خاطره: پروفسور ویج
واحد فقیري
د واشنګټن په امریکن پوهنتون کي زما د ماسټرۍ آخري (۱۹۹۹) کلونه ول چي ما د پروفسور ویج سره د سیاسي تیورۍ کلاس واخیست. پدې ټوله دوه کلنه دوره کي فقط په یوه سیمسټر کي ما د هغې سره همدا کلاس درلود.
پروفسور ویج هندي الااصله امریکايي وه. په خپل مضمون کي ماهره او زبردسته استاده وه. یوه بادسپلینه، قهرجنه، او بدخویه پروفسوره وه. زما يې په صنف کي اصلا خندا او ټوکي نه په یادېږي، خو له هیبته ډکي غټي توري سترګي يې اوس هم زما په ذهن کي نقش دي. پروفسور ویج اوږده، تک تور، او صاف ورېښتان لرل. ما د ورېښتانو دا راز توروالی یوازي په هندیانو کي لیدلی دی او بس. عموما به يې ورېښتان په قیدتک کي ټینګ کړي ول، او یوه ښه غټه قوده ورېښتان يې لرل. کله نا کله به يې ورېښتان په یوه ستر او پلن چوټي کي سره راغونډ کړي ول.
د پروفسور وېج سترګي ځلانده او تکي توري وې. یوه وروځه يې پورته او بله يې څه ښکته وه. د وروځو همدا غیر متناسب والي يې د هغې هیبت او سام لا ور ډېر کړی وو. ما چي به کله نا کله د سترګو تر کنجونو لاندي پروفسور وېج ته خپ خپ وکتل، ما ته به د هندي فلمونو یوه پخوانۍ اداکاره را په یادېدله چي مدام به ئې په ډارونکو فلمونو کي نقش لوبوی. د هغې سترګي هم غیر متناسبي وې. خو پروفسور وېج په صورت کي ښکلې ښځه وه، او د مخ پوستکي یې سپین رنګه وو. د مخ پوست يې صاف وو، او اوږدو تورو ورېښتانو يې د مخ بڼه لا ور سپینه کړې وه.
کله څرنګه چي مي مخکي وویل پروفسور ویج په خپل مضمون کي وتلې استاده وه. د سیاسي تیوري پر تدریس يې د چاکلیټ د خوړولو غوندي خوند اخیست. پدې برخه کي يې پراخه مطالعه لرله، او پر ماډرن سیاسي تیوري ګانو باندي يې تسلط لاره. زیاتره تخصص يې د جاپان د سیاسي او اقتصادي انکشاف په برخه کي وو.
زما هم د سیاسي تیوریو سره جوړه وه، او حتی په رخصتیو کي مي تر بل هر شي سیاسي تیوري زیاته مطالعه کوله. نو لهذا، په صنف کي څه وقي غوندي وم. او د امتحانونو پر وخت به مي د خپلو همصنفیانو سره کومک هم کاوه.
یوه ورځ په صنف کي، پروفسور وېج پر کاپیټالیزم باندي د نیو- لیفټ (نوي – چپ) د انتقادونو په اړه خبري کولې. کله چي لکچر يې خلاص کړ، ما لاس پورته کړ، او ترې و مي پوښتل،«پروفسور ویج! پر کاپیټالیزم باندي د نوی-چپ د انتقادونو او د کلاسیک مارکسیزم تر مینځ تفاوت څه دی؟ دا خو قریب ټول پخواني انتقادونه دي.»
صاحبه، زما پوښتنه نه وه، بس سمدم مي د ځان بلا وګرځېدله. پروفسور وېج دونه تفاوتونه راته یاد کړل چي زه يې هک پک کړم. د هغې د مطالعې عمق او وسعت ته مي لا احترام زیات سو. د پروفسور ویج په کلاس کي موږ دونه مارکس او نوی – چپ ولوست چي ما يې هیڅ تصور هم نه کاوه.
څرنګه چي په غرب کي د کاپیټالیزم مخالف قطب مارکسیزم او نیو – لیفټ دی، نو لهذا د سیاسي علومو په فاکولتو کي مارکسیزم په پېخر تدریسېږي. امریکايي لیکوال هینري برادشیر په خپل کتاب کي لیکي چي ښايي حفیظ الله امین هم په امریکا کي د مارکسیزم سره اشنا سوی وي، ځکه هله په امریکايي پوهنتونو کي زیاتو مترقي چپو استادانو تدریس کاوه.
زما په ګومان ستر امریکايي لیکوال، لويي دوپرې، په یو ځای کي لیکي ول چي اکثره هغه افغان محصلین چي امریکا ته د تحصیل لپاره تللي ول، زیاتره چپ راستانه سول، او هغه چي شوروي ته تللي ول، هغوی راست عقاید خپل کړي ول!
خیر په هر صورت، پدې وخت کي زموږ کلاس د پوهتنون په غربي اړخ کي په یوه دوه منزله عمارت کي وو. یو څنګ ته مو عمومي کتابتون وو، او بل اړخ ته مو عمومي سړک وو. د سړک پر ها بله غاړه ستره او ښایسته د ډبرو څخه جوړه سوې کلیسا وه. په صنف کي مو ستر مېز پروت وو، او شا و خوا يې چوکۍ باندي راګرځېدلي وې. د کلاس ترتیب او نظم د کانفرانس تالار ته پاته کېدی. د صنف دریو خواوو ته غټ غټ کلکینان ول، او شرقي طرف ته مو یو ستر کلکین وو چي زموږ د بین المللي روابطو د فاکولتې ودانۍ ترې ښکارېدلې. د کلاس مخته ستري او هېبتناکه وني ولاړ وې.
پدې وخت کي زموږ کلاس مازیګر شروع کېدی، او کله چي به له صنفه راووتلو، تېاره به وه. د پوهنتون په ښکلي غولي کي به د قندیلانو په شان څراغونه بل ول، او مور مړي پتنګان او حشرات به پرې راڅرخېدل. کله نا کله به یوه پتنګان ځان د ګروپ دننه ته ور ورسوی، د څراغ په حرارت به لولپه سو، او جُزهاری به يې وو. لاندي به راولوېد، او الپتکي به يې وهلې.
پروفسور ویج د سمیسټر په آغاز کي راته وویل،«تاسي باید ټول زما مخکي په کلاس کي حاضر یاست. که مو چیري ناوخته تشریف راوړ، او د صنف دروازه مو تړلې ولیدله، پام کوئ چي صنف ته راداخل نه سي. پوهېدلاست؟!»
موږ هم د دې د امر سره سم څو دقیقې مخکي صنف ته ننوتلو، او داسي د نر بچی نه وو چي ناوخته راسي. احیانا که به چیري ناوخته راورسېدلو او دروازه به مو تړلې ولېدله، سمدستي مو به شاګرځ وکړ، او غوږونه به راباندي ځړېدل، مخ به د کتابتون یا د خپلي فاکولتې د وړې کافیټریا پر لور روان سو. هلته مو به یا کتاب یا اخبار ولوست، او یا به مو قهوه څیښله. وخت نا وخت به سطرنج هم کاوه. اکثریت سطرنج بازان د سعودي عربستان محصلین ول، مدام به د کافي ګیلاسونه ورسره ول، او په عربي ژبه به سره ګډ ول.
د پروفسور ویج په کلاس کي زما اکثره همصنفیان امریکايان ول، خو یو تن یونانی، یوه ترکۍ، او یوه هندۍ الاصله انجلۍ هم راسره وه. یونانی ښکلی، عیاش، او شتمن ځوان وو. د امتحانونو پر وخت به مدام زما سره څنګ پر څنګ روان وو. خوشحاله او ټوکي زلمی وو، او زما هم ساعت ور سره تېرېدی. ما ته به یې ویل،«واحده! زه یونان ته نه ځم. ځکه سمدستي باید عسکر ته ولاړ سم، او په عسکر کي باید د ترکانو سره وجنګېږم. ایا ته ما د جنګ سړی بولې؟ ایا زه د هغو غټو ترکانو سره جنګېدلای سم؟ دا ټول لیونتوب او جنون دی.» موږ به په ګډه کافیټریا ته د ډوډۍ لپاره روان وو، او هلته مو زیاتره پر سیاسي مسایلو باندي بحثونه کول.
ترکۍ انجلۍ عایشه نومېدله. نهایت ښکلې، زرنګه، خو لټه وه. د مطالعې سره يې چندان جوړه نه وه. په کتابتون کي يې زما ځای لیدلی وو. کله چي به امتحانونه رانژدې سول، دا به حتما هلته شکه ناسته وه. هندۍ انجلۍ وړه تکه توره، ډنګره، خو لایقه وه. همدلته په امریکا کي زېږېدلې وه. امریکايي لهجه يې لرله. کله چي به هوا سړه وه، غټه تکه توره باران کولا به يې پر سر وه. یو سوړ مازیګر يې راته ویل،«دا باران کولا ځکه اغوندم چي یو څه نور وزن هم بایلوم.» ما به د ځان سره په زړه کي باندي خندل، ځکه هډوکي یې تر پوست لاندي ښکارېدل.
یوه ورځ، زما یونانی او ترکي همصنفیانو له پروفسور ویج څخه داسي غلطه پوښتنه وکړه چي باید په متن کي يې ځانونه په پوه کړی وای. د هغوی دا اشتباه د پروفسور ویج اعصاب ور خراب کړل. او پر غُر يې وهل.«تاسي لکه ماشومان یاست، او زه باید په کاچوغه کي ډوډۍ در کړم. تاسي د ماسټرۍ په پروګرام کي یاست. تاسي په کوم ابتدايي مکتب کي درس نه وایاست. دا سوال چي مو کړ، دا پر دې دلالت کوي چي تاسي د کتابونو متنونه نه دي لوستي، او ځانونه مو د صنف لکچر ته نه دي اماده کړي.» پروفسور وېج کرار کرار له ګېره وتله، او دا خواران يې داسي بې آبه او سپک کړل چي زما سخت زړه پر کباب سو، او د دوی پر ځای زه شرمېدلم.
اوس چي کله نا کله زما ځیني ملګري په فیسبوک کي داسي پوښتني راڅخه وکړي چي په متن کي يې جواب موجود وي، ما ته سمدستي پروفسور ویج را په یاد سي. او دا ارمان کوم چي کاشکي دا یاران زما سره د پروفسور ویج په کلاس کي همصنفیان وای.
د پروفسور ویج په کلاس کي ما دا هم زده کړل چي په تاریخ کي هیڅ ملک آزاد بازار نه دی جوړ کړی، بلکي د دولت سمو پالیسو آباد کړی دی. هغه هیوادونه چي فعال حکومتونه لري، او حکومت يې د اقتصاد او انکشاف په برخه کي فعاله او رغنده ونډه لري، هغوی پرمختګ کوي، او هغه ملکونه چي حکومتونه يې ټنډه بیده وي، او یا د نورو په چندو چلېږي، هغوی مدام خوار او ذلیل وي.