خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د سولې  خبرې او د جنګ شدت

ګلرحمن رحماني
کلونه وشول چې افغانان د سولې تږي دي ، هر حکومت چې په افغانستان کې راغلی له ځان سره یې د سولې هیلی راوړی خو بیا هم سوله نده راغلی تر خپل حده یې په سوله کې کوښښ کړی خو بیا هم پدغه چاره کې بریالی شوی ندی .
کله چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر شو د غنی د حکومت لمړی ګام د سولې لپاره و. ده غوښتل چې باید تر ټولو لمړی په هیواد کې سرتاسري سوله راشي، تر څو په هیواد کې د پرمختیایې کارونو لپاره کوم خنډ واقع نه شی سوله یې په ملي او منطقوي بحث بدله کړه، خو بیا هم طالبان سولې ته حاضر نه شول .
ولسمشر غني سوله د جګړې ډګر ته یووړه، د وسله والو طالبانو د فتحې کاذب خوبونه یې له منځه یووړل او هغوی ته یې دا وښودله چې د جګړې له لارې ګتونکي نه دي باید سوله ومني او د سولې مذاکراتو ته غاړه کېږي. امنیتی او دفاعي قواوو ته یې سپارښتنه وکړه چې باید طالبان وځپی ځکه طالبان د خبرو له لاری سولې ته نه حاضریږی باید د جګړی له لاری طالبان د سولې خبرو ته اماده کړو .
بالاخره همداسې وشول، طالبان وځپل شول، جګړه کې مات شول، مګر وسله والو طالبانو وحشت او جنایت ته مخه کړه، په عامو وګړو او ماشومانو بریدونو ته یې ادامه ورکړه او په وروستي تازه موټربم چاودنه کې یې په غزني کې ګڼ ماشومان شهیدان او ټپیان کړل، دا په داسې حال کې دا برید ترسره شو، چې د طالبانو استازي په دوحه کې له افغان سیاسیونو سره د سولې په مذاکراتو بوخت دي.
دا لمړی ځل ندی چې د سولې د خبرو په جریان او یا په درشل کې په افغانستان کې د جګړې او د تشدد لویې پیښې رامنځ ته کیږي، بلکې طالبانو پخوا هم د سولې د خبرو وړاندې او یا په جریان کې لویې حملي کړي چې پدغو حملو کې یې ډېر بېګناه افغانان وژلي دي. ښه بېلګه یې په کابل کې څه موده وړاندې موټر بم حمله وه چې په هغه برید کې یې ډیر بېګناه افغانان د ښځو او ماشومانو په ګډون د ښوونځي شاګردان هم ووژل .
د بشر حقونو کمیسیون په کراتو کراتو وویل چې باید جګړه ختمه او په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي تر څو بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي، خو هر کله چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې شروع کېږي طالبان په لویو ښارونو کې بریدونه زیات کړي چې لدې لارې غواړي نړیوالو او امریکا ته په جګړه کې ځان ګټونکي اعلان کړی تر څو په اینده کې ډیر سیاسي امتیاز تر لاسه کړي .
په جګړه کې ځان بریالۍ اعلانول ، طالبان د سوشل میډیا او د ځینو رسنیو له لاری د ځان په ګټه تبلیغات کوی چې په جګړه کې زه ګټونکې یم او د کابل اداره (افغان حکومت) دومره توان نه لری چې کابل کې امن راولي په همدی هدف طالبان پدی تلاش کې دی چې تر څو افغان حکومت ته د دغه ډول حملو په نتیجه کې وښیې چې زه په جګړه کې ګټونکې یم .
کله چې د سولې لپاره د افغانانو هیلې او امیدونه زیات شی نو په هغه وخت کې په هیواد کې د طالبانو بریدونه هم زیات شی ځینی افغان شنونکې او سیاسیون پدی باور دی چې طالبان په دا ډول بریدونو سره افغان حکومت او افغانانو سره سوله نه کوی بلکې دوی له امریکا سره سوله کوي او د زیاتو امتیازاتو ترلاسه کولو هڅه کوي.