د افغانستان د جنګ او د سولي د خبرو په اړه د ګارډین نظر
واحد فقیري
د برتانیې مترقي چپ اخبار، د ګارډین، پخپله نننۍ (جولای ۳۰) سرمقاله کي لیکي: په تېرو څو لسیزو کي ډیرو اکټرانو افغانان وژلي دي، خو وحشتناکه خبره دا ده چي افغان حکومت او بین المللي ملګرو يې تر طالبانو زیات ملکي او بې دفاع افغانان قتل کړي دي. د وژل سویو کسانو درېیمه برخه ماشومان دي.
امریکا په صراحت وايي چي د نظامي عملیاتو هدف يې پر طالبانو باندي فشار اچول دي. په مقابل کي، طالبانو هم د جنګ منطق غوره کړی دی، ځکه هغوي غواړي چي امریکا ته دا وښيي چي نظامي فشار به يې و نه ډاروي.
دا چي امریکا غواړي چي د ملکي کسانو په وژلو سره دایمي سوله راولي، دا یو غیر واقعبینانه عمل دی. د ملکي کسانو وژل د بین المللي قوانینو څخه څرګنده سرغړونه ده. د ملکي کسانو د وژلو لپاره دا هم موجه دلیل نه سي کېدلای چي طالبان د ملکي کسانو څخه د ډال په توګه استفاده کوي. په همدې لړ کي، افغان امنیتي قواوي نه د ملکي افغانانو د ساتلو اراده لري، او نه هم پوهېږي چي څرنګه دا کار وکړي.
د سولي لپاره د افغانانو تنده ژوره او واقعي ده. خو افغانان دا هم غواړي چي د سولي په پروسه کي يې بشري او مدني حقوقو پایماله نه سي. او د ښځو حقوق خوندي وي.
افغان حکومتي مشران او د هغوی جنګسالاران ملګري د بشر د حقوقو په برخه کي بد ریکاد او سابقه لري. هغوی زیاتره د خپل قدرت د ساتلو په غم کي دی، نه د خپل هیواد د پرمختګونو د ساتلو. ځکه د افغانستان اوسني پرمختګونه د هغوی د ارادې په خاطر ندي راغلي، بلکي د هغوې د نیت پر خلاف رامینځته سوي دي.
نو لهذا، د امریکا دا اوږد جنګ ختمول ضروري خبره ده، خو داسي معامله باید و نه سي چي تر ګټي يې تاوان زیات وي. ځکه د عجلې یوه داسي معامله چي سمدستي ړنګه سي او زیان يې ډېر وي، ښايي نه معامله پر بهتره وي.