خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

افغانستان کي سولی څخه د مختلفو ذیدخلو اړخو تعریفونه

افغانستان کي سولی څخه د مختلفو ذیدخلو اړخو تعریفونه

لومړی افغانستان

دملی یوالی حکومت په راس کی یی ولسمشر محمد اشرف غني:څه موده مخکی کله چی د طالبانو سره  د امریکا د مستقیمو خبرو بحثونه راپورته سول ، ولسمشر غني هغه وخت ۲۰۱۸ کال نومبر میاشت په  ژنیوا کنفرانس کی وویل چی افغانستان کی د باعزته سولي لپاره پنځه کاله وخت ته اړتیا ده ، د دې خبره اصلی مفهوم روښانه دی، چی ولسمشر غني غوښتل او غواړي چی راتلونکې دوره باید ولسمشر سی او بیا د سولی لپاره خبری د ده تر مدیریت او د دې غوښتنو پر بنست ترسره سی او امتیاز د دې سولی هم لکه حکمتیاره سره  چې وکړل، دی خپل کړی . خو د ښاغلی غني د دې پلان په مقابل کی ځیني خن‌‌‌‌‌‌ډونه وجود لري، هغه دا چي په تیرو پنځو کلنو کی د ولسمشر غني په حکومت  د خلکو په ژوند کی محسوس بدلون نه راوستی، ،د ملي یوالي حکومت د ښاغلي غني تر مدیریت لاندي اکثره وخت پر سرپرستۍ تیر سو، حکومت ددې پر ځای چی فساد ورک کړي ، تکیه پر بهرنی تابعت لرونکو افغانانو وکړه چی په نظر یی دا خلک  فساد نه کوی او  یا یی هم ټول واکونه پخپل لاس کی واخیستل او نور چارواکی یی بی واکه کړل، چی د همدې له امله کارو سست سول او فساد نور هم ‌‌‌‌‌‌ډیر سو، یا یی ځینی سمبولیک کارونه لکه د هوایی دهلیز یا ملټی نیشنل پروژو پرانیستل لکه ټاپی  چی د یو هیواد لکه افغانستان تر سویی لوړ کارونه ول ، چی اورېدلو یی ښه خوند کوی خو د ولس په لومړیتوب نه وو، د ولس لومړیتوب امنیت وو چې د پخوا په پرتله ډیر خراب سوی، همدارنګه هغه خلکو چی ولسمشر ته یی رایه راټوله کړې وه ، یعنی د ولسمشر د رایو بانکونه ول هغه یی له قدرته وشړل یعنی سیاسی مشارکت یی ونسوای ساتلای، هغه خلک چی ور پاته دي هغه ولسی ملاتړ نه لری، دغه کارونو ولسمشر په سیاسی صحنه کی منزوی کړی، نو ځکه غني پوهیږی چی  باید داسی کار وکړی چی په ولس کی هیرو سی ، چی د موقع سوله ده، خو طالبان  پر غني باور نه لری او هغه امریکا پلوی شخص ګڼی،  نو ولسمشر کوښښ کوي چي  ټاکني خپل په ګټه سوشل انجینرینګ کړي که داسی نه کیږی ، نو باید ټاکني په یوه بله بهانه وځن‌‌‌‌‌‌ډوی.

افغان سیاسیون : له حکومته بهر سیاسیون هم پر غني باور نه لري او هم د سولي لپاره کم ځانکړی پروګرام نه لري ، دوی  اکثره د غني سیاسی شریکان ول . غني پخپله پنځه کلنه واکمنی کی دوي یا  له واکه وشړل یا یی هیڅ په واک کی شریک نه کړل، نو ځکه هغیوی هم بدیل لټوي او پوهیږی چی حکومت د غني په واک کی دی او تر هغه چی حکومت د غني په لاس کی وی ، دوی واک نسی تر لاسه کولای، نو ځکه دوی کوښښ کوی طالبانو سره معامله وکړي کله چي امریکا د د طالبانو سره سوله کوي، نو د دوي ون‌‌‌‌‌‌ډه په واک کی معلومه وي

طالبان : طالبان هم پوهیږي چی اوسنی نظام په سیاسی لحاظ ‌‌‌‌‌‌ډیر بی ثباته سوی او د سیاسیونو ترمنځ بی باوري عوج ته رسېدلې، فساد هم خپل حد ته رسېدلی، په  سیاسی علومو کي دغه ډول حالت ته (نیو پټریمونیل سټیټ Neo Patrimonial ویل کیږي چی واکمنان نظام د خپلو شخصی ګټو لپاره کاروي ) همداسی حالت اوس افغانستان کی حاکم دی، او ولس ته هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول خدمتونه نه دي وړاندي سوی ، د ولس او حکومت تر منځ واټن نور هم ‌‌‌‌‌‌ډیر سوی، ، نو ځکه طالبان هم  اوسنی نظام خپل په وړاندي ننګونه نه بولی، هغه څه چی د دوي لپاره ننګونه ده هغه افغانستان کی بهرنی ځواکونه دي چي په راس کي یی امریکا ده ، د امریکا  اوسنی ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډانل ټرمپ د افغانستان له جګړې ستړی او غواړی دا جګړه ختمه کړی او خپل پوځیان له افغانستانه وباسی، د ولسمشر ټرمپ دغه ستراتیژي د طالبانو لپاره طلایی چانس دی، دوی فکر کوی او وایی لکه د دوی د مرکچی پلاوی مشر عباس ستانکزی په یو مرکه کی ویلی چی اولس کاله یی مقاومت وکړ ، یو څه موده به نور هم مقاومت وکړی، چی امریکا ووزي افغانستان اوسنی حکومت خپله له منځه ځی لکه خپله چی ولسمشر غني څه موده مخکی یو بهرنی تلویزون سره مرکه وویل چی د بهرنیانو د ملاتړ  پرته اوسنی نظام شپږ میاشتی هم دوام نسی کولای، نو طالبان باید  ولی  اوسنی حکومت ته یوشی ورکړی یا ور سره سوله وکړی، په داسی حال کی چی اوسنی سیاسیون خپله د دوی سره معاملې ته چمتو دي.

عام ولس: لپاره سوله په هرقیمت مهمه ده، ځکه د جګړې اصلی قربانی مالي او ځاني ولس ورکوي، که د طالب په اړخ او که د حکومت په اړخ ځوانان وژل کیږی د همدې ولس اولادونه دي چی د وچی اقتصادي مجبوري له امله اړ سوي چی جګړې ته مخه کړی ځکه بل کار نسته، ولس دا ویره هم لری چی افغانستان کی داعش هم راغلی او ځینی نوری جنګي ‌‌‌‌‌‌ډلی هم فعالیت کوی ،داسی نه چی د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب د حکومت د سقوط سناریو بیا تکرار سی او کورنی جګړه ونښلي او افغانستان په بلی سوریی بدل سی، نو باید طالبانو سره سوله وسی او طالبان په سولییزه توګه په واک کی شریک سی.

دوهم سمییز هیوادونه

پاکستان : غواړي خپلي ستراتژیکی ګټي  د افغان سولي دلاری تضمین کړي ، دا چی پاکستان اصلاً د پوځ لخوا اداره کیږی او پوځ د افغانستان شخړي ته له پوځی عیکنو ګوري نو ځکه یی لومړنی ګټی پوځی اړخ لري ، لکه د افغانستان دملی امنیت د شورا پخوانی سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکتر سپنتا چی پخپل کتاب کی لیکلی چی پاکستان افغانستان کی معکوس پښتونستان غواړي، چی دا هم هغه د ستراتژیک انق خبره. دهند اړوند د پاکستان په پوځی ستراتیژی کی دا موضوع ښه روښانه تشریح سوی، دا چی پاکستان په جیوستراتیژیک ‌‌‌‌‌‌ډول داسی موقیعت لری چی دافغانستان او هند ترمنځ عرضی واټن کم دی او هند ‌‌‌‌‌‌تر پاکستان ډیر قوي دی ، که هند د پاکستان سره جګړه پيل کړی ، نو پاکستان په عرضی ‌‌‌‌‌‌ډول په لږ وخت کی نیسی او پاکستان ته د متقابل وار یا بريد لپاره ځای ته اړتیا لری چی هغه ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین ته پرته د افغانستان خاوره ده، نو ځکه باید افغانستان کی د سولی د لاری داسی حکومت راسی چی یا خو پاکستان پلوه یی یا داسی نظام جوړ سی چی ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ ته پراته ولایتونو کی داسی محلی حکومت واکمن  وي چی پاکستان پلوه وی ، چی هغه طالبان کېدای سی.

ایران: هم د طالبانو سره خپله ستونزه حل کړي او په معقول ‌‌‌‌‌‌ډول تر امریکا ، طالبان که بیا هم مخالف سی نو یو وړوکی خطر دی، لکه دصدام حسین رژیم په اړه چی ایرانی سیاستمدارانو به ویل زموږ وړوکۍ بلا  یعنی صدام حسین تر لویی بلا یعنی امریکا ‌‌‌‌‌‌ډیر ښه دی، یعنی ایران نه غواړي چی امریکا افغانستان کی وی، ځکه د ځان  بقا لپاره يي دا ګټه ده چي امریکا له افغانستانه ووزي .

هند: افغانستان کی یو متحد حکومت غواړی او یا داسی حکومت چی د پاکستان پلوی نه وی او  یا خپلواک وی ، داسی نظام نه وی چی  پاکستان ، افغانستان د هند  خلاف و کاروي، لکه د طالبانو په رژیم کي چي دلته د هند لپاره جنګالي روزل.

چین : هم افغانستان کی د امریکا سره مخالفه ده او غواړي افغانستان کی داسی حکومت راسي چی چین لپاره خطر نه وی او افغانستان  د یوغور مسلمانانو د روزنی په کمپ بدل نسی او هم دلته له اقتصادي پانګونی ګټه واخلی چی فکر کوم چین ته طالبانو او پاکستان د دې کار ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی.

روسیه: هم افغانستان کی د امریکا وجود خپل ځان لپاره خطر ګڼی او فکر کوی چی داعش د امریکا پروژه ده  چي غواړي د منځنی اسیا هیوادونه په بی ثباته کړي . او فکر کوی چی اوسنی افغان حکومت یا نه غواړی یا هم توانایی نه لری چی د داعش سره مبارزه وکړی، طالب هغه بدیل  ځواک دی چی دا کار کولای سی، نو ځکه داسی سوله غواړی چی افغانستان کی طالب واکمن سی.

درېیم نړیواله ټولنه په راس کی  يي د امریکا متحده ایالات : لکه څنګه چي امریکا کی د شیکاګو پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد او د تهاجمی ریاليزم تیورسن پروفیسر جان میرشایمر وایی ستر قدرتونه باید یوازی د سترو قدرتونو سره سیالي او Balance Power System ته پام وکړي  او تر ‌‌‌‌‌‌ډیره باید کوښښ وکړي چی په اوږد مهاله کوچنیو جګړو کی ځان ښکیل نه کړی لکه افغانستان، ځکه داسی جګړه ګټونکی نه لری او دستر قدرت حیثیت ته صدمه رسوی ، نودا  چی د امریکا او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌د ډانل ټرمپ بهرنی اوپریشنل ستراتیژی تر ‌‌‌‌‌‌ډیره پر همدې ریالیستی نظر ولاړه ده، نو ځکه غواړي د کوچنیو اوږدمهاله جګړو  لکه د افغانستان ځان خلاص کړی او سترو ستراتژیکو سیالیو ته لکه د چین سره رقابت ته پام وکړي.

افغانستان ته امریکا په دې خاطر راغلل چی افغانستان د نړیوال تروریزم په مرکز بدل سوی وو نو کله چی طالبان امریکا ته همدا تضمین ورکړی چی افغانستان خاوره به د دوی او د دوی د متحدینو خلاف نه کارول کیږی او القاعدې او نورو نړیوالو تروریستی سازمانونو سره اړیکی پرې کوی، نو افغانستان کی د امریکا اصلی ستونزه حل ده، چی طالبانو په پرنسیف کی دا خبره ور سره منلی، دا  چی تضمین به یی څنګه وی هغه تر اوسه نه دی روښانه. د هغه تر څنګ امریکا غواړی افغانستان اوسنی نظام همداسی پاته سی او طالبان پکښی داخل سی چی اوسنی بحثونه پر همدې موضوع  روان دی، یعنی امریکا  د اوسنی نظام پاته کېدل غواړی نه د اشرف غني پر واک پاته کېدل چی د امریکا سره د غني اصلی جنجال هم همدا دی .

ځینی خلک داسی   نظر لری چی امریکا افغانستان کی ستراتژیکی ګټی لری نو ځکه دلته پاته کېدل غواړي ، چی د خبره  سمه نه ده ، یاد عالم میرشایمر وایی ، چی د سړې جګړې په وخت کی د امریکا لپاره لومړی اروپا ،بیا سویلي او سویل ختیځه  اسیا او درېیم منځني ختیځ ستراتیژیک اهمیت لاره، ځکه هغه وخت اروپا د شوروي اتحاد تر مستقیم خطر لاندي و ، که داسی سوی وای شوروی په یو سیمییز هجمون بدلېده (هجمون هغه ستر برلاسی نړیوال قدرت ته ویل کیږي چي په خپله سیمه  ټول قدرتونه ځان تابع کړي او هم دا توانایی ولری چی بل همجون په چارو کی مداخله وکړی او د هغه ګټو ته خطر پېښ کړي ، چی یو هجمون هیڅکه نه غواړی، په نړۍ رقیب ولری، امریکا د نړي په تاریخ لومړنی سیمییز هجمونیک قدرت دی).

خو اوس دا حالت بدل سوی، او چین یو بلقوه هجمون بدلېدونکی قدرت دی، نو ځکه اوس د امریکا لپاره لومړی سویل ختیځه او سویلی اسیا لومړی ستراتژيک اهمیت لری، دوهم اروپا او درېیم  منځنی ختیځ دی ، دا چی افغانستان هم د لوی منځني ختیځ برخه ده ، نو ځکه د  امریکا په ستراتيژيکو لومړیتوبونو کي نه راځي ، او د امریکا د ستراتیژیکي ګټو فکر دلته صدق نه کوي.

د لیکوال پيژندنه

احمدشاه انګار سیاست پوه او د سولي او شخړو مطالعاتو متخصص دی، نوموړې ۱۵ کاله کیږي چې په ملي او نړیوالو

رسنیو کي کاري تجربه لري. ښاغلي انګار حقوق او سیاسي علمو کي لیسانس او هندوستان هیواد کي د سولي او شخړو

مطالعاتو کي د ماسټرۍ تر کچي زده کړي کړي. او لسګونه علمي مقالې يي د سولي ، شخړو او ستراتژیکو مسایلو په

اړه په نړیوالو او ملي رسنیو کي خپرې سوي دي. نوموړي د افغانستان د اساسي قانون د څیړني او تشریح تر عنوان

لاندي کتاب هم لیکلي.