د جنګ او فساد لوړ قېمت د ولس ژوند ستونزمن کړی
اېمل پیاوړی
په تېرو اتلسو کالو کې چې څومره جنګ شدت اخیستی او کال په کال جنګ خپله بڼه بدلوي او د خلکو ژوند یې په ضرور کړی دی، نو همدومره ورسره فساد هم زیات شوی دی او له بده مرغه د جنګ او فساد دواړو لوړه بیه زموږ بېچاره ولس پرې کوي او د دغه قېمت ورکولو د دوی پر ژوند بد اغېز کړی دی.
ممکن ځینو سره پوښتنه دا وي چې د جنګ قېمت خو معلوم دی چې خلک په کې وژل کېږي، کورنۍ په کې بدمرغه کېږي، وطن په کې ویجاړېږي، مګر د فساد قېمت څه دی؟ دا ځواب له افغان ولسمشر محمداشرف غني څخه اورو چې تېره اونۍ یې پلازمېنه کابل کې د اروپایي ټولنې پنځم نړیوال کنفرانس کې مطرح کړ هغه وایي: ”قیمت اولاش اختطاف دولت و دولتداری است و بیاعتباری و نتیجهاش بیاعتباری ملت است. غلبهی روابط بر ضوابط، موجب برهم زدن قرارداد اجتماعی می شود. تنها غصبِ دارای های عامه اگر حساب کنید، میلیونها نفر افغان را مبجور ساختید از خاطر عدم پالیسی توزیع که زمین تمام دار ندار خود را به ساحه غیر پلانی مصرف کند، در حالیکه صدها هزار جریب زمین به مناسبات شخصی داده شد. “
په تېرو اتلسو کالو کې چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د ابادۍ او د خلکو د هوساینې او انکشاف لپاره په میلیاردونو ډالر مرستې وکړې، نو له بده مرغه چې د نظام او مدیریت د نشتوالي له امله او د مسوولینو د بې کفایتي له امله له افغانستان او افغانانو سره دغه مرسته شوې پیسې ضایع شوې او شخصي جیبونو او بانکي حسابونو ته ولاړې او له همدې امله نه د هیواد زیربنا ته پام وشو، نه تاسیسات ورغېدل نه بل داسې کوم کار وشو چې د خلکو د ژوند د هوساینې او دشغلونو د ایجاد لامل شي، حتی د ټول هیواد په کچه داسې یو روغتون هم جوړ نشو چې خلک هند او پاکستان ته د تلو پرځای په کوردننه د خپلو ناروغانو درملنه وکړای شي.
د فساد او جنګ لوړ قېمت همدادی چې ورځ تر بلې زموږ د خلکو ژوند په ستونزو او جنجالونو کې تېرېږي. دولتي ادارې یې کارونه نه ور خلاصوي، شخصي او حقوقي مسایل یې نه یو طرفه کېږي. د ژوند له ډېرو مهمو او لومړنیو اسانتیاو څخه بې برخې دي او د ولمسشر کرزي په لومړیو دیارلسو کالو کې سره له دې چې په هر لحاظ زیات امکانات موجود وو، مګر نه له فرصتونو او نه هم له امکاناتو څخه موثره استفاده وشوه.
ولسمشر غني هم د جنګ د مدیریت او پایته رسېدو او هم د فساد د مخنیوي ټینګه اراده لرله او لا یې هم لري، خو دغه مهال له افغانستان سره د مرستو کچه فوق العاده راکمه شوې وه. نوموړي ډېرې هلې ځلې وکړې، د فساد د مخنیوي په برخه کې یې عملي ګامونه واخیستل، په فساد ککړ چارواکي او قراردادیان یې زنداني کړل، څارنوالۍ ته یې ور معرفي کړل، له دندو یې وشړل، تور لېست کې یې شامل کړل، له قراردادونو یې محروم کړل، مګر په افغانستان کې فساد دومره پراخ او بسنټي شوی وو، چې له ښاغلي غني څخه د څو کالو کار او خواري غواړي.