ولسمشر غني د فساد ضد مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت بولي
محمدبشیر یوسفزوی
فساد داسې دی لکه د فصل او کروندې په منځ کې د پېروتې یا کبلې بوټی چې په غنمو او نورو بوټو غېږ را چاپېره کړي او هیڅ یې ودې ته نه پرېږدي، فساد هم چې کله په ټولنه کې ځېلې او رېښې وځغلوي، نو بیا ټولنه هوساینې، سوکالۍ، پرمختګ او ښه والي ته نه پرېږدي.
افغانستان او زموږ ادارې یې ښې بېلګې دي، خصوصا هغه مهال چې له ولسمشر کرزي څخه اوسني جمهوررئیس غني ته سپارل کېدې، نو ادارې مو په فساد کې داسې غرقې وې، چې هیچا هم پر حکومت او حکومتي ادارو باور نه کاوه ، ځکه چې همدغه فساد د ادارو او ولسونو ترمنځ د اعتماد فضا له منځه وړې وه، خلک په ستونزو کې و او دوی هیڅ ښه خاطره نه ورڅخه لرله.
ولسمشر غني هم له شته حالت څخه هیڅ خوښ نه وو او په همدې خاطر یې په بېلابېلو برخو کې د فساد ضد مبارزه پیل کړه، په دې اړه یې هم عامه پوهاوی وکړ او د علماو څو مهم کنفرانسونه یې جوړ کړل، هم یې د ملي تدارکاتو کمېسیون جوړ کړ او هم یې وخت پر وخت د بېلابېلو ولایتونو، وزارتونو او ادارې چارې له نږدې وارزولې او ټولو مسوولینو ته یې د فساد د مخنیوي په اړه جدي لارښوونې وکړې.
خو له بده مرغه دغه مهال فساد داسې رېښې ځغلولې وې چې د ولسمشر په لارښوونو یې له منځه تګ ناشونی وو او له همدې امله لا هم ځینې ادارې همغسې په فساد کې غرقې دي او جمهوررئیس غني یې پرلپسې د پاکولو او له فساده د را اېستلو هلې ځلې کوي. مګر فساد چې څومره پراخ او بسنټي دی، نو همدومره پراخه مبارزه هم غواړي، فساد سره مبارزه یوازې د یو فرد، حکومت او ولسمشر دنده نه ده، بلکې ټولنه او د ټولنې بېلابېل اقشار باید په دې مبارزه کې فعاله ونډه واخلي. لکه جمهوررئیس غني چې وایي: مگر راهی که باقی مانده، راه بسیار وسیع است و بدون تعهد سرتاسری این صورت گرفته نمیتواند. مبارزه با فساد کار یک فرد نیست، بلکه کار یک جامعه است و کار تمام دولت است و نطقه کلیدی اش همین است. آیا منافع چند روزه شخصی خود را ترجیح می دهیم یا متعهد هستیم به منافع ملی؟ اگر حرف سر تقسیم منافع شخصی باشد، فساد گم نمیشود. دولت کدام جایداد شخصی نیست که بین افراد تقسیم شود. هیچ کس حق دوامدار در دولت ندارد و سهم گرفتن در دولت میراثی نیست. من کدام خانواده سیاسی ندارم، خانواده سیاسی من ملت افغانستان است، اما دلته باید یوه حساب او کتاب وي او بې له حساب او کتاب نه موږ مخکې نشو تللای. اگر صلح پایدار و صلحی را می خواهیم که جناب سفیر میگویند که عاری از شکستهگی باشد، باید اراده ملی در قسمت مبارزه با فساد موجود داشته باشد، منتظر بحث هستیم، بحث را می گذاریم.“
فساد چې څومره د خلکو ژوند ستونزمن کړی، نو پر وړاندې یې بریالۍ او موثره مبارزه همدومره د خلکو پر ژوند مثبت اغېز لرلي، ځکه د فساد د کمېدو او ورکېدو مستقیمه ګټه په لومړي قدم کې ولس ته رسېږي، هم یې خدمات ښه کېږي، هم یې چارې پر وخت خلاصېږي او هم یې ستونزو ته رسيدګي کېږي.