د عطایي ( ملا) شعر لکه د شاعر احساس..
لیک : ډاکټر جیند شریف
زما په اند « د وخت ضرب» خپله مانا په هم دې عنوان کي اخښلې ده ، عنوان چي تلفظ کړې د لومړي توري غږ ورو او تدریجي دی او د دوهم توري غږ ناڅاپي او وچ کلک .وخت حرکت ښیي او ضرب دریدل . وخت د تحول او ریفورم بګۍ ده evolutionاو ضرب د ړنګوني او انقلاب evolutionتوپان دی . په لومړي لسو مصرو کي دا تضاد شته خو د شعر جوړښت د تضاد دواړه خواوي ښکاره کوي :
ضرب ـــ تال ، حال ــــ قال ، جګړه ــــ خبره ، د ښایسته وو سره روغه ــــ د جابرو تورو جنګ پس له هغې جوړښت د تضاد هري خوا ته بیل بیل بندونه ځانګړي کوي :
وخت ؟ یا د دې سریزي لاندي ساړه ، پاسته او غزیدونکي انځورونه ټول شوي دي :
باچا د رنګ ، هېره لحظه ، حسرت ، تلوسه …
ضرب ؟
د دې سریزي لاندي تاوده ، بدلیدونکي او د غورځنګ نه ډک تصویرونه مومو :
د ویني جوش ، رباب ، دوکړه …
بل بند بیا په هره مصرع کي دواړه خواوي څرګندوي :
وخت ښایست زما د شهۍ دی ، ضرب یې خال ، باڼه ضربه ده
وخت دروند غر د کوه طور دی ، ضرب جلوه د اور لمبه ده
وخت باچا دی ضرب حمله ده ، وخت دریا دی ضرب څپه ده
وخت دولت دی ، ضرب سکه ده ، وخت شاعر دی ضرب مصره ده
ښایست د ډېرو شاعرانو د تضاد د لومړۍ خوا عنصر ګڼي . که څه هم
خال او باڼه دومره غورځنګ نه لري ، د ښایست د کُلي مقولې په پرتله خوځیدونکې افتعالي ( عاطفي) دي . ښایست مجرد دی او دومره د وخت په تېریدو بدلون نه مومي . خال او باڼه مشخص دي او د ښایست ښکارندویان ګڼل کیږي . دروند غر او د اور لمبه د دې تضاد تر ټولو ښه بیلګه ده چي هم د اسطوریې زمانې یادونه کوي او هم د ثبات او دوام سره د ناڅاپي حوادثو مقابله په پیاوړې توګه مونږ ته څرګندوي . زما د سمندر یا د سین او څپو مقابله هم ډېر خوښ شو :
وخت دریا دی ضرب څپه ده .
آب و ګوهر در کنار بیخودی اسوده اند
موج مارا اضطراب دل شناور می کند
( بیدل)
موج د ضرب ډولۍ ده چي روانه ده د زړه ارمان پوره کول غواړي او مرغلره د وخت په غېږ کي ابدي وصال ته رسیدلې .
د شعر فلسفې ماحول وحدت الوجودي دی او دا د دې د پاره نه ده چي د دې نظریې تبلیغ وشي بلکه د دې د پاره چي شعر ته ژبني پس منظر ورکړي .د یو مثال په توګه هم داسي ژبنی پس منظر د حافظ په غزلو کي هم شته . حافظ په ډېرو شعرو کي د صوفیانو په ژبه غږیږي خو خپله صوفي نه دی . بل خوا د دې ټکي ویل هم راته ضروري ښکاري چي د ژبي جوړښت او هم دا رنګه د فکر او مغزو جوړښت د تضاد یا دوه اړخیزوالي په بنسټ باندي ولاړ دی . په بله وینا انسانانو د نړۍ او چاپېریال د ساده کولو او پېژندلو په موخه بې شکله ماده او بې جوړښته دنیا په دوو قطبونو ویشي .
ښکته پورته ، تېره زمانه اوسنۍ زمانه ، تور سپین ، دلته هلته ، لر بر ، باتور بې ننګ ، کارګر سرمایه دار، سم غر …زه دا نه وایم چي دا تضادات ذهني دي خو ژبه او شعور په هم دې دوه اړخیز ماحول کي خوشاله وي لاره په اساني سره پیدا کوي .
وحدت الوجودي فلسفه هم د دې بشري اړتیا نه ګټه اخیسته ده او خپل ژبني چاپېریال یې د تضاداتو نه ډک کړی دی : ازل ابد ، حقیقي مجازي ،ځان قربانول ځان پړسول ، اخلاص ریا ، د حال ژبه د قال ژبه … هم دا وجه ده چي د طریقت مشران د شعر ژبي ته ترجیع ورکوي او شاعران وحدت الوجود خا ته فلکلور کي هم تضاد د ژبي ښکلا زیاتوي :
پاچا ملنګ ، اصیل کم اصل ، خان غریب . ته د سین پوري زه را هوري ـــــ
اوربل جاله که دواړه زلفي تناوونه …
تبۍ را واخلی مخ را تور کړئ
زه د خان لور وم په غریب مینه شومه
دلته باید زیاته کړو چي تضاد دشعر یو طبیعي چاپېریال دی خو تضاد د شعر ښکلا پېژندني ته بسنه نه کوي . انساني لاملونه لکه عاطفي عناصر او سا پوهنه هم لویه ونډه لري « د وخت ضرب» په دې برخه کي په سیاسي اشاراتو او اسطوره ای تضمین بسنه کوي .
وخت باچا دی ضرب حمله ده
وخت حسرت د تېر پرون دی ، وخت سبا ته تلوسه ده
وخت دروند غر د کوه طور دی ضرب جلوه د اور لمبه ده
په کوه طور یا د سینا په غره کي د یهودي دین د پیروانو په اند ډېري پیاوړي پیښي وشوې په هغه سفر کي چي موسیْ (ع) د مصر نه د ( اوسني ) اسرائیل د سیمي خوا ته بني اسرائیل ته مهاجرت کوي د طور په غره کي ده ته د یهوا یا یهودي خدای لخوا امرونه ورکول کیږي او یو امر پکي دا دی چي دا خلک دي ارض المیعاد ته بوزه . په د ې ترڅ کي موسیْ (ع) غوښتنه کوي چي یهوا خپله د دوئ لار ښود شي . یهوا دا مني او د ورځي د یوې توري وریځ په توګه د کاروان په سر کي روان وي او د شپې د اور د ستون په څیر . د اور په هکله یو بل روایت هم شته چي د موسیْ (ع) او د خدای تعالیْ یا د یهوا تر منځ په محاوره کي موسیْ (ع) وایي ته ماته ځان وښیه او خدای تعالیْ ورته وایي چي هیڅوک زما د مخ د لیدلو توان نلري خو زه به د خپل جلالت او ځلا حضور ستا تر خوا تېر کړم او زما شا به ووینې . د دې پیښي د اغیزي نه د غره یوه خوا په ایرو بدله شوه …
نو « جلوه د اور لمبه ) دغسي اسطوریي پیښو ته اشاره کوي . د تورات د یو روایت په بنا په یو بل نزدې غره کي د زیتون په ونه کي یهوا یا د ځینو په اند یوې پرشتې د اور د لمبو په څېر ځان ښکاره کړ .
په قران کریم کي هم د موسیْ (ع) کیسې څو واره شوي دي . دلته د سوره اعراف نه یو څو ایتونه را نقلوو:
و چون ( قوم تقاضای دیدن خدا کردند) موسی (باهفتاد نفر بزرگان قومش که انتخاب شده بودند) وقت معین به وعده گاه ما امد و خدایش با وی سخن گفت موسی ( به تقاضای جاهلانه قوم خود ) عرض کرد که خدایا خود را به من اشکار بنما که جمال تورا مشاهده کنم . خدا در پاسخ او فرمود که مر تا ابد بخواهی دید و لیکن به کوه بنگر اگر کوه طور ( بدان صلابت هنگام تجلی ) به جای خود برقرار ماند تو نیز مرا خواهی دید . پس آن گاه که تجلی خدایش بر کوه تابش کرد کوه را مندک و متلاشی ساخت و موسی بی هوش افتاد . سپس که به هوش امد عرض کرد : خدایا تو منزه و برتری ( از رویت و حس جسمانی از چنین اندیشه ) به درگاه تو توبه کردم و من (از قوم خود ) او کسی هستم که ( به تو و تنزه ذات پاک تو از هر الایش جسمانی ایمان دارم ) (۱)
د دې پیښو یو بل مناسبت د کوچ او لیږدیدلو موتیف د ی چي د عطایي ملا په شعرونو کي ډېر لیدل کیږي او دا موتیف نه یوازي د پښتني کوچاني تاریخ سره بلکه په ډېره عاطفي توګه د افغانستان د وروستۍ نیمي پیړۍ د حوادثو سره تړلي دي . په تېره د موسی مهاجرت په مصر کي د فرعون د ظلمونو او د یهودانو د ناوړه احوالو نه یوه تیښته وه .
ماته داسي ښکاري چي « د وخت ضرب » په پای کي پخپله د هم دې شعر یو تعریف ته بدلون مومي :
دا د تورو ساحري ده ، و جانان ته نذرانه ده
ښاریه وهي د عقل د « ملا» خیال دُره ده
د ګونګۍ میني غصه ده
د جنون ورکه قصه ده
« تورو » ذوالمعنین دی : په مجهوله واو د حرف په مانا او په معروفه یې د ذوالفقار په مانا، اصلي مانا هم هغه د حروفو مانا ده ځکه د ساحرۍ او خیال سره ګاونډیتوب یا مراعات النظیر لري .خو مینان د سرشیندلو له لاري هم نذرانه ورکولی شي . شاعر د دوو مصرو ترتیب چي د شعر د لومړي بند نه اخیستل شوی دی بدل کړی دی، دا ماته یو ښه تبدیل ښکاري ځکه اوس د شعر په پای کي د غصې په ځای د ورکو قصو انګازې راسره پاتي کیږي .
هم دا ژبي او شعر ته پاملرنه « هنر»کي لا زیاته ده .
دا مستي خو مستي نه ده، چي د هل رندانه چغه
یو هی هی ، هلا هلا سي
په دې لومړنیو مصرو کي تضاد د تصوف د جوش او د هنر د ساړه او خاموشه حالت تر منځ دی . د هل په ځای دلته د ارمانونو هی هی او حسرت دی .که ګډا ده او که اتڼ دی د ستورو او کایناتو په کچه ده نه د افرادو په کچه .
زهره جام په لاس را پاڅي ، سپوږمۍ لمر په غېږ کي ناڅي
پرشتې له واکه ووزي ، په ملا غبرګي له خندا سي
او را ګډي په ګډا سي
د سوړ شوي او دننه راکښل شوي احساساتو نه د تجرد او ریاضیاتو خوا ته ځو :
جانان وي صورت یې نه وي ، تفسیر وي ایت یې نه وي
ښایست وي خو لیده نه سي ، سیوری وي خو نیوه نه سي
مینه ناسته وي په زړه کي
صورت چي نه وي نو د جانان فکر یا خیال پاتي کیږي او ښایست چي نه لیدل کیږي هغه مجرد او افلاطوني ښایست دی لکه د هندسې د شکلونو ښکلا ، د شمېرو او معادلو ښکلا ، د سیوري انځور د هنر په بحث کي ډېر په ځای دی . سیوری د جسم سره شباهت لري خو دا د جسم عکس یا تصویر نه دی . سیوری دوه بعدي وي او جسم درې بعدي . سیوری لکه د هنداري انځور نه نیول کیږي او دا د تخیل د پاره یوه مناسبه تشبیه ده . هم دا رنګه په پښتو کي د جسم د سیوري او د ونو یا د دیوالونو د سیوري د پاره چي خلک هلته کیني یوه کلمه لرو ( په انګلیسي کي دوه کلمې دي shadow,shade.د هنر د څرنګوالي په اړوند دا دواړه ګټور دي . سیوری لکه د چنار سیوری د هوسایي او کمرنګۍ سمبول دی او د جسمونو سیوری د تقریبي ورتوالي مفهوم په نښه کوي . د دې ډول ورتوالی په هکله ارسطو او د هغه مفسر ابن رشد ډېر ګټور بیانات لري :
ارسطو ته شعر د ژوند یا چاپېریال داسي انځور دی چي شاعر د ذوق او استعداد په مرسته د یو نوي جوړښت په توګه را منځ ته کړی دی . ډرامه د تاریخي پیښو بیا بیانول نه دي . ډرامه د داسي پيښو بیانول دي چي یو له بل سره د منطق او جوړښت له مخي ټینګي اړیکي ولري .که تاریخ د دنیا په هکله رښتیا ویل دي شعر او ډرامه داسي دنیاګۍ جوړوي چي رښتیا نه وایي خو رښتین بریښي . هم دا وجه ده چي ارسطو ته شعر د تاریخ نه ډېر رښتین دی .
له بلي خوا هنر یوازي د حسرت او هی هی ښکارندوی نه دی ، د هیلو او اړتیاوو بیان هم دی .
مینه تنده وي د ورکي ځي چي ورک دلبر پیدا کړي
مینه واک د زمان ایل کړي ، هر پرون سبا سبا کړي
د دې شعر وروستۍ برخه چي د معمولي هنر انتقاد او د ارماني هنر تعریف پکي شوی دی ماته یو څه تکراري ښکاري خو د هنر په هکله شعر ویل یو داسي کار دی چي پکي د صراحت او تکرار خطره ډېره وي .
تل ژوندی هنر . هغه وي ، چي دا ځان او جهان هېر کړي
لامکان ته لاره سیخ کړي ، دغه رنګ او نومان هېر کړي
د بیان له نقله ووزي ، د عیان افسانې پرېږدي
د « ده ، ده » سندره سر کړي ، د « ځان ، ځان » ترانې پرېږدي
په پای کي شعر بیرته کایناتي ماحول ته راستنیږي او پیاوړی کیږي …
بې پروا وي ستا له توله ، بې پروا وي زما له نرخه
بس را اوري ، اوري ، اوري بې اختیاره مهین توري
د ګونکۍ میني سپین توري
د اسمان د تندي پرخه
د ازل د کاتب کرښه
هنر دلته بیا د سکوت او حیا خوا ته را ګرځېدلی او اسماني او افلاکي وهم او درنښت ته یې ځواب برابر کړی دی . په دې کي د شاعر اراده پخپله له لاسه تللې او د تقدیر لاس ته لویدلې . دا فیصله که شاعر ته په زړه پوري وي او که نه . د شعري مزیت خاوند دی او شعر د اسطورو او لرغونو زمانو فکري ماحول ته لیږدوي .
لومړی بند
په خوله قول د یارۍ دی
په زړه نوري اندیښنې دي
دلته ساز د یکرنګۍ دی
هلته رنګ په رنګ پردې دي
دریم بند
د خودۍ په می مدهوشه
امامان ائینه فروشه
په دې ښار کي فتنه لنګه
محرابونه بتکدې دي
مضمون د صفا او ریا تر منځ پخوانی تضاد دی خو انځورونه پخواني نه دي .
شپږم بند
د بې نیازه جانان نرخ دی
د وصال بیه ده ګرانه
په امید د یو دیدن یې
ډکي سوي هدیرې دي
د معشوق د بې نیازۍ مضمون هم نوی نه دی خو انځورونه یې چا نه دي کارولي . وروستۍ مصرعه د شاعر د نورو شعرونو په څنګ کي ژوره انګازه لري : ډکي سوي هدیرې
ورپسې بل بند چي بیا هم د نورو شعرونو حالت را ژوندی کوی :
په څه رنګ په ځان در خپل کړم
کوم قدم به دي زه ښکل کړم
ستا جلوه د بریښنا منډه
زما په پښو کي زولنې دي
د تګ او مزل انځورونه دلته یو بل سره ګاونډیان دي : قدم ، منډه ، پښوکی ، د مخکیني بند غوندي وروستۍ مصره عاطفي شدت او ډرامه لري .
د شعر وروستی بند عرفاني احساسات بشپړ کوي .
د هستۍ خیالي رباب دی ، د نیستۍ شهباز پر ناڅي
د « لا لا » اعجاز ترنګ دی « الالله» یې معجزې دي
عبدالهادي عطایي ( ملا) د ژور احساس خاوند او د ښکلا پېژندني د ایجاباتو نه پوره باخبره شاعر دی . په شعرونو کي یې نه یوازي د رنځ او طنز بدایښت بلکه د ژبي او نځورونو پیاوړیتوب او نویوالی شته دی .
کوم تنکي حسن خط راوړ چي د زړه خلوت دي تور سو
بیا د کوم طالب له جوړه ملا ګرځي در بدره
ــــــــــــــــــ
(۱) ۱۴۳ ترجمه الهی قمشه ای quran.anhar.ir