خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

سوله دې د خبرو پرځای په عملي پروسه بدله شي

مطیع الله سحر
د افغان سولې لپاره یو ځل بیا له هیواد ځينې سیاسي څېرې قطر هیواد ته تللې او په قطر کې یې له طالبانو سره د سولې په هکله خبرې وکړې، مګر دغه پلاوی د تېر په څېر دا ځل هم خالي لاسونه هیواد ته راستون شو. دلیل یې دادی چې نه وسله وال طالبان او نه هم له افغانستان څخه ورتلونکي افغان سیاسیون نه د سولې برنامه لري او نه یې هم صلاحیت لري، دوی چې هر ځل په خپلو کې سره جرګه کېږي یو څه عاطفي او تشریفاتي خبرې او ویناوې وکړي او له دې وړاندې د عملي اقدام په اړه نه بحث کېږي او نه هم پرېکړه او تصمیم نیول کېږي.
دې ناستې ته له کابله یو ۵۳ کسيزه پلاوی تللی چې په هغې کې د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو، دولتي چارواکو، ښځو او طالبانو شا او خوا ۶۰ استازي بلل شوي وو. دغه ګډونوال یوازې او یوازې د خپل ځان استازي وو. یعنې هر کس د هغه له شخصي ادرسه بلل شوی و.
د افغان سولې په روانه پروسه کې چې کوم ښکېل نفر دي هغه که داخلي دي او که بهرني ټول پکې خپلې ګټې لټوي. له یاد پلاوي څخه چې قطر ته تللي دي د حکومت غوښتنه همدا ده چې دوی هم خپلو ګټو ته پکې ونه ګوري. دوی باید ملي او هیوادنیو ګټو ته لومړيتوب ورکړي، ځکه ولسمشر غني په کندهار کې خلکو ته په وینا کې وویل چې سوله باید د مهم لومړیتوب په توګه رامخته شي، له شخصي مسایلو په کې ټولې خواوې تېرې شي او سوله باید له بهرنیانو ونه غواړو، سوله موږ افغانان په خپل ظرفیت، وړتیا او استدلال راوستلی شو.
له طالبانو  د افغانانو یوازينۍ غوښتنه همدا ده چې سولې ته غاړه کېږي او له جنګ څخه لاس واخلي. ځکه چې په جنګ کې نه د هغوی ګټه ده او نه هم زمونږه. په جنګ کې دواړو ته تاوان دی او سوله بیا د دواړو غاړو په ګټه ده.
جګړه له لویه سره د افغانانو په تاوان ده، ځکه که طالب مري هم افغان دی، که سرتېری مري هم افغان دی او که عام خلک مړه کېږي هم افغانان دي، نو له څو کلونو راهيسې چې په هیواد کې مو کومه جګړه روانه ده تر ټولو زیات ځاني او مالي تاوان یې افغانانو ته اړولی دی.

په جګړه کې ښکېلو خواوو ته ښایي چې هم په خپلو ځانونو رحم وکړي او هم په عامو افغانانو. له جګړې لاس واخلي او په واقعي او رښتینې مانا سولې ته راوړاندې شي.  چې د الله ج او د خدای د پېغمبر هم همدا غوښتنه ده چې مسلمانان د یو بل ورونه دي او باید په سوله کې ژوند وکړي. او د مسلمان ورور وژل هم په اسلام کې ناروا دي.
د دوحې د سولې خبرې دې واقعا په سوله متمرکزې شي او دغو خبرو ته دې د حکومت او وسله والو طالبانو هغه واقعي استازي را وړاندې شي چې هم د سولې صلاحیت لري او هم یې اراده لري او هم یې ظرفیت ولري، تر څو سوله له غونډو، بلنو او بحثونو څخه په یوه عملي پروسه بدله شي.