د امریکا د استقلال ورځ
واحد فقیري
نن د جولای څلرمه ده، او د متحده ایالاتو د استقلال ورځ ده. مانا نن امریکا ۲۴۳ کلنه سوه. عادي امریکایان دا ورځ په مېلو، کانسرټونو، او آتشبازیو لمانځي. خو سږ کال د امریکا د استقلال د جشن رنګ او شکل څه بدل سوی دی. دا ځکه چي جمهورریس ټرمپ غواړي چي د استقلال ورځ نظامي او سیاسي کړي، او د امریکا نظامي طاقت په شاندارو مراسمو جهانیانو او امریکایانو ته ور وښيي.
خو د ټرمپ نقادان د هغه پر دې فیصلې باندي انتقاد کوي، او دا د «امریکا جشن» نه، بلکي «د ټرمپ جشن» يې بولي. ځکه د امریکا د استقلال ورځ عموما غیر سیاسي وه، خو ټرمپ دواړي پښې په یوې موزې کي اچولي دی، او وايي «نه، زه حتما ستر جشن غواړم.»
خیر په هر صورت، د امریکا د آزاۍ ورځ د امریکا په ټولو سترو ښارونو، ښارګوټو، کلیو، او چم ګاونډونو کي لمانځل کېږي. زما په محلې کي زما ګاونډیانو د خپلو کورونو مخته د امریکا کوچیني او ستر بېرغونه نصب کړي دي. ماشومان بهر راوتلي دي، او زموږ د محل د حوض سره ستره مېله روانه ده. خو د واشنګټن د ښار جشن په ټوله امریکا کي ساری نه لري. عموما پدې ورځ په واشنګټن کي څو میلونه انسانان راغونډېږی. د واشنګټن اکثره سړکان بند دي، او په اصطلاح د پښو د ایښودېدو ځای نسته.
څرنګه چي د واشنګټن دوبی سخت ګرم وي، نو لهذا پدې ورځ اکثرو خلګو کالي غورځولي وي، او د امکان تر حده پوري يې حد اقل جامې اغوستي وي. عموما پدې ورځ باران خامخا کېږي. نن هم د باران، تالندي، او برېښنا چانس سته.
د واشنګټن د ستر او آرام سیند، پټامک، دواړي غاړي د مېلې مرکز دی. خلګو کوچینۍ خیمې درولي دي. او موسیقي، خندا، او خوشحالي روانه ده. پلرونو او میندو خپل واړه ماشومان په چچو غاړه کي کښېنولي دي، او د امریکا کوچیني بېرغونه يې په وړو تکو سپینو لاسونو کي رپېږي. د دې ښکلو امریکايي ماشومانو باړخوګان د ګرمۍ له وجي تک سره دي، خولې باندي راماتي دي، او د ځینو رنګه آیس کریم په لاسونو کي دي او څټي يې. هغوی لکه بزوګاني خپل واړه بېرغونه ښوروي، شینې کوکۍ سترګي يې ځلېږي. شاوخوا خلګو ته ګوري، او خاندي. د ځینو يې کوبايي خولۍ په سر دي.
البته، د واشنګټن د نن ورځي په جشن کي د افغان – امریکن ټولنه خامخا برخه اخلي. افغانان عموما د خپلو کورنیو سره یو ځای پدې مراسمو کي د دیګ او کاسې سره ور روان وي. د واشنګټن په مال کي دلته او هلته حتما څو مهاجري افغان کورنۍ ناستي وي، او د وریجو او غوښو بوی یې له لیري د لارویانو سږمو ته رسېږي!
البته افغانان عموما یو بل ته سلامونه اچوي، او خامخا د ډوډۍ ست هم یو بل ته کوي. او کله چي یوه ډله افغانان له یو ځایه تېره سي، ناست افغانان يې خامخا څه غیبت حتما کوي.
دا هم باید یاده کړم چي له انګریزي استعماره د امریکا ازادي، د بشر په تاریخ کي یوه مهمه سیاسي حادثه ده. ځکه د امریکا د انقلاب څخه سمدستي راوروسته دلته یو جمهوري نظام قایم سو چي تر نن ورځي پوري دوام لري. بل دا چي د امریکا آزادي بخښونکی انقلاب په جهان کي نورو دیموکراتیکو انقلابونو ته لاره خلاصه کړه، او ډېرو خارجي انقلابیون ته د الهام او امید منبع سوه.
په ۱۷۷۶ کي د استقلال له انقلابه راپس، امریکا په اولو کلونو کي د ځان په انکشاف او پراخیتا لګیا وه. د غربي مځکو د لاندي کولو په لټه کي وه، او په خپل دې نه تمېدونکي یون کي ېې بومي خلګ تباه او برباد کړل. نو لهذا، پدې کلونو کي د امریکا بهر ته چندان پام نه وو. خو د دوهم جهاني جنګ راوروسته، امریکا د خپل پخواني بادار او اشغالګر( یعني انګریز) ځای ونیو. او خپله په یوې امپراتورۍ بدله سوه.
که څه هم امریکا د ازادۍ او استقلال په نامه انګریزي استعمارګران له خپله ملک پسې واخیستل، خو د دوهم جنګ راوروسته خپله امریکا په یوه ستر استعماري طاقت بدله سوه.
نن سبا، د امریکا استعماري سیاست تر بل هر ځای په اسلامي نړۍ کي بربنډ او وحشتناکه دی. د افغانستان او عراق اشغال يې ښې نمونې دي. بله خبره دا ده چي امریکا هیڅکله په اسلامي ملکونو کي د دیموکراتیکو قوتونو سره مرسته نه ده کړې، بلکي تل يې هڅه کړې ده چي ملي او دیموکراتیک قوتونه وځپي. قتل يې کړي، او تباه يې کړي.
اوس چي په قطر کي د امریکایانو او طالبانو تر مینځ د سولي خبري رواني دي، دا د افغانستان د بیا مستقلېدو او خپلواکېدو لپاره یوه تاریخي واقعه ده. د امریکا له اشغاله خلاصېدل د ملي ګرا او استقلال غوښتونکو افغانانو ستره هیله او مطالبه ده. ځکه پدې تېرو دوو لسیزو کي ټولو عاقلو او بالغو افغانانو ته دا څرګنده سوه چي د امریکا اشغال، د شوروي، او انګریزانو له اشغال سره هیڅ تفاوت نه لري، بلکي په ځینو مواردو کي تر هغوی بدتره او خطرناکتره دی.
امید دی چي د قطر رواني خبري مثبتي نیتجې ته روسېږي، او په افغانستان کي د امریکايي اشغال خاتمه سي.
د امریکا او شوروي له اشغالونو څخه باید موږ افغانان یو مهم د عبرت درس واخلو: او هغه دا چي په افغانستان کي پر خارجي قواوو باندي تکیه کول د افغانانو لپاره پرته له ذلت، غلامي، او وحشته بل څه په سوغات نه دي راوړي. نو لهذا، هیله ده چي دا ځل افغانان د خود کفايي، ځان بسیاتوب، او استقلال لاره غوره کړي.