خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو تطبیق

محمدبشیر یوسفزوی
د سولې مشورتي لویه جرګه چې څو میاشتې وړاندې پلازمېنه کابل کې جوړه شوه، د خپل جوړښت له پلوه او د استازو له اړخه بېسارې ځکه وه چې حتی د ولسوالیو او کلیو د ولسونو منتخبو استازو په کې ګډون درلود.
بله ښېګڼه یې دا وه چې د ازادۍ، بې طرفۍ او صمیمت په فضا کې له کوم قید او انحصار پرته په کې د ولس استازو د سولې په اړه بحث او خبرې وکړې. سره له دې چې ځینو سیاسي افرادو، اشخاصو، ډلو او ټپلو ویل چې دا جرګه حکومتي او فرمایشي ده او حکومت د خپل واک غځولو لپاره را غوښتې ده، لکه ولسمشر غني چې پرون په خپله وینا کې د نورو بې اساسه نیوکو ته چې د جرګې په اړه یې  لرلې په اشارې وویل، ”لومړی، لویه جرکه انتخابي وه ۳۲۰۰ تنه د دې وطن وګړي له ټولو ولسوالیو د افغانستان نه له ۲۷ اقشارو نه راغلل سره کښېناستل. اوازې وې چې دا غواړو، دا غواړو، بل غواړو، یو شی یې هم ونه غوښت او ورته مو سپین چک ورکړ. او د دغه سپین چک په بدل کې دغه ولس ماته د طلا همیانۍ او تګلاره راکړه. او ما ژمنه وکړه چې ثم په ثم د لویې جرګې قطعنامه عملي کوم او د لویې جرګې قطنامه موږ عملې کړې.“
دا چې حکومت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک د عملي کولو لپاره څه کړي دي، د ولسمشر غني له خولې یې اورو چې وایي: ” څه مو کړي دي د قطعنامې د عملي کولو لپاره. لومړی لویې جرګې وغوښتله چې بین المللي اجماع جوړه کړئ، بین المللي اجماع موجوده ده. دویم، ویل یې چې منطقوي او اسلامي اجماع راوله، له ډېرو کمو استثناو سره په جوړېدو کې ده. درېیم ویل یې پاکستان ته ولاړ شئ او نوی فصل پرانیزئ. نوی فصل مو پرانیست، د نیت په برخه کې  پرمختګ دی او عمل کې باید تګلارې ته ورسېږو که این جنگ غیر اعلان‌شده خاتمه پیدا کند.“
اونۍ دوه وړاندې چې ولسمشر غني پاکستان ته خپل رسمي دوه ورځنی سفر وکړ، نو هم یې له هغه سفر دمخه په کابل کې له صاحب نظرانو سره په کتنه کې او هم یې پاکستان کې له پاکستاني مقاماتو سره د کتنو پرمهال وویل، چې دا سفر یې د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک غوښتنې ته په درناوي کړی دی .
همدارنګه حکومت اړوندې ادارې او وزارتونه هم مکلف کړي دي چې د یادې جرګې د پرېکړه لیک د نورو پرېکړو او بندونو د تطبیق په برخه کې هم اقدام وکړي. له دې څخه معلومېږي چې حکومت تل د ولس ارادې او غوښتنو ته نه یوازې درناوی کړی، بلکې د هغوی وړاندیزونه او فرمایشونه یې منلي او د تطبیق لپاره یې د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې خپلې هڅې نه دي درېغ کړي او په همدې خاطر ورځ تر بلې د حکومت او ولس ترمنځ اړیکې نږدې کېږي او پخوا چې کومه د بې اعتمادۍ فضا موجوده وه، هغه نوره مخ په کم رنګه کېدو ده.