خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

له ټاکنو مه واره بل بدیل نشته

اېمل پیاوړی
ټاکنې د ولسواکۍ مهم او د واک د لېږد سوله ییز اصل دی چې افغانستان یې تازه تازه تجربه کوي، ځکه تر دې وړاندې په افغانستان کې واک د زور او تشدد له لارې لېږدول کېده چې له دې لارې به له بده مرغه حتی ورور د ورور سترګې اېستلې او پلار به د وراره او یا به وراره د تره سر پرې کاوه.
په دې وروستیو کې داسې هڅې پیل شوې دي چې د واک د لېږد دغه سوله ییز اصل یانې ټاکنې ټکنۍ کړي او بېرته مصلحتي ، د زور او تشدد لارو ته ستانه شي، حتی له ولسمشر غني مه واره د ولسمشرۍ اکثره نوماندان کوښښ کوي چې د ټاکنو پرځای یو بل بدیل پیدا کړي. دلیل یې دادی چې دوی ځان د ولسمشر غني د سیالۍ جوګه نه بولي او هیڅ باور نه لري چې د ولس په رایو او ملاتړ دې له غني څخه دغه سیالي وګټي، نو له همدې امله یې څو میاشتې وړاندې د موقت او سرپرست حکومت نغاره غږوله، کله چې له دې نغارې نهیلي شول، نو اوس یې دا کوښښ کړی چې ټاکنې سبوتاژ کړي.
په لومړیو کې دوی دا تبلیغوله چې د ټاکنو کمېسیون د حکومت خاص کسان دي او د دوی په وجود کې د شفافو ټاکنو ترسره کول ممکن نه دي او دېته ورته یې نور تورونه واردول، نو همغه وو چې ولسمشر غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمیشنران له سره د نوماندانو او سیاسیونو په رایو او مشوره وټاکل او د دوی د ټاکلو پروسه په شفافه توګه ترسره شوه.
د دغې ستونزې او پلمې له ختمولو وروسته یې وویل چې سوله باید لومړیتوب ولري او سوله تر ټاکنو رامخته شي، دوی په لوی لاس سوله او ټاکنې په تناقض کې بللې، مګر دغې ادعا ته یې چې چا ارزښت ورنه کړ، نو بیا یې ویل چې ولسمشر باید استعفی وکړي او موقت حکومت رامنځته شي یا سرپرست حکومت یې ځای ونیسي. دا خبره یې هم چندان ونه چلېدله. بیا یې د ټاکنو د تحریم ګواښ وکړ، مګر دا ټول اعتراض یې په حضوري چمن غازي سټیډیوم کې تر یوې غونډې پورې منحصر شو او د هغې غونډې له پایته رسېدو وروسته کراره کراري شوه.
اوس په دې وروستیو کې له یوې او بلې ګوښې نوماندان دا ناره را پورته کوي چې که د ټاکنو پایلې داسې موږ ته د منلو وړ نه دي او که د ټاکنو پایلې هغسې وې موږ ته د منلو وړ نه دي. دوی چې اوس له نورو ټولو لارو او بدیلونو نهیلي شوي دي نو یوازې او یوازې په دې هڅه کې دي چې ټاکنې د تېر ځل غوندې بحران ته بوځي او د بیا د ځان لپاره له بریالي نوماند څخه امتیاز ترلاسه کړي، دلیل یې دادی چې د ولسمشریزو ټاکنو اکثر نوماندان حتی په سږنیو د ولسي جرګې ټاکنو کې ناکام شول، دوی له خپلې بریا مطلق نهیلي او په همدې خاطر یوازې او یوازې د امتیاز ترلاسه کولو په هڅه کې دي، مګر دوی ته باید واضح وویل شي چې نه له ټاکنو پرته بل بدیل شته او نه هم کوم امتیاز.