنلاري او تګلاري په درلودلو سره سياسي فعالیتونه کوي .
  • مذهبي ګوندونه: هغه دي،چي هدف یي د يوي مذهبي ایډیالوژۍ خپرول او دهغی ایډیالوژۍ قدرت  ته رسول وي.
  • غیر مذهبي ګوندونه: غیر دیني اهداف لري او په کړنلاري او تګلاري کي يي هیڅ ډول مذهبي ایډیالوژي نه وي.
  • انترناسيونال ګوند: هغه دي،چي نړیوال هدف لري، که څه هم په یو دولت کي وي . لکه کمونستي ګوندونه.
  • ملت پال ګوندونه: هغه دي،چي ایډیالوژي یي ملت پالنه وي.
  • فرقیي یا فرقه پال: هغه دي،چي د نژاد، قوم او مذهبي ایډیالوژۍ پربنا راځي.

په عمومي ډول ګوندونه درې ډوله  دي: راسته ګوندونه یا ښي اړخي ، چپ ګوندونه یا کېڼ اړخي او میانه رو ګوندونه.کوم وخت چي د فرانسې پارلمان تاسيس سو ، هغه ګوندونه چي مذهبي ول، د پارلمان ښي طرف ته کښېناستل او هغه چي غیر مذهبي ول،کېڼ طرف ته کښېناستل او میانه رو د پارلمان په مینځ کي  کښېناستل. چي دهغي ورځي څخه د مذهبي ، غیر مذهبي او میانه رو ګوندونو لپاره دغه کلیمات استعمالیږي.

په افغانستان کي خلک کولاي سي ګوند جوړ کړي . د ګوندونوتګلاري او کړنلاري باید د اسلام خلاف نه وي او دافغانستان د تجزیی خبري هم و نه کړي. مالي منابع یی باید معلومي وي او که فابریکي جوړي کړي، د دولت حاکمیت ته صدمه رسوي. او د ګوند  د انحلال لپاره هم قانون سته .

شپږ دېرشمه ماده

د افغانستان اتباع حق لري چي د روا او سوله ییزو غوښتنو د تامین لپاره له قانون سره سم بی وسلې غونډي او مظاهرې وکړي.

تشریح او څیړنه:

د غونډي یا اجتماع منظور عام دی، هره ټولیزه یوځای کېدنه غونډه ده .  لاریون او غونډي د انسان اساسي حق دی چي نړیوالو هم په رسمیت پیژندلی دی. تاوتریخوالی باید و نه سي، او هیچا ته خصوصي صدمه ونه رسيږي .او د قانون مطابق باید وسي. د لاریون مقصد باید معلوم وي .

  • لاریون: د قانون مطابق دیو واقعیت په مقابل کي پرسياسي ، اجتماعي ، اقتصادي یا کلتوري مسایلو باندي د یو ټولیز اعتراض بیان دی.

۲۴/ ۲۶ ساعته مخکي باید امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي او که خطر و عامه امنتیت ته  متوجه وي ،باید منع سي، او هر ډول وسله پکښي منع ده. د لاریونو نو او غونډو اهداف باید مشروع وی، د نامشروع اهدافو لپاره غونډي او لاریون تر سره کول د قانون مطابق منع دی .

اووه دېرشمه ماده

 د اشخاصو د مخابرې او لیکونو آزادي او محرمیت که په لیکلي ډول وي یا د تلیفون او تلګراف یا نورو وسيلو له لاري، له تیري څخه خوندي دي. دولت د اشخاصو د مخابرو او لیکونو د پلټني حق نه لري مګر د قانون له حکمونو سره سم.

تشریح او څیړنه:

حریم  څلور ډوله دی : بدني حریم ، د استوګنی حریم ، د ارتباطاتو حریم او کورنی حریم.

دغو څلورو حریمو ته د ننوتلو حق هیڅوک نه لري، که غواړي ننوزي، باید باصلاحیته محکمه ورته اجازه ورکړي.

  • خصوصي حریم: یو فردي حق دی چي د شخص د شخصیت حدود او کرامت ته ځانګړي یا اختصاصي سوی دی.
  • بدني حریم: هر هغه څه چي انسان يي پخپل مغز یا بدن کي لري، بدني حریم دی.
  • د استوګني حریم : د ځای ځایګي حریم دی، په هغه ځای کي چي اوسيږي. دلته هیڅوک دننوتلو حق نلري خو که محکمه اجازه ورکړي.
  • دارتباطاتو حریم: لکه تلیفون، بریښنالیک، فکس او داسي نور،چي دې حریم ته هم څوک د ننوتلو اجازه نلري خو په هغه صورت کي داخلیدای سي چي باصلاحیته محکمې اجازه ورکړي.
  • کورنی حریم: چي له ښځي یا ماینې،  میړه او اولاد څخه جوړ دی او هیڅوک د داخلېدو حق نلري.
  • مخابرات: هر هغه څه چي دالیکترونیکي شیانو له لاري استول کېږي. او که څوک غواړي داخل سي باید د باصلاحیته محکمي اجازه ولري.

که  ذیصلاح محکمه اجازه ورکړي ،پر هغه ثبوت محکمه حکم کوي او که پولیس د محکې پرته دا خل سي محکمه دغه ثبوت نه مني. یوازي د مخدره موادو په قانون او د تطهیر په قانون کي اجازه سته چي تلیفوني مکالمې واوري.

اته دېرشمه ماده

د شخص استوګنځی له تیري څخه خوندي دی. هیڅوک ددولت په ګډون نشی کولای  د استوګن له اجازې یا د واکمني محکمې له قراره پرته او بی له هغو حالاتو او لارو چي په قانون کي ښوول شوي ، د چا کور ته ورننوزی یایې و پلټي. د څرګند جرم په مورد کي مسؤل مامور کولای شي د محکمې له مخکېنۍ اجازې پرته د شخص کورته ورننوزي یا هغه وپلټي، نوموړی مامور مکلف دی کورته له ننوتو یا پلټني وروسته، په هغه موده کي چي قانون يي ټاکي د محکمې قرار تر لاسه کړي.

تشریح او څیړنه:

په قران شریف کيالله(ج) د داستوګنځي د حریم په اړه داسي فرمایلی دی:

 ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ)ایات ۲۷ سورت النور.

ژباړه: ای مؤمنانو مه داخلیږئ هغو کوروته چي ستاسي نه وي ، تر څو چي اجازه واخلئ او سلام واچوئ د هغوی پر اهل باندی ، دا ستاسي لپاره بهتره دی چي و مو منی .

هیڅوک د چا کورته د با صلاحیت محکمې له حکم څخه پرته نسي داخلېدای. په اضطراري حالت کې بیا حق لري چي کور ته ورننوزي.  په څرګند( مشهود) جرم کي له  اجازې پرته خصوصي حریم تفتیش کېږی او بیا ورسته پولیس له با صلاحیته محکمې څخه د داخلېدو صحت اقدام اخلي چي جرم مشهود وو. او محکمه باید صحت اقدام ورکړي.

نهه دېرشمه ماده

هر افغان حق لري د هیواد هر ګوټ ته سفر وکړي او استوګن سي خو له هغو سيمو پرته چي قانون منع کړي دي. هر افغان حق لري د قانون له حکمونو سره سم له افغانستان څخه بهر سفر وکړي او بیرته راستون شي. دولت له هیواد څخه بهر د افغانستان د اتباعو د حقوقو ساتنه کوي .

تشریح او څیړنه:

هر څوک حق لري په هیواد کي هر چيري چي غواړي بار سي او هلته کور جوړ کړي، خو په داسي ځای کي نه چي قانون منع کړی وی لکه هدیره،پارک او څړځایونه. هر خارجي هیواد ته خلک د پاسپورټ د قانون مطابق سفر کولای سي. دولت د خلکو د حقوقو د ساتلو وسيله ده. او په خارج کي د خلکو ساتنه باید کونسلګریاني وکړي.

څلوېښتمه ماده

ملکیت له تیري څخه خوندي دی،هیڅوک د ملکېت د ترلاسه کولو او په هغه کي د تصرف کولو څخه نه منع کېږي،مګر د قانون د احکامو په حدودو کي، د هیچا ملکېت د قانون د حکم او د باصلاحیته محکمې له پریکړي پرته نه مصادره کېږي. د شخص د ملکېت استملاک یوازي دعامه ګټو دتامین په مقصد، د مخکېني او عادلانه بدل ورکولو، دقانون له مخي مجاز دی. د شخص د شتمنۍ پلټنه او اعلان یوازي د قانون په حکم کېدای شي.

تشریح او څیړنه:

ملکیت په عمومي ډول پر منقول او غیر منقول ویشل کېږي. او له تعرض څخه خوندي دی. د ملکېت د ترلاسه کېدو صلاحیت دوه  ډوله دي؛ یو په طبیعي ډول او بل په مبلغ شکل.

  • طبیعي تصاحب: د میراث په ډول د ملکېت ترلاسه کول.
  • اکتسابي تصاحب: چي د یوې معاملې په صورت کي په لاس راسي.

دافغانستان د اساسي قانون له مخي د ملکیت ترلاسه کول د خلکو حق دی او په مدني افلاس کي کسب او تصرف ملکیت منع دی.

  • استملاک : له مالیک څخه د ملکیت اخیستل.دا یو قانوني عملیه ده چي د خلکو څخه د ملکېت اخیستل د عامه ګټو لپاره استعمال کړي او په بدل کي یی باید پیسو یا بل ځای ور کړي. دولت حق نلري چي دخلکو دارايې تفتیش کړي.

یوڅلوېښتمه ماده

 بهرني اشخاص په افغانستان کي د عقاري مالونو د ملکېت حق نلري. د عقار اجاره د پانګي اچوني په منظور د قانون له حکمونو سره سم جواز لري. د بهرنيو ملکونو پر سياسي نمایند ګیو او پرهغو بین المللي مؤسسو چي افغانستان پکي غړیتوب لري د عقاري مالونو پلورل د قانون له حکمونو سره جواز لري.

تشریح او څیړنه:

زموږ د قانون مطابق هیڅ بهرنی تبعه حق نلري چي په افغانستان کي  ملکېت ولري. اما که خارجي موسسې غواړي چي په افغانستان کي ملکیت ولري  باید افغانستان  ته هم حق ورکړي، چي ددوی په هیواد کي ملکېت ولري. او د قانون مطابق،د ۹۹ کالو لپاره بهرنیان ملکېت  عقاره کولای سي.او بیا وروسته يي تمدید کولای سي.

  • عقار هغه ملکېت دی چي د استعمال وړ دی.

دوڅلوېښتمه ماده

 هر افغان مکلف دی د قانون له حکمونو سره سم، دولت ته مالیه او محصول ورکړي. هیڅ راز مالیه او محصول، دقانون له حکمه پرته نه وضع کېږی. د ماليی او محصول اندازه او د ورکړي ډول د ټولنیز عدالت په رعایت د قانون په وسيله ښوول کېږي. دا حکم د بهرنيو کسانو او مؤسسو به برخه کي هم تطبیقیږي. هر ډول ورکړه شوې مالیه، محصول او عایدات، دولتي واحد حساب ته تحویلیږي.

تشریح او څیړنه:

په عمومي ډول واجد شرایط خلک مکلف دي چي مالیه ورکړي . د مالیې د اخیستلو اندازه په قانون کې ذکر  سوې ده او هر څوک د تقنینی فرمان په استعمال ،حق نه  لري چي له چا څخه مالیه واخلي. او یوازي د هیواد تبعه نه دی مکلف چي مالیه ورکړي بلکې بهرنیان هم مکلف دي چي باید مالیه ورکړي که حکمي دی او که حقیقي اشخاص.

  • محصول: له معینو افرادو څخه اخیستل کېږي چي هغه هم قانون ټاکي لکه د مالیه قانون ، یا دعایداتو قانون .

او د ډیپلوماټانو او نظامیانو څخه مالیه یا محصول نه اخیستل کېږي.

درېڅلوېښتمه ماده

 زده کړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دی چي د لیسانس تر درجي پوري وړیا د دولت له خوا تامنیږي. دولت مکلف دی چي په ټول افغانستان کي د متوازن معارف د عامولو او د منځنیو اجباري زده کړو د تامین لپاره  اغیزمن پروګرام طرح اوتطبیق کړي او د مورنیو ژبو د تدرئیس لپاره په هغو سيمو کي چي پرې خبري کېږي لاره هواره کړي.

تشریح او څیړنه:

د افرادو یو له اساسي حقوقو څخه چي  پر دولت  یی لري، دزده کړي حق دی. د نن ورځي ځوان باید معیاري یا ستندرد او معاصر تحصیل وکړي او تر ابتدائیه پوري باید دولت د کوچنیانو مور او پلار مجبور کړل سي چي په خپلو اولادو زده کړه  وکړي. یعني تر ابتدائیه پوري ښوونځی اجباري دی. که څوک یي نه کوي باید مؤایدات پر وضع کړي او تر لسانس درجي پوري زده کړه  وړیا ده. ښوونه او روزنه  پر څو برخو ویشلې ده، د ښوونځي تر مخه او د ښوونځي په وخت کي. د افغانستان نظام عمومي او اختصاصي  ښوونه او روزنه لري.

  • عمومي ښوونه : چي عمومي ارزښتونه ولري. او پر درو برخو ده، ابتدائیه، متوسطه او عالي.
  • اختصاصي ښوونه: چي په مختلفو مسلکونو کي درس ورکول کېږي. په دا ټولو برخو کي باید جنسيت مراعت سي.

 او ټول ښوونځي باید ښارونو ته را نه وستل سي. دولت مکلف دی چي،د وزارتونو او اړوندو ادارو له لاري خلکو ته د زده کړي زمینه برابره کړي.

څلور څلوېښتمه ماده

دولت مکلف دی د ښځو د زده کړو د پراختیا او توازن د ایجاد په منظور، د کوچيانو د زده کړو د ښه والي او په هیواد کي د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره اغیزمن پروګرامونه طرح او تطبیق کړي.

تشریح او څیړنه:

دا د دولت دنده ده چي دښځو لپاره هم دزده کړي زمینه مساعده کړي او حقوق يي خوندي وي ،هغه زمینه چي نارینو ته مساعده وي هغه ښځو ته هم مساعده کړي.

داچي کوچيان همېشه له یوه ځای څخه بل  ته روان وي نو دولت باید د دوی لپاره داسي پروګرامونه جوړ کړي چي دوی د زده کړي له نعمت څخه بې برخي نه سي. دا چي د سواد کچه په هیواد کې ټیټه ده نو دولت باید داسي پروګرامونه طرح کړي چي خلکو ته د سواد اهمیت ور په ګوته کړي او بی سوادي له منځه یوسي.

پنځه څلوېښتمه ماده

 دولت د اسلام د سپېڅلي دین د حکمونو او ملي فرهنګ پربنسټ اوله علمي اصولو سره سم، واحد تعلیمي نصاب طرح او تطبیقوي او د ښوونځیو د دیني مضمونونو نصاب په افغانستان کي د شتو اسلامي مذهبونو پر بنسټ تدوینوي.

تشریح او څیړنه:

ښوونیز یا تعلیمي نصاب باید دولت جوړ کړي، ځکه دولت پوهیږي چي په کومو ریشتو کي څونه افرادو ته ضرورت لري. او د پرمختګ لپاره څومره  کسان پکار دي.

دنصاب منابع په افغانستان کي څو ډوله دي: د اسلام سپیڅلي دین، ملي کلتور او علمي منل سوي اصول. په نړیواله سطحه د ښووني او روزني سازمان یونیسکو ده،چي د غه اصول جوړوي. چي د یو هیواد ټولنیز نصاب ۷۵٪ باید نړیوال قبول سوي اصول وي او ۲۵٪ باید اعتقادي او ملي مسایل و اوسي. هر هیواد چي دغه مسایل تعقیب کړي ډیپلوم یي نړیوال ارزښت لري. زموږ تعلیمي نصاب باید دغه قبول سوي اصول تعقیب کړي چي فارغانو ته نړیوال ډیپلومونه ورکړي.

شپږ څلوېښتمه ماده

د لوړو، عمومي او اختصاصي زده کړو د مؤسسو جوړول او اداره کول، د دولت وظیفه ده. دافغانستان اتباع کولای شي د دولت په اجازه د لوړو، عمومي، اختصاصي او د سواد زده کړو موسسې جوړي کړي.  دولت کولای شي بهرنیو کسانو ته هم د قانون له حکمونو سره سم د لوړو، عمومي او اختصاصي زده کړو د مؤسسو د جوړولو اجازه ورکړي.

تشریح او څیړنه:

ټولې تحصیلي او تعلیمي ادارې باید دولت اداره کړي ، او د لوړو زدکړو د مؤسسو د قانون مطابق خصوصي افراد هم کولای سي تحصیلي مؤسيسات ایجاد کړي. او وعالي تعلیماتو شاملېدل باید د قانون په واسطه تطبیق سي.

اووه څلوېښتمه ماده

 دولت د علم، فرهنګ، ادب او هنر د پرمختګ لپاره اغیزمن پروګرامونه طرح کوي. دولت د مؤلف، مخترع اوکاشف حقوق تضمینوي او په ټولو برخو کي علمي څیړني هڅوي او ملاتړ يي کوي او د هغو له نتیجو څخه د اغیزمني ګټي اخیستل د قانون له حکمونو سره سم عاموي.

تشریح او څیړنه:

دولتونه مکلف دي چي خپل فرهنګ چي نړیوال دی، پرمختګ ورکړي او هر هیواد چي د یونسکو غړی وي د هغو فرهنګ او کلتور د نړیوال کلتور یوه برخه ده. چي باید ورته وده ورکړه سي.

دمعنوي ملکېتونو حقوق  دوه ډوله دي: اقتصادي او غیر اقتصادي چي اقتصادي معنوي ملکېت د تجارت په حقوقو پوري اړه لري، چي دا جز په تجارتي فعالیتونوپوري اړه لري او غیر اقتصادي یعني غیر مادي چي پکښي اختراع، کشف، تحقیق، تصنیف، او ژباړه شامله ده.

  • ابداع: نوښت ته وايي چي تاثیر لري.
  • کشف: چي زموږ په ساحه کي وجود لري او یو څوک يي په پیدا کولو کامیابه کېږي. کاشف هغه څوک دی چي دا کار يي کړی وي.
  • تألیف: څوک چي یو مطبوع شی پیدا کوي. چي ترمخه وجود نلري او که ويې هم لري شکل یي تغیر وکړي. چي دا هم د مؤلف ملکېت دی.
  • ژباړه یا ترجمه: د یو متن تغیر په بله ژبه.
  • تصنیف: د یو هنری اثر منځته راوړل.
  • تحقیق: هغه علمي کړنو ته ویل کېږي چي په لټولو کي یو مطلوبه یا پټه نتیجه په لاس راوړي. تحقیق څو بخشه لري.

۱.مقدمه

۲.متن: څه کار سوی

۳.نتیجه : څنګه تطبیق کړو.

۴. وړاندیز( پیشنهاد).

دولت د ټولو داسي  هڅو ملاتړ کوي چي له مخي يې علم، فرهنګ ، ادب او نوري علمي کړني پرمختګ کوي.

اته څلوېښتمه ماده

 کار، د هر افغان حق دی. د کار د ساعتونو ټاکل، او با معاشه رخصتي، د کار او کارګر حقوق او له هغو سره نوري مربوطي چاري د قانون له لیاري تنظیمیږي. د قانون د حکمونو په حدودو کي د کار او کسب انتخاب آزاد دی.

تشریح او څیړنه:

 معمولاً دغه تولید دګټي د لاسته راوړني لپاره دی که مادي یا معنوي وي. د حقوقو له نظره  مزدوري باید د کار په مقابل کي ورکول سي یعني نرخ د کار. کار د انسان له  اساسي حقوقو څخه دی چي حق لري په خپل انتخاب سره کار وکړي. او مزدوري لاسته راوړي، د کار حدود قانون ټاکي. هغه قانون چي ښيي کوم کار مشروع دی او کوم نامشروع. د بین المللي کنوانسیون مطابق  باید ۴۸ ساعته په اونې کي کار اوسي، په هغه صورت کي چي تر ۴۸ ساعته په اونې کي کار اضافه سي، باید اضافه کاري ورکول سي. په وظیفه کي چي کومه ښځه کوچنی ولري نو هغه باید د بین المللي کانونسيونو او زموږ د قوانینو مطابق خپل اولاد ته پر هرو ۳ ساعتو شیدې ورکړي او هغه اجازه لري، په دې وخت کي کار پرېږدي.

  • کار څه دی: کار هغه فزیکي او دماغي فعالیتونه دي چي تولید ولري. هر فعالیت که فزیکي وي یا دماغي، په دې شرط چي تولید ولري کاردي.

نهه څلوېښتمه ماده

د جبري کار تحمیل منع دی. د جګړې، آفتونو او نورو داسي حالاتو کي چي عامه ژوند او هوساینه تهدید کړي فعاله برخه اخیستنه د هر افغان ملي  وجيبه ده. پرماشومانو د کار تحمیل جواز نه لري.

تشریح او څیړنه:

 په زوره په چا کار کول ممنوع دي اما په اصطراري حالت ، لکه طبیعي افتونو کي اجباري کار جواز لري مګر پر کوچنیانو باندي نه.

پنځوسمه ماده

دولت مکلف دی چي د یوې سالمي ادارې او د هیواد په اداري سيستم کي د سمون د رامنځ ته کېدو لپاره، لازم تدبیرونه ونیسي. اداره خپل اجراآت په بشپړه بې طرفۍ او د قانون له حکمونو سره سم عملي کوي.  دافغانستان اتباع حق لري د قانون د حکمونو په حدودو کي له دولتي ادارو څخه  اطلاعات تر لاسه کړي. دا حق د نورو حقوقو او عامه امنیت ته له زیان رسولو پرته، حدود نه لري.  د افغانستان اتباع د اهلیت له مخي او له هر ډول توپیر څخه پرته د قانون له حکمونو سره سم د دولت خدمت ته منل کېږي.

تشریح او څیړنه:

په افغانستان کي اداره پر درو برخو وېشلې ده.

  • اول مرکزي اداره :چي هر واحد ته يي وزارت ویل کېږي.
  • دوهم محلي یا سيمه ایزه اداره:چي هر واحد ته یي ولایت ویل کېږي او په راس کي یي والي قرار لري.
  • درېيم د ښاري خدماتو اداره: چي په راس کي يې ښاروالي ده او ښاروالي ملکي خدمات ترسره کوي او باید پر پښو ولا وي.

دولت مکلف دی اداره په دوامداره توګه اصلاح کړي. لازم تدبیرونه ورته ونیسي. اداره باید غیر سياسي و اوسي. هر څوک چي په اداره کي کار کوي په اداره کي باید سياسي فعالیتونه ونه کړي. په  استثنا د وزیرانو او خارجي پستونو، وسلوال ځواکونه په ګوند پوري په هیڅ وجه نسي تړل کېدای.

د افغانستان اتباع حق لري چي اطلاعاتو ته لاس رسی ولري.

  • معلومات : هغه څه چي په علم ثابت سوي وي.
  • اطلاعات: په یوې واقعیی باندي پوهېدل اطلاع ده.

اطلاعات په درو ساحو کي ممنوع دي. اول نظامي ساحه، دوهم  اقتصادي ستراتیژیکي ساحې چي د ملي امنیت برخه ده ، درېیم ، ستراتیژیک سياسي اسرار.

یو پنځوسمه ماده

هر څوک چي له ادارې څخه بې موجبه زیانمن سي، د تاوان اخیستلو مستحق دی او کولای سي د تاوان تر لاسه کولو لپاره په محکمه کي د عوه اقامه کړي. له هغو حالاتو پرته چي قانون ښوولي، دولت نشي کولاي د باصلاحیته محکمې له حکمه پرته د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي.

تشریح او څیړنه:

که خلک د دولت څخه متضرر سي، دولت باید جبران خساره ورکړي. دولت خپل حق د محکمي له حکمه پرته نسي اخیستلای.

  • استثمار: له یو فرد څخه په غیر قانوني ډول ګته اخیستل.
  • استعمار: په غیر قانوني ډول د یو هیواد نیول‎.

دوپنځوسمه ماده

 دولت د افغانستان د ټولو اتباعو لپاره د ناروغیو د مخنیوي او دوړیا علاج وسيلې او روغتیايي اسانتیاوي د قانون له حکمونو سره سم تامینوي.  دولت له قانون سره سم د خصوصي طبي خدمتونو او روغتیايي مرکزونو جوړول او پراختیا هڅوي او ملاتړ يې کوي.  دولت د سالمي بدني روزني د پیاوړتیا او د ملي او سیمییزو ورزشونو د پراختیا لپاره لازم تدبیرونه نیسي.

تشریح او څیړنه:

طب  دوه ډوله دی: عدلي طب او معالجوي طب.

  • عدلي طب: د جرم د کشف له علمي تګلارو څخه عبارت دی چي د جزايي قوانینو د سمو اجراآتو لپاره له طبي اطلاعاتو څخه کار اخلی.
  • عدلي طبیب: له هغه طبیب څخه عبارت دی چي طبي عدلي معاینات د قانون له حکمو سره سم سرته رسوي.
  • عدالت: د حق سپارل د هغه خاوند ته ،چي د هغه په مقابل کي ظلم قرار لري، یا په بل عبارت په عمل کي د حق پلي کېدل عدالت دی.

د افغانستان اساسي قانون معالجوي طب په رسمیت پیژني. دولت باید وړیا روغتیايي اسانتیاوي د قانون مطابق خلکو ته وړاندي کړي همدارنګه دولت کولای سي، روغتیايي اسانتیاوي د خصوصي سکتور له لاري خلکو ته وړاندي کړي. او دقانون مطابق د هغوی ملاتړ وکړي. اساسي قانون ورزش پر درو برخو وېشلی کړی دی. یو نړیوال وزرش دی. دوهم ملي ورزش او درېیم محلي دی ، چي دولت يې باید ملاتړ وکړي.

دري پنځوسمه ماده

 دولت د شهیدانو او مفقودینو له پاتي کسانو، د معلولینو او معیوبینو د بیا ځواکمنۍ او په ټولنه کي د هغوی د فعالي ونډي اخیستني په خاطر د مالي مرستو او روغتیايي خدمتونو د تنظیم لپاره ،د قانون له حکمونو سره سم لازم تدبیرونه نیسي. دولت د متقاعدینو حقوق تضمینوي او له زړو کسانو، بي سرپرسته ښځو، معیوبینو او معلولینو او بي وسه یتیمانو سره د قانون له حکمونو سره سم لازمي مرستي کوي.

تشریح او څیړنه:

  • د شهیدانو پاتي کسان ،هغه کسانو ته ویل کېږي چي په شهید پوري اړه ولري. لکه د شهید کونډه یا یتیم اولادونه.

د مونث جنس لپاره چي واده یی نه وي کړي او هغه انجوني چي واده يي نه وي کړی، د دې اساسي قانون د دري پنځوسمي مادې د تعرف لاندي راځي چي دولت باید ورسره مرسته وکړي.

  • غایب: هغه څوک دی چي وجود ونه لري خو د راتلو امید یی وي.
  • مفقود: هغه څوک دی چي د راتلو امید یی نسته او هیڅ ډول دژوند اثار يې وجود ونه لري.
  • معلول: هغه څوک دی چي د یو علت له امله يې د بدن غړی له لاسه ورکړی وي. او هغه هم پر درجو ویشل کېږي.
  • معیوب: چي مور زاده عیب ولري.
  • تقاعد:هغه حالت دی چي یو شخص نور د کار توان ونه لري او هغه حقوق چي د ماموریت په جریان کي ور څخه اخیستل سوي وه ورکول کېږی. که مړسي صغیر اولادونه او ښځي یي ددې تقاعد څخه استفاده کولای سي. شیخ فاني ته باید په اول قدم کي کورنۍ نفقه ورکړي که نه نو باید دولت.

 نفقه پنځه ډوله ده.

اول: غذا چي نس یی باید موړ کړي. دوهم: د اوسيدولو ځاي (مسکن). درېیم: د اغوستلو شیان. څلورم: د کور سامان . پنځم : تداوي.

څلور پنځوسمه ماده

 کورنۍ د ټولني اساسي رکن دی او د دولت تر پاملرني لاندي ده. دولت د کورنۍ او په ځانګرې توګه د مور او ماشوم د جسمي او روحي روغتیا د تامین، د ماشومانو د روزني او د اسلام د سپیڅلي  دین له احکامو سره د مغایرو رسومو د له منځه وړو لپاره لازم تدبیرونه نیسي.

تشریح او څیړنه:

د کورنیو له یو ځای کېدو څخه ټولنه جوړیږي. پدې خاطر چي ټولنه د یوې دوامداري کورنۍ څخه مستمیره ده.دولت د یوې کورنۍ په وړاندي دوې دندي لري، اول  لباس باید ورکړي. دا چي کورنۍ یو معنوي عنصر هم لري چي معنوي تربیت او روحي تربیت ورکړي. په خاصه توګه کوچني او مور ته توجه وکړي.

پنځه پنځوسمه ماده:

له هیواد څخه د فاع د افغانستان د ټولو اتباعو وجيبه ده. د عسکري مکلفیت د دورې د تیرولو شرطونه د قانون له لیاري تنظیمیږي.

تشریح او څیړنه:

د افغانستان ساتل، د هر افغان دنده ده او هر ځوان باید عسکري وکړي. عسکري خدمت دوره دوه ډوله ده ، داوطلب او اجباري.

  • داوطلب: چي خلک کار کوي او تنخوا ورکوی او ښه کار کوی.
  • اجباري: باید ټوله ملت د هیواد دفاع وکړي او ډسپلین زده کړي.

د اجباري عسکرۍ یو لامل دا دي ، چي یو خو په ټولنه کي نظم او ډیسیپلین راولي او بل کوم وخت چي یو ځوان اجباري عسکري وکړي،  د هیواد سره یو قسم مینه پیدا کیږي او د هیواد په وړاندي د مسؤلیت احساس یي پياوړي کیږي او د هغه ترڅنګ د هیواد د قوانینو په اړه معلومات  تر لاسه کوي او قانونمنده شخص ځني جوړيږي چي د جرایمو په کموالي کي مفید تمامیږي.

شپږ پنځوسمه ماده

 د اساسي قانون د حکمونو پیروي، د قوانینو اطاعت او د عامه نظم او امنیت رعایت د افغانستان د ټولو خلکو وجيبه ده. د قانون له حکمونو څخه بې خبري عذر نه ګڼل کېږي.

تشریح او څیړنه:

د دې اساسي قانون او نورو قوانینو پیروی او تطبیق د ټولو خلکو مکلفیت دی. کله چي قانون په رسمي جریده کي نشر سو، د خلکو یوه وجيبه داده چي باید په قانون ځان خبر کړي.

اووه پنځوسمه ماده

دولت په افغانستان کي د خارجي اتباعو حقوق او آزادې له قانون سره سم تضمینوي. دا کسان د بین المللي حقوقو د قواعدو په حدودو کي د افغانستان د دولت د قوانینو په رعایت مکلف دي.

تشریح او څیړنه:

د افغانستان دولت مکلف دی چي د بهرنیانو حقوق مراعت کړي او دوی هم باید زموږ قوانین رعایت کړي.

اته پنځوسمه ماده

 دولت په افغانستان کي د بشر د حقوقو د رعایت د څارني، ښه والي او ملاتړ لپاره، د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمیسيون جوړوي. هر څوک کولای سي د خپلو بشري حقوقو د نقض په صورت کي دې کمیسيون ته شکایت وکړي. کمیسيون کولای سي د افرادو د بشري حقوقو د نقض موارد مربوطو قانوني څانګو ته راجع کړي او د هغوی له حقوقو څخه په دفاع کي مرسته وکړي. ددې کمیسيون جوړښت او د کار ډول یي د قانون له لیاري تنظیمیږي.

تشریح او څیړنه:

د بشر حقوقود کمیسيون دنده پر بشري حقوقو څارنه کول دي. او بله یې دا ده چي هر وخت اشخاص د خپلو بشري حقوقو په اړه دې کمیسيون ته  شکایت وکړي، دا کمیسيون باید هغه تعقیب کړي. انسانان هغه اجتماعی مخلوقات دی چی په ټولنه کی د خپل ځان د هوسایی او ښیګنی لپاره څینی قوانین او لوایح وضع کړی دی څو په خپل مینځ کی هغه تطبیق او یوه هوسا ټولنه منیځ ته راولی په اسلامی نړی کی همدا ډول قوانین د شرعی احکامو په رڼا کی چی لار ښود پاک قرآن آسمانی کتاب ده اوامر او نواهیو سره سم تدوین شوی تطبیق یی په مونوږ او تاسو فرض ګنل کیږی همدا شان ځینی قوانین هم دی چی موخه یی د ټولنی د سو کالی او ښو اړیکو سمبالول دی.

نهه پنځوسمه ماده

هیڅوک نسي کولای په دې اساسي قانون کي له راغلو آزادیو او حقوقو څخه په ناوړه استفادې د هیواد د خپلواکۍ، مځکنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ او ملي وحدت پر ضد عمل وکړي.

تشریح او څیړنه:

هیڅوک نسي کولای چي  په دې اساسي قانون کي و اتباعو ته د ورکړل سوو حقوقو څخه  ناوړه استفاده وکړي.

شپږمه برخه

درېیم  څپرکی

جمهور رئیس

جمهوریت

د جمهوریت کلیمه  د میلاد څخه  ۲۵۰ میلادي کاله مخکې دپخواني یواناني فیلسوف  افلاطون له خوا استعمال سوه. خو نه په دغه مفهوم چي نن یی موږ پیژنو. د افلاطون له نظره په دولت کې ازاد یونانیان کولای سي دولت انتخاب کړي.

بیا د فرانسې تر لوی انقلاب وروسته شاهي رژيم له منځه ولاړ او دجمهوریت کلیمه استعمال سوه او د هیواد لمړنی شخص د رئیس جمهور په نامه وپېژندل سو. او په اسيا کي په ۱۹۴۵ م کال کي تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته د جمهوریت نوي ډولونه رامنځته سول. نن درې ډوله جمهوري نظامونه موجود دي. جمهوري مذهبي، جمهوري دیموکراتیک او جمهوري دیکتاتور.

  • مذهبی جمهوري: په دې نظام کې دین او سياست په دولت کي یو له بل څخه جلا نه دي: لکه افغانستان.
  • ولسواکه جمهوري: دیموکراتیک جمهوریت د لیبرالیزم د دیموکراسۍ پر بنسټ تعریفیږی چي دلته فرد خپلواک دی او دین یو شخصي امر دی.
  • دیکتاتوري جمهوریت: جمهوریت په دغه نظام کي خپل خاص تعریف لري او نظام ماهیتاً دیکتاتور وي، اکثراً دا جمهوریتونه د شوروي اتحاد د ړنګېدو وروسته رامنځته سوي دي  لکه یمن، مصر، تاجکستان او لیبیا، دلته رئیس جمهور دیکتاتور دی او قدرت ناپایه  دی.

په افغانستان کي د اول ځل لپاره د جمهوریت رژیم په کال ۱۳۵۲ هـ ل کي د سرطان پر۲۶ـــ مه د سردار محمد داؤد خان له خوا د یوې کودتا په نتیجه کي راغی،چي دا نظام هم دیکتاتورۍ ته ورته  وو. په کال ۱۳۵۵ هـ ل کي یي په اساسي قانون کي د ګوندونو تعدد  قبول نه کړ،چي همدا يي  د ړنګیدو علت سو. او بل ګوند کودتا وکړه چي هغه د خلق دیموکراتیک ګوند وو.

مجاهدینو د جمهوریت نظام له منځه یووړ ځکه دوی جمهوریت ته غربي نظام وایه، په دې خاطرچي دوی اسلامي مذهبي افراطیان یا اکسټریمیستان وه.

هغه څوک چي دیني افراطیون وي هغوي ته راسته افراطیون یا اکسټرمیسټان وايي.  هغه څوک چي په دین پوري اړه نه لري هغو ته چپ اکسټریمیسټان وايي او ددې اکسټریمزم څخه چي کومه نتیجه لاسته راځي هغه ته راډیکالیزم وايي.

  • راډیکالزم: هغه نظریاتو ته ویل کیږي چي د حاکم نظام سره  په ټکر کوي او د ټول نظام  او  قوانینو له منځه وړل له بیخه  غواړي. او هره ایډیالوژي کېدای سي راډیکال و اوسي.

په سوني راډیکال ایډیالوژی کي هر څوک د رايې حق نه لري باید اهل حل عقد ولري.

  • اهل حل عقد معنی: هغه څوک چي تحلیل وکولای سي او عقد وکړي او ورته بیعت وکړي.

 موږ په خپل نظام کي اسلامي جمهوري نظام لرو چي لیبرال ازادي قبلوي او په راس کي یی رئیس جمهور دی.

شپېتمه ماده

 جمهور رئیس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په سر کي دی چي خپل واکونه په اجرائیه، مقننه او قضائيه برخو کي ددې اساسي قانون له حکمونو سره سم عملي کوي. جمهور رئیس دوه، لومړی او دویم مرستیالان لري. د جمهوري ریاست کاندید د خپلو مرستیالانو نومونه د ځان له کاندیدولو سره یو ځای ملت ته اعلاموي.  د جمهور رئیس لومړی مرستیال د جمهور رئیس د غیاب، استعفاء او یا مړینې په حالاتو کي ددې اساسي قانون له مندرجو حکمونو سره سم کار کوي.  د جمهور رئیس د لومړي مرستیال په غیاب کې، دو یم مرستیال د اساسي قانون له مندرجو احکامو سم عمل کوي.

تشریح او څیړنه:

موږ په یو ریاستي نظام کي ژوند کوو، یو جمهوري ریاستي نظام ،یعني ولسمشر د ۳ قواوو رئیس دی چي حکومت دي او هم  رئیس د دولت دی او زموږ رئیس جمهور دوه مرستیالان  لري او په یوه وخت کې تعینېږي او درې سره په یوه کارت کي راځي او کوم وخت چي ولسمشر نه وي، لومړي مرستیال د رئیس دنده تر سره کوي او که  اول مرستیال  هم نه وي، دویم مرستیال وظیفه ترسر کوي. خو د قانون مطابق په اساسي قانون کې  د ولسمشر د مرستیالانو دندي او واکونه نه دي په ګوته سوي،ولسمشر  کولای سي چي ځنی واکونه  او دندي خپلو مرستیالانو ته  و سپاري او یا هم ځيني واکونه ورڅخه واخلي.

یو شپېتمه ماده

 جمهور رئیس د راي ورکوونکېو د آزادو، عمومي، پټو او مستقیمو رایو له لاري به سلو کي تر پنځوسو زیاتو رایو په تر لاسه کولو انتخابیږی. د جمهور رئیس وظیفه تر انتخاباتو وروسته د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نیټه پاي ته رسيږي.

 د جمهور رئیس د کار ترپای ته رسېدو د مخه د نوي جمهور رئیس د ټاکلو لپاره انتخابات، له دیرشو تر شپیتو ورځو پوري ،موده کې کېږی. که چيري په لومړي پړاو کي له کاندیدانو څخه یو هم ونه کړای سي چي په سلو کي تر پنځوسو زیاتي رایی تر لاسه کړي. انتخابات د دوهم ځل لپاره د انتخاباتو د نتایجو د نیټې تر اعلان وروسته د دوو اوونیو په اوږدو کي تر سره کېږی. دا ځل یوازي هغه دوه تنه کاندیدان په انتخاباتو کي برخه اخلي چي په لومړي پړاو کي یی تر ټولو زیاتي رایي تر لاسه کړي وي.

 د انتخاباتو په دویم پړاو کې هغه څوک چي د رایو اکثریت تر لاسه کړي. جمهور رئیس ګڼل کېږي. که چیري د جمهوري ریاست یو کاندید د رای ګیرۍ د لومړي یا دویم پړاو په جریان او یا تر انتخابانو وروسته او د انتخاباتو د نتایجو له اعلان څخه پخوا مړسي. نوي انتخابات د قانون له حکمونو سره سم کېږي.

تشریح او څیړنه:

ولسمشر د رايو په اکثریت ولسمشرکیږي، یعني پنځوس جمعه یو، رایو  باندي ولسمشر کېږي. ولسمشر ته باید هر څوک خپله ازاده ، پټه او عمومي رایه ورکړي. عمومي څه معنی: ټولو خلکو ته باید زمینه مساعده سي  او رایه ورکول مکلفیت نه دی بلکي یوه اخلاقي وجيبه ده. خو په ځینو هیوادونو کي مکلفیت دی چي باید حتماً رایه ورکړي.

ځیني هیوادونه د انتخاباتو لپاره یوه محکمه لري  ، لکه ترکېه چي د انتخاباتو د تر سره کولو وظیفه یي په غاړه وي. خو ځیني بیا  یو کمیسيون لري، لکه افغانستان اوځیني پارلمان لري، لکه پاکستان .

هرکله چي کاندیدان پنځوس جمعه یو رایه پوره نه کړي، انتخابات دوهم پړاو ته ځي ،خو هغه دوه نفره چي تر ټولو یی ډیري رایی وړي وي. او په دوو اونیو کي د اولو ټاکنو د پایلو د اعلام وروسته  دغه انتخابات تر سره سي. خو په اساسي قانون کې دا نه دي روښانه سوي، که په دغو دواړو کاندیدانو کې یو و بل ته تیر سي یا د ځینو دلایلو له امله اشتراک و نه کړي ، د انتخاباتو سرنوشت به څنګه وي ، ایا پاته سوی کاندید د دوهمو انتخاباتو ګټونکی دی؟ او  که انتخابات نوي  تر سره کېږی؟.

د انتخابانو په جریان کي. د رايي د شمیرلو په وخت کي که کوم کاندید مړ سي انتخابات بیرته له سره تر سره کېږی او نوي کسان هم پکښی شاملېداي سي. دلیل یی څه دی؟ دلیل یی د خلکو احترام او د کاندید مصؤنیت ساتل دي.

د ولسمشرۍ په دوهمه دوره ټاکنو کي، نسبی اکثریت قبول سوی دی یعني  په دوهمه دوره ټاکنو کې چي هر کاندید اکثریت  رایه خپله کړه،  ګټونکی دی، که په یوه رایه هم وي او په اساسي قانون کي دا هم نه دي ذکر سوي چي پدې انتخاباتو کې باید د خلکو نصاب څومره وي.

دوه شپېتمه ماده

 څوک چي جمهوري ریاست ته کاندیدیږي. باید د لاندنیو شرطونو لرونکی وي.

۱.د افغانستان تبعه ، مسلمان،له افغان مور او پلار څخه زېږېدلی وي اود بل هیواد تابعیت و نه لري.

۲. د کاندیدو په ورځ یی تر عمر څلوېښتو کلونو لږ نه وي.

۳.د محکمې له  خوا د بشري ضد جرمونو، او جنایت په ارتکاب او یا له  مدني حقوقو څخه په محرومۍ محکوم شوی نه وي.  هیڅ شخص نشي کولای له دوو دورو زیات د جمهور رئیس په حیث وټاکل شي. په دې ماده کي راغلی حکم د جمهور رئیس د مرستیالانو په برخه کي هم تطبیقیږي.

تشریح او څیړنه:

ولسمشر باید د افغانستان تبعه وي او عمر یی تر څلویښتو کلونو کم نه وي او په جنایت یا بشري ضد جرمونو نه وي محکوم سوی او تر دوو دورو اضافه نسي ټاکل کېدای او دغه حکم د رئیس جمهور پر مرستیالانو هم تطبیقیږي.

د ټاکنو د قانون مطابق د دغو شرایطو ارزونه د ټاکنو د خپلواک کمیسيون له خواکېږي او دا هم د یادوني وړده،چي د نوماندانود زدکړو د سند په اړه په اساسي قانون کې حکم نسته ، په داسي حال کي چي د نورو لوړ رتبه دولتي چارواکو لپاره تر لیسانس یا لوړي درجي پوري شرط ایښوول سوی دی.

  • اول شرط د افغانستان تبعه: په دې قانون کې دا شرط ایښودل سوی دی چي نوماند باید د افغانستان تابعیت ولري .
  • دوهم شرط : نوماند باید د افغانی مور او پلار څخه زېږېدلی وی، هغه څوک چي د افغانستان تابعیت یې اخیستی وي خو مور او پلار یې افغانان نه وي نسي کولای ځان و نوموي.
  • درېیم شرط: نوماند باید دوه تابعیته و نه لري، هغه افغانان چي بهر ته مهاجر سوي دي،دوه تابعیته لري، نسي کولای ځان و نوموي.
  • ایمان او عقیده : په دې قانون کې دا شرط دی چي جمهور رئیس باید مسلمان وي، ځکه په دې قانون کې په روښان ډول حکم سوی چي د افغانستان دولت دین اسلام دی او یو اسلامي جمهوري  دولت دی او په دې  هیواد کې هیڅ قانون د اسلام د معتقداتو خلاف نسي جوړېدای ، هغه څوک چي د نظام په راس کې وي د هیواد اول شخص ګڼل کېږي او  د حاکمیت لرونکی دی او بل ولسمشر د وفادارۍ قسم خوري چي د اسلام د مقدس دین اطاعت به کوي او  د خدای (ج) په نامه لوړه کوي،نو جمهوررئیس باید مسلمان او معتقد شخص وي.
  • د نوماند عمر: په اساسي قانون کي یی ۴۰ کال عمر ځکه ټاکلی چي پدغه سن کي شخص پاخه عمر ته رسيږي او تجربه هم تر لاسه کوي او دهیواد د مدیریت لپاره یو ښه باتجربه شخص ضرور دی او بل په همدې عمر د اسلام ستر پیغمبر محمد(ص) هم په پیغمبرۍ مبعوث سوی دی.

دري شپېتمه ماده

 جمهور رئیس د کار د پیل دمخه، د ځانکړي کړنلاري سره سم. چي د قانون له لیاري تنظمیږی دا لاندي لوړه یادوي:  بسم الله الرحمن الرحیم.

( د لوی خداي ج په نامه لوړه کوم چي د اسلام د سپېڅلي دین پیروي او ساتنه وکړم . د اساسي قانون  او نورو قوانینو رعایت او د تطبیق څارنه وکړم. د افغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، مځکنۍ بشپړتیا ساتنه او د افغانستان د خلکو حقوق او ګټي خوندي کړم او د لوی خدای(ج ) له در بار څخه د مرستي په غوښتلو او د ملت په ملا تړ د افغانستان د خلکو د پرمختګ او هوسايي په لاره کې خپلي هڅي جاري وساتم).

تشریح او څیړنه:

د اساسي قانون څارنه باید ولسمشر وکړي، د ملي شوری په تصویب سره د بهرني او داخلي سياست تعینول ولسمشر کوي. ولسمشر د وسلوال ځواک مشر دی او د جګړې تعینول او قطع کول ، د خپلواکۍ په اړه تصمیم نیول د ولسمشر واک دی.د ملي شوری په تصویب ،بهر ته د ځواکونواستول د ولسمشر واک دی.

څلور شپېتمه ماده

جمهور رئیس لاندي واکونه  او وظیفي لري:

۱.د اساسي قانون د اجرا ء څارل،

۲.دملي شوری په تصویب دهیواد د سياست د اساسي کرښو ټاکل،

۳. د افغانستان دوسله والو ځواکونو ستر مشرتوب،

۴.د ملي شوری په تائید د جګړې او متار کې اعلانول،

۵.د مځکنۍ بشپړتیا او د خپلواکۍ د ساتني د دفاع په حالت کي د لازم تصمیم نیول،

۶.د ملي شوری په تائید له افغانستان څخه بهر ته د وسله والو ځواکونو د ټولګیو لیږل،

۷.د دې اساسي قانون په (نهه شپېتمه) ماده کي له راغلي حالت پرته ، د لويي جرګې راغوښتل.

۸. د ملي شوری په تائید د اضطراري حالت اعلان او د هغه پای ته رسول،

۹. د ملي شوری او لويي جرګې د غونډو پرانستل،

۱۰.د جمهوري ریاست د مرستیالانو د  استعفی منل،

۱۱.د ولسي جرګي په تائید د وزیرانو، لوی څارنوال، د مرکزي بانک، د ملي امنیت او سرې میاشتي د رئیسانو ټاکل او د هغوی عزلول او د استعفی منل،

۱۲ . دولسي جرګې په تائید د ستري محکمې د رئیس او غړیو ټاکل.

۱۳.د قانون له حکمونو سره سم د قاضيانو، دوسله والو ځواکونو، پولیسو، د ملي امنیت منصبدارانو او د لوړ رتبه مامورینو ټاکل، تقاعد ورکول، د استعفی منل او عزلول،

۱۴.په بهرنیو هیوادونو او نړیوالو مؤسسو کي د افغانستان د سياسي نمایندګیو د مشرانو ټاکل،

۱۵. په افغانستان کي د بهرنیو سياسي نمایندګانو د باور لیکونو منل،

۱۶.د قوانینو او تقنیني فرمانونو توشیح کول،

۱۷. دقانون له حکمونو سره سم د  دولتونو ترمنځ د معاهدو د عقد لپاره د باور لیکونو ورکول،

۱۸.د قانون له حکمونو سره سم د جزاګانو تخفیف او بخښل،

۱۹.د قانون له حکمونو سره سم د مډالونو، نښانونو او افتخاري لقبونو ورکول،

۲۰. د هیواد د اداري سمون په منظور، د قانون له مخي، د کمیسيونو جوړول،

۲۱.په دې اساسي قانون کي نور راغلي واکونه او وظایف.

تشریح او څیړنه:

ډیر دلایل سته چي ولسمشر باید د نورو مسؤلینو په نسبت ډیر قانوني  صلاحیتونه ولري.

  • ولسمشر د خلکو منتخب استازی دی چي د اکثریت رایه ورکونکو له خوا د عمومي ، مستقیمو، ازادو او  سري ټاکنو له لاري انتخاب سوی دی.
  • ولسمشر په دولت کې ستر مقام او مرجع ده.
  • ولسمشر د دولت او حکومت (درې ګونو قواوو) په راس کې دی.
  • زموږ د هیواد په سياسي نظام کي  چي صدراعظم نسته، ولسمشر سربیره پردې،چي د دولت درې ګونو قواوو په راس کې د اجرائیه قوې رئیس هم دی.

دا چي ولسمشر هم د دولت او هم اجرائيه قوې په راس کې دی، د دې معني نه لري چي ولسمشر د دولت مسؤلیتونه هېر کړي دي او یوازی د حکومت درئیس په توګه وظیفه پر مخ وړې، یا يي اجرائیه قوې  ته تر نورو قوو ډیر امتیازات ورکړي دي.

د قواوو د تفکېک اصل په حقیقت کې د قدرت د تمرکز مخنیوی کوي چي قدرت باید د یو شخص یا یو ګوند په لاس کې نه وي، هر کله چي یو فرد د ټولو چارو په راس کې واقع سي، د دې معنی لري، چي دی د یو شاه په حیث د مطلق العنان  په حیث پر خلکو حکم چلوي، چي هم قانون جوړ وي، هم  قضاوت کوي او د قانون حکمونه هم  خپله اجراء کوي. په دغسي حالت  کي پر خلکو استبداد راځي.

د قواوو د تفکېک اصل دا زمینه مساعد وي،چي هره قوه په خپلواکه توګه خپله وظیفه پر مخ یوسي او خپل صلاحیتونه او دندي چي قانون ورکړي په انحصاري ډول پرمخ یوسي.

پنځمه شپېتمه ماده

جمهور رئیس کولای شي په مهمو ملي، سياسي، ټولنیزو او یا اقتصادي چاروکي د افغانستان د خلکو و ټولپوښتني ته مراجعه وکړي.  ټولپوښتنه باید ددې اساسي قانون د حکمونو مخالفه او د هغه تعدیل مستلزم نه وي.

تشریح او څیړنه:

رئیس جمهور کولای سي په مهمو ملي، سياسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو کې ټولپوښتنه وکړي خو ددې قانون خلاف باید نه وي. په قانون کې دا هم شرط دی، هغه صلاحیتونه او اختیارات چي په اساسي قانون کي ځینو خاصو بنسټونو ته ورکول سوي دي ،لکه قانون جوړونه،چي د ملی شوری وظیفه ده ، ولسمشر نسي کولای دغه ډول مسایل و ټولپوښتني ته وړاندي کړي.

شپږ شپېتمه ماده

 جمهور رئیس په دې اساسي قانون کي د راغلو واکونو د عملي کولو په برخه کي د افغانستان د خلکو لوړ مصلحتونه په پام کې نیسي. جمهور رئیس نشی کولاي چي د  قانون له حکمه پرته دولتي ملکېتونه او شتمنۍ و پلوري او یايي وبخښي. جمهور رئیس نشي کولای د خپل کار په دوران کې له خپل مقام څخه په ژبنیو، سيمه ایزو، قومي، مذهبي او ګوندي ملحوظاتو ګټه واخلي.

تشریح او څیړنه:

ټول واکونه چي رئیس جمهور ته ورکول سوي دي، نسي کولای چي له هغو څخه ناوړه استفاده وکړي او هم نه سي کولای چي دولتي ملکېتونه و پلوري او یایي چاته ورکړي.

اووه شپېتمه ماده

 دجمهور رئیس د استعفي، عزل، مړیني او یا په صعب العلاجه ناروغۍ د اخته کېدلو په  صورت کې چي دوظیفې د اجراء مخه نیسي، د جمهور رئیس لومړی مرستیال او د جمهور رئیس واکونه او وظایف پر غاړه اخلي.  جمهور رئیس خپله استعفي په خپله ملي شوری ته اعلاموي، د صعب العلاجه ناروغۍ تثبیت د هغه طبي هیئت له خوا کېږي چي ستره محکمه یی ټاکي. په داسي حالاتو کي د نوي جمهور رئیس د ټاکلو لپاره په درې میاشتو کي د ننه ددې اساسي قانون د یو شپېتمي مادې له حکم سره  انتخابات کېږي. د جمهور رئیس لومړی مرستیال د لنډ مهاله جمهور رئیس په توګه، د  وظیفې د تر سره کولو په موده کي لاندي چاري نشی تر سره کولای:

  • د اساسي قانون تعدیل،
  • دوزیرانو عزل،
  • ټولپوښتنه.

د جمهور رئیس مرستیالان د دې اساسي قانون له حکمونو سره سم کولای شي ځان جمهوری ریاست ته کاندید کړي. د جمهور رئیس په غیاب کې د لومړي مرستیال وظایف د جمهوررئیس په واسطه ټاکل کېږي.

تشریح او څیړنه:

کله چي ولسمشر استعفي وکړي، یا په صعب العلاجه ناروغي اخته سي، په دې وخت لمړی مرستیال موقت رئیس جمهور کېږی او رئیس جمهور باید استعفی و ملي شوری ته ورکړي. او کله چي په صعب العلاجه ناروغي باندي اخته سي، یو هیئت د ستري محکمۍله خوادهغه د اثبات لپاره ټاکل کېږي چي معلومه کړي، رئیس جمهور په ریښتیا هم مریض دی او که نه. او موقت ولسمشر  باید په درو میاشتو کي د ولسمشرۍ انتخابات وکړي.

 موقت ولسمشر لاندی کارونه نه سي کولاي. ټولپوښتنه ، د وزیرانو عزلول، او په اساسي قانون کې تغیرات راوستل. کوم وخت چي ولسمشر بهر ته ځي د مؤقت ولسمشر وظایف ورته ښيي.

اته شپېتمه ماده

 که چيري د جمهور رئیس یو مرستیال استعفی وکړي او یا مړشی، د هغه پر ځاي بل شخص دجمهور رئیس له خوا او د ولسي جرګې په تائید ټاکل کېږي.  د جمهور رئیس او د هغه د لومړي مرستیال د یو ځايي مړیني په صورت کي په ترتیب سره  دویم مرستیال، د مشرانو جرګې رئیس د ولسي جرګي رئیس او د  بهرنیو چارو وزیر یو په بل پسې  د دې اساسي قانون د (اووه   شپېتمي) مادې له حکم سره سم د جمهور رئیس وظیفې پر غاړه اخلي.

تشریح او څیړنه:

کله چي جمهور رئیس او لومړي مرستیال یی یوځای مړه سي نو دویم مرستیال ولسمشر کیږي ، که دویم مرستیال هم مړ سي نو  د مشرانو جرګې رئیس ولسمشر کیږی، که هغه هم مړ سي نو دولسي جرګې رئیس ولسمشر کیږي او که هغه هم مړسي نو  د بهرنیو چارو وزیر ولسمشرکېږي. دا د هغه حالت وړاندوینه ده چي په هیواد کي شدید جنګ یا اضطراري حالت وي.

هر کله چي ولسمشر د استعفی اراده وکړي د اساسي قانون مطابق باید شخصاً یې و ملی شوری ته اعلام کړي، د دې علت دا دی چي ولسمشر بېله کومه فشاره،په خپله خوښه د خلکو په وړاندي د مسؤل کس په توګه غواړي استفی وکړي او دا خپله د ده اراده ده .

نهه شپېتمه ماده

 جمهور رئیس د ملت او ولسي جرګې په وړاندي د دې مادې د احکامو مطابق مسؤل دی. پر جمهور رئیس د بشري ضد جرمونو، ملي خیانت یا جنایت  د ارتکاب تور لګول د ولسي جرګې د ټولو غړیو د درېیمی برخي له خوا غوښتل کېدای سي، که چيري دا غوښتنه د ولسي جرګې د ټولو غړیو له دریو څخه د دوو برخو، د رایو له خوا تائيد سي، ولسي جرګه د یوې میاشتي دننه لویه جرګه دایروي. که لویه جرګه منسوب سوی اتهام د ټولو غړیو له دریو څخه د دوو برخو د رایو په اکثریت تصویب کړي، جمهور رئیس له وظیفې څخه ګوښه او موضوع ځانګړي محکمې ته سپارل کېږي. ځانګړې محکمه دولسي جرګي له دریو غړیو،د ستري محکمې له دریو غړیو چي لویه جرګه یی ټاکي او د مشرانو جرګې له رئیس څخه جوړیږي. د عوی د هغه شخص له خوا چي دلویي جرګې له خوا ټاکل کېږي، اقامه کېږي.  په دې حالت کي د دې اساسي قانون په ( اووه شپېتمه) ماده کې راغلي حکمونه تطبیقیږي.

تشریح او څیړنه:

ولسمشر د افغانستان ملت او ولسي جرګې ته مسؤل دی، هر کله چي د ولسي جرګې یو پر درې غړي پر ولسمشر د جنایت، خیانت او بشري ضد جرمونو تور ولګوي او د ولسي جرګې یو پر درې برخه یي تائید کړي، ولسي جرګه ولمسشر له کار څخه ګوښه کوي  او لویه جرګه راغواړي، او لویه جرګه له ۷۵۰ غړو څخه جوړیږي. او کله چي د لويې جرګې دوه پر درې برخه دا تائید کړي، چي ولسمشر محکمه سي، بیا محاکمه کېږي. ولسمشر د هغه ځانګړي محکمې له خوا محاکمه کېږي،چي د مشرانو جرګې د رئیس اود ولسي جرګې له درو غړو اود سترې محکمې له درو غړو څخه جوړیږي، دعوا د هغه څارنوال له خوا اقامه کېږي، چي لویه جرګه یې ټاکي.  ولسمشر د جنایي مسؤلیت په وړاندی مسؤل  پېژندل کېدای سي،نه د سياسي مسؤلیت په وړاندي.

اویایمه ماده

 د جمهور رئیس تنخوا او لګښتونه د  قانون له لیاري تنظیمیږي. جمهور رئیس د خدمت د دورې تر ختمېدو وروسته ، د عزل له حالته پرته د خپل ژوند په پاتي موده کې له هماغسي جمهوري ریاست د دورې له مالي حقوقو څخه د قانون له حکمونو سره سم، ګټه اخلي.

تشریح او څیړنه:

ولسمشر د خدمت د دورې تر خمتمېدو وروسته د عمر تر پایه ، هماغسي معاش اخلي، لکه د ریاست جمهوري په دوران کې، سره دټولو مصارفو.او د ولسمشر معاش د قانون له خواچي د دولتي مقاماتو د مصارفاتو او معاشاتو قانون په نامه یاديږی،ټاکل کېږی.

دا ددې لپاره چي ولسمشر په فکري لحاظ د ارامتیا احساس وکړي او خپله وظیفه په سمه توګه پر مخ یوسي، او دا فکر و نه لري چي د دې دندي وروسته به زما اینده څنګه وي. او له نامشروع لاري د خپلي ایندې لپاره کار و نه کړي نو قانون د ولسمشر ژوند په اینده کي هم  تضمین کړي دي او همدا ډول تضمین يي قاضیانو ته ور کړي دي.