خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

موږ د حامد کرزي او امریکا تر منځ له ناکامو اړیکو څخه څه زده کولای سو؟لومړۍ برخه

لومړۍ برخه

د راپور په اړه: دا راپور د امریکا او افغان ولسمشر حامد کرزي د اړیکو له ګرم پیل څخه بیا تر شکونو او دوښمنیو پوري، چي د کرزي د دورې تر پایه یې دوام وکړ څېړي. دا راپور د امریکایې اقداماتو ورانونکي علتونه او د کرزي د نړۍ لیدلوری او تجربه څېړي. دا راپور، چي د امریکا د سولي د انستيټوټ له خوا تمویل سوی دئ، پر څېړنو، د لوړ پوړو افغان او امریکایې چارواکو سره پر مرکو او د کرزي سره د لیکوال د لسو کلونو پر شخصي ناستي پاستي ولاړي دي.

د لیکوال په اړه: رونالډ نیومن د امریکا د ډيپلوماسۍ د اکاډیمۍ رئیس او د ۲۰۰۵-۲۰۰۷ م کلونو پوري په افغانستان کي د متحده ایالاتونو سفیر و او تر هغه وروسته یې همدا وظیفه په بحرین او الجریا کي هم تر سره کړه. نوموړي د (بل جنګ: په افغانستان کي ګټل او بایلل) کتاب لیکوال دی.

ژباړن: غلام ولي نوري

لنډیز:

  • د امریکا متحده ایالاتونو او د افغان ولسمشر حامد کرزي اړیکي دده په دوره کي له ګرمي دوستۍ څخه و شک او دښمنۍ ته واوښتې. د اړیکو په خړتیا کي دواړه طرفونه ملامت دي خو د امریکا متحده ایالاتونه باید دغه څخه درس واخلي.
  • کرزی په داسي یو حالت کي واک ته ورسیدئ، چي په حکومتدارۍ کي یې لږ تجربه لرل، دده ډېر عادتونو د افغان قومي جنګونو او د جنګ د سیاست څخه سرچینه اخیستل، په ځانګړې توګه د اداراتو د جوړولو پر ځای د قدرت د توازن ساتل او کله چي به یې ځان تهدید احساساوه، د مقابل طرف په اړه به ژور شک کول.
  • د امریکا د نظامي او اقتصادي برترۍ له کبله به روابط همېشه بې توازنه وه، خو کرزي به خپله دا تشه د فاسدو کسانو په ګمارلو ډکول تر څو د ځان لپاره یو سیاسي بېس پیدا کړي.
  • د امریکا متحده ایالاتونو پالیسي په ژر ژر تبدېلېده، او همداسي له ده سره ګزاره او هغه مشورې چي ده ته به ورکول کېدې. په زیاتو مواردو کي د افغانستان ملي حاکمیت له پامه غورځول سوی وو، د خورا ډېر وخت نه یوازي د کرزي بلکي د ډېرو نورو افغانانو لپاره د امریکا پالیسي هیڅ معلومه نه وه.
  • افغان ملي حاکمیت په ډېرو ځایونو کي له پامه غورځول سوی وو، چي پدې سره به د کرزي ابرو او د یو مشر په توګه د هغه مقام هم له مشکل سره مخامخ کېده، چي دا د افغانستان په تاریخ کي یو خاص تهدیدونکي مشکل دئ.

پېژندنه:

د امریکا د متحده ایالاتونو د حکومت او د افغان ولسمشر حامد کرزي اړیکي دده په ټوله دوره کي له ۲۰۱۴-۲۰۰۲ م کلونو کي ډيري سختي وي. دا څېړنه د راتلونکي لپاره د یوه درس په توګه د کرزي پر شخصي، سیاسي او د افغان سیاسي کلتور پر هغو برخو رڼا اچوي، چي د کرزي د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده، خو دا هر څه د امریکا متحده ایالاتونو په سیاسي محاسبه کي له پامه غورځول سوی وه، چي مخکنۍ تاوده شخصي او سیاسي روابط یې د خاور سره برابر کړل.

دا چي امریکا یو زبر ځوک دئ نو دا روابط به همېشه غیر متوازن وه او دې اړیکو ته یو وخت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي کای ایډه د ” د ملگرتوب او اشغال تر منځ روابط” ویلي وه، خو د متحده ایالاتونو ځینو کارونو  دا اړیکي خورا ډېري خرابي کړې. کرزي په دې باور وو چي د متحده ایالاتونو دا څو لویې اشتباوي وکړې:

  • په پاکستان کي د ښورښیانو پټنځایونو مشکل ته پاملرنه نه کول او تر څو چي ترهګر د ارام ځای ولري هیڅکله به ماته ونه خوري.
  • کرزي په دې باور و، چي د ناټو او ایساف له خوا د ملکي خلکو مرګ ژوبله به بالاخره په افغانستان کي دده د حکومت ملاتړ له منځه یو سي.
  • د متوازي ادارو په جوړولو سره د یو قوي افغان حکومت د جوړولو مخه نیول داسي چي د افغان حکومت تر کنټرول بهر یې کار کاوه، چي له امله یې افغان حکومت او دی د بهرنیانو لاسپوځئ ښکاره کاوه.
  • دا ذکر سوي اختلافات د انفرادي پیښو په توګه د کلونو په اوږدو کي لا پسي شدید سول او دا غلط فهمي د اوباما د ادارې په وخت کي لا نور پسي ژوره سوه. متحده ایالاتونو کرزی د د حل پر ځای یو لوی مشکل باله خو هیڅ داسی ستراتیژي یې جوړه نه کړه چي یا له ده سره کار وکړي او یا یې له واکه لیري کړي. کرزي داسي احساس کاوه، چي دئ په دوامداره توګه کمزوری او توهین کیږي، له همدې کبله یې د خپلو ملاتړ کوونکو سره چي زیات یې په فساد ککړ وه، اړیکي ټینکي ګړې. د متحده ایالاتونو تګلاره اغیزمنه نه وه او هیڅکله یې پدې ځان خبر او پوه نه کړ چي د دوي تګلاري ته په ارګ کي په کومه سترګه کتل کیږي. د سو تفاهماتو او شکونو دا لړۍ همداسي مخ پر کښته د کرزي د ولسمشر د سپټمر ۲۰۱۴ م کال تر پایه روانه وه.

سیاسي کلتور او شخصي سټایل:

دا چي حامد کرزی یو خوږ انسان دئ او په انګلیسي ښه خبري کوي، ډیر کسان له ده څخه دا توقع لري، چي سیاسي حالاتو ته د غربي ځواک په توګه ځواب ووایې. دا د هغي ټولني پسمنظر دئ چي دي ژوند پکي کوي او دده سیاسي سابقه ده، او دا د افغان کلتور هغه ساده خطرناک فرهنګي خصوصیات دي چي کرزی هم ور څخه مستثنا نه دئ. دا ډېره مهمه ده، تر دې مخکي چي هغه ملامت کړل سي بایدکرزی په خپل چوکاټ کي وپېژندل سي نه په یو بل چوکاټ کي. کرزی یو کلتوري شخص و، د لوستلو خورا شوقي وو او خورا ډېر سفرونه یې کړي دي خو هیڅکله یې په غرب کي ژوند نه دئ کړی.

ټولو هغو کسانو چي له ده سره یې لیدلي دي دا شی پکي لیدلی دئ، چي کرزی د ټولو هغو سیاستمدارانو سره چي په غرب کي لسګونه کلونه تیر کړي او هلته یې زده کړي کړې دي له ده سره یې توپیر درلود. دی همېشه تر دا نوکه یو افغان سیاستمدار و، په عنعنوي ډول په افغان سیاسي کلتور کي لوی سوي او تربیه سوي وو. د افغاني سیاست له خپله پلاره زده کړی وو… او تر بل هر شي ور اخوا همدا دده نړۍ وه.    

…په نړۍ کي پر قبایلي او قبلوي بنسټ جوړ مشرتوب پر کورني توان ولاړ وي. دولتي روابطو ته تر عراقي قبیلو لږ اهمیت ورکول کیږي. که په یو ګروپ کي ځیني قوي مشران وغواړي، چي په خپله رهبري کي تغیر راولي دوی ددې پر ځای چي له دوي سره مستقیما ومښلي او یا یې مخالفت وکړي، د کمزوري کولو هڅه یې کوي. د تیرو ۲۵ کلونو داخلي جنګونو د شک او د ایتلاف بدلولو او رابدلولو دا کلتور نور هم قوي کړ. مشران باید دې ته جدي توجه وکړي، چي څوک خو به دوي ته دوکه نه ورکوي. د انتقاد تحلیل او د نورو د کارونو تر شا پټو رازونو ته کتل سیاسي بقا دویم ضروري عنصر دئ. دا مشکوکه سازشي نظریه د ډېرو غربیانو لپاره بیخي نوې او نابلده ده.

کرزی د افغانستان د سیاسي کلتور تولید دئ. د ده د نابلدتوب او غیر متوازنتوب ور اخوا دده ټوله وطنداران دده د شکمنتوب او شک خاصیتونه لري. دوی داسي یو کلتور لري چي تشویق یې همېشه پر دې لایلو ولاړ وي چي ددې پلاني کار څخه څوک څونه ګټه وړي. کله چي د امریکا د متحده ایالاتونو کوم کارونه د دوی و مقام او یا افغام ملي حاکمیت ته زیان رسونکي وي یا دوی ته نا اشنا وي په هغه صورت کي نو بیا د امریکا متحده ایالاتونو په اړه شکونه خورا زیاتيږي.

د ځواک له لحاظه غیر متوازن روابط:

کرزي هیڅ خپل ځواک نه درلود، نو له همدې کبله یې باید د مخالفینو او ټوپکسالارنو پر ضد چي د افغانستان سیاسي محور یې کنټرول کاوه، د امریکا متحده ایالاتونو تکیه کړې وای. دده لومړنی حکومت د سیاسي ډلو ټپلو او د قدرت پر سر مخالفینو څخه جوړ وو چي دې کار په زیاته اندازه د کرزي واک محدود کړی وو. همدا شان کرزي هیڅ پیسې نه لرلې او چي دی واک ته ورسیدئ، دولت د ځان چلولو لپاره هیڅ عاید نه لرل او حتی نن هم دغه عاید د افغانستان لپاره د ضروریاتو لپاره بس نه دي. بېله ځواکه، پیسو او د حکومت په منځ کي د یو متحد ملاتړ څخه بې برخي کرزي یوازي یوه اله درلودل هغه د مقرریو له لاري خپل سیاسي ملاتړ زیاتول وو. ډېر دغه استخدام سوي کسان مفسد وه خو کله چي د امریکا متحده ایالاتونو هغوی تحدید کړل، دې کار د ملاتړ ټوله ساختمان تحدید کړ.

د افغانستان د تاریخ یو عنصر د چټک بدلون سره مخالفت دئ او د انګریزانو د لومړي اشغال په وخت کي د مقاومت تر ټولو مهم عنصر همدا وو. همدې شي د دو پاچاهانو کمبله ورټوله کړه او همدا شان د کمونیسټ رژیم چي د روسانو د اشغال لپاره یې زمینه برابره کړه د مقاومت تر ټولو قوي عنصر وو. کرزي په افغانستان کي د قدرت د چلنج کولو په اړه چي باید ډېر محتاط و اوسي ډېر دلایل لرل. زما د کار په وخت کي او د ډېرو نورو کسانو تجربه دا ښویې چي کرزی له دې څخه په خورا ژوره توګه خبر وو چي د افغانستان ملي حاکمیت باید په نوم او عمل کي بیرته راژوندی کړي. د طالبانو تبلیغاتي ماشین به همېشه کرزي د انګریزانو له مزدور شاه شجاع سره چي انګریزانو په ۱۸۳۹ م کال کي پر واک کښېناوه پرتله کاوه. دده د سمبولیک ولسمشرتوب او د رښتوني ځواک چي سر یې اصلا بل ځای وو، تر منځ همېشه کشمکش روان وو.

د متحده ایالاتونو د سیاسي کلتور ځینو عنصرونو هم محدودیتونه رامنځ ته کړي وه. ډېوېډ سیډني وایې چي متحده ایالاتو به له یوې خوا له کرزي څخه غوښتل چي په یوه وخت کي باید (قوي او هم زموږ مطیع و اوسي) داسي چي د خپلو خلکو سره به جدې عمل کوي خو امر به د امریکا مني. زموږ دا رویش ډېر ورانونکی او غیر استقراري وو. متحده ایالاتونو هیڅ تاریخي حافظه نه لرل خو اکثره وختونه به یې بېله دې چي متوجه سي خپل سیګنالونه تغیرول. مثلا یو وخت موږ کرزي ته ویل چي پر ټوپکسالارانو تکیه وکړي خو وروسته به مو بیا د هغوی د لیري کولو سپارښتنه ورته کول خو زموږ همدا ګنګسوالي د اړیکو د خرابوالي تر ټولو لوی لامل وو.

کلتور، شکمن فکري عاداتو او د ځواک غیر متوازینوالي ټولو زموږ په جلا والي کي خپله برخه ولوبوله. خو دغه شرطونه په افغان خواکي زموږ د اړیکو تر خرابوالي مخکي او وروسته موجود وه. زموږ د روابطو د خرابوالي پر څېړنه کي باید ډېر تمرکز د کرزي د عکس العمل پر ځای د متحده ایالاتونو پر عملونو وسي.

لومړي کلونه:

کله څنګه چي مخکي وویل سول حامد کرزی په داس یوخت کي ولسمشر سو چي د تاسیساتو جوړولو هیڅ تجربه یې نه لرل. کومو امریکایانو چي له ده سره په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کي کار کړی دئ وایې چي ده پر امریکا باور کاوه، منندوی یې و او هیله مند وو. ده داسي هیله درلوده چي د امریکا مرستو د افغانستان لپاره چي کلونو جنګ ځپلي وو د یوې روښاني راتلونکي دروازه خلاصه کړه. کرزی هغه وخت یو هیجاني حالت بول. کرزي به همېشه د امریکا د پاته کېدلو لپاره هغه کېسه کول چي ټوله کورنۍ یې د امریکا په هوایې بمبارۍ کي وژل سوې وه خو ده به ویل دا چي امریکا د افغانستان سره مرسته کوي نو زما د کورنۍ د وژل کېدل کومه خبره نه ده.

کرزي ته د امریکا هغه ستر ځواک معلوم وو، چي طالبان یې مات کړل خو دده هغه هیلي چي امریکا به د افغانستان په ثبات کي مرسته وکړي په نا امیدۍ بدلې سوې. د کمونیسټ حکومت تر نسکورېدلو وروسته چي په افغانستان کي کوم جنګ رامنځ ته سو، ددې ضرورت و چي که دولت غواړي چي باثباته و اوسي باید د ټوپکسالارنو غم وخوري. مګر دا د امریکا هدف نه وو: ولسمشر بوش په خپل کمپاین کي روښانه کړه، چي زه ددې مخالف یم چي امریکا دي په ملت جوړونه کي برخه واخلي او امریکایې ځواکونو هدف باید یوازي د ترهګرو ښکار کول دي.دې شي دې ته لاره هواره کړه چي ناټو خپل عملیات تر کابل د باندي ونه غځوي، ځکه چي دا بیا د تروریزم ضد عملیاتو سره په ټکر کي راځي. همدلته کرزي خورا ژر وپوهیدئ، چي دی د هر کار د تر سره کولو لپاره یوازي دئ.

د امریکایي ځواکونو خپلواک عملیات:

کرزی هغه وخت حیران سو چي کله یې د امریکایې ځواکونو څخه د باچاخان ځدراڼ پر ضد چي یو ځایې ټوپکسالار وو د مرستي غوښتنه وکړه، باچا خان ویلې وه که کرزی دئ د خپل ولایت والي مقرر نه کړي، په جنګ به لاس پوري کړي.  دفاع وزیر ډونالډ رمسفیلډ ددې اجازه نه ورکول چي افغان حکومت دي د خپلي بقا په خاطر پر امریکایې ځواکونو تکیه وکړي. رمسفیلډ کرزي ته وویل داچي ټوپکسالاران، والي او د کابینې غړي لاري ته راولي باید د سیاسي امتیازاتو او مجازاتو څخه کار واخلي. خو وروسته پر کرزی د همدې کار په خاطر سخت انتقادونه کېدل خو امریکایانو هیڅکله ددې وضعیت د رامنځ ته کولو په خاطر هیڅکله مسولیت پر غاړه وانه خیست.  د امریکایانو د ملاتړ پرته کرزي هیڅکله د ټوپکسالارانو پر ضد عمل نه کاوه. کله چي د هیرات د والي اسمعیل خان د لیري کولو خبري کېدلي کرزي به ویل که دی ددې کار څخه انکار وکړ او غرونو ته وختئ بیا به څه کیږي. په ۲۰۰۳ م کال کي د یو بل ټوپکسالار پر ضد همداسي یو اقدام د امریکایې ځواکونو له خوا له دې بیري له امله منع سو چي دا کار به یو لوی مشکل رامنځ ته کړي.

د وخت په تیرېدو سره د ټوپکسالارانو د کنټرول په خاطر ځیني کارونه سم سول. زلمی خلیلزاد اسمعیل خان د واليتوب څخه د لاس پر سر کېدو کي ډېر مهم رول ولوباوه. نړیواله ټولنه د ټوپکسالارنو څخه د درندو ولسو په ټولو کي لکه ټانګونه او توپونو کي خورا بریالۍ وه، خو هغه هڅي چي باید د پاته غیر مسولو ولسوالو ډلو څخه وسلې ټولي کړي کار ونه کړ.

د امریکا ځیني کارونه د کرزي لپاره ډېر توهینونکي وه. واشنګټن ته په لومړی سفر کي، کله چي ده د کانګریس د غړو سره لېده، داسي ځای کښېنول سوی وو لکه یو شاهد چي د شاهدۍ لپاره راوستل سوی وي، داسي چي د کانګریس غړي تر ده په لوړو چوکیو کي ناست وه، ددې معنی دا وه، چي دی زموږ یو لاسپوڅی دئ. دې تصویر ته په امریکا کي د چا پام نه سو خو په کابل کي یې سخت انتقادونه راوپارول.

د کرزي د ناراضیو یو تر ټولو لوی علت د ملکي خلکو مرګ ژوبله وه. کله چي ده د امریکایې ځانګړو ځواکونو په ملتیا په روزګان کي د طالبانو د حکومت د راپرزولو جنګ رهبري کاوه، له امریکایې ځانګړو ځواکونو څخه وغوښتل چي د طالبانو پر هغه کاروان چي تر درې موټره لږ وي بمباري ونه کړي، سره له دې چي هوایي بمباري دده پر ځای د طالبانو د لویو حملو په مخنیوي کي خورا مهم رول لاره. په ۲۰۰۲ م کال کي په روزګان کي د امریکا هوایې بمباري ډېر بېګنا انسانان ووژل، خو امریکا یې د مسولیت په منلو کي خورا ورو وه. د همدې کال په جریان کي څو نوري داسي اشتباه امیزه حملې تر سره سوې. یو ځل کرزي امریکایانو ته وویل چي دی په دې باور دئ چي ځیني افغانان د طالبانو په اړه په قصده غلط معلومات امریکایانو ته ورکوي تر ځایې خلک ناراضه کړي. کرزي په لومړي سر کي د ملکي تلفاتو مسله د امریکایانو سره په شخصي مجلسونو او د کښتي سطحي په ملکي مجلسونو کي یادونه کول خو کله چي وروسته د ملکي افغانانو تلفات ډېر سول کرزي تر سختو انتقادونو لاندي سو او کرزي هم خپله غصه نوره پټه ونه ساتل.

کرزی به همېشه د کلیوالي خلکو سره په تماس کي وو. ده به همېشه د ټلیفون له لاري د افغانستان په هر کونج کي په تماس کي وو.ده یو وخت ما ته وویل چي دئ پر لیکلي راپور او تاسیساتو هیڅ باور او زه یوازي پر(”ښو خلک “یعني د سیمي خلک) اعتبار کوم. ده پر دې هم باور نه کاوه چي (ښه خلک) به غلط راپور ورکړي. سلګونه قومي مشران به دده لېدو ته راتلل او خپل شکایتونه به یې ورته وړاندي کول. کله کله به د دوي شکایتونه سم وه خو کله کله به د هغو چارواکو پر ضد وه چي د فساد مخه به یې نیول. د کرزي اداري تسلسل نه مراعتول او د همدې راپورونو پر اساس عمل کول بهرنیان ناراضه کول.  خو کرزی بیا د خپل محدود ځواک او محدودو منابع لرلو په خاطر ناراضه وو.

د غلط فهمیو د رامنځ ته کېدلو یو تر ټولو لوی مشکل په هغه محلي سیاست نه پوهیدل وو، چي د کرزي پر تصامیمو به یې اثر کاوه. دا یو دوه اړخیزه مشکل وو. له یوې خوا به بهرنیان په مکمله توګه د افغان سیاسي تشویشونو په اړه بې تفاوته یا ناخبره وه خو له بلې خوا به خورا لږ خپل سیاسي تشویشونه تشریح کول. یو وخت په ۲۰۰۶ م کال کي زه وپوهېدم چي کرزی د هغه راپور په اړه ډېر اندېښمن دئ، چي کېدای سي طالبان د روزګان ولایت چوره ولسوالي ونیسي. امریکایې ځواکونو د افغان ځواکونو هغه درخواست رد کړ چي د چورې د سقوط د مخنیوي لپاره باید په عملیاتو کي مرسته ور سره وکړې، امریکایې ځواکونو استدلال کاوه، چي که چیري طالبان دا سیمه وهم نیسي وروسته به یې موږ بیرته ازاده کړو. زه په دې پوهیدم چي که تر سقوط وروسته ولسوالي بیرته ونیول هم سي نو دا به د کرزي د سیاسي نفوذ په بیرته له دې کبله مرسته ونه کړای سي چي خپل ملاتړ کوونکي یې د طالبانو څخه ونه ژغورلای سوای، له همدې کبله به یې د ډګر جنرال کرل ایکنبیري څخه د مرستي غوښتنه کوله هغه چي ددې مسلې د سیاسي اهمیت څخه خبر وو  عملیات یې تر سره کړل. که کرزي په هغه وخت کي ما ته د چورې د اهمیت په اړه په هغه وخت کي ویلی وای نو زه به یې په هغه لومړیو کي په اهمیت پوه سوی وای. تر دې یو کال وروسته زه پوه سوم چي چوره هغه ځای دئ چي کله کرزي په ۲۰۰۱ م کال کي چي طالبان لا په قدرت کي وه د دوی د مخالفت لپاره روزګان ته د یو څو ګوتو په شمار ملاتړ کوونکو سره ولاړئ، د چوري خلکو پنا ورکړه.

په یوه بله پېښه کي زه د هغه والي په لیري کولو کي خورا د لوی مشکل سره مخامخ سوم چي مستقیما د امریکا متحده ایالاتونو ته د مخدره موادو په قاچاق کولو تورن وو. د مخدره موادو په تولیدي ولایت کي د والي په توګه ددې سړي اوسیدل نږدې و چي په یو سیاسي کړکیچ بدل سي. زه په دې پوهیدم چي ددې والي پلار په سیمه کي د سیاسي نفوذ په لرلو سره پر کرزي ګران دئ خو ډېر وروسته زه په دې پوه سوم چي د والي پلار هغه څوک دئ، چي په کندهار کي یې د کرزي د پوپلزي ټبر د واک ستني ټینګي کړي دي. په دې شي پوهېدل کېدای سوای زما په نظر کي کوم تغیر نه وای راوستلی خو ددې مسلې په نه توضیح کولو کي د کرزي بې میلي او په بهرنیو چارواکو سره د کرزي لچسپي نه لرل دوه اړخیزه اړیکي نور هم خراب کړل.

د ولسمشر بوش د ادارې په پای کي د ملکي تلفاتو پر سر روابط بیخي خراب سوي وه، خو سره له دې بیا هم دا روابط د اوباما تر ادارې ډېر ښه وه. د روابطو د خرابوالي اصلي سبب د اوباما د ادارې د کاري طرزالعمل په تغیر او ځینو خاصو کارونو کي نغښتی وو. یو بل دلیل یې داو چي کرزي د بوش پر ادارې یو څه اعتماد درلود. بوش د یو سیاستمدار په توګه دې نتیجې ته رسیدلی وو، چي دا فرق نه کوي چي د افغانستان د سیاسي وضعیت د پوهیدلو په اړه دي دده او کرزي تر منځ د نظر تفاوت موجود وي خو افغانستان باید یوازي یو ولسمشر ولري او هغه کرزی دئ. ددې معنی دا نه ده چي کرزي د تفاوتونو باوجود خپل ځان راحت احساساوه خو ما داسي احساسوله چي کرزي د امریکایانو د کارونو او افکارو په اړه خپل ځان حمایه او مطمین احساساوه، ځکه چي په هغه وخت کي دی خورا په غوره کي و او ډېر قوي تصمیمونه یې نیول او کارونه یې په ډېره ډاډمنه توګه اجرا کوله.