خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

وزیرستان کي د استعماري پوځ شتون

لیک : عصمت الله زهیر

د خړ کمر د شهیدانو پیښه د پنجابي سټبلشمنټ یا د واک د سرچینې لخوا د هغه ګواښ نتیجه ده چي په رسنیز کنفرانس کې ګواښ کړی وو چي د پي . ټي . ایم یا پښتون ژغورني غورځنګ لپاره چي څومره خپلواکي وه نوره ختمه سوه …
د وزیرستان او قبایلي سیمو په څېر په سهېلي پښتونخوا کي سیاسي ناکراري اوج ته رسیدلې ده او د ایالت په دریالسو ولسوالیو کي د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ او د ریاست د ترهګرۍ په خلاف کلک احتجاجونه روان دي او بل اړخ ته د پښتون ژغورني غورځنګ د ملاتړو په پراخه کچه نیول او زندان ته استولو لوبه هم ریاست توده ساتلې ده …

د لومړۍ ورځي چي د پي . ټي . ایم غورځنګ را پیل سو پنجابي سټبلشمنټ د غورځنګ او د غورځنګ غوښتني په جدي توګه درک نکړې ، یو اړخ ته به یې ویل ( د ریاست چلند د مور وي او مور د اولاد سره میرنی چلند نکوي ) بل اړخ ته به یې ویل پي . ټي . ایم ته له بهره پیسې راځي ( د هند او افغانستان استخبارات ورسره اقتصادي کومکونه کوي ) ریاست ته لازم وو چي د غورځنګ غوښتني عملي کړي واي برعکس يې په بې بنسټه تورونو لاس پوري کړو …
ریاست چي پر ځنځیرونو پښتانه سپکول او ځورول اوس خو د پښتنو د کورونو سترونه ماتوي نو پښتنې خویندي او میندي خو به یې په مرمیو وهلي …

ریاست په ډېره بې شرمانه توګه دا ناروا ته د ( پوځي جنګي حکمت عملي برخه ) وایي …
دا ( حکمت عملي ) تر دې وړاندي په بنګال کي هم د پوځ د وحشت تاریخي سیاه باب نومول کیږي ، جنرل نیازي خو هم په دا غرور او وحشت بنګال ته واستول سو چي د پاکستاني پوځ دا خوپ رښتیا کړي چي په بنګال کي یو لک انسانان لیدل غواړي هغه هم اینده نسل … په دې پوځي وحشت او ناورین کي د بې شمېره خویندو ، میندو او لوڼو سینې پکي غوڅي سوې …
وروسته دنیا دا هم وکتل چي د ۹۰ زرو پاکستاني پوځیانو مقدر د ډهاکې زندانونه وګرځیدل او بنګال خپله خپلواکي اعلان کړه …

هم دا ( پوځي جنګي حکمت عملي ) د ۱۱ سپتمبر د پیښي را وروسته پاکستاني پوځي سټبلشمنټ په جدي توګه په وزیرستان کي کارولې ده ځکه په ازادو رسنیو بندیځ دی د انټرنیټ او موبایل اسانتیاوي په نه حساب دي …
اصل کي دا د ( پوځي جنګي حکمت عملي برخه ) چي نوموي دا د ریګن د خوني نظریې تسلسل دی چي نکارا ګوا ، ایل سیلوا ډور ، هنډرس ګوئټې مالا او لبیا کې وحشت او جنګي ځناورتوب د تاریخ په کنډوالو کي لیدلی سو …

د ریګن د خوني نظریې اساس د ترهګرۍ کلتور متعارف کول وو او د ترهګرۍ همدغه کلتور په وزیرستان کي د پښتنو په ونیو او د هغو په قدرتي شتمنیو د خیټي اچولو په بڼه پنجابی پوځي سټبلشمنټ عملي کوي ….

نوموړی دانشور نوم چومسکي په خپل اثر (ریاستي دهشتګردي) کي لیکي …
د ریګن د حکومت په دوره کي امریکا د ترهګرۍ په ډګر کي ځانګړی تاریخ اختراع کړو یو داسي پوځ یې تشکیل کړو چي مقصد یې تر جګړې زیات وحشت خپرول او دودوګرخول وو ، د وسلې د رسولو یو مربوط او عصریز نظام یې جوړ کړو او دا فرمان یې صادر کړو چي اسان او نرم هداف دي په نخښه سي چي دا ډول څاڅکی ، څاڅکی وینه د دښمن تر بدن وڅڅیږي ،، .

د چومسکي په اند اسان او نرم هداف څه وو …
٫٫ د ترهګرو هدف به په ځانګړې توګه مکتب او روغتون وو ځکه چي ورباندي برید کول اسان ترین کار وو ،،.

پوځي اخلاقیات او خواهشات پر پښتنو قبایلو تپل به تر بنګال برعکس هم سنګین نتایج ولري ، پاکستانی پوځ په وزیرستان کي د خپل بربنډو ظلمونو د وسایلو له لوټلو کورونو ړنګولو او د سترونو ماتولو واقعیتونو ځان خلاصولی نسي او نه دا غیوره خاوره په جبر فتح کولی سي ځکه دا د پښتنو قامي شریکه جګړه ده چي د یو قابض پوځي ځواک سره روانه ده …

په وزیرستان کي د پوځ په لاس سوي ظلمونه د پاکستاني پوځ لپاره باعث د ذلت او رسوایۍ ګرځیدلي دي …
په وزیرستان کي د وینو او لمبو روانه لوبه د پنجابي پوځ د شیطاني او استعماري فطرت نتیجه ده ځکه د رښتینو واقعیتونو او عقلي استدلال اړتیا نه احساسوي مطلق پر درواغجنه پراپیګنډه تکیااو اعتبار کوي …

پنجابي پوځ د ترهګرۍ په پلمه په قبایلي سیمو کي پر خپل استعماري هدف ، پر خپل وحشت ، پر خپل ځناورتوب او د قدرتي شتمنیو پر لوټ او تالان مطلق پردې غوړولو لپاره د پي . ټي . ایم ضد اقداماتو باندي لاس پوري کړی دی …
اخ او ډب ، ځنځیر او زندان لوبه یې توده ګرځولې ده د یو ناولي پلان له مخه یې فضا دومره احساساتي ( جذباتي ) کړې ده چي د پي . ټي . ایم ملاتړي په تشدد غواړي لاس پوري کړي او غرونو ته وخیژي د بلوڅو پشان به یې ( اسان هدف ) وګرځوي …

پنجابي پوځي سټبلشمنټ د پاکستان په هر حکومت کي یو حکومت جوړکړی وي چي د کار پر وخت کار ورځني واخلي او د جمهوري حکومتونو د ړنګولو په مهال د متوازي پارلماني او سیاسي اتحادونو ( اسلامي جمهوري اتحاد ، پاکستان تحفظ مومنټ ) کار هم ځني اخلي لکه دا اوس چي د تحریک انصاف حکومت د پښتنو د اجتماعي نسل کشۍ په لوبه کي لوبوي د ترهګرۍ کلتور په پیاوړی کوي .

د نوم چومسکي په اند …
د ترهګرۍ د کلتور اساسي ټکی هم دا وو چي ټول رښتوني او ځانګړي واقعیتونه دي له منځه یوړل سي هم دا ډول وشول ،،

پنجابي پوځي سټبلشمنټ یو شمېر واقعیتونه له منځه یوړل خو بریالي نسو هم نړۍ ته د پي . ټي . ایم د سولیزي مبارزې د لاري روښانه سوه چي د وزیرستان د ستونځو اصل او یوازنی لامل د استعماري پوځ په وزیرستان کي ناروا چلند او شتون دی .