خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

عمران خان په واشنګټن کي

واحد فقیري

د یکانومیسټ مجله پخپله تازه ګڼه کي لیکي: داسي ښکاري چي امریکا د پاکستان پخوانۍ ګناهوي په افغانستان کي د مرستي په بدل کي بخښي. او واشنګټن د پاکستان سره د سوټي پر ځای له ګازري څه کار اخي.

د یکانومیسټ مجله ادامه ورکوي او لیکي که چیري په سیاست کي یوه هفته اوږده موده وي، اته میاشتي خو پېړۍ وي. فقط د تېر کال په نومبر کي، جمهورریس ټرمپ پر پاکستان سخت ګوزارونه وکړل، او پاکستان يې په دومخي او منافقت تورن کړ. ټرمپ وویل چي پاکستان زموږ څخه په میلیارډو ډالره واخېستل، خو په مقابل کي يې هیڅ راسره و نه وکړل. ټرمپ پر پاکستان باندي نظامي مرستي بندي کړې.

سمدستي عمران خان په جواب کي وویل امریکا غواړي چي په افغانستان کي د خپلي ماتي او ناکامۍ پړه پر پاکستان باندي واچوي. عمران خان زیاته کړه چي پاکستان به بیا د نورو خلګو په جنګونو ځان لتاړ نه کړي.‌

خو پدې هفته کي یو دم هر څه بدل سول. ټرمپ په سپينه ماڼۍ کي عمران خان په غېږ کي ونیو. یو ناڅاپه د امریکا قهر په مهربانۍ بدل سو. ټرمپ د عمران خان صفتونه شروع کړل، او هغه ئې یو سوپر سټار یاد کړ. د هغوی تازه یارانه ښه ښکارېدله، او داسي برېښي چي د پاکستان سره به د امریکا کومکونه بیا پېل سي.

په سپینه ماڼۍ کي د یوې مطبوعاتي ناستي په ترڅ کي، ټرمپ په شډله توګه وویل چي افغانستان به د جهان له نقشې څخه محوه کړي، حال دا چي افغانستان د امریکا ملګری دی. دغه راز، ټرمپ وعده وکړه چي د هند او پاکستان تر مینځ به د کشمېر په برخه کي مینځګړیتوب وکړي.

پاکستان له ډېره وخته غوښتل چي د کشمېر کشاله بین المللي کړي، خو هند مدام هڅه کوي چي د کشمېر لانجه د پاکستان او هند تر مینځ محدوده وساتي.

د پاکستان په اړه د ټرمپ د نظر بدلېدل په افغانستان پوري مربوطېږي. ځکه ټرمپ وویل،«زه فکر کوم چي پاکستان به زموږ سره له افغانستانه په راوتلو کي کومک وکړي.» ټرمپ علاوه کړه،«پاکستان به ستر بدلون راولي.»

د ټرمپ اداره هیلمنه ده چي پاکستان به پر طالبانو باندي له خپل نفوذه کار واخلي، او طالبان به یوې داسي معاملې ته وهڅوي چي د امریکا آب او عزت څه په کښې خوندي سي. او امریکايي عسکر پرته له خطره له افغانستانه راووزي.

عمران خان په واشنګټن کي سمي خبري وکړې. هغه وویل چي پاکستان په افغانستان کي د «ستراتیژیکي عمق» خیال له سره ایستلی دی. هغه وویل چي د طالبانو سره به کښېني، او هغوی به تشویق کړي چي د افغانانو سره خبري وکړي.

په هر حال، واشنګټن فیصله کړې ده چي طالبانو سره باید خبري کامیابه سي. د امریکا خارجه وزیر،‌ مایک پامپيو، ویلي دي چي د سپټمبر تر اولي پوري باید یوه معامله وسي. داسي ښکاري چي د دې هدف ته لاسته راوړلو لپاره امریکا آماده ده چي د پاکستان پخوانۍ ناغېړۍ هېري کړی، او د پاکستان سره یو نوی اپروچ وازمويي.